ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې ۷۵ سلنه کورنۍ له بېوزلۍ سره مخ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره یا یو این ډي پي وایي، چې ۷۵ سلنه افغانې کورنۍ د خوړو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو په ګډون د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې پاتې راغلې دي. دغه سازمان د افغانانو اقتصادي وضعیت خورا نازک بللی.
