• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

امریکا په منځني ختیځ کې خپلو اتباعو ته د وتلو سپارښتنه کړې

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱

د امریکا حکومت په منځني ختیځ کې مېشتو خپلو اتباعو ته، په ځانګړې توګه په کوېټ، مصر، بحرین، سعودي عربستان، قطر، اردن او متحده عربي امارات کې خبرداری ورکړی، چې د سیمې د روانو ترینګلتیاوو له امله دې د وتلو په اړه غور وکړي او یا دې د بېړني حالت لپاره د وتلو چمتووالی ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفر او کونسلګرۍ څانګې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو او په سیمه کې د امریکا سفارتونو له لوري په خپرو شویو لارښوونو سره له خپلو اتباعو غوښتي چې احتیاط وکړي او خپل امنیت ته جدي پام وکړي.

په اعلامیه کې همداراز ورته ویل شوي، چې د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریم د لنډمهاله تړل کېدو او د سفرونو بهیر د ګډوډېدو احتمال ته دې چمتو واوسي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د سیمې ځینو هوايي شرکتونو د الوتنو د پخوانیو مهالویشونو د بېرته پیلولو چارې ځنډولي او ځینو نورو یو شمېر الوتنې او لارې لغوه کړې دي.

امریکا له خپلو اتباعو غوښتي، که امکان لري د سیمې د پرېښودو په اړه فکر وکړي او که وضعیت نور هم خراب شي، د ژر وتلو لپاره چمتو واوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو پر بریدونو غور کوي، خو لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې، خو ایران هم د یادو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې په سیمه کې به له امریکايي اډو سره ورته چلند وکړي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

العربیه: سوریې او اردن عراق ته د ایران د ملاتړ لرونکو ډلو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۱
100%

العربیه شبکې د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی، سوریې او اردن په دوو جلا جلا خبرداریو کې، عراقي چارواکي د احتمالي برید په موخه د ایران د ملاتړ لرونکو وسله‌والو ډلو له تحرکاتو او پلانونو خبر کړي دي. ایران بیا ویلي، چې د وسله والو ځواکونو دفاعي ګوزارونه په پوره توان سره دوام لري.

د العربیه د راپور له مخې، یوې عراقي سیاسي سرچینې ویلي، سوریې بغداد ته خبر ورکړی، چې د سرحد په شاوخوا کې د ایران د ملاتړ لرونکو ملېشو ځینې تحرکات ثبت شوي او د دغه خبرداري د مستقیم لېږد لپاره له عراقي چارواکو سره اړیکه نیول شوې ده.

همدارنګه یوې باخبرې اردنۍ سرچینې العربیه ته ویلي، د اردن پر خاوره د ایران د ملاتړ لرونکو وسله‌والو ډلو د احتمالي بریدونو د پلانونو په اړه معلومات، د عراق چارواکو په واک کې ورکړي او له بغداد څخه یې غوښتي چې د دغو ډلو د مهارولو لپاره لاس په ‌کار شي.

100%

له دې سره سم، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی، چې «د وسله والو ځواکونو دفاعي ګوزارونه په پوره توان سره دوام لري» او د «دښمنانو د شر په بشپړ ډول د دفعه کولو» تر وخته یې د حکومت پر مقاومت او هوډ ټینګار کړی دی.

دغه وزارت له امریکا سره تفاهم ته په اشارې سره زیاته کړې، چې واشنګټن د بندرونو سمندري محاصرې ته په دوام ورکولو، د هېواد پر بېلابېلو سیمو په بریدونو، د اقتصادي فشارونو او ګواښونو پر زیاتولو سره، د اسلامي جمهوریت پر خلاف خپلو تېري کوونکو اقداماتو ته دوام ورکوي.

د روسیې په پلازمېنه کې د یوې چاودنې له امله ۳ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱
100%

د روسیې پلازمېنې مسکو کې یوه کافي پلورنځي ته نږدې د شنبې ورځې ماښام په شوې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. روسي چارواکي وایي، د چاودنې لامل لا هم نه‌دی روښانه شوی او د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې چاودنه پر ځايي وخت د ماښام شاوخوا ۸ بجې د مسکو د کودرینسکایا میدان لومړۍ شمېرې ودانۍ ته نږدې شوې ده.

د مسکو پولیسو دولتي خبري اژانس ریا نووستي ته ویلي، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د پولیسو په وینا، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي

پولیس او بېړني ژغورونکي ټیمونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي. روسي چارواکو ویلي، چې د چاودنې د لامل روښانه کولو لپاره څېړنې لا هم روانې دي.

د هسپانیا له سیوتا سیمې ډېری کډوال د لوږې او «بد چلند» له امله بېرته مراکش ته تللي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۳۰ GMT+۱
100%

هغه کډوال چې روانه اونۍ یې د لامبو او پر کټارو د ختلو له لارې د هسپانیا افریقايي سیمې سیوتا ته د ننوتلو هڅه کړې وه، د شنبې په ورځ بېرته مراکش ته ستنېدل. ډېرو یې ویلي، چې لوږې، ستړیا او د ځایي خلکو بد چلند یې په اروپا کې د نوي ژوند هیلې له منځه یووړې.

بېرته ستنېدونکو کډوالو رویټرز ته ویلي، چې دوی د ټولنیزو رسنیو د ویډیوګانو او د ملګرو د پیغامونو له امله وهڅېدل، چې ګواکې دا سخته امنیتي پوله ماتېدلی شي.

د فېز ښار اوسېدونکي ابراهیم، چې د نانوایۍ کار یې پرېښی و او د نورو زرګونو کسانو په څېر یې له پولې د اوښتو هڅه کړې وه، وویل: «موږ د پرمختګ لپاره راغلي وو، نه د دې لپاره چې وغولول شو. فکر مې کاوه هلته به ښه راتلونکی جوړ کړم، خو په سیوتا کې حیران شوم».

هغه ویلي، درې ورځې یې یوازې په اوبو تېرې کړې، ځکه د هسپانیا په لور کې یې د ګرانبیه خوړو د پېرلو توان نه درلود.

نوموړي پوښتنه کړې: «څنګه کېدای شي چې د یو برګر بیه ۱۰۰ درهمه (شاوخوا ۱۰،۷۵ ډالر) وي؟».

یو شمېر کډوالو سیوتا د «زندان» په څېر بللې او ویلي یې دي چې هلته د تېرېدو بله لاره نه وه او ډېر دوکانونه او بازارونه تړلي وو.

رویټرز ویلي، د مراکش د فنیدق ښار پر لور د پولې لارې د پنجشنبې ورځې د راټولو شویو زرګونو کسانو په پرتله نږدې تشې ښکارېدې. ځوانان له پولې بېرته روان وو او ځینو د ټکسي انتظار ایست.

ځینو کډوالو ادعا کړې چې د سیوتا د «ال پرنسیپ» سیمې ځینو اوسېدونکو پرې بریدونه کړي او هغوی یې له سیمې شړلي دي، خو رویټرز دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.

یو مراکشي یاسین ایشو ویلي، چې وهل شوی او له سیمې شړل شوی دی.

هغه ادعا کړې چې «دوی هرڅه محاصره کړل، څو موږ خپله له سیوتا ووځو او په خپل پلان کې بریالي شول».

د راپور له مخې، تر ۵۰ زرو ډېرو کسانو له دې سرحده د اوښتو هڅه کړې وه، خو ډېری یې بېرته ستانه شوي او یو شمېر لا هم د پاتې کېدو هڅه کوي.

د نوموتي نیپالي غرختونکي په ګډون په پاکستان کې ۱۰ غرختونکي مړه شوي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۱
100%

د نړۍ ۱۴ لوړو څوکو ته د ختلي ریکارډ لرونکی نیپالی غرختونکی نیرمل پورجا په ګډون په پاکستان کې د واورې ښویېدنې په پېښه کې ۹ غرغتونکي مړ شوي دي. په مړوشویو کې شپږ نیپالیان او نور د پاکستان، عمان، امریکا او چین اوسېدونکي وو.

د غرختنې تنظیموونکي شرکت «ایلیټ اکسپیډ» په خپلې انسټاګرام پاڼې کې لیکلي چې په ژور خپګان او مات زړه سره تاییدوي چې نیرمل پورجا د «برود پیک» غره په لاره کې د واورې ښویېدنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه شرکت زیاته کړې چې د غرختونکو د دې ډلې نور غړي هم مړه شوي دي.

په دغو ۱۰ غرختونکو کې شپږ تنه د نیپال او نور د پاکستان، عمان، امریکا او چین اوسېدونکي وو چې د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د واورې ښوېدنې ښکار شول.

مودي وايي د محصلانو مجازات د ستونزې حل لاره نه ده

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۱
100%

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، هغه محصلان به وبښي، چې د تېرې میاشتې په اعتراضونو کې یې په ده پسې سپکې خبرې کړې وې، ځکه دده په وینا، د هغوی مجازات کول او پرله‌پسې محکمې ته کشول د ستونزې د حل لاره نه ده.

مودي د جمعې په ورځ په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي: «دا ګمراه شوي ماشومان دي؛ سمه لار ورښودل زموږ دنده ده. هغوی مجازات کول، محکمې ته یې بېول او په ټولنه کې یې ځورول وضعیت نه شي بدلولی».

په هند کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې د ملي ازموینې د پوښتنو پاڼې افشا شوې او شاوخوا ۲میلیونه محصلینو ته د بیا ازموینې زمینه برابره شوه. دې پېښې د ځوانانو ترمنځ د زده کړو او کاري فرصتونو د کمښت په اړه غوسه زیاته کړه.

د کوکراچ جنتا ګوند، چې د اعتراضونو مشري یې کوله، ویلي چې په بېلابېلو ایالتونو کې «سلګونه محصلان» نیول شوي دي.

اعتراضونه وروسته له هغه پای ته ورسېدل چې د هند د پوهنې وزیر استعفا وکړه او حکومت د لاریون والو له غوښتنو سره هوکړه وکړه.