• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان اعلی وزیر: حکومت یې له تسلیمېدونکو وسله‌والو سره خبرو ته چمتو دی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت اعلی وزير سرفراز بګټي ويلي، حکومت یې چمتو دی له هغو وسله‌والو سره خبرې وکړي، چې تاوتریخوالی پرېږدي. هغه خبرداری ورکړ، که یاد وسله‌وال تسلیم نه‌شي نو پر ضد به یې پوځي عملیات دوام ومومي.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز احمد بګټي د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په کوېټه کې اعلان وکړ، چې حکومت یې چمتو دی له هغو وسله‌والو مخالفینو سره سیاسي خبرې او په ټولنه کې د هغوی د بېرته یو ځایېدو زمینه برابره کړي، چې له تاوتریخوالي لاس اخلي. خو ورسره یې خبرداری هم ورکړ، چې امنیتي ځواکونه به د هغو وسله‌والو پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، چې د وسلو له اېښودلو ډډه کوي.

بګټي په کوېټه کې د ترهګرۍ ضد ځواک له شلمې روزنیزې دورې د فراغت په مراسمو کې وویل، چې د حکومت دروازې د ټولو لپاره خلاصې دي، «که څه هم ځینې ډلې په وینه تویېدنه کې ښکیلې دي».

د هغه په وینا، د هغو کسانو لپاره چې وسلې ږدي په ټولنه کې د بېرته یوځایېدو یو پلان جوړ شوی چې له مخې به یې هغوی ته دولتي دندې، د ماشومانو لپاره زده‌کړې او روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي.

د بلوچستان اعلی وزیر خبرداری ورکړ، که چېرې وسله‌وال بیا هم د جګړې لاره غوره کړي، نو حکومت، خلک او امنیتي ځواکونه به د هغوی فشار ته تسلیم نه‌شي.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان پوځ، ملېشه ځواکونه (فرنټیر کور)، پولیس، د ترهګرۍ ضد اداره او د ترهګرۍ ضد ځواک په ګډه د امن د ټینګښت لپاره کار کوي. بګټي پر سیاسي ګوندونو هم غږ وکړ، چې سیاست له ترهګرۍ سره ګډ نه‌کړي او پر پوځیانو له نيوکو ډډه وکړي.

د بلوچستان د اعلی وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستيو کې په دغه ايالت کې د نا امنیو پېښو لمن پراخه شوې او په ډېریو پېښو کې دولتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ترویج لرونکی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې
۱
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

•
•
•

نور کیسې

زردشت شمس الجزیزې ته: پاکستان د ټي‌ټي‌پي په پلمه افغانستان کې ستراتیژیکې موخې تعقیبوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
100%

پخواني افغان ډیپلوماټ زردشت شمس الجزیرې خبري شبکې ته په خپلې یوې نوې مقاله کې لیکلي، چې پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه یوازې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د ځپلو لپاره نه‌دي، بلکې اسلام‌اباد غواړي له دې لارې په سیمه کې خپله ستراتیژیکه واکمني او نفوذ ټینګ کړي.

هغه د ۱۴۰۴ کال د کب پر ۲۵مه (د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۱۶مه) په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان خونړي هوايي برید ته اشاره کړې، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په یاد برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲۲ نور ټپیان شول.

د بښنې نړیوال سازمان د جولای پر ۲۱مه په خپل یوه راپور کې له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د دغه برید په اړه سپیناوی وکړي او همداراز یې غوښتنه یې وکړه، چې دغه پېښه باید د احتمالي «جنګي جرم» په توګه وڅېړل شي.

بل‌خوا پاکستان ادعا کوي، چې په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال په نښه کوي او افغان طالبان یې د دغې ډلې په ملاتړ تورنوي، خو طالبانو د ټي‌ټي‌پي ملاتړ ردوي او ټینګار کوي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

زردشت شمس په خپله مقاله کې کاږي، چې د ټي‌ټي‌پي ریښې په خپله په پاکستان کې دي او د دغې ډلې تاریخ په ۱۹۹۴ کال کې د صوفي محمد له وسله‌وال پاڅون او په ۲۰۰۷ کال کې د بیت‌الله محسود په مشرۍ د بېلابېلو ډلو له یو ځای کېدو پیل شوی دی.

د لیکوال په باور، د پاکستان پوځ په تېرو دوو لسیزو کې د دغې ډلې پر وړاندې لسګونه پوځي عملیات کړي، خو د «ښو» او «بدو» ترهګرو په اړه د اسلام‌اباد دوه ګوني سیاست او په تېر کې د خپلو جیوپولیټیکو موخو لپاره د وسله‌والو ملاتړ، دغه شبکې ژوندۍ ساتلې دي.

په مقاله کې د پاکستان د پخواني سناتور افراسیاب خټک له قوله ویل شوي، چې پاکستان د پښتون او بلوڅ ملتپالو د ځپلو ترڅنګ، د روسیې او چین د نفوذ د مخنیوي لپاره د لوېدیځ په اشاره کار کوي او غواړي په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور لپاره لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې واشنګټن غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي او خبرداری یې ورکړی وو، که دغه اډه ورنه‌کړل شي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.

د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د دغو ترینګلتیاوو پر دوام، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري پرون په خپلو څرګندونو کې افغان طالبان تورن کړل، چې ترهګري یې د خپل اقتصاد، د حکومت د بقا او بهرني سیاست پر یوې وسیلې بدله کړې ده. چودري ویلي، چې د طالبانو تجارت ترهګري ده او له همدې لارې خپل حکومت تمویلوي، خو د طالبانو چارواکو تل دا ډول تورونه بې‌بنسټه بللي او ټینګار یې کړی، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

اېمل ولي خان: د نظام ناکامي منونکي دې واک ولس، اساسي قانون او پارلمان ته وسپاري

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۶ GMT+۱
100%

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «هغه کسان چې د نظام ناکامي منونکي دي، باید واک ولس، اساسي قانون او پارلمان ته وسپاري». محسن نقوي ویلي، د پاکستان د حکومتولۍ نظام «پرېوتی» او بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

اېمل ولي خان د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په يوه بيان کې وويل، چې ځینې مشخص قوتونه د پاکستان له رامنځته کېدو راهیسې د پاکستان پر سیاسي او اداري چارو په پرله پسې ډول واک چلوي. د هغه په وینا، دغو قوتونو په خپلو ناکامو تګلارو او لنډمهالو پرېکړو نظام د «تباهۍ» تر کچې رسولی او اوس باید د خپلو کړنو مسوولیت پر غاړه واخلي.

د عوامي نشنل ګوند مشر ټینګار وکړ: «وخت راغلی چې ټولې چارې اساسي قانون ته وسپارل شي او په اساسي نظام کې باید هېڅ داسې فرد، ادارې یا ځواکمنې کړۍ ته ځای نه‌وي، چې له خپل اساسي چوکاټ څخه بهر ګام پورته کړي».

هغه همداراز وويل، د ریاست د پیاوړتیا یوازینۍ لاره دا ده، چې هر شخص او هره اداره په خپلو قانوني حدودو کې پاتې شي او خپلې دندې ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې جمهوریت د پاکستان د ټولو ستونزو یوازینی حل دی او په وینا یې، ریښتینی جمهوریت یوازې په ټاکنو کې نه، بلکې ولس ته د واک په ورکولو، د واکونو په لېږدولو، پیاوړي نظام په جوړولو، ایالتونو ته د هغوی د اساسي حقونو په ورکولو او پارلمان د پرېکړو په اصلي مرکز ګرځولو کې دی.

اېمل ولي خان دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې پرون (پنجشنبه د زمري ۸مه) د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير محسن نقوي د پاکستان د اوسنۍ حکومتولۍ پر جوړښت نیوکه کړې او د واک د لا ډېر وېش او د دولتي خدمتونو د ښه کولو لپاره یې د نویو اداري واحدونو د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

هغه په اسلام‌اباد کې د «د پاکستان اقتصادي کنفرانس ۲۰۲۶» ته په وينا کې ويلي وو: «دا نظام چې موږ په‌کې ژوند کوو، که باور پرې کوئ او که نه، بشپړ پرېوتی دی او اداري واحدونه، ایالتونه، یا هر نوم چې پرې ږدئ، باید خلکو ته لا نږدې شي».

اصف درانی: افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي پر ضد د اقدام نیت نه‌لري

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دراني وايي، د طالبانو له‌خوا د تحریک طالبان پاکستان موضوع د پاکستان کورنۍ ستونزه بلل ښيي چې کابل د دغې ډلې پر ضد د اقدام نیت نه‌لري. افغان طالبان له یادو څرګندونو سربېره دا هم وايي، چې په افغان خاوره کې هېڅ ترهګره ډله نه‌شته.

اصف دراني د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د طالبانو دغه دریځ د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ثبات د رامنځته کېدو هڅې له جدي خنډونو سره مخ کړي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې اغېز کړی دی.

اصف دراني زیاته کړې، چې د طالبانو د دغه چلند له امله د قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین منځګړیتوب هم په دې برخه کې کومه ښکاره او د پام وړ پایله نه‌ده ورکړې. هغه ویلي، د طالبانو کړنې ښيي چې له تحریک طالبان پاکستان سره د خپلو اړیکو ساتلو ته د پاکستان د مشروع امنیتي اندېښنو د هواري پر تله ډېر لومړیتوب ورکوي.

د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات خبرداری ورکړی، چې د طالبانو دغه ډول چلند په داسې حال کې د اندېښنې وړ دی، چې دوی په‌خپله په کور دننه له مخ په زیاتېدونکو ننګونو او فشارونو سره مخ دي. هغه په بدخشان کې وروستیو ناامنیو او اعتراضونو ته په اشارې سره ویلي، چې د کورنیو فشارونو په موجودیت کې د پاکستان د امنیتي اندېښنو له پامه غورځول یوه داسې تګلاره ده، چې دوه اړخیزې اړیکې او سیمه نور هم له بې‌ثباتۍ سره مخ کولای شي.

د اصف دراني په وینا، طالبان په داسې حال کې د پاکستان د «دښمنانو» پر وړاندې له اقدام کولو ډډه کوي، چې په افغانستان کې دننه د دوی پر ضد مخالفتونه او کورني فشارونه د زیاتېدو په حال کې دي.

د نوموړي دا څرګندونې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په لړ کې په ډاګه کوي، چې د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا په بشپړ ډول له‌منځه تللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري هم پر طالبانو سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه، چې د طالبانو سوداګري او ډیپلوماسي د تروریزم پر محور څرخي. د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، طالبان له ترهګرۍ څخه د خپل اقتصاد د تامین، د حکومت د بقا او بهرني سیاست لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، خو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول تورونه بې‌بنسټه بللي او رد کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند: په تېرو ۷ میاشتو کې په پاکستان کې ۳۱۴۵ بریدونه شوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۱
100%

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري وايي چې د روان ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه په خیبرپښتونخوا کې ۱۹۷۱، په بلوچستان کې ۱۱۴۸ او د پاکستان په نورو برخو کې ۲۶ وسله وال بریدونه شوي دي. نوموړی وايي، په دغو بریدونو کې ۸۱۹ نظامیان او ملکیان وژل شوي دي.

جنرال چودري نن جمعه (د جولای ۳۱مه) په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په تېرو اوو میاشتو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۴۰ زره او ۳۴۸ ځانګړي عملیات هم کړي دي چې له امله یې ۲۰۸۴ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، په دغه هېواد کې په تېرو اوو میاشتو کې په اوسط ډول هره ورځ ۴ نظامیان او ملکیان د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې ۳۰۳ د پوځ سرتېري، ۱۹۴ پولیس او ۳۲۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په روان کال کې تر اوسه ۲۸ ځانمرګي بریدونه شوي دي.

د باړې سیاسي اتحاد غوښتنه؛ د تورخم لاره دې د بشري خواخوږۍ له مخې ژر تر ژره پرانیستل شي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۱
100%

د باړې سیاسي اتحاد د پاکستان له حکومت او افغان طالبانو غوښتي، چې د بشري خواخوږۍ له مخې دې د تورخم لاره سملاسي پرانیزي؛ څو د ډیورنډ کرښې په دواړه خواوو کې خلکو ته ورپېښې ستونزې هوارې شي.

د باړې پرېس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پرمهال د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدي ویلي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله زرګونه مزدوران، ټرانسپورټران او سوداګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خېبر پښتونخوا اقتصاد هم سخت زیانمن شوی دی.

هغه وویل، د لارې تړل کېدو له امله د افغانستان ګڼ ناروغان هم د درملنې لپاره پاکستان ته له راتګه بې‌برخې شوي دي. هاشم خان اپرېدي زیاته کړه، د تورخم لارې تړل یوازې د شینوارو ستونزه نه‌ده؛ بلکې د ټولې خېبر پښتونخوا او د پښتنو پر اقتصاد یې ناوړه اغېز کړی دی.

نوموړي د پاکستان له حکومته او طالبانو غوښتي، چې د خبرو اترو له لارې ژر تر ژره د لارې د پرانیستلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
په یاده غونډه کې د تورخم د ګمرک د تصفیې کارکوونکو مشر مجیب شینواري وویل، چې له تېرو لسو میاشتو راهیسې پاکستان ته د وارداتو او صادراتو په برخه کې تر ۳۰۰ مېلیارده کلدارو زیات زیان اوښتی دی. د هغه په وینا؛ د تورخم بندښت نه یوازې پاکستاني سوداګر زیانمن کړي؛ بلکې افغان سوداګر یې هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

ټاکل شوې ده، چې د تورخم لارې د تړل پاتې کېدو پرضد به د اګست په دویمه نېټه په لنډي کوتل کې یو احتجاجي ولسي غونډه هم ترسره شي.