• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران کې دوه افغان وروڼه د یوه بل افغان کډوال د وژنې په تور نیول شوي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۲ GMT+۱

د تهران پولیسو ویلي، د لواسان په سیمه کې یې د یوه ۲۲ کلن افغان کډوال د وژنې په تړاو دوه افغان وروڼه نیولي. د پولیسو په وینا، قرباني د چړې په ګوزارونو ټپي شوی و او په روغتون کې یې ساه ورکړه. نیول شویو کسانو اعتراف کړی او ادعا یې کړې چې مقتول یې خور ته مزاحمت کاوه.

ایرنا خبرې اژانس د ایراني پولیسو له قوله لیکلي چې دواړه نیول شوي کسان د قصدي وژنې په تور تر موقت توقیف لاندې دي او د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

۵
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د برېښنا په برخه کې د ازبکستان لا ډېرو همکاریو ته اړتیا لرو

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت له مسولینو سره په افغانستان کې د برېښنا د اړتیا په تړاو خبرې کړې دي. طالبانو ویلي، افغانستان برېښنا ته جدي اړتیا لري او د دې اړتیا د پوره کولو لپاره د ازبکستان لا ډېره همکاري اړینه ده.

یادې ادارې د چارشنبې ورځ، د زمري ۷مه پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې ملا عبدالحق همکار په مشرۍ پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د برېښنا ملي شرکت له مسولینو سره کتلي دي.

طالبانو د یادې ناستې پر مهال د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې د ازبکستان د پانګونې هرکلی کړی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس ویلي:«افغانستان برېښنا ته جدي اړتیا لري او هیله لرو چې ازبکستان به په راتلونکي کې هم د افغانستان د انرژۍ د سکټور په پراختیا کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي».

په یاده ناسته کې د ازبکستان برېښنا ملي شرکت له لوري د سرخان ـ پلخمري ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې، د ارغندې سبسټیشن او جلال اباد د برېښننا لېږد لین او سبسټییشن د چارو په اړه هم بحثونه شوي دي.

طالبانو ویلي، ازبکستان ژمنه کړې چې د افغانستان د انرژۍ په پروژو کې افغان تخنیکي کدرونو ته د کار او روزنې زمینه هم برابره کړي.

طالبان: د حج له لګښتونو پاتې ۹۶ میلیونه افغانۍ به حاجیانو ته بېرته ورکړو

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۱ GMT+۱
100%

د طالبانو د ارشاد حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب وایي، د سږني حج له لګښتونو پاتې ۹۴ میلیونه او ۶۵ زره او ۶۱۶ افغانۍ به حاجیانو ته بېرته ورکړل شي. د نوموړي په وینا، د هر حاجي برخه ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ ده ځکه د حج لګښت د ټاکل شوې اندازې څخه کم شوی دی.

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب ویلي، د سږني حج لپاره له حاجیانو ټولټال څه باندې ۷میلیارده او ۸۱۸ میلیونه افغانۍ راټولې شوې وې. د نوموړي په وینا، د هر حاجي لپاره د حج لګښت ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ ټاکل شوی و، خو د وزارت د محاسبې له مخې د حج ټولیز لګښت څه باندې ۷ میلیارده او ۷۲۳ میلیونه او ۷۰۰زره افغانۍ شوی دی.

نور محمد ثاقب ثاقب زیاته کړې چې د دغې محاسبې له مخې د هر حاجي عملي لګښت ۲۶۳ زره او ۱۷۷ افغانۍ شوی، چې په پایله کې ټولټال ۹۴ میلیونه، ۶۵ زره او ۶۱۶ افغانۍ پاتې شوې چې د پاتې شوې اندازې له مخې به هر حاجي ته ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ بېرته ورکړل شي.

سږ کال افغانستان ته د سعودي عربستان له لوري د ۳۰ زره حاجیانو د حج سهمیه ورکړل شوې وه.

د افغان کډوالو تر ستنېدو وروسته؛ د بلوچستان د چاغۍ ولسوالۍ د «ګردي ځنګل» پنډغالی تش شوی

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
100%

د بلوچستان په چاغۍ ولسوالۍ کې د افغان کډوالو مشهوره پنډغالی «ګردي ځنګل» چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له یرغل وروسته جوړ شوی و، د افغان کډوالو تر ستنېدو وروسته نږدې په بشپړه توګه تش شوی دی.

د سیمې اوسېدونکي وایي، دغه سیمه څو میاشتې وړاندې اباده وه؛ خو د افغان کډوالو تر وتلو وروسته اوس کنډواله شوې ده.

100%

د ځايي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په یاد پنډغالي کې یو وخت نږدې ۴۴زره افغان کډوال مېشت وو، خو اوس یوازې شاوخوا سل کورنۍ په‌کې پاتې دي.
د سیمې اوسېدونکي شوکت افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، افغان کډوالو د ستنېدو پرمهال د خپلو کورونو دروازې، کړکۍ، بامونه او نور ودانیز توکي هم له ځان سره وړي دي.
د هغه په وینا؛ پخوا په پنډغالي کې د خلکو ګڼه ګوڼه او ژوند روان و؛ خو اوس دغه ځای په کنډوالو او شاړو ځمکو بدل شوی دی.
شوکت زیاته کړه، د افغان کډوالو تر وتلو وروسته ځایي ادارې د پنډغالي پر ډېرو کورونو بلدوزرونه چلولي او هغه یې نړولي دي.
د کوټې په قادري‌اباد سیمه کې هم د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته دغه پنډغالی اوس په کنډواله اوښتی او دامهال لږ شمېر کورنۍ په‌کې مېشتې دي. له دغه پنډغالي تر ۶زره ډېرې کورنۍ وتلې او افغانستان ته ستنې شوې دي. ځایي اوسېدونکي وايي، ژوند تر پخوا ناکراره شوی دی.

100%

بلخوا هغه موټر چلوونکي چې د افغان کډوالو د کورونو سامانونه یې د ګردي ځنګل له پنډغالي د افغانستان بهرامچې سیمې ته لېږدولي وايي، حکومت تر اوسه د دوی کرایې نه‌دي ورکړې.
د بار وړونکو موټرو یو مالک عطاالله وايي، د دوی ۱۱۸ موټرو د افغان کډوالو د لېږد چارې ترسره کړې؛ خو له نږدې یو کال تېرېدو سره، سره لا یې هم د کرایو پیسې نه‌دي ترلاسه کړې.
هغه وویل، حکومت ژمنه کړې وه چې د هر کور سامان د لېږد په بدل کې به ۲۳زره پاکستانۍ کلدارې ورکوي؛ خو تر اوسه یوازې ژمنې کېږي او عملي ګام نه‌دی پورته شوی. د نوموړي په وینا؛ د ګردي ځنګل او بهرامچې ترمنځ لاره ډېره سخته ده او له همدې امله د ډېرو موټرو تخنیکي ستونزې هم رامنځته شوې دي.
عطاالله ادعا کوي، چې حکومت د هر موټر شاوخوا درې لکه پاکستانۍ کلدارې پوروړی دی؛ په داسې حال کې چې موټر چلوونکو د تېلو لپاره له پټرول پمپونو پورونه اخیستي او اوس د پورونو د ورکړې توان نه‌لري.

سرپل کې د وسله‌والو په برید کې د «طالبانو د استخباراتو یو غړی او یو طالب سرتېری» وژل شوي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱
100%

په سرپل کې سرچینې وایي، د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی امرالله او د یادې ډلې د ۲۰۹ قول اردو غړی بازمحمد د سرپل ښار په بازار کې په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوي دي. طالبانو د برید او د یوه کس د وژل کېدو پخلی کړی؛ خو د وژل شوي کس هویت او له طالبانو سره یې تړاو نه‌دی څرګند کړی.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې؛ دغه برید د سې‌شنبې په سهار (د زمري ۶مه) د سرپل ښار د مال بازار په سیمه کې شوی. د ځايي سرچینو په وینا؛ وسله‌والو د طالبانو پر یوې پنځه کسیزې ډلې برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

لاتر اوسه هېڅ شخص یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی. په ورته وخت کې په سرپل کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د یادې پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په یاده پېښه کې د یوه کس د وژل کېدو پخلی کړی؛ خو هویت یې نه‌دی افشا کړی. دغه ډلې ادعا کړې، چې بریدګر له سیمې تر تېښتې وروسته پېژندل شوي او نیول شوي دي. طالبانو د یادې وژنې انګېزه «شخصي اختلافات» بللي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم د دغه پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د جرمونو پرضد د مبارزې ځواکونو د دغه وژنې په تړاو دوه کسان نیولي دي. دغه برید داسې مهال شوی، چې پرون د بدخشان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح‌الله امیري هم خپل کار ځای ته د تګ پرمهال د دوو موټرسایکل سپرو په برید کې وژل شوی و.

طالبانو په کندهار کې هټۍوالو ته د هغه توکو ټولولو امر کړی چې د ښځو انځورونه پرې چاپ شوي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۳۰ GMT+۱
100%

د کندهار یوشمېر هټۍوال او سوداګر وایي، د طالبانو د امربالمعروف ریاست تازه لارښوونه کړې چې ټول هغه توکي باید له هټیو ټول او یا یې هم تصویرونه پاک کړي چې د ښځو انځورونه پرې چاپ شوي وي.

د دوی په خبره؛ دغه محدودیت یوازې د پلور پر توکو نه‌دی؛ بلکې سوداګرو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې په راتلونکي کې دې داسې توکي نه واردوي، ځکه که د ښځو انځورونه پرې وي، په ګمرکونو کې به محصول نه‌شي.

د کندهار یو هټۍوال داوود شاه په دې اړه وایي: «د امربالمعروف کسانو موږ ته وویل، چې ټول هغه کریمونه، شامپوګانې، نکریزې، رنګونه او نور د سینګار توکي چې د ښځو عکسونه پرې دي؛ باید یا عکسونه یې پاک کړو او یا یې له الماریو لرې کړو. دوی وویل، که لرې یې نه‌کړئ بیا یې موږ درڅخه وړو».

یو سوداګر چې د سینګار توکو واردوونکی دی وایي، دغه پرېکړه به د دوی پر کاروبار مستقیم اغېز وکړي. هغه زیاته کړه: «موږ ته په ګمرک کې هم ویل شوي، له دې وروسته داسې مال مه راوړئ چې د ښځو یا نور انځورونه پرې وي؛ که وارد یې کړئ، محصول به نه‌شي او مالونه به بند پاتې شي؛ دا د سوداګرو لپاره نوی او جدي محدودیت دی».

100%

د ښار په پنځمه ناحیه کې یو بل هټۍوال وایي، ډېری نړۍوال برانډونه د خپلو محصولاتو پر بستو د ښځو انځورونه لري او د هغو بدلول اسانه نه‌دي. هغه وایي: «موږ اوس مجبور یو، چې یا د هر توکي عکس په لاس پاک کړو او یا هغه جنس ونه پلورو. دا کار ډېر وخت، لګښت او زیان لري؛ خو که یې ونه کړو هم ستونزې راته جوړېږي، دا اوس موږ له دوکان څخه تر پنځوس قلمه ډېر توکې ټول کړي دي چې د ښځو او نور عکسونه ورڅخه پاک کړو».

د سوداګرو په وینا؛ دغه محدودیتونه په داسې حال کې پراخېږي، چې له دې وړاندې هم د امربالمعروف په امر د ښوونځیو پر موټرو د ماشومانو انځورونه، د پولیو واکسین، زده‌کړو او عامه پوهاوي اړوند پر دېوالونه ښکل شوي انځورونه او نور تبلیغاتي اعلانونه له ښار او عامه ځایونو پاک شوي وو.

د کندهار اوسېدونکي او سوداګر وایي، د انځورونو د لرې کولو دغه لړۍ په وروستیو میاشتو کې لاپراخه شوې او اوس یې اغېز تر بازارونو، وارداتو او سوداګرۍ هم رسېدلی دی. په وروستیو کلونو کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د ټولنیزو محدودیتونو د پراخولو لپاره ګڼ اقدامات کړي دي.

100%

د ښځو پر تګ راتګ، د رسنیو پر فعالیت، د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو، د تبلیغاتي لوحو او عامه انځورونو پر کارولو، د موسیقۍ پر منع او د ټولنیزو مراسمو پر څرنګوالي یو لړ محدودیتونه هغه موارد دي، چې په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول کندهار کې په پراخه کچه عملي شوي دي.

سوداګر خبرداری ورکوي، که دغه تګلاره همداسې دوام وکړي نه یوازې به د نړۍوالو شرکتونو د محصولاتو واردول له ستونزو سره مخ شي؛ بلکې د بازار عادي فعالیتونه به هم اغېزمن کړي او د سلګونه هټوالو لپاره به اضافي مالي زیانونه رامنځته کړي.

100%