د بښنې نړیوال سازمان: نتنیاهو باید ونیول شي او نړیوالې جزایي محکمې ته دې وسپارل شي

د بښنې نړیوال سازمان د امریکا څانګې له امریکايي چارواکو غوښتي چې واشنګټن ته د نتنیاهو د سفر پر مهال هغه ونیسي. دغه سازمان ټینګار کړی چې نتنیاهو باید د بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته د درناوي لپاره نړیوالې جزایي محکمې ته وسپارل شي.
