• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په بدخشان کې د جګړې پرمخ وړلو لپاره له نړیوالو ترهګرو ډلو مرسته اخلي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱

د «هوم لېنډ سیکورټي» په نوم ویبپاڼې په نوې تحلیلي ارزونې کې ادعا کړې چې طالبان د افغانستان په شمال ختیځ، په ځانګړي ډول بدخشان کې د جګړو له زیاتېدو وروسته، د پوځي عملیاتو د پیاوړتیا لپاره له هغو متحدو وسله‌والو ډلو څخه مرسته اخلي چې په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو په توګه پېژندل کېږي.

د راپور له مخې، د جګړې د وضعیت د ارزونې لپاره یوازې د وسله‌والو ډلو رسمي څرګندونې بسنه نه کوي، بلکې د هغوی عملي کړنې، د ځواکونو ځای پر ځای کول، د جلب‌وجذب بهیر او له کومو ډلو سره د همکارۍ څرنګوالی د جګړې د بدلېدونکي وضعیت ښه انځور وړاندې کوي.

راپور وایي، په وروستیو اوونیو کې د بدخشان جګړو وښودله چې طالبان د شمال د جګړې د جبهې د پیاوړتیا لپاره خپلې تجربه‌لرونکې قطعې له سوېل څخه لېږدولي، د نویو جنګیالیو د جذب هڅې یې بیا پیل کړې او د جګړې په ډګر کې یې خپل پوځي لومړیتوبونه بدل کړي دي.

د بدخشان جګړې او د طالبانو غبرګون

د راپور په وینا، د جولای په ۱۷مه د طالبانو مخالفې «سپاهي میهن» جبهې، چې ویل کېږي ډېری غړي یې د پخواني افغان پوځ او ځانګړو ځواکونو سرتېري دي، د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره ونیو.

تر دې وروسته، د جولای په ۲۳مه د افغانستان ازادۍ جبهې د زیباک ولسوالۍ پر طالبانو همغږي بریدونه وکړل. راپور ادعا کوي چې د څو ورځنیو نښتو په ترڅ کې د دغې جبهې ځواکونو څو امنیتي پوستې او مهمې سیمې ونیولې او طالبان اړ شول چې له ځینو مورچو شاتګ وکړي.

د راپور د لیکوال په باور، د دغو نښتو پر مهال د طالبانو په لیکو کې د مورال کمزوري کېدل او د پښتنو او غیر پښتنو طالب قوماندانانو ترمنځ اختلافونه هم زیات څرګند شوي دي. راپور ادعا کوي چې دغه اختلافونه یوازې تر پوځي قوماندې محدود نه دي، بلکې د نفوذ، اقتصادي سرچینو او د سرو زرو د کانونو پر کنټرول هم اغېز لري.

د طالبانو د جلب‌وجذب هڅې کافي نه وې

راپور ادعا کوي چې طالبانو د جګړې د جبران لپاره په خپلو دودیزو جنوبي سیمو کې د نویو جنګیالیو د جذب هڅې پیل کړې، خو د تمې خلاف یې کافي شمېر کسان جذب نه کړل.

د راپور په وینا، د همدې کمښت له امله طالبانو له خپلو پخوانیو متحدو وسله‌والو ډلو څخه د جګړې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د القاعده او نورو ډلو سره د همکارۍ ادعا

د راپور له مخې، د طالبانو او حقاني شبکې یو شمېر لوړپوړو غړو، د عبدالعزیز حقاني په ګډون، په نورستان کې د القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ (IMU) او جماعت انصارالله له استازو سره لیدلي دي.

راپور ادعا کوي چې په دغو لیدنو کې د بدخشان په جګړو کې د طالبانو د ملاتړ لپاره د اضافي جنګیالیو د بسیج پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

د راپور لیکوالان وایي، د طالبانو اړیکې له دغو ډلو نوې نه دي، خو اوس داسې ښکاري چې دا اړیکې د جګړې په ډګر کې په مستقیم ډول د پوځي ملاتړ لپاره کارول کېږي.

افغانستان د څو وسله‌والو ډلو د ګډو عملیاتو په ډګر بدلېږي

د راپور له مخې، د بدخشان وروستي پرمختګونه ښيي چې افغانستان یوازې د وسله‌والو ډلو د پناه ځای نه دی، بلکې ښايي په تدریجي ډول داسې ډګر ته واوړي چې پکې څو جهادي ډلې د یوه ګډ پوځي هدف لپاره همغږي عملیات ترسره کوي.

راپور زیاتوي، که دا بهیر دوام وکړي، افغانستان به یوازې د طالبانو تر واک لاندې هېواد ونه ګڼل شي، بلکې داسې ځای به وبلل شي چې بېلابېلې وسله‌والې ډلې د طالبانو د واک د ساتلو لپاره په ګډه جګړه کوي.

طالبانو تر دې دمه د یاد راپور د ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې له افغانستانه نړیوال امنیت ته ګواښ پېښ کړي. خو د یاد راپور لیکوالان ادعا کوي چې د طالبانو وروستي پوځي اقدامات له دغو څرګندونو سره سمون نه لري او د دوی د عملي چلند بله انځور وړاندې کوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

•
•
•

نور کیسې

د کډوالۍ نړیوال سازمان په تورخم کې د افغان راستنېدونکو ملاتړ څارلی

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۱
100%

د کډوالۍ نړیوال سازمان ويلي، د دغه سازمان د افغانستان د دفتر مشره تورخم ته ورغلې او هغه فعالیتونه یې کتلي چې له افغان راستنېدونکو کډوالو سره د بېرته ستنېدو وروسته بېړنۍ مرستې برابروي.

سازمان پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د همغږۍ د ډلې د مشر په توګه، د کډوالۍ نړیوال سازمان د سرحدي مرستو چارې همغږي کوي او له خپلو شریکانو سره کار کوي، څو افغان راستنېدونکو کډوالو ته پر وخت، منظم او د خوندیتوب پر بنسټ خدمتونه وړاندې شي.

د سازمان له مخې، په دغو مرستو کې اړینو خدمتونو ته د لاسرسي برابرول او د اړتیا پر مهال اړوندو ادارو ته د راستنېدونکو راجع کول شامل دي.

د کډوالۍ د نړيوال سازمان د افغانستان د دفتر مشر په داسې مهال تورخم ته ورغلی، چې په وروستيو کې طالبانو له دغې سازمان غوښتي چې د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې دې ورسره مرسته وکړي.

نزدې اونۍ وړاندې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي و، د دغه وزارت چارواکي د کډوالۍ نړۍوال سازمان له استازي سره د کډوالو د ستونزو د حل او همکاریو پیاوړتیا په اړه غږېدلي او دواړو لوریو له راستنېدونکو سره د مرستو او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

افغانستان په وروستیو میاشتو کې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان، له لوري د افغان کډوالو د پراخې بېرته ستنېدنې شاهد دی. د طالبانو حکومت او نړیوالې مرستندویه ادارې وايي، د راستنېدونکو د سرپناه، لومړنیو خدمتونو او بشري مرستو د برابرولو لپاره د همغږۍ او ملاتړ هڅې روانې دي.

د سپاهي میهن جبهې تګلاره؛ د ژنیو کنوانسیونونو او نړیوالو قوانینو د رعایت ژمنه کوو

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۵ GMT+۱
100%

د طالبانو مخالفې نوې وسله‌والې ډلې، «سپاهي میهن جبهې»، د خپلې «جګړه‌ییزې تګلارې» په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې ځان د ژنیو د څلورو کنوانسیونونو او د وسله‌والو شخړو اړوندو نړیوالو میثاقونو د احکامو پر رعایت مکلف بولي.

دې جبهې، چې مخکې یې د «سپاهیان میهن» په نوم فعالیت کاوه، د سې‌شنبې په ورځ (د زمري ۶مه) په درېیو فصلونو او ۲۰ مادو کې خپله «جګړه‌ییزه تګلاره» خپره کړه او ویې ویل چې دا سند یې د خپلو جګړه‌ییزو کړنو لپاره د معتبر لارښود په توګه ترتیب کړی، څو د انساني کرامت، دیني ارزښتونو، ټولنیز وجدان او نړیوالو اصولو درناوی وکړي.

په دې تګلاره کې راغلي چې جبهه د جګړې پر مهال د ټپیانو، بندیانو او ملکي وګړو په اړه د اسلامي ارزښتونو، بشري حقونو، عدالت او انساني کرامت د ساتنې ژمنه کوي.

د سند له مخې، «سپاهي میهن جبهه» ژمنه کړې چې پر ملکي وګړو به برید نه کوي، د جګړه‌ییزو لورو ملکي خپلوان به نه په نښه کوي او د هغوی پر وړاندې به له هر ډول فشار، ګواښ او یرغمل نیولو څخه ډډه کوي.

جبهې همداراز ویلي چې له جګړه‌ییزو بندیانو سره به د نړیوالو کنوانسیونونو او اسلامي او انساني ارزښتونو له مخې چلند کوي، شکنجه، سپکاوی او ګواښ به نه کاروي او ټپي بندیان به د درملنې په برخه کې لومړیتوب ولري.

په تګلاره کې راغلي چې د جګړه‌ییزو بندیانو تبادله به د هغوی د بشري حقونو په رعایت سره ترسره کېږي او جبهه د بندیانو د وضعیت د څار لپاره د نړیوالو بنسټونو له څار هرکلی کوي او هغوی ته به د معلوماتو او لیدنې زمینه برابروي.

د دې سند د ۱۳مې مادې له مخې، که پر کوم کس د جبهې پر ضد د جاسوسۍ تور د کره اسنادو او شواهدو پر بنسټ ثابت شي، هغه به په یوې علني، شفافې او د رسنیو په حضور کې ولسي محکمه کې محاکمه کېږي او د جرم د ثبوت په صورت کې به په درنه، خو د اعدام پرته سزا محکومېږي.

جبهې دا هم ویلي چې پر روغتونونو، ښوونیزو مرکزونو، د اوبو او برېښنا پر شبکو او نورو عامه تأسیساتو به برید نه کوي او د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې ژمنه کوي.

په تګلاره کې د جبهې د غړو د سرغړونو لپاره هم ځانګړې مادې شاملې دي. د ۱۸مې مادې له مخې، که د جبهې کوم غړی د خلکو د مال غصب، زورونې، ګواښ، جنسي تېري، شکنجې یا د انساني کرامت ضد هر ډول عمل ترسره کړي، په یوې خپلواکې، شفافې او ولسي محکمه کې به محاکمه او د تګلارې له مخې به سزا ورکول کېږي.

دغه جبهې ټینګار کړی چې ځان د خلکو او د بشري حقونو د څارونکو عدلي بنسټونو پر وړاندې ځواب‌ویونکی ګڼي.

سپاهي میهن جبهه د روان کال د چنګاښ په ۲۶مه هغه مهال د لومړي ځل لپاره په پراخه کچه مطرح شوه، کله چې یې ادعا وکړه د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ مرکز یې د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له ولکې ایستلی و. د محلي سرچینو په وینا، په هغه برید کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ او استخباراتو ودانۍ هم د لنډ وخت لپاره د جبهې تر کنټرول لاندې راغلې.

طالبان: د وري له شپږمې راهیسې طبیعي پېښو سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې ويلي، د روان کال د وري د میاشتې له شپږمې نېټې راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د اورښتونو، سېلابونو او غر ښوېدنې په پېښو کې ۳۵۱ کسان مړه او ۴۳۶ نور ټپيان شوې دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې چمتووالي او مبارزې ادارې مرستيال وياند تاج محمد همت د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلويزون ته ويلي، دغو طبيعي پېښو پراخ مالي زيانونه هم اړولي او له ۲۰۰۰ څخه زيات کورونه یې په بشپړ ډول وېجاړ کړي دي.

همداراز هغه ويلي، له ۸۰۰۰ څخه زیات کورونه په قسمي ډول وېجاړ شوې او د سوونو په شمېره کې هټۍ، ساه ګانې او ۶۴۴ کيلومتره سړک هم وېجاړ شوې دي.

هغه زياته کړه، د ۲۸۰۰ څخه زیات څاروي، د ۳۵زره جرېبه څخه زیاتې کرغيزې ځمکې حاصلات او ۴۵۰۰ جرېبه څخه زیاتو باغونو حاصلات له منځه تللي دي.

د طالبانو د ادارې وياند ويلي، د اغېزمنو کورنيو سره مرستې او سروې هم روانې دي

مقاومت جبهه: د هرات په فرسي ولسوالۍ کې مو یو طالب وژلی او درې نور ټپیان دي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۲ GMT+۱
100%

د طالبانو مخالفې ډلې، مقاومت جبهې ادعا کړې چې د هرات ولایت په فرسي ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید کړي، یو طالب جنګیالی یې وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د دغې جبهې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، برید تېره شپه شاوخوا لس بجې د «آنتن پوسته» په نوم د طالبانو پر یوې پوستې ترسره شوی دی. جبهې همداراز ادعا کړې چې ځواکونو یې د طالبانو څلور میله وسلې هم ترلاسه کړې دي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د فرسي ولسوالۍ په یاده سیمه کې د شپې د برید او نښتې رامنځته کېدل تایید کړي دي. د سرچینو په وینا، د مقاومت جبهې ځواکونو هڅه کړې وه چې د طالبانو دغه پوسته ونیسي، خو په بشپړ ډول د هغې په نیولو نه دي بریالي شوي.

طالبانو تر اوسه د دغې حملې او د ادعا شویو مرګ‌ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو بریدونه د هېواد په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول بدخشان کې، زیات شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ په بدخشان کې د وروستیو نښتو راپورونه «رسنیزې تبلیغات» وبلل. هغه ویلي، هېواد د «فدایانو» په قربانیو ازاد شوی او د ساتنې لپاره به یې «دوه برابره زیاتې قربانۍ» ورکړي. طالبان خپلو ځانمرګو بریدګرو ته د «فدایانو» نوم کاروي.

بلخوا، د افغانستان پخواني د کورنیو چارو وزیر علي احمد جلالي وروستي امنیتي پرمختګونه د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د خلکو د تدریجي غبرګون نښه بللې ده. هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، هر استبدادي نظام په پای کې د خلکو له غبرګون سره مخ کېږي، خو د هغه په وینا، د طالبانو د مخالفو ډلو اوسني پراکنده بریدونه لا هم د طالبانو واکمنۍ ته جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.

لطیف نظري: افغانستان د سیمې د ثبات ټاپو دی

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱
100%

په بدخشان کې د طالبانو له نښتو سره هم‌مهاله د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري ادعا کړې چې افغانستان د سیمې له نورو هېوادونو سره په پرتله د «ثبات او امنیت پر ټاپو» بدل شوی او د امنیت، اقتصاد او سوداګرۍ وضعیت یې له ایران او پاکستان څخه ښه دی.

نظري د طالبانو اړوند حریت راډیو سره په مرکه کې وویل، په داسې حال کې چې منځنی ختیځ، ایران او پاکستان له امنیتي او سیاسي کړکېچونو سره مخ دي، افغانستان اوس په ټول هېواد کې له ثبات څخه برخمن دی او د بیارغونې او پراختیا لپاره روښانه راتلونکی لري.

هغه وویل: «افغانستان په سیمه کې یو جلا ټاپو دی. په ټول هېواد کې ثبات ټینګ شوی او د هېواد د بیا رغونې او نوي کېدو لپاره روښانه لیدلوری موجود دی».

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال د امنیت، اقتصاد، سوداګرۍ او ترانزیټ له پلوه د افغانستان وضعیت «تر ایران او پاکستان ډېر ښه» وباله. د هغه په وینا، ایران او پاکستان یا له کورنیو ستونزو سره مخ دي او یا هم د نړیوالو قدرتونو د سیالیو تر اغېز لاندې دي، خو افغانستان له داسې وضعیت سره نه دی مخامخ.

ښاغلي نظري زیاته کړه، د سیمې هېوادونه نه غواړي افغانستان بې‌ثباته شي، ځکه د ده په خبره، د افغانستان ثبات په طبیعي ډول د ټولې سیمې له ثبات سره تړاو لري.

خو هغه ادعا وکړه چې ځینې ګاونډي هېوادونه د «پیاوړي، متحد، یو موټي او پرمختللي افغانستان» د زغملو توان نه لري.

لطیف نظري د طالبانو سیمه‌ییزه تګلاره بریالۍ وبلله او کابل ته د ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان د رسمي پلاوو سفرونه یې د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراخېدو نښه وبلله. خو هغه دا روښانه نه کړه چې ولې د سیمې هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال همداراز وویل چې د طالبانو او تاجکستان ترمنځ پخواني کړکېچونه پای ته رسېدلي دي. د هغه په وینا، طالبانو د سیمې د هېوادونو باور ترلاسه کړی او په خپلې بهرنۍ تګلارې کې له ګاونډیو سره امنیتي چلند نه کوي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د سیمې هېوادونو څو ځله په افغانستان کې د وسلوالو ډلو د فعالیتونو او له دغه هېواده د ناامنۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د منځنۍ اسیا هېوادونه، ایران او پاکستان په افغانستان کې د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان (TTP) په څېر د ډلو شتون د خپل امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼي.