• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

نظرپوښتنه؛ یوازې یو پر درېیمه برخه امریکایي وګړي له ایران سره د جګړې ملاتړ کوي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۵ GMT+۱

د رویټرز او اېپسوس د ګډې وروستۍ نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې یوازې یو پر درېیمه برخه امریکایي وګړي له ایران سره د جګړې ملاتړ کوي او ډېری یې په دې باور دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه جګړه کې د امریکا موخې په روښانه توګه نه‌دي بیان کړې.

دغه شمېرې ښيي، چې د امریکايي وګړو ترمنځ له ایران سره د امریکا د جګړې ملاتړ په تېرو پنځو میاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی. دغه نظرپوښتنه چې د جولای له ۲۵مې تر ۲۷مې ترسره شوې، ۶۹ سلنه ګډونوالو چې له هر لسو جمهوري‌پالو په‌کې څلور تنو ګډون کړی و ویلي، ټرمپ نه‌دی توانېدلی چې په ایران کې د امریکا د پوځي ګډون موخې په روښانه توګه بیان کړي.

سره له دې د ټرمپ د محبوبیت کچه د تېرې میاشتې پرتله لوړه شوې او له ۳۴ سلنې څخه ۳۷ سلنې ته رسېدلې ده. دغه نظرپوښتنه دا هم ښيي، چې د فبرورۍ له ۲۸مې یعنې د امریکا او اسراییل له‌خوا پر ایران د بریدونو له پیل راهیسې د جګړې ملاتړ تل له ۴۰ سلنې کم پاتې شوی دی. دغه کچه د عراق او افغانستان د جګړو پرتله چې د امریکا عامه افکارو په‌کې ډېر ملاتړ ښودلی و، د پام وړ ټیټه بلل کېږي.

په دغه نظرپوښتنه ۱۲۴۶ بالغو امریکايي وګړو په انلاین بڼه ګډون کړی و. سپینې ماڼۍ بیا ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلې پرېکړې د نظرپوښتنو پر بنسټ نه‌کوي او لاهم ټینګار لري چې ایران باید د اټومي وسلې ترلاسه کولو ته پرېنښودل شي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

اووه ښځینه محصلانو د بریتانیا د زده‌کړو ویزو د بندیز په اړه محکمې ته شکایت کړی

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۰ GMT+۱
100%

د افغانستان، سوډان او کامرون اووه ښځینه محصلانو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت پر ضد د دغه هېواد سترې محکمې ته شکایت کړی او ویلي یې دي چې د دوی د هېوادونو د وګړو لپاره د زده‌کړو ویزو د صادرېدو درول، د لوړو زده‌کړو هیلې له منځه وړي دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان، سوډان، کامرون او میانمار د وګړو لپاره د زده‌کړو د ویزو صادرول ودرول. د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي وو، ځینې کسان د زده‌کړو په ویزه بریتانیا ته ننوځي، خو وروسته د پناه غوښتنه کوي.

خو د شکایت کوونکو وکیلانو د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۵مه، د سترې محکمې په غونډه کې استدلال وکړ چې دا بندیز ګڼ هغه کسان هم اغېزمن کړي چې هېڅکله یې د زده‌کړو له ویزې ناوړه ګټه نه ده اخیستې.

د دوی په وینا، د کورنیو چارو وزیرې خپله پرېکړه د هغو شمېرو پر بنسټ کړې چې د زده‌کړو ویزه لرونکو له خوا د پناه غوښتنې حقیقي کچه نه څرګندوي.

د شکایت کوونکو وکیلانو وویل، وزارت د یوه کال په اوږدو کې د صادر شویو زده‌کړیزو ویزو شمېر د هماغه کال د پناه غوښتونکو له شمېر سره پرتله کړی، حال دا چې ځینې محصلان بریتانیا ته له ننوتلو څو کاله وروسته د پناه غوښتنه کوي، نه د خپلو زده‌کړو په لومړي کال کې.

د شکایت کوونکو په ډله کې دوه افغانې محصلانې هم شاملې دي. یوې افغانې محصلې د مصنوعي ځیرکتیاد ماسټرۍ لپاره د ساسکس او برادفورډ پوهنتونونو څخه وروستی منل شوی وړاندیز ترلاسه کړی، او بله افغانه محصله غواړي د مانچسټر په پوهنتون کې د ملکي انجینرۍ زده‌کړې وکړي.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر میلادي کال په بریتانیا کې شاوخوا ۴۱زره ویزه لرونکو د پناه غوښتنه کړې ده. د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې ډلې ۴۷سلنه پناه غوښتونکي محصلان وو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې ویلي، د پناه غوښتنې لپاره د قانوني ویزو کارول د دغه هېواد د کډوالۍ پر نظام د خلکو باور کمزوری کولای شي.

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د پناه غوښتنې د ارزونې په بهیر کې نوی بدلون راوستی او د لنډمهالي مقرراتو له مخې به د ځینو پناه غوښتونکو دوسیې د مرکې له ترسره کېدو پرته د عدلیې وزارت د کډوالۍ محکمو قاضیانو ته سپارل کېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت اټکل کوي چې دا بدلون به د شاوخوا ۴۴۴ زره پناه غوښتنې دوسیې تر پوښښ لاندې راولي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د دوشنبې په ورځ د لنډمهالي وروستي مقرراتو اعلان وکړ چې له مخې یې د پناه غوښتنې افسران کولای شي د ځینو هغو بهرنیو وګړو د پناه غوښتنې دوسیې، چې په خپله خوښه یې د پناه غوښتنه کړې، د لومړنۍ مرکې له ترسره کېدو پرته د عدلیې وزارت د کډوالۍ محکمو قاضیانو ته ولېږي. دغه مقررات د رسمي خپرېدو له ورځې سمدستي نافذېږي.

د نوو مقرراتو له مخې، له اوسنیو قوانینو څخه هغه ماده هم لرې شوې چې د پناه غوښتونکو لپاره یې د پناه غوښتنې له افسر سره د مرکې «حق» یاداوه.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې مشر، جوزف اېډلو، ویلي، دا بدلون به د پناه غوښتنې د سیستم د اعتبار په ساتنه او د زرګونو ځنډېدلو دوسیو په کمولو کې مرسته وکړي.

هغه ویلي: «د امریکا د پناه غوښتنې سیستم د هغو کسانو د ساتنې لپاره رامنځته شوی چې په رښتیا د ځورونې وېره لري، او دا مقررات به ډاډمن کړي چې سرچینې د همدغو مشروع غوښتنو ارزونې ته ځانګړې شي، نه د هغو کسانو لپاره چې له دې بهیر څخه د ځنډ او د کار د اجازې د ترلاسه کولو په توګه ګټه اخلي.»

د امریکا د کورني امنیت وزارت د اټکل له مخې، له نږدې یو اعشاریه څلور میلیونه ځنډېدلو پناه غوښتنې دوسیو څخه شاوخوا ۴۴۴ زره یې د دغو مقرراتو تر اغېز لاندې راتلای شي.

خو د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونه او د مهاجرت د قانون وکیلان پر دې پرېکړه نیوکه کوي. د امریکا د کډوالۍ وکیلانو ټولنې لوړپوړي چارواکي ګرېګ چین ویلي، د پناه غوښتنې د افسرانو له مرکو پرته د دوسیو محکمو ته لېږدول به نه یوازې د قضیو د چټک حل لامل نه شي، بلکې د کډوالۍ پر محکمو به لا زیات فشار واچوي، ځکه دا محکمې لا هم د میلیونونو دوسیو له ځنډ سره مخ دي.

بلخوا، د کډوالۍ قاضیانو د ملي ټولنې مرستیال جېرمایا جانسن ویلي، د پناه غوښتنې مرکې عموما په غیرتقابلي فضا کې ترسره کېږي او د شکنجې او ځورونې قربانیانو ته فرصت ورکوي چې خپله کیسه په بشپړه توګه بیان کړي. د هغه په وینا، نوی مقررات د ټرمپ ادارې د پراخې ایستلو پالیسۍ برخه ښکاري او ښايي د پناه غوښتونکو د قانوني حقونو په اړه حقوقي ننګونې رامنځته کړي.

دا بدلون داسې مهال عملي کېږي چې د ټرمپ ادارې په وروستیو میاشتو کې د امریکا د کډوالۍ محکمو په جوړښت کې هم پراخ بدلونونه راوستي، لسګونه قاضیان یې ګوښه کړي او پر ځای یې سلګونه نوي قاضیان، چې ډېری یې پخواني پوځي حقوقپوهان او د کډوالۍ د تطبیق ادارې وکیلان دي، ګومارلي دي.

ډونالډ ټرمپ: ایران مو سخت ځپلی او اوس مهال د هوکړې په اړه خبرې کوي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالاتو د ایران اسلامي جمهوریت «سخت ځپلی» او زیاته کړې یې ده چې تهران اوس د یوې هوکړې په اړه خبرې کوي.

ټرمپ د میشیګان ایالت د «جنرال موټورز» د فابریکې د لیدنې پر مهال د ایران پر ضد د امریکا د بریدونو په ملاتړ وویل: «هغوی باید مات شي، او موږ سخت وځپل. خو باید وګورو چې پایله به څه وي».

هغه همداراز ادعا وکړه چې پر ایران لګېدلې سمندري کلابندي اغېزناکه ده او ویې ویل: «هغوی ډېر غواړي چې دا کلابندي پای ته ورسېږي او تل وایي، مهرباني وکړئ کلابندي ختمه کړئ».

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، که امریکا دغه اقدامات نه وای کړي، د ایران له لوري به د خبرو لپاره هېڅ لېوالتیا نه وه رامنځته شوې.

ټرمپ وویل: «اوس هغوی د هوکړې په اړه خبرې کوي، خو که موږ دا کار نه وای کړی، هېڅ ډول خبرې به نه وې. هغوی د منځني ختیځ زورواکي وو».

هغه د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو خبرو په اړه هم وویل: «اوس مهال ډېرې دوستانه خبرې روانې دي».

د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمېدو او د خبرو د بیا پیل په اړه راپورونه او ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: میلیونونه کسان لا هم د ایډز له درملنې بې برخې دي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، که څه هم په نړۍ کې د ایډز د نوو پېښو او د دغه ناروغۍ له امله د مړینو کچه راټیټه شوې، خو لا هم میلیونونه کسان درملنې ته لاسرسی نه لري. په ورته وخت کې په افغانستان کې هم شاوخوا تر ۳ زره کسان له ایډز ناروغۍ سره ژوند کوي،

همدارز نږدې ۷۴۹ زره کسان د مزمن هیپاټایټس «بي» او ۲۱۲ زره کسان د هیپاټایټس «سي» له ناروغۍ سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه په نړۍ کې شاوخوا ۳۲ میلیونه کسان چې د اچ‌ ای‌ وي (د انسان د معافیت کمزوري کوونکي وایرس) سره ژوند کوي، درملنه ترلاسه کوي، خو نږدې ۹ میلیونه نور لا هم له ژوند ژغورونکو درملو بې برخې دي.

دغه راپور چې د «۲۰۲۲ تر ۲۰۳۰ کال پورې د اچ‌ ای‌ وي، وایرسي هپاتیت او جنسي لېږدېدونکو ناروغیو د مخنیوي نړیوالو روغتیايي تګلارو» د پلي کېدو ارزونه کوي، د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د ایډز د ۲۶م نړیوال کنفرانس پر مهال خپور شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي: «دا راپور دوه واقعیتونه ښيي، یو دا چې کله هېوادونه په روغتیا، ټولنو او ساینس پانګونه کوي، پرمختګ ممکن دی. خو بل لور ته د مالي مرستو کمېدل، بشري بېړني حالتونه او دوامدارې نابرابرۍ کولای شي دا لاسته راوړنې ژر له منځه یوسي.»

هغه ټینګار کړی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې باید داسې پیاوړي او انعطاف منونکي روغتیايي نظامونه جوړ شي چې تر ټولو زیان‌منو خلکو ته هم ورسېږي.

د راپور له مخې، له ۲۰۱۰ کال راهیسې په نړۍ کې د اچ‌ ای‌ وي نوې پېښې ۴۲ سلنه او د ایډز له امله مړینې ۵۷ سلنه کمې شوې دي. خو د نړۍ په ځینو سیمو کې لا هم د دې ناروغۍ پېښې د لوړېدو په حال کې دي، په ځانګړې توګه د هغو ډلو ترمنځ چې د ناروغۍ له لوړ خطر سره مخ دي.

افغانستان کې د ایډز ناروغۍ وضعیت

د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ایډز ضد پروګرام د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د اچ‌ ای‌ وي د خپرېدو کچه د نړۍ په پرتله ټیټه ده، خو د ناروغۍ د تشخیص، درملنې او مخنیوي په برخه کې ستونزې شته.

د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د اټکلي معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲،۵۰۰ تر ۳،۰۰۰ پورې کسان له اچ‌ ای‌ وي سره ژوند کوي. روغتیايي ادارې وايي، د دغو کسانو یوه برخه لا هم له خپل وضعیت نه ده خبره، ځکه د معاینې، پوهاوي او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ستونزې موجودې دي.

په افغانستان کې د دې ناروغۍ د خپرېدو له مهمو لاملونو څخه د وینې د خوندي انتقال کمزوري سیستمونه، د پوهاوي ټیټه کچه، د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی او د لوړ خطر لرونکو ډلو لپاره د مخنیوي خدمتونو کمښت یاد شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د وایرسي هپاتیت په برخه کې هم ځینې پرمختګونه شوي، خو لا هم دا ناروغۍ د نړۍ له تر ټولو وژونکو ساري ناروغیو څخه دي. د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د هپاتیت له امله شاوخوا ۱،۳ میلیونه کسان مړه شوي دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د جنسي لېږدېدونکو ناروغیو پېښې په ځینو هېوادونو کې مخ پر زیاتېدو دي او د ځینو درملو پر وړاندې د مقاومت زیاتوالی د درملنې لپاره نوې ستونزې جوړوي.

د ۲۰۳۰ کال هدف ته د رسېدو لپاره وړاندیزونه

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې هېوادونه دې د اچ‌ ای‌ وي، هپاتیت او نورو جنسي لېږدېدونکو ناروغیو خدمتونه د لومړنیو روغتیايي خدمتونو له سیستم سره یوځای کړي.

دغه سازمان وايي، د روغتیايي معلوماتو د راټولولو پیاوړتیا، د ټولنو ونډه زیاتول، د نوې ټکنالوژۍ کارول او د ازموینو او درملنې پراخول د دې ناروغیو د له منځه وړلو لپاره مهم ګامونه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اچ‌ ای‌ وي اړوند د خدمتونو د وړاندې کولو نوې لارښود هم خپور کړی او وايي، دا به هېوادونو سره مرسته وکړي چې د مخنیوي، تشخیص، درملنې او اوږدمهاله پاملرنې چارې لا اغېزمنې کړي.

ملګري ملتونه: په اوکراین کې د روسیې تازه بریدونو کې تر ۱۷۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، د جولای له نهمې راهیسې په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له زیاتېدو سره لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او تر زرو ډېر نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو چارواکو یو ځل بیا د ملکي وګړو د خوندیتوب او د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د امنیت شورا ته ویل شوي چې په دې موده کې لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او له زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو چارواکو د امنیت شورا په غونډه کې یو ځل بیا پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې د نړیوال بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو درناوی وکړي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره سمدستي اوربند ته لاره هواره کړي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو خبرداری ورکوي چې په وروستیو اوونیو کې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د روسیې بریدونه پراخ شوي او د جګړې بشري زیانونه نور هم زیات شوي دي.