په کابل کې دچین سفیر ژاو شېنګ او د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني د لیدنې پر مهال د چینايي شرکتونو تر کار لاندې پروژو په اړه غږېدلي دي. په کابل کې د چین سفیر ویلي چې د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې د ځینو ستونزو له امله درېدلې دي.
د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت د چارشنبې په ورځ پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر د لیدني پرمهال ټینګار کړی، چې د چینايي شرکتونو تر کار لاندې پروژې دې پر ټاکلي وخت بشپړې شي.
طالبانو په کابل کې د چین د سفیر له قوله ویلي، د نیلهباغ د پروژې چارې اوس مهال د ځینو ستونزو له امله درېدلې دي، خو دا ستونزې به ژر حل شي او پروژه به له بشپړېدو وروسته د کور او ښار جوړولو وزارت ته وسپارل شي. د نیلهباغ استوګنیزې پروژې د چارو ځنډیدو په اړه نور جزییات نه دې ورکړل شوي.
د طالبانو د ارشاد حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب وایي، د سږني حج له لګښتونو پاتې ۹۴ میلیونه او ۶۵ زره او ۶۱۶ افغانۍ به حاجیانو ته بېرته ورکړل شي. د نوموړي په وینا، د هر حاجي برخه ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ ده ځکه د حج لګښت د ټاکل شوې اندازې څخه کم شوی دی.
د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب ویلي، د سږني حج لپاره له حاجیانو ټولټال څه باندې ۷میلیارده او ۸۱۸ میلیونه افغانۍ راټولې شوې وې. د نوموړي په وینا، د هر حاجي لپاره د حج لګښت ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ ټاکل شوی و، خو د وزارت د محاسبې له مخې د حج ټولیز لګښت څه باندې ۷ میلیارده او ۷۲۳ میلیونه او ۷۰۰زره افغانۍ شوی دی.
نور محمد ثاقب ثاقب زیاته کړې چې د دغې محاسبې له مخې د هر حاجي عملي لګښت ۲۶۳ زره او ۱۷۷ افغانۍ شوی، چې په پایله کې ټولټال ۹۴ میلیونه، ۶۵ زره او ۶۱۶ افغانۍ پاتې شوې چې د پاتې شوې اندازې له مخې به هر حاجي ته ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ بېرته ورکړل شي.
د کندهار یوشمېر هټۍوال او سوداګر وایي، د طالبانو د امربالمعروف ریاست تازه لارښوونه کړې چې ټول هغه توکي باید له هټیو ټول او یا یې هم تصویرونه پاک کړي چې د ښځو انځورونه پرې چاپ شوي وي.
د دوی په خبره؛ دغه محدودیت یوازې د پلور پر توکو نهدی؛ بلکې سوداګرو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې په راتلونکي کې دې داسې توکي نه واردوي، ځکه که د ښځو انځورونه پرې وي، په ګمرکونو کې به محصول نهشي.
د کندهار یو هټۍوال داوود شاه په دې اړه وایي: «د امربالمعروف کسانو موږ ته وویل، چې ټول هغه کریمونه، شامپوګانې، نکریزې، رنګونه او نور د سینګار توکي چې د ښځو عکسونه پرې دي؛ باید یا عکسونه یې پاک کړو او یا یې له الماریو لرې کړو. دوی وویل، که لرې یې نهکړئ بیا یې موږ درڅخه وړو».
یو سوداګر چې د سینګار توکو واردوونکی دی وایي، دغه پرېکړه به د دوی پر کاروبار مستقیم اغېز وکړي. هغه زیاته کړه: «موږ ته په ګمرک کې هم ویل شوي، له دې وروسته داسې مال مه راوړئ چې د ښځو یا نور انځورونه پرې وي؛ که وارد یې کړئ، محصول به نهشي او مالونه به بند پاتې شي؛ دا د سوداګرو لپاره نوی او جدي محدودیت دی».
د ښار په پنځمه ناحیه کې یو بل هټۍوال وایي، ډېری نړۍوال برانډونه د خپلو محصولاتو پر بستو د ښځو انځورونه لري او د هغو بدلول اسانه نهدي. هغه وایي: «موږ اوس مجبور یو، چې یا د هر توکي عکس په لاس پاک کړو او یا هغه جنس ونه پلورو. دا کار ډېر وخت، لګښت او زیان لري؛ خو که یې ونه کړو هم ستونزې راته جوړېږي، دا اوس موږ له دوکان څخه تر پنځوس قلمه ډېر توکې ټول کړي دي چې د ښځو او نور عکسونه ورڅخه پاک کړو».
د سوداګرو په وینا؛ دغه محدودیتونه په داسې حال کې پراخېږي، چې له دې وړاندې هم د امربالمعروف په امر د ښوونځیو پر موټرو د ماشومانو انځورونه، د پولیو واکسین، زدهکړو او عامه پوهاوي اړوند پر دېوالونه ښکل شوي انځورونه او نور تبلیغاتي اعلانونه له ښار او عامه ځایونو پاک شوي وو.
د کندهار اوسېدونکي او سوداګر وایي، د انځورونو د لرې کولو دغه لړۍ په وروستیو میاشتو کې لاپراخه شوې او اوس یې اغېز تر بازارونو، وارداتو او سوداګرۍ هم رسېدلی دی. په وروستیو کلونو کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د ټولنیزو محدودیتونو د پراخولو لپاره ګڼ اقدامات کړي دي.
د ښځو پر تګ راتګ، د رسنیو پر فعالیت، د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو، د تبلیغاتي لوحو او عامه انځورونو پر کارولو، د موسیقۍ پر منع او د ټولنیزو مراسمو پر څرنګوالي یو لړ محدودیتونه هغه موارد دي، چې په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول کندهار کې په پراخه کچه عملي شوي دي.
سوداګر خبرداری ورکوي، که دغه تګلاره همداسې دوام وکړي نه یوازې به د نړۍوالو شرکتونو د محصولاتو واردول له ستونزو سره مخ شي؛ بلکې د بازار عادي فعالیتونه به هم اغېزمن کړي او د سلګونه هټوالو لپاره به اضافي مالي زیانونه رامنځته کړي.