• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هرات کې د حجاب په پلمه پنځه ښځې نیولې دي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف محستبانو د چهارشنبې په ماښام د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې پنځه ښځې دحجاب د نه مراعت په تور نیولې دي. عیني شاهدانو ویلي، دغه ښځې پر سړکونو او د سوداګریزو مرکزونو مخې ته شوې.

عینی شاهدانو افغانستان انترنشنل ته ویلي چې لومړۍ ښځه هغه مهال ونیول شوه چې له خپل خاوند سره د زیتون مال له د موټرو له تمځای څخه د وتلو په حال کې وه. شاهدان وایي، طالبانو هغه له موټره ښکته کړه او په زور یې له ځان سره یوړه.

د شاهدانو په وینا نیول شوې ښځې مقاومت وکړ، خو طالبانو د هغې خاوند ته اجازه ورنه کړه چې له موټره ښکته شي.

شاهدانو ویلي، وروسته د طالبانو د امربالمعروف محستبانو د الماس شرق سوداګریز مرکز ته هم ورغلل او هلته یې یوه بله ښځه هم ونیوله.

ځایي سرچینو افغانستان انترنشنل ته ویلي، یوه بله ښځه د هرات د ۶۴ متره سړک پر غاړه د تګ پر مهال او دوه نورې ښځې د ښار د پل رنګینه په سیمه کې نیول شوې دي. په دې توګه، د چهارشنبې په ورځ د نیول شویو ښځو پنځو تنو ته رسېدلی دی.

په وروستیو میاشتو کې په هرات کې د حجاب نه مراعت په تور ښځو د نیولو ګڼې پېښې ثبت شوې دي. دغو نیونو مخکې هم په هرات کې اعتراضونه راپارولي وو، چې د راپور له مخې طالبانو هغه اعتراضونه هم په زور خواره کړي وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

۵
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

•
•
•

نور کیسې

د ایران په خراسان رضوي ولایت کې ۲۷ زره افغانانو د اربعین زیارت د سفر لپاره نوملیکنه کړې

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱
100%

د ایران د خراسان رضوي ولایت چارواکي وایي، په دغه ولایت کې مېشت ۲۷ زره افغانانو د عراق د اربعین زیارت په مراسمو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده. د دوی په وینا، د دوغارون پوله د زیارت کوونکو د تګ لپاره چمتو شوې او د لېږد او نورو خدمتونو لپاره لازمې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو رییس جعفر سیدابادي ویلي، دغو افغانانو د تېرو دوو اوونیو په لړ کې د سفر تنظیمونکو په دفترونو کې د اربعین زیارت د سفر لپاره نوملیکنه کړې ده.

سیدابادي وویل، د دوغارون رسمي پوله هم د افغان زیارت کونکو د تګ لپاره بشپړه توګه چمتو ده او ټولې اړینې اسانتیاوې پکې برابرې شوې دي.

د ایراني چارواکو په وینا، افغان زیارت کونکې به له قانوني پړاوونو وروسته د چذابه پولې ته ولېږدول شي او د شلمچې پوله هم د خراسان رضوي د افغانانو د وتلو لپاره ځانګړې شوې ده.

ابادي زیاته کړې د افغان زیارت کونکو د لېږد لپاره به د افغانستان او ایران ترانسپورتي وسایط وکارول شي او په مشهد کې به د هرکلي او خدمت لپاره ۱۶ د خدمت ځایونه هم جوړ شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازي ویلي، له افغانستان څخه هم څه باندې ۱۵ زره کسانو عراق ته د سفر لېوالتیا ښودلې، خو د هغوی تګ د عراق د ویزو له صادرېدو سره تړاو لري.

سرچینې: طالبان په بدخشان کې د مخالفو جبهو پر ضد د پراخو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۰ GMT+۱
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ویلي چې په بدخشان کې د طالبانو د مخالفو جبهو د بریدونو له زیاتېدو سره، دغه ډله د پراخو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي. د سرچینو په وینا، طالبانو یاد ولایت ته د خپلو لوړپوړو قوماندانانو په ګډون اضافي ځواکونه استولي دي.

سرچینې وايي، په بدخشان کې د طالبانو د مخالفو جبهو د بریدونو او وروستیو پوځي تحرکاتو زیاتېدو، طالبان اړ کړي چې خپل پوځي چمتووالی پیاوړی او د پراخو عملیاتو لپاره تیاری ونیسي. د سرچینو په خبره، دغو تحرکاتو د طالبانو چارواکي اندېښمن کړي او ټاکل شوې چې دغه ډله په نږدې راتلونکي کې خپل عملیات پیل کړي.

د باوري سرچینو په وینا، طالبانو په وروستیو ورځو کې د زیباک ولسوالۍ ته نور ځواکونه لېږدولي او د ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یې ځای پر ځای کړي دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، طالبانو په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول یفتل کې، نوې امنیتي پوستې جوړې کړې او د بدخشان په بېلابېلو برخو کې یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي. سرچینې د دې ولایت امنیتي وضعیت «نازک» بولي.

تر دې وړاندې، د «سپاهیان میهن» په نوم نوې جوړې شوې وسله‌والې ډلې د بدخشان پر یفتل پایین ولسوالۍ په ناڅاپي برید کې د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ کنټرول له طالبانو واخیست او د هغوی ځواکونه یې بې‌وسلې کړل. له دې پېښې وروسته، د ازادۍ جبهې د زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو بریدونه پیل کړل. سرچینې زیاتوي، طالبان د چریکي بریدونو د اندېښنې له امله د بدخشان په ډېرو سیمو کې د شپې ګزمې او پېرې هم زیاتې کړې دي.

د سرچینو په وینا، د هلمند لپاره د طالبانو والي امان‌الدین منصور او د دې ډلې د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت همدا اوس په بدخشان کې حضور لري. امان‌الدین منصور د چهارشنبې په ورځ د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رییس ذبیح‌الله امیري د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و. ذبیح‌الله امیري چې د امان‌الدین منصور د خور زوی و، د سې‌شنبې په ورځ د بهارک–فیض‌آباد پر لویه لار د موټرسایکل سپرو ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو. سرچینې ټینګار کوي، د دې برید د عاملانو نه پېژندل کېدو د بدخشان د طالبانو قومندانان او چارواکي سخت غوسه کړي او د دې ډلې امنیتي اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

په ورته مهال سرچینو زیاته کړې چې د طالبانو ناراضي قومندان جمعه فاتح لا هم خپل ځواکونه له سنګرونو نه دي رایستلي. د سرچینو په وینا، د هغه ورور د طالبانو پر ضد درېځ پلوي کوي.

د سرچینو په خبره، د طالبانو د اندېښنې یو مهم لامل د جګړې په ډګر کې د ځواک نانډوله بدلېدل دي. د هغوی په وینا، د ازادۍ جبهې ځواکونه د بدخشان په غرنیو سیمو کې له درنو وسلو او تجهیزاتو سره ځای پر ځای شوي، چې د طالبانو د احتمالي عملیاتو پلي کول یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دا تحرکات داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په بدخشان کې د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو، په ځانګړي ډول د ازادۍ جبهې، بریدونه زیات شوي دي. دغې جبهې په وروستیو ورځو کې ادعا کړې چې د زیباک ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې یې د طالبانو څو مهمې پوستې نیولې او د دې ډلې دوه بې‌پیلوټه الوتکې یې هم نسکورې کړې دي. په بدخشان او سرپل کې د طالبانو د څو چارواکو وژل کېدو او د مخالفو جبهو د تحرکاتو له زیاتېدو سره، د دې ډلې امنیتي اندېښنې لا پسې ډېرې شوې دي.

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت مسوولان وایي، د بغلان د غوري سمنټو فابریکه په هرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي. د شرکت په وینا، په دوو فابریکو کې دمګړی ۷۵۰ کسان په مستقیم ډول پر کار بوخت دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي الله ارغندیوال ویلي، د غوري سمنټو د دوو فابریکو چارې روانې دي او دا مهال پکې ۷۵۰ کسان په مستقیم ډول پر کار بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې، د درېیمې فابریکې د جوړولو چارې هم روانې دي او له بشپړېدو سره به یې د غوري سمنټو فابریکې ورځنی تولید له ۷۰۰ ټنو څخه نږدې ۶۰۰۰ ټنو ته لوړ شي او وروسره به د کارکوونکو شمېر نور هم زیات شي.

د بغلان د غوري سمنټو فابریکه د افغانستان له پخوانیو صنعتي فابریکو څخه ده چې په ۱۳۳۸ لمریز کال کې د پخوانۍ چکسلواکیا په همکارۍ جوړه او په فعالیت یې پیل وکړ. خو د کورنیو جګړو له امله، د نورو ګڼو صنعتي تاسیساتو په څېر، د دې فابریکې فعالیت هم کمزوری او محدود شوی و چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د فابریکې د مدیریت او بیا فعالولو چارې د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شوې.

بلخ کې یوه کارخونه هره اوونۍ ۱۰۰ زره چرګوړي تولیدوي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۱
100%

د بلخ په مزارشریف ښار کې د ۱،۲ میلیونه ډالرو په پانګونې د چرګوړو د تولید یوه کارخونه جوړه شوې چې هره اوونۍ له ۱۰۰ زره څخه ډېر چرګوړي تولیدوي.

د دغې کارخونې مسوولان وايي، په بازار کې د چرګوړو اړتیا زیاته شوې او دوی هم د اړتیا له مخې خپل تولید تنظیموي. د دوی په وینا، داسې چمتووالی نیول شوی چې د کارخونې تولید په اوونۍ کې ۲۰۰ زره چرګوړو ته لوړ شي.

په ورته مهال په بلخ کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی، خو د چرګوړو اړتیا لا هم تر ډېره د بهرنیو وارداتو له لارې پوره کېږي.

دوی ویلي، هڅې روانې دي چې په دې برخه کې د سترو پانګونو زمینه برابره او پر وارداتو د افغانستان تکیه راکمه شي.

د چین سفیر: د کابل نیله‌باغ استوګنیزې پروژې چارې ځنډول شوې

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۱ GMT+۱
100%

په کابل کې دچین سفیر ژاو شېنګ او د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني د لیدنې پر مهال د چینايي شرکتونو تر کار لاندې پروژو په اړه غږېدلي دي. په کابل کې د چین سفیر ویلي چې د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې د ځینو ستونزو له امله درېدلې دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت د چارشنبې په ورځ پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر د لیدني پرمهال ټینګار کړی، چې د چینايي شرکتونو تر کار لاندې پروژې دې پر ټاکلي وخت بشپړې شي.

طالبانو په کابل کې د چین د سفیر له قوله ویلي، د نیله‌باغ د پروژې چارې اوس مهال د ځینو ستونزو له امله درېدلې دي، خو دا ستونزې به ژر حل شي او پروژه به له بشپړېدو وروسته د کور او ښار جوړولو وزارت ته وسپارل شي.
د نیله‌باغ استوګنیزې پروژې د چارو ځنډیدو په اړه نور جزییات نه دې ورکړل شوي.