سرچینې وايي، په بدخشان کې د طالبانو د مخالفو جبهو د بریدونو او وروستیو پوځي تحرکاتو زیاتېدو، طالبان اړ کړي چې خپل پوځي چمتووالی پیاوړی او د پراخو عملیاتو لپاره تیاری ونیسي. د سرچینو په خبره، دغو تحرکاتو د طالبانو چارواکي اندېښمن کړي او ټاکل شوې چې دغه ډله په نږدې راتلونکي کې خپل عملیات پیل کړي.
د باوري سرچینو په وینا، طالبانو په وروستیو ورځو کې د زیباک ولسوالۍ ته نور ځواکونه لېږدولي او د ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یې ځای پر ځای کړي دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، طالبانو په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول یفتل کې، نوې امنیتي پوستې جوړې کړې او د بدخشان په بېلابېلو برخو کې یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي. سرچینې د دې ولایت امنیتي وضعیت «نازک» بولي.
تر دې وړاندې، د «سپاهیان میهن» په نوم نوې جوړې شوې وسلهوالې ډلې د بدخشان پر یفتل پایین ولسوالۍ په ناڅاپي برید کې د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ کنټرول له طالبانو واخیست او د هغوی ځواکونه یې بېوسلې کړل. له دې پېښې وروسته، د ازادۍ جبهې د زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو بریدونه پیل کړل. سرچینې زیاتوي، طالبان د چریکي بریدونو د اندېښنې له امله د بدخشان په ډېرو سیمو کې د شپې ګزمې او پېرې هم زیاتې کړې دي.
د سرچینو په وینا، د هلمند لپاره د طالبانو والي امانالدین منصور او د دې ډلې د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت همدا اوس په بدخشان کې حضور لري. امانالدین منصور د چهارشنبې په ورځ د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رییس ذبیحالله امیري د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و. ذبیحالله امیري چې د امانالدین منصور د خور زوی و، د سېشنبې په ورځ د بهارک–فیضآباد پر لویه لار د موټرسایکل سپرو ناپېژاندو وسلهوالو په برید کې ووژل شو. سرچینې ټینګار کوي، د دې برید د عاملانو نه پېژندل کېدو د بدخشان د طالبانو قومندانان او چارواکي سخت غوسه کړي او د دې ډلې امنیتي اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
په ورته مهال سرچینو زیاته کړې چې د طالبانو ناراضي قومندان جمعه فاتح لا هم خپل ځواکونه له سنګرونو نه دي رایستلي. د سرچینو په وینا، د هغه ورور د طالبانو پر ضد درېځ پلوي کوي.
د سرچینو په خبره، د طالبانو د اندېښنې یو مهم لامل د جګړې په ډګر کې د ځواک نانډوله بدلېدل دي. د هغوی په وینا، د ازادۍ جبهې ځواکونه د بدخشان په غرنیو سیمو کې له درنو وسلو او تجهیزاتو سره ځای پر ځای شوي، چې د طالبانو د احتمالي عملیاتو پلي کول یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دا تحرکات داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په بدخشان کې د طالبانو د وسلهوالو مخالفانو، په ځانګړي ډول د ازادۍ جبهې، بریدونه زیات شوي دي. دغې جبهې په وروستیو ورځو کې ادعا کړې چې د زیباک ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې یې د طالبانو څو مهمې پوستې نیولې او د دې ډلې دوه بېپیلوټه الوتکې یې هم نسکورې کړې دي. په بدخشان او سرپل کې د طالبانو د څو چارواکو وژل کېدو او د مخالفو جبهو د تحرکاتو له زیاتېدو سره، د دې ډلې امنیتي اندېښنې لا پسې ډېرې شوې دي.