• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نورالله نوري: موږ هغه «ناخوالې» حل کړې چې په تېر شل کلن دور کې چا نه‌وې حل کړې

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د سرحدونو وزیر وايي، طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه «ناخوالې» حل کړې، چې په ۲۰ کلنه دوره کې واکمنان یې په حلولو کې پاتې راغلي وو. هغه د دغو «ناخوالو» په تړاو نور جزییات ورنه‌کړل، خو په شل کلن جمهوري نظام کې ستره ننګونه امنیت وو او شنونکي یې عاملین همدا طالبان ګڼي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د یو شمېر قومي مخورو، دیني عالمانو او سیمه‌ییزو مسوولینو په ګډون په یوې غونډه کې وویل: «له فتحې وروسته د تېر اشغال هغه ناخوالې مو حل کړې چې شل کاله یې هغوی په حل کولو کې پاتې راغلي وو».

نورالله نوري د دغو «ناخوالو» په تړاو نور جزییات ورنه‌کړل، خو په تېر شاوخوا شل کلن جمهوریت کې ستره ننګونه «امنیت» وو، خو شنونکي او د تېر جمهوري نظام ډېری چارواکي یې عامل همدا طالبان ګڼي.

نوري همداراز د ستنېدونکو او ستانه کېدونکو کډوالو د مدیریت څرنګوالی د طالبانو د «مدبرانه سیاست» یوه بېلګه وبلله او همداراز یې خلک ورورګلولۍ ته وهڅول.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د کارګرو د حداقل مزد د ټاکلو د څرنګوالي په تړاو سلا مشورې کړي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د سرپرست ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ د کار عالي شورا شپږمه نوبتي ناسته کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د کسبګرو او هټیوالو خونې د وړاندېزونو پر ارزونې او د کارګرو لپاره د حداقل مزد د ټاکلو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې شوې دي.

په دغه غونډه کې د طالبانو د کار چارو مشاور محمد کریم حنفي او د کارګرانو او کارکوونکو د ملي اتحادیې سرپرست عبدالمتین مولوي‌زاده د خپلو تېرو فعالیتونو او پرېکړو د تطبیق په اړه راپورونه وړاندې کړل.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې د کارموندنې پر محور د ملي اقتصادي ودې، له مالیې پرته د کوچنیو پورونو د برابرولو، د جوازونو د ترلاسه کولو د بهیر د ساده کولو او د کارګرو د حداقل مزد د ټاکلو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

عبدالمنان عمري ټینګار وکړ، چې د دغو اقداماتو عملي کېدل به په هېواد کې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د بې‌کارۍ د کچې په راټیټېدو کې اغېزناک رول ولوبوي. په ورته وخت کې د کار چارو معین محمد زاهد احمدزي وویل، چې دغه وزارت د تقنیني اسنادو او مقرراتو پر بنسټ د کارګرو د حقونو خوندیتوب او د خصوصي سکتور د ستونزو حل ته ژمن دی.

خبرپاڼه وایي، د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د کار عالي شورا به د منظمې همغږۍ او دوامداره ناستو له لارې د کاري اړیکو د تنظیم او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

د طالبانو دا اقدامات په داسې حال کې دي چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بې کارۍ کچه په پراخه توګه زیاته شوې او کارګر د کار نشتوالي له امله له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ دي. د بشري حقونو نړیوال سازمانونه وایي چې د طالباني بندیزونو له امله په افغانستان کې د کار فرصتونه ډېرې تیټې کچې ته رارسېدلي او فقر هم په بې سارې توګه زیات شو ی دی.

د خبریالانو مرکز: بشیر هاتف له یوه کال بند وروسته له «بګرام» بندخونې ازاد شوی دی

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، خبریال بشیر هاتف د طالبانو په بند کې له یوه کال تېرولو وروسته له «بګرام» بندخونې ازاد شوی دی. دغه مرکز د هاتف له خوشې کېدو هرکلی کوي او ټینګار لري، چې د دې رسنیز فعال د عادلانه محاکمې حق په برخه کې بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې بشیر هاتف له بګرام زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته، په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی. دغه مرکز زیاته کړه، چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو د نظامي محکمې له‌خوا د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغاتو په تور په یوه کال بند محکوم شوی وو.

بشیر هافت د طالبانو د استخباراتو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارو له لوري د ۱۴۰۴ کال د زمري په ۲مه د جاپان د (اېن‌ټي‌وي) ټلوېزیون له خبریال شکیب احمد نظري او د توانا خبري اژانس له مسوول مدیر ابوذر صارم سرپلي سره یو ځای په کابل کې نیول شوی وو. نظري او سرپلی لا هم په زندان کې دي.

هاتف له هغو مخکښو خبریالانو څخه دی، چې له بېلابېلو کورنیو رسنیو سره یې کار کړی او د «د خبریالانو د اړیکو او روزنې مرکز» بنسټګر او اجراییه رییس او همدارنګه د خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون د مشرتابه د پلاوي غړی وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي: «هاتف په داسې حال کې چې د مدافع وکیل له حق څخه محروم وو او د استخباراتو د پوځي محکمې له‌خوا، په ځانګړي ډول د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغاتو په ګډون، په بېلابېلو تورونو بندي شوی وو».

دغه مرکز له طالبانو غوښتي، چې د خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي، پاتې بندي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ژر تر ژره خوشې کړي او اجازه ورکړي چې هغوی له ګواښ، فشار او د نیول کېدو له وېرې پرته خپل مسلکي فعالیتونه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ لږ تر لږه ۴ نور خبریالان د خورشید نړۍوال راډیو ټلویزیون پخوانی خبریال عبدالعزیز وطنوال، د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال حامد فرهادي، د جاپان اېن‌ټي‌وي خبریال شکېب احمد نظري، د «توانا» خبري اژانس مسوول ابو ذر صارم سرپلی لا هم د طالبانو په بند کې شپې او ورځې تېروي.

امریکا کې محاکمه کېدونکی ظاهر قدیر؛ ورور یې وایي هغه د داعش پر ضد د پاڅون بیه پرې کوي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱
100%

د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال عبدالظاهر قدیر ورور عبدالقهار قدیر په هېواد کې د داعش د پراخېدو پر وړاندې د خپل ورور د تېر دریځ دفاع کړې او ویلي یې دي چې هغه د خپل ولس د امنیت او راتلونکي لپاره غږ پورته کړی و چې د همدې اقداماتو قرباني شو.

عبدالقهار قدیر په خواله رسنۍ کې لیکلي: «د حقیقت ویلو بیه تل لوړه وي خو د ولس لپاره درېدل د زړورو خلکو کار دی».

عبدالقهار قدیر لیکلي، کله چې د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د پراخېدو په اړه اندېښنې موجودې وې، عبدالظاهر قدیر چوپ پاتې نه شو او د خپل ولس د امنیت لپاره یې ښکاره دریځ ونیو. د هغه په وینا، ورور یې یوازې په خبرو بسنه نه کوله، بلکې په سختو شرایطو کې یې د خلکو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه هم پورته کړل.

نوموړي ویلي چې د ظاهر قدیر خبرې او څرګندونې به ځینې وختونه سختې او توندې وې، خو زیاته کړې یې ده چې دا خبرې د شخصي ګټو یا مخالفتونو لپاره نه وې. عبدالقهار قدیر ټینګار کړی چې دغه توندې څرګندونې د هغو پرېکړو او کړنو پر وړاندې وې چې ده د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره خطرناکې بللې.

د ظاهر قدیر ورور په خپل یادښت کې لیکلي چې د حق خبره کول اسانه نه وي او هغه کسان چې د ولس لپاره غږ پورته کوي، ډېری وخت له سختو فشارونو او مخالفتونو سره مخ کېږي.

هغه زیاته کړې چې د حقیقت ویلو جرئت او د خپل خلکو تر څنګ ودرېدل باید هېڅکله د چوپتیا او وېرې سبب نه شي. ظاهر قدیر څو میاشتې وړاندې په کینیا کې د دغه هېواد د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو ونیولو او تر څو محکمو وروسته یې متحده ایالاتونو ته وسپاره.

امریکا ویلي‌چې ظاهر قدیر به په نیویارک کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او د ناقانونه وسلو د کاروبار په تور محاکمه شي. د پخوانۍ ولسي جرګې د دغه مرستیال کورنۍ تر دې پخوا هم ادعا کړې وه چې نوموړی د داعش ضد اقداماتو قرباني شوی دی.

طالبانو په هرات کې د حجاب په پلمه پنځه ښځې نیولې دي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د امر بالمعروف محستبانو د چهارشنبې په ماښام د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې پنځه ښځې دحجاب د نه مراعت په تور نیولې دي. عیني شاهدانو ویلي، دغه ښځې پر سړکونو او د سوداګریزو مرکزونو مخې ته شوې.

عینی شاهدانو افغانستان انترنشنل ته ویلي چې لومړۍ ښځه هغه مهال ونیول شوه چې له خپل خاوند سره د زیتون مال له د موټرو له تمځای څخه د وتلو په حال کې وه. شاهدان وایي، طالبانو هغه له موټره ښکته کړه او په زور یې له ځان سره یوړه.

د شاهدانو په وینا نیول شوې ښځې مقاومت وکړ، خو طالبانو د هغې خاوند ته اجازه ورنه کړه چې له موټره ښکته شي.

شاهدانو ویلي، وروسته د طالبانو د امربالمعروف محستبانو د الماس شرق سوداګریز مرکز ته هم ورغلل او هلته یې یوه بله ښځه هم ونیوله.

ځایي سرچینو افغانستان انترنشنل ته ویلي، یوه بله ښځه د هرات د ۶۴ متره سړک پر غاړه د تګ پر مهال او دوه نورې ښځې د ښار د پل رنګینه په سیمه کې نیول شوې دي. په دې توګه، د چهارشنبې په ورځ د نیول شویو ښځو پنځو تنو ته رسېدلی دی.

په وروستیو میاشتو کې په هرات کې د حجاب نه مراعت په تور ښځو د نیولو ګڼې پېښې ثبت شوې دي. دغو نیونو مخکې هم په هرات کې اعتراضونه راپارولي وو، چې د راپور له مخې طالبانو هغه اعتراضونه هم په زور خواره کړي وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د ایران په خراسان رضوي ولایت کې ۲۷ زره افغانانو د اربعین زیارت د سفر لپاره نوملیکنه کړې

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱
100%

د ایران د خراسان رضوي ولایت چارواکي وایي، په دغه ولایت کې مېشت ۲۷ زره افغانانو د عراق د اربعین زیارت په مراسمو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده. د دوی په وینا، د دوغارون پوله د زیارت کوونکو د تګ لپاره چمتو شوې او د لېږد او نورو خدمتونو لپاره لازمې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو رییس جعفر سیدابادي ویلي، دغو افغانانو د تېرو دوو اوونیو په لړ کې د سفر تنظیمونکو په دفترونو کې د اربعین زیارت د سفر لپاره نوملیکنه کړې ده.

سیدابادي وویل، د دوغارون رسمي پوله هم د افغان زیارت کونکو د تګ لپاره بشپړه توګه چمتو ده او ټولې اړینې اسانتیاوې پکې برابرې شوې دي.

د ایراني چارواکو په وینا، افغان زیارت کونکې به له قانوني پړاوونو وروسته د چذابه پولې ته ولېږدول شي او د شلمچې پوله هم د خراسان رضوي د افغانانو د وتلو لپاره ځانګړې شوې ده.

ابادي زیاته کړې د افغان زیارت کونکو د لېږد لپاره به د افغانستان او ایران ترانسپورتي وسایط وکارول شي او په مشهد کې به د هرکلي او خدمت لپاره ۱۶ د خدمت ځایونه هم جوړ شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازي ویلي، له افغانستان څخه هم څه باندې ۱۵ زره کسانو عراق ته د سفر لېوالتیا ښودلې، خو د هغوی تګ د عراق د ویزو له صادرېدو سره تړاو لري.