د راپور پر بنسټ؛ سېلابونو د ختیځو سیمو نورستان، ننګرهار او لغمان، د سویل ختیځو ولایتونو پکتیکا، پکتیا، خوست او غزني او همدارنګه د مرکزي سیمو کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر او میدان وردګ ولایتونه اغېزمن کړي دي.
د راپور له مخې؛ تر ټولو ډېر زیانونه په ختیځه سیمه په ځانګړي ډول د نورستان ولایت په مرکز پارون کې ثبت شوي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې؛ په پارون کې د سېلابونو له امله ۲۳ کسان مړه شوي، پنځه تري تم او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د دغه سازمان د ارزونې له مخې؛ سېلابونو په دې سیمه کې کورونو، عامه تاسیساتو او د خلکو د عاید سرچینو ته سخت زیان رسولی او د بېړنیو بشري مرستو اړتیا یې ډېره کړې ده. راپور زیاتوي، چې سېلابونو په کابل او شاوخوا ولایتونو کې هم سلګونه کورنۍ اغېزمنې کړې او د استوګنې کورونو او عامه شتمنیو ته په پام یې سخت زیانونه اړولي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، سېلابونو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ، د پروان د غوربند ولسوالۍ او د کابل په ځینو برخو کې پراخه ویجاړي رامنځته کړې ده. د دغه سازمان ارزونه ښيي، چې سړکونو او بنسټیزو زېربناوو ته اوښتي زیانونه د بنسټیزو خدمتونو او په ځانګړي ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې؛ په سویل ختیځو سیمو کې سېلابونو د کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړولو ترڅنګ ځاني تلفات هم اړولي دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ په پکتیکا ولایت کې ۲۶ کورونه ویجاړ شوي او دوه کسان مړه شوي دي، په پکتیا ولایت کې هم دوه ماشومان د سېلابونو له امله مړه شوي دي.
په خوست او غزني ولایتونو کې هم کرنیزو ځمکو، سړکونو او د اوبو رسولو سیستمونو ته پراخ زیانونه اوښتي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د دغه سېلابونو اغېزې یوازې تر سملاسي زیانونو محدودې نهدي؛ بلکې ښايي د خوړو پر امنیت او د کورنیو پر معیشت، په ځانګړي ډول د هغو ټولنو لپاره چې پر کرنه تکیه لري اوږدمهاله منفي اغېزې ولري.
د راپور له مخې؛ د څښاک اوبو د بنسټیزو تاسیساتو ویجاړېدو د ککړو اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو د خپرېدو ګواښ هم زیات کړی دی. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، د دغه بشري ناورین د ځواب لپاره یې خپل د بېړنۍ همغږۍ سیستم فعال کړی او د نورو مرستندویه ادارو په همکارۍ یې د اړتیاوو چټکه ارزونه او د بېړنیو مرستندویه تجهیزاتو وېش پیل کړی دی.
په ورته وخت کې دغه مرستندویه بنسټ په ځینو سیمو په ځانګړي ډول د نورستان په پارون سیمه کې د روغتیايي اسانتیاوو د سخت کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه سازمان وایي، د روغتیايي مرکزونو محدود ظرفیت، د درملو کمښت، د درملنې د مرکزونو ویجاړېدل او غرنیو سیمو ته د لاسرسي ستونزې د مرستو رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
په راپور کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا، د څښاک اوبو برابرولو، بېځایه شویو کسانو ته د لنډمهاله سرپناوو جوړولو او د ناروغیو د څار د زیاتولو پر بېړنۍ اړتیا ټینګار شوی دی. د ملګرو ملتونو یاد سازمان خبرداری ورکړی، که بارانونه دوام وکړي په راتلونکو ورځو کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو احتمال شته.