ټرمپ له نتنیاهو سره خپله لیدنه «ډېره ښه» وبلله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا د استازو جرګې له غړو سره د خپلې لیدنې انځورونه خپاره کړي او دغه لیدنه یې «ډېره ښه» وبلله. ټرمپ لیکلي: «ښکاره ده چې د ډېرو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې».
