• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نن د زمري ۷مه د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۱

نن (د زمري ۷مه) د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده. دغه ورځ وړاندې هرکال د افغانانو له‌خوا په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده؛ خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره د دغه ورځې نمانځنه په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او د خواله رسنیو کاروونکو پورې محدوده شوې.

دغه ورځ په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي بېرغ ورځې په نوم ونومول شوه. د افغانستان دننه او بهر یوشمېر افغانان وايي، چې د وطن پالنې احساس ژوندي ساتلو په موخه د ملي بېرغ ورځ نمانځي.

د کابل یوې اوسېدونکې صدف افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي، له درې رنګه بېرغ سره مینه د خلکو په زړونو کې ځای لري او له طالبانو غواړي چې دوی ته د تېر په څېر د یادې ورځې د نمانځلو اجازه ورکړي.

هغه وایي:« پخوا به مو په ډېرې خوښۍ دغه ورځ نمانځله؛ خو اوس تاسو ګورئ حالت داسې دي، چې ان موږ د خپل بېرغ د نمانځلو واک نه‌لرو. پر بېرغ تر بندیز وروسته له دغه درې رنګه بېرغ سره مو مینه لا ډېره شوې او په هر نړۍوال لوبغالي یا غونډې کې یې چې ګورو، ناڅاپي مو له سترګو اوښکې راشي؛ ښایي دا مو له ملي بېرغ سره د رېښتینې مینې بېلګه وي».

د ننګرهار اوسېدونکی شکېب بیا وايي، د ملي بېرغ د ورځې نمانځل د هېوادنۍ مینې ښکارندویي کوي. هغه وایي:« له بده مرغه موږ د طالبانو له ډاره دغه ورځ نه شو نمانځلی؛ خو د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ زموږ د ټولو افغانانو د هېوادني برم او عزت سمبول دی».
د ښځو د حقونو فعالې یاسمین یقین نبي‌زاده د ملي بېرغ ورځې په مناسبت ویلي، که څه هم طالبانو ملي بېرغ له ودانیو او ادارو لرې کړی؛ خو د خلکو له زړونو یې نه‌شي اېستلی. هغې ټینګار کړی، چې ملي بېرغ د افغانانو د هویت، یووالي او ملي پېژندګلوۍ سمبول دی.

له تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله د ملي بېرغ ورځ پیکه او په محدوده توګه نمانځل کېږي او ان په خواله رسنیو کې یاده ډله د بېرغ ملي ورځې په مناسبت خلکو ته د یو پیغام خپرولو اجازه نه‌ورکوي.
تر دې وړاندې طالبانو په خواله رسنیو کې د ملي بېرغ د تصویر اېښودلو په تور هم ګڼ ځوانان نیولي، رټلي او وهلي دي. په تېرو پنځو کلونو کې جلاوطنه افغانانو د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د ملي بېرغ د ورځې په پلمه په خواله رسنیو کې د ملي بېرغ او یا هم له دغه بېرغ سره خپل انځورونه او لیکنې خپرې کړې او له دې لارې یې دغه ورځ نمانځلې ده.
خو سږکال په پاکستان کې هم مېشت افغانان له سختو محدودیتونو سر ټکوي او وایي، چې د دغه ورځې د نمانځې اجازه نه‌لري او ډېری افغانان له ویزو پرته ژوند کوي؛ نو د بېرغ ورځې په مناسبت د پروګرامونو جوړول به دوی د نیولو له ګواښ سره مخ کړي.
په پاکستان کې مېشته کډواله شیرین وایي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې دغه ورځ په شانداره مراسمو نمانځله؛ خو سږکال د پاکستان حکوم

که څه هم طالبانو د واک په لومړیو کې ویلي و، چې د افغانستان د ملي بېرغ په اړه به پرېکړه وروسته کېږي؛ خو څه موده وروسته یې د وزیر اکبرخان پر غونډۍ د افغانستان لوی ملي بېرغ او د ارګ په ګډون له ټولو دولتي ودانیو ملي بېرغونه راښکته کړل او پرځای یې د خپلې ډلې بېرغونه وځړاول.

د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ په لومړیو کې ان په ځینو ولایتونو کې د هغو ځوانانو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخېستل شو او ځینې یې ووژل شول، چې د ملي بېرغ د نمانځلو په موخه راټول شوي وو.

د افغانستان دری رنګه ملي بېرغ تور، سور او زرغون د لومړي ځل لپاره د ۱۳۰۷ لمریز کال کې د شاه امان الله خان د وخت لويې جرګې له‌خوا تصویب شو. له هغه وروسته د افغانستان په ملي بېرغ کې ځینې بدلونونه راغلي؛ خو په ۱۳۸۲ لمریز کال کې بیا هم هماغه پخوانی درې رنګه ملي بېرغ په لږ توپیر سره د افغانستان په اساسي قانون کې ثبت شو.

تاریخ پوهان وايي، شاه امان الله خان ملي بېرغ ته د درېیو رنګونو په غوره کولو سره د خلکو مبارزه په هغه کې منعکسه کړې ده چې «تور رنګ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنګ د هېواد د خپلواکۍ او د شهيدانو نښه او زرغون رنګ د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ نښه ده».

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۴

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۵
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د سېلابونو له امله د پراخ بشري ناورین خبرداری ورکړی

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د چنګاښ له ۲۹مې د زمري تر ۳مې پورې ناڅاپي سېلابونو پراخ بشري زیانونه اړولي دي. د راپور له مخې؛ سېلابونو کورونو، عامه تاسیساتو او د خلکو د ژوند او عاید سرچینو ته سخت زیان رسولی او د بېړنیو بشري مرستو اړتیا یې زیاته کړې ده.

د راپور پر بنسټ؛ سېلابونو د ختیځو سیمو نورستان، ننګرهار او لغمان، د سویل ختیځو ولایتونو پکتیکا، پکتیا، خوست او غزني او همدارنګه د مرکزي سیمو کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر او میدان وردګ ولایتونه اغېزمن کړي دي.

د راپور له مخې؛ تر ټولو ډېر زیانونه په ختیځه سیمه په ځانګړي ډول د نورستان ولایت په مرکز پارون کې ثبت شوي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې؛ په پارون کې د سېلابونو له امله ۲۳ کسان مړه شوي، پنځه تري تم او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغه سازمان د ارزونې له مخې؛ سېلابونو په دې سیمه کې کورونو، عامه تاسیساتو او د خلکو د عاید سرچینو ته سخت زیان رسولی او د بېړنیو بشري مرستو اړتیا یې ډېره کړې ده. راپور زیاتوي، چې سېلابونو په کابل او شاوخوا ولایتونو کې هم سلګونه کورنۍ اغېزمنې کړې او د استوګنې کورونو او عامه شتمنیو ته په پام یې سخت زیانونه اړولي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، سېلابونو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ، د پروان د غوربند ولسوالۍ او د کابل په ځینو برخو کې پراخه ویجاړي رامنځته کړې ده. د دغه سازمان ارزونه ښيي، چې سړکونو او بنسټیزو زېربناوو ته اوښتي زیانونه د بنسټیزو خدمتونو او په ځانګړي ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې؛ په سویل ختیځو سیمو کې سېلابونو د کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړولو ترڅنګ ځاني تلفات هم اړولي دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ په پکتیکا ولایت کې ۲۶ کورونه ویجاړ شوي او دوه کسان مړه شوي دي، په پکتیا ولایت کې هم دوه ماشومان د سېلابونو له امله مړه شوي دي.

په خوست او غزني ولایتونو کې هم کرنیزو ځمکو، سړکونو او د اوبو رسولو سیستمونو ته پراخ زیانونه اوښتي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د دغه سېلابونو اغېزې یوازې تر سملاسي زیانونو محدودې نه‌دي؛ بلکې ښايي د خوړو پر امنیت او د کورنیو پر معیشت، په ځانګړي ډول د هغو ټولنو لپاره چې پر کرنه تکیه لري اوږدمهاله منفي اغېزې ولري.

د راپور له مخې؛ د څښاک اوبو د بنسټیزو تاسیساتو ویجاړېدو د ککړو اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو د خپرېدو ګواښ هم زیات کړی دی. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، د دغه بشري ناورین د ځواب لپاره یې خپل د بېړنۍ همغږۍ سیستم فعال کړی او د نورو مرستندویه ادارو په همکارۍ یې د اړتیاوو چټکه ارزونه او د بېړنیو مرستندویه تجهیزاتو وېش پیل کړی دی.

په ورته وخت کې دغه مرستندویه بنسټ په ځینو سیمو په ځانګړي ډول د نورستان په پارون سیمه کې د روغتیايي اسانتیاوو د سخت کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان وایي، د روغتیايي مرکزونو محدود ظرفیت، د درملو کمښت، د درملنې د مرکزونو ویجاړېدل او غرنیو سیمو ته د لاسرسي ستونزې د مرستو رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

په راپور کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا، د څښاک اوبو برابرولو، بې‌ځایه شویو کسانو ته د لنډمهاله سرپناوو جوړولو او د ناروغیو د څار د زیاتولو پر بېړنۍ اړتیا ټینګار شوی دی. د ملګرو ملتونو یاد سازمان خبرداری ورکړی، که بارانونه دوام وکړي په راتلونکو ورځو کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو احتمال شته.

اوچا: په افغانستان کې وروستیو طبیعي پېښو په پراخه کچه کورنۍ اغېزمنې کړې دي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۴۷ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په مرکزي، ختیځ او سویل خیتځو سیمو کې سېلابونو او طبیعي پېښو په پراخه کچه کورنۍ اغېزمنې کړې دي. یادې ادارې زیاته کړې، چې مرستندویه ادارې د ارزونو ترڅنګ سېلاب ځپلو سیمو ته خپلې مرستې زیاتوي.

اوچا د افغانستان د وروستیو طبیعي پېښو په درېیم بېړني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې بشري مرستندویه ټولنې د ارزونو ترڅنګ په مرکزي، ختیځ او سویل خیتځو سیمو کې سېلاب ځپلو او اغېزمنو کورنیو ته خپلې مرستې پراخوي.

د راپور له مخې؛ په غزني، کاپیسا، لغمان، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او پروان ولایتونو کې د پام وړ زیانونه ثبت شوي دي. د دوی په خبره؛ په لغمان کې ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان دي، ۱۸۷ کورنۍ اغېزمنې شوې، همدارنګه ۱۸۳ کورونه ویجاړ شوي، شاوخوا ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او نږدې ۳۱۰ څاروي هم له‌منځه تللي دي.

د اوچا په راپور کې راغلي، د نورستان په پارون ولسوالۍ کې ګډې ارزونې ښيي چې ۱۲۰ کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې ډلې ۹۲ کورنیو ته لا دمخه مرستې رسېدلې دي. د راپور د ارزونو له مخې؛ په لوګر کې پر ۷۹ کورنیو، په کابل پر ۲۸ کورنیو او په پروان کې پر ۴۵ کورنیو بشري مرستې وېشل شوې.

د اوچا په راپور کې راغلي، چې په سېلاب ځپلو ولایتونو کې د ښوونځیو ودانیو ته هم زیان اوښتی دی. راپور زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت په ۹ ولسوالیو کې ۲۰ دولتي ښوونځي او د نورستان په پارون ولسوالۍ کې درې ښوونځي تخریب شوي دي.

اوچا ټینګار کړی، چې تر ارزونو وروسته به ټولو سیمو ته خپلې بشري مرستې ورسوي.

په تېرو څلورو میاشتو کې تر ۲زره ډېر بار وړونکي موټرونه له افغانستان نه ایران ته داخل شوي‌

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۰۱ GMT+۱
100%

د تایباد د دوغارون سرحدي ټرمینل مدیر محسن رکني وايي، د روان کال په تېرو څلورو میاشتو کې د بار وړونکو موټرو د تګ‌راتګ شمېر د تېرکال د ورته مودې پرتله ۱۲۶ سلنه زیات شوی دی. نوموړي‌ ویلي، په دې موده کې ۲زره او ۱۹۴ بار وړونکي موټرونه له افغانستان نه ایران ته داخل شوي‌ دي.

هغه وایي، د روان کال د وري میاشتې له پیل راهیسې د چنګاښ تر پایه پورې ۲زره او ۱۹۴ بار وړونکو موټرو چې شاوخوا ۵۶زره او ۵۰۲ ټنه ټرانزیټي توکي یې لېږدول؛ له افغانستان نه د دوغارون سرحدي ټرمینل ته داخل شوي دي.

هغه وویل، په همدې موده کې ۳۳زره او ۸۲۵ بار وړونکو موټرونو د دوغارون له لارې افغانستان ته یو مېلیون، ۳۹زره او ۲۳۳ ټنه صادراتي توکي لېږدولي چې دا د تېر کال د ورته مودې پرتله ۷۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

رکني افغانستان ته د دوغارون له لارې د صادرېدونکو توکو په اړه هم وویل، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۹زره او ۶۹۴ بار وړونکو موټرو چې ۷۱۸زره او ۶۹۴ ټنه توکي یې لېږدول؛ افغانستان ته ټرانزیټ کړي دي.

د هغه په وینا؛ دغه شمېر د تېرکال د ورته مودې پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښیي. هغه زیاته کړه: «د روان کال په تېرو څلورو میاشتو کې ټولټال ۱۱۱زره او ۱۵۲ د ایران او نورو هېوادونو لاریو د دوغارون سرحدي ټرمینل له لارې تګ‌راتګ کړی، چې دا د تېرکال د ورته مودې پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي».

د نوموړي په خبره؛ ودانیز توکي، اوسپنیز توکي، خوراکي توکي، مېوې، سابه او نفتي محصولات له ایران نه افغانستان ته د صادراتو مهم توکي دي. د تایباد د دوغارون سرحدي ټرمینل مدیر ټینګار وکړ، چې دوغارون د ایران له مهمو اقتصادي او سرحدي ټرمینلونو څخه دی او له افغانستان سره د ایران په سوداګریزو راکړو ورکړو کې مهم رول لري.

په جرمني کې لسګونه کسانو د افغانانو د اېستلو پرضد لاریون وکړ

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱
100%

له جرمني نه کابل ته د ۳۰ افغان کډوالو له ستنولو سره هم‌مهاله شاوخوا ۲۵۰ کسانو په لایپزیګ هوايي ډګر کې د افغانانو د جبري اېستلو او له طالبانو سره د جرمني حکومت د همکارۍ پرضد لاریون وکړ او افغانستان ته یې د افغانانو د بېرته ستنولو لړۍ د درولو غوښتنه وکړه.

د اېم ډي ار شبکې د راپور له مخې؛ لاریون کوونکي د دوشنبې په ماښام (د زمري ۵مه) د لایپزیګ هوايي ډګر په ترمینل کې راټول شوي وو. په دغه لاریون کې یوشمېر افغانانو هم ګډون کړی و او د پولیسو ګڼ ځواکونه په سیمه کې ځای پرځای شوي وو.

لاریون کوونکو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ سره مخالفت څرګند وکړ او له یادې ډلې سره یې د جرمني حکومت د همکارۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې.

دغه لاریون داسې مهال ترسره شو، چې یوه چارټر الوتکه چې شاوخوا ۳۰ افغانان یې لېږدول د لایپزیګ له هوايي ډګره د کابل پر لور روانه شوه. د جرمني حکومت وايي، هغه کسان چې په دغه هېواد کې د استوګنې قانوني حق نه‌لري افغانستان ته به ستانه کړای شي.
خو نیوکه کوونکي خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې د روان بشري حقونو او امنیتي وضعیت له امله د افغانانو جبري ستنول له جدي ګواښونو سره مل دي.

د دغه لاریون تنظیموونکو وویل، د جرمني حکومت له یوې خوا د اسلام‌پاله تاوتریخوالي غندنه کوي؛ خو له بلې خوا د افغانانو د اېستلو لړۍ د عملي کولو لپاره له طالبانو سره هوکړې ته رسېږي.

جولیان ناګل چې د ساکسوني ایالت په پارلمان کې د کیڼ اړخ ګوند غړې ده، د افغانانو اخراج وغانده. هغې وویل: «دا د شرم ځای دی چې خلک په زور داسې هېواد ته ستنول کېږي، چې د طالبانو د اسلامپاله رژیم تر واک لاندې دی».

اغلې ناګل زیاته کړه، که یو څوک مجرم وي یا نه وي، دا افغانستان ته د هغه د اېستلو توجیه نه‌شي کېدای. هغې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت «‌کړکېچن» او د دغه هېواد اقتصادي او ټولنیز شرایط «ناورین‌ځپلي» وبلل.

سره له دغه اعتراضونو هغه الوتکه چې اېستل شوي افغانان یې لېږدول، د سې‌شنبې په سهار (د زمري ۶مه) د شپې په ۱:۴۳ بجو د لایپزیګ له هوايي ډګره د کابل پر لور والوته. د ساکسوني د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، په دغه الوتنه کې شاوخوا ۳۰ افغانان سپاره وو چې دوه تنه یې د همدغه ایالت اوسېدونکي وو.

د ساکسوني ایالت د کورنیو چارو وزیر ارمین شوستر له دغه اېستلو دفاع وکړه او ویې ویل، په الوتکه کې هغه کسان سپاره وو چې څو ځلې یې جدي جرمونه ترسره کړي وو. هغه وويل: «موږ د هغو کسانو په اړه خبرې کوو، چې د ترهګرۍ ګواښ رامنځته کوي، د درنو جرمونو مرتکبین دي او ډېر خطرناک مجرمان ګڼل کېږي».

شوستر زیاته کړه، چې د جرمني د خلکو امنیت، په دغه هېواد کې د یوه مجرم د پاتې کېدو له غوښتنې څخه لومړیتوب لري.

بې‌پولې ډاکټران: د نیول کېدو وېرې افغان کډوال له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کړي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۳۸ GMT+۱
100%

د بې‌پولې ډاکټرانو نړیوالې بشري ادارې له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې زرګونه افغانان د نیول کېدو، د عاید له لاسه ورکولو او له پاکستان څخه د ایستل کېدو له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي.

دغه سازمان د سه‌شنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ډېر افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نه کوي او یا هم هغه مهال د درملنې لپاره ورځي چې ناروغي یې جدي شوې وي.

د دغه بنسټ په وینا، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی د هغو ناروغیو د زیاتېدو لامل شوی چې مخنیوی یې ممکن دی، چې پکې د ماشومانو خوارځواکي او د امیندوارۍ جدي ستونزې هم شاملې دي.

سازمان د یوه افغان کډوال کیسه هم خپره کړې چې ویلي یې دي، سره له دې چې د قانوني ثبت اسناد یې لرل، د پولیسو د عملیاتو پر مهال ونیول شو.

د هغه په وینا، مېرمن یې چې درې میاشتې امیندواره وه، د نوموړي تر نیول کېدو وروسته د سخت رواني فشار له امله د وینې بهېدنې سره مخ شوه او خپل ماشوم یې له لاسه ورکړ.

بې‌پولې ډاکټرانو زیاته کړې چې د افغانانو د ایستلو تګلارې او د نیول کېدو وېرې د دوی کاري فرصتونه محدود کړي او د ډېرو کورنیو وړتیا یې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره کمزورې کړې ده.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د یاد سازمان ګرځنده روغتیايي کلینیکونو د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د ماشومانو ترمنځ د شدیدې خوارځواکۍ لوړه کچه ثبت کړې ده.

د دغو معلوماتو له مخې، له معاینه شویو ماشومانو څخه یو پر درېیمه برخه په شدیدې خوارځواکۍ اخته وو. په دې ډله کې ۷.۶ سلنه ماشومان په شدیدې حادې خوارځواکۍ او ۲۵.۷ سلنه په منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ اخته وو.

راپور وایي، د خوارځواکۍ د درملنې لپاره نږدې ۹۰ سلنه مراجعه کوونکي افغان کډوال وو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان جوړول.

بې‌پولې ډاکټران له ټولو هغو هېوادونو څخه چې د افغان کډوالو کوربه‌توب کوي غوښتنه کړې، تر هغه چې په افغانستان کې د خوندي ستنېدو شرایط نه وي برابر شوي، د افغانانو له جبري بېرته ستنولو ډډه وکړي.