باخبره سرچینو نن د جمعې پر ورځ د زمري پر ۹مه وویل، چې په دې ناسته کې د ګډون لپاره په ټولو ولایتونو کې سراج الدین حقاني ته نژدې چارواکي او د دوی نظامي قوماندانان پکتیا ته غوښتل شوي ول.
سرچینې زیاتوي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د روان او راتلونکي احتمالي وضعیت په اړه خبرې شوې دي.
د رارسېدلو معلوماتو له مخې، غونډه د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د سراج الدین حقاني د ناستې ولاړې په ځای کې شوې ده او ددې ناستې لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي ول او د غونډې له ګډونوالو څخه ټیلیفونونه هم اخېستل شوي وو.
لاتر اوسه د طالبانو کورنیو چارو وزارت ددې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه په بدخشان کې پر طالبانو د دې ډلې د وسله والو مخالفانو بریدونه ډېر شوي دي.
دغه راز ویل کیږي چې د طالبانو وسله وال مخالفان د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د خپلې شبکې پر پراخولو کار کوي.
طالبان دغو بریدونو اندېښمن کړي او شک ښيي، چې ددغو بریدونو تر شا د پاکستاني کړیو لاس دی.
ددې ډلې لوی درستیز په بدخشان کې له بریدونو وروسته وویل، چې مخالفان یې له برید وروسته پاکستان ته تښتېدلي دي.
په ورته وخت کې سرچینې وايي، چې سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر له سیاستونو هم ناراضه دی.
تېر کال سراج الدین حقاني ته نژدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې نوموړی په دې باور دی، چې ملاهبت الله چې په کوم ډول حکومت پرمخ وړي، دا دوام نه کوي.
د طالبانو دوو معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته هغه وخت ویلي وو، چې حقاني د ملاهبت الله له کړنو ناراضه او د هغه له خپلسرو پرېکړو سره مخالف دی او پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی.
دغه راز ویل کیږي چې نوموړی پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د د هبت الله اخوندزاده ولکه او کندهار ته انتقال د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ددې ناستې په اړه تراوسه معلومات نه دي ور کړي.