سپـاه پـاسداران په هرمز تـنـګي کې پر دوو تېلوړونکو بېړیو د برید خبر ور کړی

د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د جمعې په ورځ یې سهار وختي په هرمز تنګي کې پر دوو تېل وړونکو بېړیو برید کړی دی.

د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د جمعې په ورځ یې سهار وختي په هرمز تنګي کې پر دوو تېل وړونکو بېړیو برید کړی دی.
سپاه پاسداران د یوې بېړۍ د اور اخیستو انځورونه هم خپاره کړي، خو تر اوسه د سمندري خوندیتوب او نړیوالو کښتیو د څار اړوندو ادارو په هرمز تنګي کې د داسې پېښې په اړه راپور نه دی ور کړی.
سپاه پاسداران دغه دوه تېل وړونکې بېړۍ «سرغړوونکې» بللې او ادعا یې کړې چې دوی ځکه په نښه شوې، چې د ایران له خوا د ټاکل شویو سمندري لارو پر ځای یې له بلې لارې تګ کاوه.

د لبنان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اسراییل پوځ یو وار بیا د دغه هېواد پر سوېلي سیمو پراخ هوايي او توپچي بریدونه کړي دي. د راپور له مخې؛ دغه بریدونه تېره شپه ترسره شوي او د سوېلي لبنان په بېلابېلو سیمو کې یې زورورې چاودنې رامنځته کړې دي.
ویل شوي، یحمر الشقیف، ارنون او کفر تبنیت هغه سیمې دي چې سخت بریدونه پرې شوي دي. د چاودنو غږ او ټکانونه تر الخروب او خالده سیمو پورې هم احساس شوي دي.
د لبنان دولتي خبري اژانس وايي، د مرجعیون په سیمه کې د شقیف (بوفورت) تاریخي کلا ته نږدې هم زورورې چاودنې شوې دي. د دغه چاودنو له امله د قلیا ښارګوټي د یوشمېر کورونو ښیښې ماتې شوې او ځینو کورونو ته زیان اوښتی دی.
ځایي اوسېدونکو ویلي، د چاودنو ټکانونو ټوله سیمه لړزولې او د باروتو بوی په پراخه کچه خپور شوی و. راپور زیاتوي، اسراییلي ځواکونو د صور اړوند، المنصوري او بیوتالسیاد سیمې هم په نښه کړې او په ورته وخت کې یې پر المنصوري د توپچي بریدونه هم کړي دي.
د راپور له مخې؛ د اسراییل د پوځ ټانکونه د براعشیت له غونډۍ څخه د بنت جبیل ولسوالۍ د عایناتا ښارګوټي پر لور هم خوځېدلي دي. ویل کېږي، له دغه پوځي تحرکاتو سره هممهاله د سوېلي لبنان په ختیځو او لوېدیځو سیمو کې د چاودنو غږونه او ټکانونه احساس شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې «د سولې پلاوی» په غزه کې د حماس او نورو وسلهوالو ډلو د بشپړې بېوسلې کولو لپاره یوې «تاریخي» هوکړې ته رسېدلی دی. هغه زیاتوي، د غزې اداره به د فلسطین نوي حکومت ته وسپارل شي چې د سولې له پلاوي سره به په همغږۍ کار کوي.
د هغه په وینا؛ دغه هوکړه د «ټرمپ د ۲۰ مادهییز پلان» له مخې په څو پړاوونو کې عملي کېږي او د بېوسلې کولو له بهیر سره هممهاله به اسراییلي ځواکونه هم له غزې ووځي. ټرمپ وویل، د غزې اداره به د فلسطین نوي حکومت ته وسپارل شي چې د سولې له پلاوي سره به په همغږۍ کار کوي.
هغه زیاته کړه، د یوه نړۍوال ثبات ځواک او نوي فلسطیني پولیس به د غزې د امنیت مسوولیت پر غاړه واخلي. د امریکا ولسمشر همدارنګه د مصر، قطر او ترکیې له منځګړتوب مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، هغه ګواښ چې د اکتوبر د اوومې له بریدونو څخه رامنځته شوی و، بیا به د رامنځته کېدو اجازه ورنه کړل شي.
دغه اعلان داسې مهال کېږي، چې د ټرمپ ۲۰ مادهییز پلان د ۲۰۲۵کال له مني راهیسې د غزې د جګړې د پای ته رسولو د اصلي چوکاټ په توګه مطرح شوی دی. د دغه پلان په لومړي پړاو کې اوربند، د یرغمل شویو کسانو خوشې کول او د بشري مرستو زیاتول شامل وو.
دویم پړاو چې د وسلهوالو ډلو پر بېوسلې کولو، د اسراییلي ځواکونو پر وتلو او د ملکي ادارې پر لېږد تمرکز لري؛ د ښکېلو خواوو د اختلافونو او د خبرو اترو د ځنډ له امله څو میاشتې ځنډېدلی و. د سپینې ماڼۍ تر څار لاندې د سولې پلاوي وروستۍ خبرې اترې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د سیمهییزو هېوادونو په منځګړیتوب پر مخ وړې دي.
د امریکايي چارواکو په وینا؛ په نوې هوکړه کې د وسلو پړاو په پړاو سپارل، د تونلونو او د وسلو د تولید د تاسیساتو لهمنځه وړل او د یوه نړۍوال ثبات ځواک ځای پرځای کول شامل دي. دغه ځواک به له نوي جوړېدونکي فلسطیني پولیسو سره په ګډه کار کوي. همدارنګه غزه به د سولې کمېسیون تر څار لاندې د ټیکنوکراتیک فلسطیني حکومت لهخوا اداره کېږي.
پر همدې مهال د کره وخت توضیحات، د بېوسلې کولو د تایید مېکانیزم او د ګوندونو د عملي ژمنو بشپړ جزییات لاتراوسه نهدي خپاره شوي. د یادې هوکړې بریالي عملي کېدل د اسراییل او فلسطیني ډلو په همکارۍ پورې تړلی دی.
لومړني غبرګونونه ښيي، چې د اسراییل تر وتلو وروسته د امنیتي ضمانتونو په اړه محتاط دریځ لري او حماس هم تراوسه د دغه هوکړې رسمي او بشپړ تایید نهدی کړی.
کارپوهان باور لري، چې د یادې طرحې بریالیتوب د نړۍوالې اغېزمنې څارنې، د غزې د بیارغونې لپاره د مالي سرچینو برابرولو او د پوځي ګواښونو د بیا راڅرګندېدو مخنیوي پورې تړلی دی. ټرمپ دغه پرمختګ د تلپاتې سولې پر لور یو ستر ګام بللی؛ خو شنونکي خبرداری ورکوي چې د دغه هوکړې د عملي کېدو بهیر به لاهم له ګڼو سیاسي او امنیتي خنډونو سره مخ وي.
د بلوچستان ایالت د کوټې ښار اړوند د سورنج په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږترلږه ۳۴ کانکېندونکي وژل شوي دي. د بلوچستان د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د کان دننه تر چاودنې وروسته ګڼ شمېر کارګر بند پاتې شوي او د ژغورنې ډلې لاهم د پاتې کسانو د ژغورلو هڅه کوي.
د بلوچستان د کانونو او کاني سرچینو وزیر شعیب نوشېرواني ویلي، د ژغورنې ډلو له سختو شرایطو سره، سره خپل عملیات دوامداره ساتلي او د بند پاتې کارګرو د ژغورلو لپاره ټول امکانات کارول کېږي.
نوموړي ویلي، د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او حکومت به د هر وژل شوي کان کېندونکي کورنۍ ته پنځه لکه او هر ټپي ته درې لکه پاکستانۍ کلدارې تاوان ورکړي.
هغه زیاته کړې، چې د پېښې د لامل معلومولو لپاره به هر اړخیزې پلټنې ترسره شي. د کان څښتن ویلي، چاودنه د کان دننه د میتان ګاز د راټولېدو له امله شوې ده. د هغه په وینا؛ د چاودنې پرمهال په کان کې ۴۲ کارګرو حضور لاره او ټول یې د خیبر پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
فارن پالیسي مجلې په یوه شننه کې لیکلي، له عراق، اردن، کویټ، مصر او سعودي عربستان ته د نښتو له پراخېدو سره، د امریکا او ایران جګړې تر پخوا ډېر سیمهییز ابعاد خپل کړي دي.
خو مجله زیاتوي چې د بریدونو بڼه لا هم د تېرو څو میاشتو د بهیر دوام ښيي، او تر اوسه داسې کومه نښه نه لیدل کېږي چې د جګړې په ماهیت کې بنسټیز بدلون راغلی وي.
دغه راپور وروسته له هغې خپور شوی چې امریکا او سعودي عربستان په ګډه په عراق کې د وسلوالو ډلو پر مورچلو بریدونه وکړل او په سیمه کې کړکېچونه نور هم زیات شول.
فارن پالیسي په دې شننه کې د جګړې د پراخېدو احتمالي پایلې او وروستي پوځي او سیاسي بدلونونه ارزولي دي.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران پلوو عراقي ملیشو له لوري د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د برید د هڅې غندنه کړې او د دغه هېواد د امنیت او حاکمیت لپاره یې د دمشق پر «ثابت ملاتړ» ټینګار کړی دی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د سعودي بهرنیو چارو وزارت په ایکس کې په یوه خپاره کړي پوسټ کې ویلي، د سوریې ولسمشر په دې خبرو کې د ایران پورې تړلو عراقي ملیشو له لوري د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د برید هڅه په کلکه غندلې ده.
د سوریې ولسمشر ټینګار کړی چې هېواد یې د سعودي عربستان د امنیت او حاکمیت په برخه کې خپل «ثابت ملاتړ» ته دوام ورکوي.