هند وايي د چابهار بندر په تړاو له اړوندو هېوادونو سره په اړیکه کې دی

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د چابهار بندر پروژې لپاره د امریکا له بندیزونو مشروط معافیت د اپرېل په ۲۶مه پای ته رسېدلی او نوی ډیلی د بندیزونو د اغیزو د ارزونې لپاره له اړوندو لوریو سره په خبرو بوخت دی.
