• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبان په بدخشان کې د مخالفو جبهو پر ضد د پراخو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۰ GMT+۱

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ویلي چې په بدخشان کې د طالبانو د مخالفو جبهو د بریدونو له زیاتېدو سره، دغه ډله د پراخو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي. د سرچینو په وینا، طالبانو یاد ولایت ته د خپلو لوړپوړو قوماندانانو په ګډون اضافي ځواکونه استولي دي.

سرچینې وايي، په بدخشان کې د طالبانو د مخالفو جبهو د بریدونو او وروستیو پوځي تحرکاتو زیاتېدو، طالبان اړ کړي چې خپل پوځي چمتووالی پیاوړی او د پراخو عملیاتو لپاره تیاری ونیسي. د سرچینو په خبره، دغو تحرکاتو د طالبانو چارواکي اندېښمن کړي او ټاکل شوې چې دغه ډله په نږدې راتلونکي کې خپل عملیات پیل کړي.

د باوري سرچینو په وینا، طالبانو په وروستیو ورځو کې د زیباک ولسوالۍ ته نور ځواکونه لېږدولي او د ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یې ځای پر ځای کړي دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، طالبانو په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول یفتل کې، نوې امنیتي پوستې جوړې کړې او د بدخشان په بېلابېلو برخو کې یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي. سرچینې د دې ولایت امنیتي وضعیت «نازک» بولي.

تر دې وړاندې، د «سپاهیان میهن» په نوم نوې جوړې شوې وسله‌والې ډلې د بدخشان پر یفتل پایین ولسوالۍ په ناڅاپي برید کې د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ کنټرول له طالبانو واخیست او د هغوی ځواکونه یې بې‌وسلې کړل. له دې پېښې وروسته، د ازادۍ جبهې د زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو بریدونه پیل کړل. سرچینې زیاتوي، طالبان د چریکي بریدونو د اندېښنې له امله د بدخشان په ډېرو سیمو کې د شپې ګزمې او پېرې هم زیاتې کړې دي.

د سرچینو په وینا، د هلمند لپاره د طالبانو والي امان‌الدین منصور او د دې ډلې د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت همدا اوس په بدخشان کې حضور لري. امان‌الدین منصور د چهارشنبې په ورځ د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رییس ذبیح‌الله امیري د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و. ذبیح‌الله امیري چې د امان‌الدین منصور د خور زوی و، د سې‌شنبې په ورځ د بهارک–فیض‌آباد پر لویه لار د موټرسایکل سپرو ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو. سرچینې ټینګار کوي، د دې برید د عاملانو نه پېژندل کېدو د بدخشان د طالبانو قومندانان او چارواکي سخت غوسه کړي او د دې ډلې امنیتي اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

په ورته مهال سرچینو زیاته کړې چې د طالبانو ناراضي قومندان جمعه فاتح لا هم خپل ځواکونه له سنګرونو نه دي رایستلي. د سرچینو په وینا، د هغه ورور د طالبانو پر ضد درېځ پلوي کوي.

د سرچینو په خبره، د طالبانو د اندېښنې یو مهم لامل د جګړې په ډګر کې د ځواک نانډوله بدلېدل دي. د هغوی په وینا، د ازادۍ جبهې ځواکونه د بدخشان په غرنیو سیمو کې له درنو وسلو او تجهیزاتو سره ځای پر ځای شوي، چې د طالبانو د احتمالي عملیاتو پلي کول یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دا تحرکات داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په بدخشان کې د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو، په ځانګړي ډول د ازادۍ جبهې، بریدونه زیات شوي دي. دغې جبهې په وروستیو ورځو کې ادعا کړې چې د زیباک ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې یې د طالبانو څو مهمې پوستې نیولې او د دې ډلې دوه بې‌پیلوټه الوتکې یې هم نسکورې کړې دي. په بدخشان او سرپل کې د طالبانو د څو چارواکو وژل کېدو او د مخالفو جبهو د تحرکاتو له زیاتېدو سره، د دې ډلې امنیتي اندېښنې لا پسې ډېرې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه
۱

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۴

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

•
•
•

نور خبرونه

طالبانو په کندهار کې هټۍوالو ته د هغه توکو ټولولو امر کړی چې د ښځو انځورونه پرې چاپ شوي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۳۰ GMT+۱
100%

د کندهار یوشمېر هټۍوال او سوداګر وایي، د طالبانو د امربالمعروف ریاست تازه لارښوونه کړې چې ټول هغه توکي باید له هټیو ټول او یا یې هم تصویرونه پاک کړي چې د ښځو انځورونه پرې چاپ شوي وي.

د دوی په خبره؛ دغه محدودیت یوازې د پلور پر توکو نه‌دی؛ بلکې سوداګرو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې په راتلونکي کې دې داسې توکي نه واردوي، ځکه که د ښځو انځورونه پرې وي، په ګمرکونو کې به محصول نه‌شي.

د کندهار یو هټۍوال داوود شاه په دې اړه وایي: «د امربالمعروف کسانو موږ ته وویل، چې ټول هغه کریمونه، شامپوګانې، نکریزې، رنګونه او نور د سینګار توکي چې د ښځو عکسونه پرې دي؛ باید یا عکسونه یې پاک کړو او یا یې له الماریو لرې کړو. دوی وویل، که لرې یې نه‌کړئ بیا یې موږ درڅخه وړو».

یو سوداګر چې د سینګار توکو واردوونکی دی وایي، دغه پرېکړه به د دوی پر کاروبار مستقیم اغېز وکړي. هغه زیاته کړه: «موږ ته په ګمرک کې هم ویل شوي، له دې وروسته داسې مال مه راوړئ چې د ښځو یا نور انځورونه پرې وي؛ که وارد یې کړئ، محصول به نه‌شي او مالونه به بند پاتې شي؛ دا د سوداګرو لپاره نوی او جدي محدودیت دی».

100%

د ښار په پنځمه ناحیه کې یو بل هټۍوال وایي، ډېری نړۍوال برانډونه د خپلو محصولاتو پر بستو د ښځو انځورونه لري او د هغو بدلول اسانه نه‌دي. هغه وایي: «موږ اوس مجبور یو، چې یا د هر توکي عکس په لاس پاک کړو او یا هغه جنس ونه پلورو. دا کار ډېر وخت، لګښت او زیان لري؛ خو که یې ونه کړو هم ستونزې راته جوړېږي، دا اوس موږ له دوکان څخه تر پنځوس قلمه ډېر توکې ټول کړي دي چې د ښځو او نور عکسونه ورڅخه پاک کړو».

د سوداګرو په وینا؛ دغه محدودیتونه په داسې حال کې پراخېږي، چې له دې وړاندې هم د امربالمعروف په امر د ښوونځیو پر موټرو د ماشومانو انځورونه، د پولیو واکسین، زده‌کړو او عامه پوهاوي اړوند پر دېوالونه ښکل شوي انځورونه او نور تبلیغاتي اعلانونه له ښار او عامه ځایونو پاک شوي وو.

د کندهار اوسېدونکي او سوداګر وایي، د انځورونو د لرې کولو دغه لړۍ په وروستیو میاشتو کې لاپراخه شوې او اوس یې اغېز تر بازارونو، وارداتو او سوداګرۍ هم رسېدلی دی. په وروستیو کلونو کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د ټولنیزو محدودیتونو د پراخولو لپاره ګڼ اقدامات کړي دي.

100%

د ښځو پر تګ راتګ، د رسنیو پر فعالیت، د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو، د تبلیغاتي لوحو او عامه انځورونو پر کارولو، د موسیقۍ پر منع او د ټولنیزو مراسمو پر څرنګوالي یو لړ محدودیتونه هغه موارد دي، چې په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول کندهار کې په پراخه کچه عملي شوي دي.

سوداګر خبرداری ورکوي، که دغه تګلاره همداسې دوام وکړي نه یوازې به د نړۍوالو شرکتونو د محصولاتو واردول له ستونزو سره مخ شي؛ بلکې د بازار عادي فعالیتونه به هم اغېزمن کړي او د سلګونه هټوالو لپاره به اضافي مالي زیانونه رامنځته کړي.

100%

نن د زمري ۷مه د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۱ GMT+۱
100%

نن (د زمري ۷مه) د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده. دغه ورځ وړاندې هرکال د افغانانو له‌خوا په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده؛ خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره د دغه ورځې نمانځنه په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او د خواله رسنیو کاروونکو پورې محدوده شوې.

دغه ورځ په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي بېرغ ورځې په نوم ونومول شوه. د افغانستان دننه او بهر یوشمېر افغانان وايي، چې د وطن پالنې احساس ژوندي ساتلو په موخه د ملي بېرغ ورځ نمانځي.

د کابل یوې اوسېدونکې صدف افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي، له درې رنګه بېرغ سره مینه د خلکو په زړونو کې ځای لري او له طالبانو غواړي چې دوی ته د تېر په څېر د یادې ورځې د نمانځلو اجازه ورکړي.

هغه وایي:« پخوا به مو په ډېرې خوښۍ دغه ورځ نمانځله؛ خو اوس تاسو ګورئ حالت داسې دي، چې ان موږ د خپل بېرغ د نمانځلو واک نه‌لرو. پر بېرغ تر بندیز وروسته له دغه درې رنګه بېرغ سره مو مینه لا ډېره شوې او په هر نړۍوال لوبغالي یا غونډې کې یې چې ګورو، ناڅاپي مو له سترګو اوښکې راشي؛ ښایي دا مو له ملي بېرغ سره د رېښتینې مینې بېلګه وي».

د ننګرهار اوسېدونکی شکېب بیا وايي، د ملي بېرغ د ورځې نمانځل د هېوادنۍ مینې ښکارندویي کوي. هغه وایي:« له بده مرغه موږ د طالبانو له ډاره دغه ورځ نه شو نمانځلی؛ خو د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ زموږ د ټولو افغانانو د هېوادني برم او عزت سمبول دی».
د ښځو د حقونو فعالې یاسمین یقین نبي‌زاده د ملي بېرغ ورځې په مناسبت ویلي، که څه هم طالبانو ملي بېرغ له ودانیو او ادارو لرې کړی؛ خو د خلکو له زړونو یې نه‌شي اېستلی. هغې ټینګار کړی، چې ملي بېرغ د افغانانو د هویت، یووالي او ملي پېژندګلوۍ سمبول دی.

له تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله د ملي بېرغ ورځ پیکه او په محدوده توګه نمانځل کېږي او ان په خواله رسنیو کې یاده ډله د بېرغ ملي ورځې په مناسبت خلکو ته د یو پیغام خپرولو اجازه نه‌ورکوي.
تر دې وړاندې طالبانو په خواله رسنیو کې د ملي بېرغ د تصویر اېښودلو په تور هم ګڼ ځوانان نیولي، رټلي او وهلي دي. په تېرو پنځو کلونو کې جلاوطنه افغانانو د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د ملي بېرغ د ورځې په پلمه په خواله رسنیو کې د ملي بېرغ او یا هم له دغه بېرغ سره خپل انځورونه او لیکنې خپرې کړې او له دې لارې یې دغه ورځ نمانځلې ده.
خو سږکال په پاکستان کې هم مېشت افغانان له سختو محدودیتونو سر ټکوي او وایي، چې د دغه ورځې د نمانځې اجازه نه‌لري او ډېری افغانان له ویزو پرته ژوند کوي؛ نو د بېرغ ورځې په مناسبت د پروګرامونو جوړول به دوی د نیولو له ګواښ سره مخ کړي.
په پاکستان کې مېشته کډواله شیرین وایي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې دغه ورځ په شانداره مراسمو نمانځله؛ خو سږکال د پاکستان حکوم

که څه هم طالبانو د واک په لومړیو کې ویلي و، چې د افغانستان د ملي بېرغ په اړه به پرېکړه وروسته کېږي؛ خو څه موده وروسته یې د وزیر اکبرخان پر غونډۍ د افغانستان لوی ملي بېرغ او د ارګ په ګډون له ټولو دولتي ودانیو ملي بېرغونه راښکته کړل او پرځای یې د خپلې ډلې بېرغونه وځړاول.

د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ په لومړیو کې ان په ځینو ولایتونو کې د هغو ځوانانو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخېستل شو او ځینې یې ووژل شول، چې د ملي بېرغ د نمانځلو په موخه راټول شوي وو.

د افغانستان دری رنګه ملي بېرغ تور، سور او زرغون د لومړي ځل لپاره د ۱۳۰۷ لمریز کال کې د شاه امان الله خان د وخت لويې جرګې له‌خوا تصویب شو. له هغه وروسته د افغانستان په ملي بېرغ کې ځینې بدلونونه راغلي؛ خو په ۱۳۸۲ لمریز کال کې بیا هم هماغه پخوانی درې رنګه ملي بېرغ په لږ توپیر سره د افغانستان په اساسي قانون کې ثبت شو.

تاریخ پوهان وايي، شاه امان الله خان ملي بېرغ ته د درېیو رنګونو په غوره کولو سره د خلکو مبارزه په هغه کې منعکسه کړې ده چې «تور رنګ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنګ د هېواد د خپلواکۍ او د شهيدانو نښه او زرغون رنګ د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ نښه ده».

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د سېلابونو له امله د پراخ بشري ناورین خبرداری ورکړی

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د چنګاښ له ۲۹مې د زمري تر ۳مې پورې ناڅاپي سېلابونو پراخ بشري زیانونه اړولي دي. د راپور له مخې؛ سېلابونو کورونو، عامه تاسیساتو او د خلکو د ژوند او عاید سرچینو ته سخت زیان رسولی او د بېړنیو بشري مرستو اړتیا یې زیاته کړې ده.

د راپور پر بنسټ؛ سېلابونو د ختیځو سیمو نورستان، ننګرهار او لغمان، د سویل ختیځو ولایتونو پکتیکا، پکتیا، خوست او غزني او همدارنګه د مرکزي سیمو کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر او میدان وردګ ولایتونه اغېزمن کړي دي.

د راپور له مخې؛ تر ټولو ډېر زیانونه په ختیځه سیمه په ځانګړي ډول د نورستان ولایت په مرکز پارون کې ثبت شوي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې؛ په پارون کې د سېلابونو له امله ۲۳ کسان مړه شوي، پنځه تري تم او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغه سازمان د ارزونې له مخې؛ سېلابونو په دې سیمه کې کورونو، عامه تاسیساتو او د خلکو د عاید سرچینو ته سخت زیان رسولی او د بېړنیو بشري مرستو اړتیا یې ډېره کړې ده. راپور زیاتوي، چې سېلابونو په کابل او شاوخوا ولایتونو کې هم سلګونه کورنۍ اغېزمنې کړې او د استوګنې کورونو او عامه شتمنیو ته په پام یې سخت زیانونه اړولي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، سېلابونو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ، د پروان د غوربند ولسوالۍ او د کابل په ځینو برخو کې پراخه ویجاړي رامنځته کړې ده. د دغه سازمان ارزونه ښيي، چې سړکونو او بنسټیزو زېربناوو ته اوښتي زیانونه د بنسټیزو خدمتونو او په ځانګړي ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې؛ په سویل ختیځو سیمو کې سېلابونو د کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړولو ترڅنګ ځاني تلفات هم اړولي دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ په پکتیکا ولایت کې ۲۶ کورونه ویجاړ شوي او دوه کسان مړه شوي دي، په پکتیا ولایت کې هم دوه ماشومان د سېلابونو له امله مړه شوي دي.

په خوست او غزني ولایتونو کې هم کرنیزو ځمکو، سړکونو او د اوبو رسولو سیستمونو ته پراخ زیانونه اوښتي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د دغه سېلابونو اغېزې یوازې تر سملاسي زیانونو محدودې نه‌دي؛ بلکې ښايي د خوړو پر امنیت او د کورنیو پر معیشت، په ځانګړي ډول د هغو ټولنو لپاره چې پر کرنه تکیه لري اوږدمهاله منفي اغېزې ولري.

د راپور له مخې؛ د څښاک اوبو د بنسټیزو تاسیساتو ویجاړېدو د ککړو اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو د خپرېدو ګواښ هم زیات کړی دی. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، د دغه بشري ناورین د ځواب لپاره یې خپل د بېړنۍ همغږۍ سیستم فعال کړی او د نورو مرستندویه ادارو په همکارۍ یې د اړتیاوو چټکه ارزونه او د بېړنیو مرستندویه تجهیزاتو وېش پیل کړی دی.

په ورته وخت کې دغه مرستندویه بنسټ په ځینو سیمو په ځانګړي ډول د نورستان په پارون سیمه کې د روغتیايي اسانتیاوو د سخت کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان وایي، د روغتیايي مرکزونو محدود ظرفیت، د درملو کمښت، د درملنې د مرکزونو ویجاړېدل او غرنیو سیمو ته د لاسرسي ستونزې د مرستو رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

په راپور کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا، د څښاک اوبو برابرولو، بې‌ځایه شویو کسانو ته د لنډمهاله سرپناوو جوړولو او د ناروغیو د څار د زیاتولو پر بېړنۍ اړتیا ټینګار شوی دی. د ملګرو ملتونو یاد سازمان خبرداری ورکړی، که بارانونه دوام وکړي په راتلونکو ورځو کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو احتمال شته.

په جرمني کې لسګونه کسانو د افغانانو د اېستلو پرضد لاریون وکړ

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱
100%

له جرمني نه کابل ته د ۳۰ افغان کډوالو له ستنولو سره هم‌مهاله شاوخوا ۲۵۰ کسانو په لایپزیګ هوايي ډګر کې د افغانانو د جبري اېستلو او له طالبانو سره د جرمني حکومت د همکارۍ پرضد لاریون وکړ او افغانستان ته یې د افغانانو د بېرته ستنولو لړۍ د درولو غوښتنه وکړه.

د اېم ډي ار شبکې د راپور له مخې؛ لاریون کوونکي د دوشنبې په ماښام (د زمري ۵مه) د لایپزیګ هوايي ډګر په ترمینل کې راټول شوي وو. په دغه لاریون کې یوشمېر افغانانو هم ګډون کړی و او د پولیسو ګڼ ځواکونه په سیمه کې ځای پرځای شوي وو.

لاریون کوونکو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ سره مخالفت څرګند وکړ او له یادې ډلې سره یې د جرمني حکومت د همکارۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې.

دغه لاریون داسې مهال ترسره شو، چې یوه چارټر الوتکه چې شاوخوا ۳۰ افغانان یې لېږدول د لایپزیګ له هوايي ډګره د کابل پر لور روانه شوه. د جرمني حکومت وايي، هغه کسان چې په دغه هېواد کې د استوګنې قانوني حق نه‌لري افغانستان ته به ستانه کړای شي.
خو نیوکه کوونکي خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې د روان بشري حقونو او امنیتي وضعیت له امله د افغانانو جبري ستنول له جدي ګواښونو سره مل دي.

د دغه لاریون تنظیموونکو وویل، د جرمني حکومت له یوې خوا د اسلام‌پاله تاوتریخوالي غندنه کوي؛ خو له بلې خوا د افغانانو د اېستلو لړۍ د عملي کولو لپاره له طالبانو سره هوکړې ته رسېږي.

جولیان ناګل چې د ساکسوني ایالت په پارلمان کې د کیڼ اړخ ګوند غړې ده، د افغانانو اخراج وغانده. هغې وویل: «دا د شرم ځای دی چې خلک په زور داسې هېواد ته ستنول کېږي، چې د طالبانو د اسلامپاله رژیم تر واک لاندې دی».

اغلې ناګل زیاته کړه، که یو څوک مجرم وي یا نه وي، دا افغانستان ته د هغه د اېستلو توجیه نه‌شي کېدای. هغې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت «‌کړکېچن» او د دغه هېواد اقتصادي او ټولنیز شرایط «ناورین‌ځپلي» وبلل.

سره له دغه اعتراضونو هغه الوتکه چې اېستل شوي افغانان یې لېږدول، د سې‌شنبې په سهار (د زمري ۶مه) د شپې په ۱:۴۳ بجو د لایپزیګ له هوايي ډګره د کابل پر لور والوته. د ساکسوني د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، په دغه الوتنه کې شاوخوا ۳۰ افغانان سپاره وو چې دوه تنه یې د همدغه ایالت اوسېدونکي وو.

د ساکسوني ایالت د کورنیو چارو وزیر ارمین شوستر له دغه اېستلو دفاع وکړه او ویې ویل، په الوتکه کې هغه کسان سپاره وو چې څو ځلې یې جدي جرمونه ترسره کړي وو. هغه وويل: «موږ د هغو کسانو په اړه خبرې کوو، چې د ترهګرۍ ګواښ رامنځته کوي، د درنو جرمونو مرتکبین دي او ډېر خطرناک مجرمان ګڼل کېږي».

شوستر زیاته کړه، چې د جرمني د خلکو امنیت، په دغه هېواد کې د یوه مجرم د پاتې کېدو له غوښتنې څخه لومړیتوب لري.

طالبان په بدخشان کې د جګړې پرمخ وړلو لپاره له نړیوالو ترهګرو ډلو مرسته اخلي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
100%

د «هوم لېنډ سیکورټي» په نوم ویبپاڼې په نوې تحلیلي ارزونې کې ادعا کړې چې طالبان د افغانستان په شمال ختیځ، په ځانګړي ډول بدخشان کې د جګړو له زیاتېدو وروسته، د پوځي عملیاتو د پیاوړتیا لپاره له هغو متحدو وسله‌والو ډلو څخه مرسته اخلي چې په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو په توګه پېژندل کېږي.

د راپور له مخې، د جګړې د وضعیت د ارزونې لپاره یوازې د وسله‌والو ډلو رسمي څرګندونې بسنه نه کوي، بلکې د هغوی عملي کړنې، د ځواکونو ځای پر ځای کول، د جلب‌وجذب بهیر او له کومو ډلو سره د همکارۍ څرنګوالی د جګړې د بدلېدونکي وضعیت ښه انځور وړاندې کوي.

راپور وایي، په وروستیو اوونیو کې د بدخشان جګړو وښودله چې طالبان د شمال د جګړې د جبهې د پیاوړتیا لپاره خپلې تجربه‌لرونکې قطعې له سوېل څخه لېږدولي، د نویو جنګیالیو د جذب هڅې یې بیا پیل کړې او د جګړې په ډګر کې یې خپل پوځي لومړیتوبونه بدل کړي دي.

د بدخشان جګړې او د طالبانو غبرګون

د راپور په وینا، د جولای په ۱۷مه د طالبانو مخالفې «سپاهي میهن» جبهې، چې ویل کېږي ډېری غړي یې د پخواني افغان پوځ او ځانګړو ځواکونو سرتېري دي، د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره ونیو.

تر دې وروسته، د جولای په ۲۳مه د افغانستان ازادۍ جبهې د زیباک ولسوالۍ پر طالبانو همغږي بریدونه وکړل. راپور ادعا کوي چې د څو ورځنیو نښتو په ترڅ کې د دغې جبهې ځواکونو څو امنیتي پوستې او مهمې سیمې ونیولې او طالبان اړ شول چې له ځینو مورچو شاتګ وکړي.

د راپور د لیکوال په باور، د دغو نښتو پر مهال د طالبانو په لیکو کې د مورال کمزوري کېدل او د پښتنو او غیر پښتنو طالب قوماندانانو ترمنځ اختلافونه هم زیات څرګند شوي دي. راپور ادعا کوي چې دغه اختلافونه یوازې تر پوځي قوماندې محدود نه دي، بلکې د نفوذ، اقتصادي سرچینو او د سرو زرو د کانونو پر کنټرول هم اغېز لري.

د طالبانو د جلب‌وجذب هڅې کافي نه وې

راپور ادعا کوي چې طالبانو د جګړې د جبران لپاره په خپلو دودیزو جنوبي سیمو کې د نویو جنګیالیو د جذب هڅې پیل کړې، خو د تمې خلاف یې کافي شمېر کسان جذب نه کړل.

د راپور په وینا، د همدې کمښت له امله طالبانو له خپلو پخوانیو متحدو وسله‌والو ډلو څخه د جګړې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د القاعده او نورو ډلو سره د همکارۍ ادعا

د راپور له مخې، د طالبانو او حقاني شبکې یو شمېر لوړپوړو غړو، د عبدالعزیز حقاني په ګډون، په نورستان کې د القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ (IMU) او جماعت انصارالله له استازو سره لیدلي دي.

راپور ادعا کوي چې په دغو لیدنو کې د بدخشان په جګړو کې د طالبانو د ملاتړ لپاره د اضافي جنګیالیو د بسیج پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

د راپور لیکوالان وایي، د طالبانو اړیکې له دغو ډلو نوې نه دي، خو اوس داسې ښکاري چې دا اړیکې د جګړې په ډګر کې په مستقیم ډول د پوځي ملاتړ لپاره کارول کېږي.

افغانستان د څو وسله‌والو ډلو د ګډو عملیاتو په ډګر بدلېږي

د راپور له مخې، د بدخشان وروستي پرمختګونه ښيي چې افغانستان یوازې د وسله‌والو ډلو د پناه ځای نه دی، بلکې ښايي په تدریجي ډول داسې ډګر ته واوړي چې پکې څو جهادي ډلې د یوه ګډ پوځي هدف لپاره همغږي عملیات ترسره کوي.

راپور زیاتوي، که دا بهیر دوام وکړي، افغانستان به یوازې د طالبانو تر واک لاندې هېواد ونه ګڼل شي، بلکې داسې ځای به وبلل شي چې بېلابېلې وسله‌والې ډلې د طالبانو د واک د ساتلو لپاره په ګډه جګړه کوي.

طالبانو تر دې دمه د یاد راپور د ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې له افغانستانه نړیوال امنیت ته ګواښ پېښ کړي. خو د یاد راپور لیکوالان ادعا کوي چې د طالبانو وروستي پوځي اقدامات له دغو څرګندونو سره سمون نه لري او د دوی د عملي چلند بله انځور وړاندې کوي.