بلخ کې یوه کارخونه هره اوونۍ ۱۰۰ زره چرګوړي تولیدوي

د بلخ په مزارشریف ښار کې د ۱،۲ میلیونه ډالرو په پانګونې د چرګوړو د تولید یوه کارخونه جوړه شوې چې هره اوونۍ له ۱۰۰ زره څخه ډېر چرګوړي تولیدوي.

د بلخ په مزارشریف ښار کې د ۱،۲ میلیونه ډالرو په پانګونې د چرګوړو د تولید یوه کارخونه جوړه شوې چې هره اوونۍ له ۱۰۰ زره څخه ډېر چرګوړي تولیدوي.
د دغې کارخونې مسوولان وايي، په بازار کې د چرګوړو اړتیا زیاته شوې او دوی هم د اړتیا له مخې خپل تولید تنظیموي. د دوی په وینا، داسې چمتووالی نیول شوی چې د کارخونې تولید په اوونۍ کې ۲۰۰ زره چرګوړو ته لوړ شي.
په ورته مهال په بلخ کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې ځانبسیاینې ته رسېدلی، خو د چرګوړو اړتیا لا هم تر ډېره د بهرنیو وارداتو له لارې پوره کېږي.
دوی ویلي، هڅې روانې دي چې په دې برخه کې د سترو پانګونو زمینه برابره او پر وارداتو د افغانستان تکیه راکمه شي.

په کابل کې دچین سفیر ژاو شېنګ او د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني د لیدنې پر مهال د چینايي شرکتونو تر کار لاندې پروژو په اړه غږېدلي دي. په کابل کې د چین سفیر ویلي چې د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې د ځینو ستونزو له امله درېدلې دي.
د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت د چارشنبې په ورځ پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر د لیدني پرمهال ټینګار کړی، چې د چینايي شرکتونو تر کار لاندې پروژې دې پر ټاکلي وخت بشپړې شي.
طالبانو په کابل کې د چین د سفیر له قوله ویلي، د نیلهباغ د پروژې چارې اوس مهال د ځینو ستونزو له امله درېدلې دي، خو دا ستونزې به ژر حل شي او پروژه به له بشپړېدو وروسته د کور او ښار جوړولو وزارت ته وسپارل شي.
د نیلهباغ استوګنیزې پروژې د چارو ځنډیدو په اړه نور جزییات نه دې ورکړل شوي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت له مسولینو سره په افغانستان کې د برېښنا د اړتیا په تړاو خبرې کړې دي. طالبانو ویلي، افغانستان برېښنا ته جدي اړتیا لري او د دې اړتیا د پوره کولو لپاره د ازبکستان لا ډېره همکاري اړینه ده.
یادې ادارې د چارشنبې ورځ، د زمري ۷مه پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې ملا عبدالحق همکار په مشرۍ پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د برېښنا ملي شرکت له مسولینو سره کتلي دي.
طالبانو د یادې ناستې پر مهال د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې د ازبکستان د پانګونې هرکلی کړی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس ویلي:«افغانستان برېښنا ته جدي اړتیا لري او هیله لرو چې ازبکستان به په راتلونکي کې هم د افغانستان د انرژۍ د سکټور په پراختیا کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي».
په یاده ناسته کې د ازبکستان برېښنا ملي شرکت له لوري د سرخان ـ پلخمري ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې، د ارغندې سبسټیشن او جلال اباد د برېښننا لېږد لین او سبسټییشن د چارو په اړه هم بحثونه شوي دي.
طالبانو ویلي، ازبکستان ژمنه کړې چې د افغانستان د انرژۍ په پروژو کې افغان تخنیکي کدرونو ته د کار او روزنې زمینه هم برابره کړي.
د طالبانو د ارشاد حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب وایي، د سږني حج له لګښتونو پاتې ۹۴ میلیونه او ۶۵ زره او ۶۱۶ افغانۍ به حاجیانو ته بېرته ورکړل شي. د نوموړي په وینا، د هر حاجي برخه ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ ده ځکه د حج لګښت د ټاکل شوې اندازې څخه کم شوی دی.
د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب ویلي، د سږني حج لپاره له حاجیانو ټولټال څه باندې ۷میلیارده او ۸۱۸ میلیونه افغانۍ راټولې شوې وې. د نوموړي په وینا، د هر حاجي لپاره د حج لګښت ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ ټاکل شوی و، خو د وزارت د محاسبې له مخې د حج ټولیز لګښت څه باندې ۷ میلیارده او ۷۲۳ میلیونه او ۷۰۰زره افغانۍ شوی دی.
نور محمد ثاقب ثاقب زیاته کړې چې د دغې محاسبې له مخې د هر حاجي عملي لګښت ۲۶۳ زره او ۱۷۷ افغانۍ شوی، چې په پایله کې ټولټال ۹۴ میلیونه، ۶۵ زره او ۶۱۶ افغانۍ پاتې شوې چې د پاتې شوې اندازې له مخې به هر حاجي ته ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ بېرته ورکړل شي.
سږ کال افغانستان ته د سعودي عربستان له لوري د ۳۰ زره حاجیانو د حج سهمیه ورکړل شوې وه.
د بلوچستان په چاغۍ ولسوالۍ کې د افغان کډوالو مشهوره پنډغالی «ګردي ځنګل» چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له یرغل وروسته جوړ شوی و، د افغان کډوالو تر ستنېدو وروسته نږدې په بشپړه توګه تش شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وایي، دغه سیمه څو میاشتې وړاندې اباده وه؛ خو د افغان کډوالو تر وتلو وروسته اوس کنډواله شوې ده.
د ځايي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په یاد پنډغالي کې یو وخت نږدې ۴۴زره افغان کډوال مېشت وو، خو اوس یوازې شاوخوا سل کورنۍ پهکې پاتې دي.
د سیمې اوسېدونکي شوکت افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، افغان کډوالو د ستنېدو پرمهال د خپلو کورونو دروازې، کړکۍ، بامونه او نور ودانیز توکي هم له ځان سره وړي دي.
د هغه په وینا؛ پخوا په پنډغالي کې د خلکو ګڼه ګوڼه او ژوند روان و؛ خو اوس دغه ځای په کنډوالو او شاړو ځمکو بدل شوی دی.
شوکت زیاته کړه، د افغان کډوالو تر وتلو وروسته ځایي ادارې د پنډغالي پر ډېرو کورونو بلدوزرونه چلولي او هغه یې نړولي دي.
د کوټې په قادرياباد سیمه کې هم د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته دغه پنډغالی اوس په کنډواله اوښتی او دامهال لږ شمېر کورنۍ پهکې مېشتې دي. له دغه پنډغالي تر ۶زره ډېرې کورنۍ وتلې او افغانستان ته ستنې شوې دي. ځایي اوسېدونکي وايي، ژوند تر پخوا ناکراره شوی دی.
بلخوا هغه موټر چلوونکي چې د افغان کډوالو د کورونو سامانونه یې د ګردي ځنګل له پنډغالي د افغانستان بهرامچې سیمې ته لېږدولي وايي، حکومت تر اوسه د دوی کرایې نهدي ورکړې.
د بار وړونکو موټرو یو مالک عطاالله وايي، د دوی ۱۱۸ موټرو د افغان کډوالو د لېږد چارې ترسره کړې؛ خو له نږدې یو کال تېرېدو سره، سره لا یې هم د کرایو پیسې نهدي ترلاسه کړې.
هغه وویل، حکومت ژمنه کړې وه چې د هر کور سامان د لېږد په بدل کې به ۲۳زره پاکستانۍ کلدارې ورکوي؛ خو تر اوسه یوازې ژمنې کېږي او عملي ګام نهدی پورته شوی. د نوموړي په وینا؛ د ګردي ځنګل او بهرامچې ترمنځ لاره ډېره سخته ده او له همدې امله د ډېرو موټرو تخنیکي ستونزې هم رامنځته شوې دي.
عطاالله ادعا کوي، چې حکومت د هر موټر شاوخوا درې لکه پاکستانۍ کلدارې پوروړی دی؛ په داسې حال کې چې موټر چلوونکو د تېلو لپاره له پټرول پمپونو پورونه اخیستي او اوس د پورونو د ورکړې توان نهلري.
په سرپل کې سرچینې وایي، د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی امرالله او د یادې ډلې د ۲۰۹ قول اردو غړی بازمحمد د سرپل ښار په بازار کې په یوه وسلهوال برید کې وژل شوي دي. طالبانو د برید او د یوه کس د وژل کېدو پخلی کړی؛ خو د وژل شوي کس هویت او له طالبانو سره یې تړاو نهدی څرګند کړی.
افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې؛ دغه برید د سېشنبې په سهار (د زمري ۶مه) د سرپل ښار د مال بازار په سیمه کې شوی. د ځايي سرچینو په وینا؛ وسلهوالو د طالبانو پر یوې پنځه کسیزې ډلې برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
لاتر اوسه هېڅ شخص یا ډلې د دغه برید مسوولیت نهدی منلی. په ورته وخت کې په سرپل کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د یادې پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په یاده پېښه کې د یوه کس د وژل کېدو پخلی کړی؛ خو هویت یې نهدی افشا کړی. دغه ډلې ادعا کړې، چې بریدګر له سیمې تر تېښتې وروسته پېژندل شوي او نیول شوي دي. طالبانو د یادې وژنې انګېزه «شخصي اختلافات» بللي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم د دغه پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د جرمونو پرضد د مبارزې ځواکونو د دغه وژنې په تړاو دوه کسان نیولي دي. دغه برید داسې مهال شوی، چې پرون د بدخشان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیحالله امیري هم خپل کار ځای ته د تګ پرمهال د دوو موټرسایکل سپرو په برید کې وژل شوی و.