• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې ساحلي ګارډ د اوو ماشومانو په ګډون ۳۲ افغان کډوال نیولي دي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د ترکیې ساحلي ګارد ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د چاناک‌قلعه ښار په ازینه ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۳۲ بې‌اسناده کډوال نیولي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، په نیول شویو کډوالو کې اووه ماشومان هم شامل دي او ټول د افغانستان وګړي دي.

د ترکیې د ساحلي ګارد ځواکونو دغه افغان کډوال د سې‌شنبې په ورځ، د زمري په شپږمه د چاناک‌قلعه ښار اړوند ازینه ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال موندلي او نیولي دي. د مسولینو د معلوماتو له‌مخې، دغه افغان کډوال له نیول کېدو او د قانوني چارو له بشپړېدو وروسته د ایواجیک د کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدول شوي دي.

ترکیې په وروستیو کلونو کې د خپلو لوېدیځو پولو امنیتي تدابیر سخت کړي او په پرله‌پسې ډول د هغو کډوالو د نیولو خبر ورکوي چې اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره له ناقانونه لارو د تګ هڅه کوي. د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې له ۲۰ زرو ډېر بې‌اسناده افغان کډوال نیول شوي دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې له دغو نیول شویو کسانو څخه څومره بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

۵
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبان په بدخشان کې د مخالفو جبهو پر ضد د پراخو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۰ GMT+۱
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ویلي چې په بدخشان کې د طالبانو د مخالفو جبهو د بریدونو له زیاتېدو سره، دغه ډله د پراخو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي. د سرچینو په وینا، طالبانو یاد ولایت ته د خپلو لوړپوړو قوماندانانو په ګډون اضافي ځواکونه استولي دي.

سرچینې وايي، په بدخشان کې د طالبانو د مخالفو جبهو د بریدونو او وروستیو پوځي تحرکاتو زیاتېدو، طالبان اړ کړي چې خپل پوځي چمتووالی پیاوړی او د پراخو عملیاتو لپاره تیاری ونیسي. د سرچینو په خبره، دغو تحرکاتو د طالبانو چارواکي اندېښمن کړي او ټاکل شوې چې دغه ډله په نږدې راتلونکي کې خپل عملیات پیل کړي.

د باوري سرچینو په وینا، طالبانو په وروستیو ورځو کې د زیباک ولسوالۍ ته نور ځواکونه لېږدولي او د ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یې ځای پر ځای کړي دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، طالبانو په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول یفتل کې، نوې امنیتي پوستې جوړې کړې او د بدخشان په بېلابېلو برخو کې یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي. سرچینې د دې ولایت امنیتي وضعیت «نازک» بولي.

تر دې وړاندې، د «سپاهیان میهن» په نوم نوې جوړې شوې وسله‌والې ډلې د بدخشان پر یفتل پایین ولسوالۍ په ناڅاپي برید کې د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ کنټرول له طالبانو واخیست او د هغوی ځواکونه یې بې‌وسلې کړل. له دې پېښې وروسته، د ازادۍ جبهې د زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو بریدونه پیل کړل. سرچینې زیاتوي، طالبان د چریکي بریدونو د اندېښنې له امله د بدخشان په ډېرو سیمو کې د شپې ګزمې او پېرې هم زیاتې کړې دي.

د سرچینو په وینا، د هلمند لپاره د طالبانو والي امان‌الدین منصور او د دې ډلې د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت همدا اوس په بدخشان کې حضور لري. امان‌الدین منصور د چهارشنبې په ورځ د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رییس ذبیح‌الله امیري د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و. ذبیح‌الله امیري چې د امان‌الدین منصور د خور زوی و، د سې‌شنبې په ورځ د بهارک–فیض‌آباد پر لویه لار د موټرسایکل سپرو ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو. سرچینې ټینګار کوي، د دې برید د عاملانو نه پېژندل کېدو د بدخشان د طالبانو قومندانان او چارواکي سخت غوسه کړي او د دې ډلې امنیتي اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

په ورته مهال سرچینو زیاته کړې چې د طالبانو ناراضي قومندان جمعه فاتح لا هم خپل ځواکونه له سنګرونو نه دي رایستلي. د سرچینو په وینا، د هغه ورور د طالبانو پر ضد درېځ پلوي کوي.

د سرچینو په خبره، د طالبانو د اندېښنې یو مهم لامل د جګړې په ډګر کې د ځواک نانډوله بدلېدل دي. د هغوی په وینا، د ازادۍ جبهې ځواکونه د بدخشان په غرنیو سیمو کې له درنو وسلو او تجهیزاتو سره ځای پر ځای شوي، چې د طالبانو د احتمالي عملیاتو پلي کول یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دا تحرکات داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په بدخشان کې د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو، په ځانګړي ډول د ازادۍ جبهې، بریدونه زیات شوي دي. دغې جبهې په وروستیو ورځو کې ادعا کړې چې د زیباک ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې یې د طالبانو څو مهمې پوستې نیولې او د دې ډلې دوه بې‌پیلوټه الوتکې یې هم نسکورې کړې دي. په بدخشان او سرپل کې د طالبانو د څو چارواکو وژل کېدو او د مخالفو جبهو د تحرکاتو له زیاتېدو سره، د دې ډلې امنیتي اندېښنې لا پسې ډېرې شوې دي.

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت مسوولان وایي، د بغلان د غوري سمنټو فابریکه په هرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي. د شرکت په وینا، په دوو فابریکو کې دمګړی ۷۵۰ کسان په مستقیم ډول پر کار بوخت دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي الله ارغندیوال ویلي، د غوري سمنټو د دوو فابریکو چارې روانې دي او دا مهال پکې ۷۵۰ کسان په مستقیم ډول پر کار بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې، د درېیمې فابریکې د جوړولو چارې هم روانې دي او له بشپړېدو سره به یې د غوري سمنټو فابریکې ورځنی تولید له ۷۰۰ ټنو څخه نږدې ۶۰۰۰ ټنو ته لوړ شي او وروسره به د کارکوونکو شمېر نور هم زیات شي.

د بغلان د غوري سمنټو فابریکه د افغانستان له پخوانیو صنعتي فابریکو څخه ده چې په ۱۳۳۸ لمریز کال کې د پخوانۍ چکسلواکیا په همکارۍ جوړه او په فعالیت یې پیل وکړ. خو د کورنیو جګړو له امله، د نورو ګڼو صنعتي تاسیساتو په څېر، د دې فابریکې فعالیت هم کمزوری او محدود شوی و چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د فابریکې د مدیریت او بیا فعالولو چارې د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شوې.

بلخ کې یوه کارخونه هره اوونۍ ۱۰۰ زره چرګوړي تولیدوي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۱
100%

د بلخ په مزارشریف ښار کې د ۱،۲ میلیونه ډالرو په پانګونې د چرګوړو د تولید یوه کارخونه جوړه شوې چې هره اوونۍ له ۱۰۰ زره څخه ډېر چرګوړي تولیدوي.

د دغې کارخونې مسوولان وايي، په بازار کې د چرګوړو اړتیا زیاته شوې او دوی هم د اړتیا له مخې خپل تولید تنظیموي. د دوی په وینا، داسې چمتووالی نیول شوی چې د کارخونې تولید په اوونۍ کې ۲۰۰ زره چرګوړو ته لوړ شي.

په ورته مهال په بلخ کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی، خو د چرګوړو اړتیا لا هم تر ډېره د بهرنیو وارداتو له لارې پوره کېږي.

دوی ویلي، هڅې روانې دي چې په دې برخه کې د سترو پانګونو زمینه برابره او پر وارداتو د افغانستان تکیه راکمه شي.

د چین سفیر: د کابل نیله‌باغ استوګنیزې پروژې چارې ځنډول شوې

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۱ GMT+۱
100%

په کابل کې دچین سفیر ژاو شېنګ او د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني د لیدنې پر مهال د چینايي شرکتونو تر کار لاندې پروژو په اړه غږېدلي دي. په کابل کې د چین سفیر ویلي چې د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې د ځینو ستونزو له امله درېدلې دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت د چارشنبې په ورځ پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر د لیدني پرمهال ټینګار کړی، چې د چینايي شرکتونو تر کار لاندې پروژې دې پر ټاکلي وخت بشپړې شي.

طالبانو په کابل کې د چین د سفیر له قوله ویلي، د نیله‌باغ د پروژې چارې اوس مهال د ځینو ستونزو له امله درېدلې دي، خو دا ستونزې به ژر حل شي او پروژه به له بشپړېدو وروسته د کور او ښار جوړولو وزارت ته وسپارل شي.
د نیله‌باغ استوګنیزې پروژې د چارو ځنډیدو په اړه نور جزییات نه دې ورکړل شوي.

طالبان: د برېښنا په برخه کې د ازبکستان لا ډېرو همکاریو ته اړتیا لرو

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت له مسولینو سره په افغانستان کې د برېښنا د اړتیا په تړاو خبرې کړې دي. طالبانو ویلي، افغانستان برېښنا ته جدي اړتیا لري او د دې اړتیا د پوره کولو لپاره د ازبکستان لا ډېره همکاري اړینه ده.

یادې ادارې د چارشنبې ورځ، د زمري ۷مه پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې ملا عبدالحق همکار په مشرۍ پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د برېښنا ملي شرکت له مسولینو سره کتلي دي.

طالبانو د یادې ناستې پر مهال د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې د ازبکستان د پانګونې هرکلی کړی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس ویلي:«افغانستان برېښنا ته جدي اړتیا لري او هیله لرو چې ازبکستان به په راتلونکي کې هم د افغانستان د انرژۍ د سکټور په پراختیا کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي».

په یاده ناسته کې د ازبکستان برېښنا ملي شرکت له لوري د سرخان ـ پلخمري ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې، د ارغندې سبسټیشن او جلال اباد د برېښننا لېږد لین او سبسټییشن د چارو په اړه هم بحثونه شوي دي.

طالبانو ویلي، ازبکستان ژمنه کړې چې د افغانستان د انرژۍ په پروژو کې افغان تخنیکي کدرونو ته د کار او روزنې زمینه هم برابره کړي.