• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ایران د هرمز تنګي ګډ مدیریت لپاره د عمان وړاندیز رد کړ

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۰ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې تهران د هرمز تنګي ګډ مدیریت لپاره د عمان وړاندیز رد کړی دی. دغه ایراني چارواکي ویلي: «د هرمز تنګي په اړه له عمان سره د ګډ مدیریت پلان د ایران په ګټه نه‌دی».

هغه زیاته کړې، چې د هرمز تنګي سویلي لارې د کښتیو لپاره ګواښونکې کېدای شي او د تنګي په اړه د عمان د کنټرول کچه باید د اوبو له لارې د هغې د ونډې سره متناسبه وي. هغه ویلي، امریکا او سعودي عربستان هڅه کوي چې پر عمان فشار راوړي؛ څو د هرمز تنګي په اړه خپل پلانونه پرمخ یوسي.
رویټرز وړاندې د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی و، چې عمان ایران ته د هرمز تنګي د ګډ مدیریت طرحه وړاندې کړې ده. د دغه وړاندیز له مخې؛ ایران به د اوبو پر یادې لارې انحصاري کنټرول نه‌لري او د تنګي کاروونکي به په خپله خوښه د تګ‌راتګ، چاپېریال ساتنې او ژغورنې چارو لپاره مالي ونډه ورکوي.
دغه وړاندیز وروسته له هغه مطرح شوی، چې امریکا د تېرې اوونۍ په پای کې پر ایران خپل هوايي بریدونه ودرول. دغه اقدام د یوه ډیپلوماټیک حل هیلې یو وار بیا راژوندۍ کړې دي؛ داسې حل چې د هرمز تنګي له لارې د نړۍوالو بار وړونکو بېړیو عادي تګ‌راتګ بېرته ممکن کړي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۳
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۴

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

•
•
•

نور کیسې

سېنټکام: د ایران د بالیستیکو توغندیو برید مو شنډ کړ

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱
100%

د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ويلي، د ايران د سپاه پاسداران ځواکونو د سه شنبې په ورځ د ختیځ پر وخت مازدیګر په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو د ناڅاپي برید په موخه له ایرانه څو بالستیک توغندي وتوغول خو دغه برید د دفاعي سیستمونو په واسطه په بشپړ ډول ناکامه کړل شوی دی.

سېنټکام په یوه اعلامیه کې وويل، چې ځواکونه یې په سیمه کې په لوړ چمتووالي کې دي او د هر ډول احتمالي بریدونو د ځوابولو لپاره پوره بیداري لري.

امریکایي ځواکونو ټینګار کړی چې د خپلو سرتېرو او اډو د امنیت ساتلو لپاره به هر ډول لازم اقدامات ترسره کړي.

سېنټکام له ایران له خوا د دغو بالستيک توغنديو د بريد خبر په داسې حال کې ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه د ایران پر ضد د امریکا بریدونه وځنډول، څو ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړل شي.

د سره سمندر په سوېلي برخه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱
100%

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي، یوې نفت‌لېږدوونکې بېړۍ د سره سمندر له سوېلي برخې د تېرېدو پر مهال د چاودنې غږ اورېدلی دی.

یادې ادارې، چې د بریتانیا له سمندري ځواکونو سره تړاو لري، د سې‌شنبې په ماښام (د زمري ۷مه) ویلي چې دا پېښه د زمري په ۶مه رامنځته شوې ده.

د دغه ادارې په وینا، بېړۍ او د هغې عمله خوندي دي او د چاپېریال د ککړتیا یا زیان کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې په خپل وروستي تازه معلوماتو کې له ټولو بېړیو غوښتي چې د سره سمندر له لارې د تګ راتګ پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي او هر ډول شکمن فعالیت دې سمدستي راپور کړي.

د ټرمپ او نتنیاهو لیدنه؛ ایران د خبرو اصلي محور و

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱
100%

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د سې‌شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ څخه هغه انځورونه خپاره کړل چې په کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیدلي او د ایران د جګړې په اړه یې خبرې اترې کړي دي.

په دغه لېدنه کې د ټرمپ مرستیال جي‌ډي وېنس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د منځني ختیځ لپاره ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ هم شتون درلود.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، تمه کېږي چې ټرمپ او نتنیاهو په دې لیدنه کې د ایران جګړې، له لبنان سره د روانو خبرو د پرمختګ او د «ابراهیم تړونونو» د پراخولو پر هڅو خبرې وکړي.

100%

بلخوا، فاکس نیوز راپور ورکړی چې سره له دې چې ډونالډ ټرمپ د ایران په اړه د ډیپلوماسۍ په بریا خوشبیني ښودلې، تهران لا هم له امریکا سره له مستقیمو خبرو ډډه کوي.

د راپور له مخې، تمه ده چې نتنیاهو په دې لیدنه کې ولسمشر ټرمپ ته داسې معلومات وړاندې کړي چې د ایران د اټومي تاسیساتو د پراختیا ادعا پکې شوې ده.

تر اوسه ایران د دغو ادعاوو او د یادې لیدنې د جزئیاتو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

رویټرز: عمان ایران ته د هرمز تنګي د ګډ مدیریت وړاندیز کړی

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۴ GMT+۱
100%

رویټرز د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې عمان ایران ته د هرمز تنګي د ګډ سیمه‌ییز مدیریت طرحه وړاندې کړې ده. د دې وړاندیز له مخې به ایران د اوبو پر دې لارې انحصاري کنټرول نه لري او د تنګي کاروونکي به په خپله خوښه د تګ راتګ، چاپېریال ساتنې او ژغورنې چارو لپاره مالي ونډه ورکوي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه وړاندیز د مالاکا تنګي د مدیریت له ماډل څخه الهام اخیستی، چې پکې د تنګي کاروونکي په خپله خوښه د سمندري تګ راتګ، چاپېریال ساتنې او د لټون او ژغورنې د چارو د تمویل لپاره مالي ونډه ورکوي.

دا وړاندیز وروسته له هغه مطرح شوی چې امریکا د تېرې اوونۍ په پای کې پر ایران خپل هوايي بریدونه ناڅاپه ودرول. دې اقدام د یوه ډیپلوماټیک حل هیلې راژوندۍ کړې دي؛ داسې حل چې د هرمز تنګي له لارې د نړیوالو بار وړونکو بېړیو عادي تګ راتګ بېرته ممکن کړي.

په ورته مهال تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، واشنګټن له ایران سره «ښې خبرې» کوي او د یوې هوکړې امکان شته، خو خبرداری یې ورکړ چې که خبرې پایله ورنه کړي، د امریکا هوايي بریدونه به بېرته پیل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د دوشنبې په ورځ د عمان او سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د هرمز تنګي په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې عراقچي «په سیمه کې د ثبات د ټینګښت او د ګډو ډیپلوماټیکو هڅو د پیاوړتیا پر اړتیا» ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د امریکا د «تیریګرو اقداماتو» له امله پر هرمز تنګي تپل شوی ناامني باید پای ته ورسېږي.

سهیل اپریدی: د عمران‌خان د خلاصون لپاره د ازادۍ غورځنګ جوړول یوه سوله‌ییزه سیاسي مبارزه ده

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۵۸ GMT+۱
100%

د خېبر پښتونخوا سر وزیر د اساسي قانون محکمې ته په یوه لېږلي لیک کې ویلي، چې «د عمران خان د خلاصون لپاره د ازادۍ غورځنګ هېڅ ډول وسله‌واله ډله یا نیمه پوځي جوړښت نه‌دی؛ بلکې یوه سوله‌ییزه، بې‌وسلې او سیاسي مبارزه ده.

د سهیل اپریدي له‌خوا محکمې ته په سپارل شوي لیکلي ځواب کې ویل شوي، چې د عمران خان د خلاصون لپاره د ازادۍ ځواک په نوم نه کومه اداره جوړه شوې او نه هم په دې اړه کومه رسمي اعلامیه خپره شوې.
هغه دغه ادعاوې هم رد کړې، چې ګواکې صوبایي ادارې د کوم وسله‌وال یا نیمه پوځي جوړښت د جوړولو په اړه غور کړی. سهیل اپریدي ویلي، که په تېرو وختونو کې د «ځواک» اصطلاح کارول شوې وي؛ نو هغه په ناسم ډول وړاندې شوې ده.
د هغه په وینا؛ اصلي اقدام «د عمران خان د خلاصون لپاره د «ازادۍ غورځنګ» دی، چې یو قانوني، ولسواکه او سوله‌ییز سیاسي فعالیت دی او له هر ډول وسله‌وال فعالیت، زور زیاتي یا تاوتریخوالي سره تړاو نه‌لري.

سهیل اپریدي زیاته کړې، چې د دغه غورځنګ موخه د خلکو ترمنځ د قانون له مخې د اقداماتو، عادلانه عدالتي پروسې او د دولت د اساسي قانون مسوولیتونو په اړه د پوهاوی رامنځته کول دي. هغه وایي، دا یوه سیاسي مبارزه ده چې د قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي.

هغه پرځان د شوي شکایت په اړه ویلي، چې دغه عریضه پر اټکلونو، رسنیزو راپورونو او قیاسونو ولاړه ده او قانوني زیان یا د عملي دعوې بنسټ نه‌شي ثابتولی. د دغه قضیې اورېدنه به سبا وشي.