• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بدخشان په فیض‌اباد کې د طالبانو د استخباراتو پر ریاست ډزې شوې دي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱

ناپېژاندو وسله‌والو د شنبې په غرمه د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار په نوي ښار کې د طالبانو د استخباراتو پر ریاست ډزې وکړې. له فیض‌اباد څخه سرچینو وویل چې ډزې داسې مهال وشوې چې د استخباراتو په ریاست کې له کابل څخه د ورغلي پلاوي په حضور کې غونډه روانه وه.

بریدګر له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د سیمې اوسېدونکو وویل چې له برید وروسته د طالبانو ځواکونو سیمه کلابنده کړه او د استخباراتو د ریاست په دروازه کې یې یو هاموې ټانک ځای پر ځای کړ.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بدخشان په وروستیو اونیو کې د پراخو ناامنیو شاهد و.

د شنبې په ورځ د بدخشان د یفتل اوسېدونکو د هغه څه په غبرګون کې چې د طالبانو ظلم او ستم بلل شوی، لاریون وکړ. مدني اعتراضونه د طالبانو له ډزو سره مخ شول او مرګ‌ژوبله یې واړوله.

تر اوسه د یفتل د اعتراضونو د ځپل شویو، وژل شویو یا ټپیانو کره شمېر معلوم نه دی.

پر یفتل مېشتو فشارونه هله زیات شول چې دغه ولسوالي د چنګاښ په ۲۶مه د طالبانو د یوې نوې جوړې شوې مخالفې جبهې په لاس چې سپاهي میهن جبهه نومېږي، د څو ساعتونو لپاره سقوط وکړ.

د سپاهي میهن جنګیالیو د طالبانو ځواکونه بې‌وسلې کړل او د دولتي ودانیو پر سر یې خپل بیرغ پورته کړ او بیا یې دا ولسوالي پرېښوده.

ترویج لرونکی

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۲
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۳

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د قبایلو او سرحدونو وزیر: د جګړو وخت پای ته رسېدلی او د ابادۍ پړاو پیل شوی

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۰۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزیر وايي، اوس د جګړو وخت پای ته رسېدلی او د هيواد د ابادۍ او پرمختګ پړاو پیل شوی. نورالله نوري ادعا کړې، چې طالبانو د داود خان د وخت پروژې، چې د ده په وینا، د « ویرې او غلامۍ» له امله نورو حکومتونو پلې نه کړای شوې، پیل کړې دي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې په ټولو چارو کې د طالبانو اداره بریالۍ ده او له کله چې د دوی بیرغ په کابل کې پورته شوی، ټول اختلافونه په یوه اعلان پای ته ورسېدل.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د افغانستان پر خاوره مسلط دي او دوی یوازې د کلمې د لوړاوي لپاره کار کوي.

هغه ادعا کړې، چې ددوی په اداره کې د داود خان د وخت ارزول شوې پروژې، چې دده په وینا، د « ویرې او غلامۍ» له امله نورو حکومتونو پلې نه کړای شوې، طالبانو پیل کړې دي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د افغانستان اوسنی امنیت او ثبات د خپلو قربانیو ثمره بولي او وايي، اوس د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ پړاو دی.

نوري ټینګار کړی، چې د جګړو وخت پای ته رسېدلی او د هر افغان مسوولیت دی چې د هېواد په ابادۍ کې خپله ونډه واخلي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ولسوالیو ته د خپلو سفرونو موخه له ولسونو سره نږدې اړیکې او د هغوی د ستونزو اورېدل بللي دي.

هغه د افغانستان روان وضعیت د امن او ورورولۍ له پلوه مثبت بللی او د هېواد د پرمختګ لپاره یې د ولس او نظام ترمنځ همغږي مهمه ګڼلې ده.

د تمدن ټلویزیون دوه خبریالان د طالبانو له زندان نه خوشې شوي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۱
100%

د تمدن خصوصي ټلوېزیون مسوول مدیر محمد رحمتي او د دې شبکې کارکوونکی محمدرضا احساني له زندان نه خوشې شول. دا دوه خبریالان د چنګاښ په لومړیو کې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر نیول شوي وو.

سرچینو وویل چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په کابل کې د دې ډلې والي ته امر وکړ چې دا دوه خبریالان خوشې کړي.

د طالبانو ځواکونو د روان کال د چنګاښ په دویمه نېټه د دې ډلې د عدلیې وزیر په امر په کابل کې د تمدن ټلوېزیون پر مرکزي دفتر برید وکړ او د دې رسنۍ نشرات ودرول شول.

دا دوه خبریالان د کابل ولایت په بندخونه کې ساتل کېدل. طالبانو د دې دوو خبریالانو د نیولو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

د سرچینو په وینا، محمد رحمتي او محمدرضا احساني د چنګاښ په ۱۴مه له زندانه خوشې شوي دي.

تر دې وړاندې، باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې محمد رحمتي د زړه په ناروغۍ، شکرې او د وینې په لوړ فشار اخته دی او په زندان کې د هغه روغتیايي وضعیت خورا خراب دی او درملو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د طالبانو د عدلیې وزارت د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي کې اعلان وکړ چې د تمدن خصوصي ټلوېزیون فعالیت د حرکت اسلامي ګوند سره د تړاو او له «غصب شوې» دولتي ځمکې د استفادې له امله بندېږي.

یاد وزارت ویلي وو چې د افغانستان د سیاسي ګوندونو اړوند رسنۍ د فعالیت حق نه لري.

ازادۍ جبهې د بدخشان د زیباک پر لاره «د طالبانو پر بهرنیو ملاتړو» د برید خبر ور کړی

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۱
100%

ازادۍ جبهې خبر ورکړی، چې د بدخشان زیباک ولسوالۍ ته په غځېدلې لاره کې یې «د طالبانو بهرنیو ملاتړو وسله والو» ته کمین نیولی او برید یې پرې کړی. یادې جبهې ادعا کړې چې په دغه برید کې لږ تر لږه دوه بهرني جنګیالي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د افغانستان ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه برید د زمري په نهمه، د جمعې په ماښام د بدخشان د زیباک ولسوالۍ پر لاره شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي «دغو کسانو چې د سیمې له ځايي ژبې سره یې اشنايي نه درلوده، غوښتل په زیباک کې د ازادۍ جبهې د ځواکونو پر ضد جګړې ته ولاړ شي».

یادې جبهې همدارنګه ادعا کړې چې د طالبانو ترڅنګ د «بهرنیو ترهګرو ډلو» حضور دا ثابتوي چې د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان «د نړیوالې ترهګرۍ د بیا تولید، پراختیا او خوندي کېدو په پټنځي» بدل شوی دی.

د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې د «د طالبانو ملاتړو بهرنیو ترهګرو» اصطلاح کارول شوې، خو دغه جبهې نه ده روښانه کړي چې یاد وسله وال د کوم هېواد وو.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې په بدخشان کې ځايي سرچینو په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو او مخالفانو ترمنځ نښته تایید کړې وه.

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

د پخواني حکومت د اردو د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د متحدې جبهې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړي دي. متحدې جبهې په یوه ویډیو کې ادعا کړې، چې د زمري پر ۸مه یې د کندهار - سپین بولدک ترمنځ پر طالبانو برید کړی.

د سرچینو په وینا، نن به متحده جبهه د خپلو جګړه ییزو فعالیتونو په اړه رسمي اعلامیه خپره کړي.

د افغانستان متحده جبهه د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې په امریکا کې جوړه شوې ده او تر اوسه یې ډېری سیاسي فعالیتونه کول.

دا لومړی ځل دی چې د یادې جبهې سرچینې پر طالبانو د وسله وال برید خبر ور کوي.

د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله د پوره کېدو په درشل کې دي او د طالبانو یوې بلې مخالفې ډلې ازادۍ جبهې په بدخشان او یو شمیر نورو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

تر اوسه طالبانو د متحدې جبهې د برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۱
100%

د طالبانو اړوند له «افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون» ویلي، چې د پخواني حکومت د ملي امنیت د حفظ او مراقبت مرستیال او په ولسي جرګه کې د بلخ یو پخوانی وکیل د دغه کمیسیون له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو له «افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون» ویلي، چې دوه پخواني افغان چارواکي د دغه کمیسیون له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه کمیسیون د شنبې په ورځ وویل، چې د تېر حکومت پر مهال په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت پخوانی وکیل سید ظاهر مسرور له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی دی.

کمیسیون دغه راز ویلي چې د تېر حکومت د ملي امنیت د حفظ او مراقبت پخوانی مرستیال عنایت الله اوریاخېل هم له کاناډا څخه هېواد ته راستون شوی دی.

کمیسیون د دغو کسانو د بېرته ستنېدو د څرنګوالي او راتلونکو فعالیتونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو له دې وړاندې ډېر ستانه شوي کسان له افغانستان نه بېرته وتلي دي.