رییس احمدزی: ایا شریعت کې له وسلو سره جومات ته تګ جواز لري؟

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ لوبډلې مشر روزونکي رییس احمدزي په جلالاباد ښار کې جوماتونو ته د وسلهوالو کسانو پر ننوتلو اندېښنه ښودلې ده.
رییس احمدزي د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په جوماتونو کې د داسې کسانو لیدلو هغه ډېر خپه کړی دی.
رییس احمدزي په خپل دغه خپاره شوي یادښت کې ویلي، چې د جلالاباد ښار د جمعې په لمانځه کې یې یو شاوخوا ۱۵ کلن هلک او بل ځلمی ځوان لیدلي چې دواړه له کلاشینکوفونو سره جومات ته راغلل او په دوو بېلابېلو ځایونو کې کېناستل. هغه زیاته کړې، چې په ځانګړي ډول د هغه ماشوم په لیدو یې زړه ډېر خپه شو.
د کرېکټ دغه پخواني ملي لوبغاړي زیاته کړې، چې له لمانځه وروسته یې په لاره کې د دغو کسانو په اړه پوښتنه وکړه او ورته وویل شول چې دواړه لوري شخصي دښمنۍ لري او له همدې امله له ځانونو سره وسلې ګرځوي.
احمدزي له دیني عالمانو د پوښتنې په توګه مطرح کړې، چې د شریعت له نظره، د داسې اشخاصو لپاره چې د شخړې او نښتې احتمالي خطر ورسره وي، له وسلو سره جومات ته تلل جواز لري او که نه؟
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو لوړ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي کې له ګڼو ساتونکو سره جوماتونو ته ځي او ان په تقریرونو کې یې هم تر څنګ ولاړ وي. پر کابل د واکمنې ډلې د کابینې ګڼ شمېر غړي په جوماتونو کې له لسګونو وسلهوالو ساتونکو سره په څو څو وارې لیدل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دا یوازې یو روایت دی او افغانستان انټرنشنل یې په خپلواکه توګه نهتاییدوي.
