دغه کمیسیون د شنبې په ورځ وویل، چې د تېر حکومت پر مهال په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت پخوانی وکیل سید ظاهر مسرور له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی دی.
کمیسیون دغه راز ویلي چې د تېر حکومت د ملي امنیت د حفظ او مراقبت پخوانی مرستیال عنایت الله اوریاخېل هم له کاناډا څخه هېواد ته راستون شوی دی.
کمیسیون د دغو کسانو د بېرته ستنېدو د څرنګوالي او راتلونکو فعالیتونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو له دې وړاندې ډېر ستانه شوي کسان له افغانستان نه بېرته وتلي دي.
د شمېرو له مخې، تر ټولو ډېر افغان محصلین د پېښور په پوهنتون کې وو چې شمېر یې ۲۴۷ تنو ته رسېده. له دې وروسته د انسټیټیوټ اف منېجمنټ ساینسز ۲۱۹ او خیبر مېډیکل پوهنتون ۲۱۸ افغان محصلین لرل.
احمد، د ننګرهار اوسېدونکی، اوس د خیبر مېډیکل پوهنتون د طب محصل دی. د هغه کورنۍ نږدې ۴۰ کاله وړاندې پاکستان ته کډه شوې وه او نوموړی هم په پاکستان کې زېږېدلی او لوی شوی دی.
احمد ښوونځی او کالج په پاکستان کې لوستي او وروسته د افغان محصلینو له ځانګړې ونډې څخه په ګټې اخیستو پوهنتون ته شامل شوی دی.
هغه وايي، په تېر یو کال کې د افغانانو د قانوني وضعیت او د بېرته ستنېدو بهیر د ده پر زدهکړو سخت اغېز کړی دی.
احمد وویل: «اوس په درس تمرکز کول ډېر ګران شوي دي. هره ورځ دا فکر راسره وي چې سبا به څه کېږي، زدهکړې به بشپړې کړم که نه او زما د ډګرۍ برخلیک به څه وي.»
سرچینې وايي، ډېری محصلین د اسنادو او قانوني وضعیت له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او د کلونو علمي هڅې یې له خطر سره مخ شوې دي.
دغو سرچینو زیاته کړې چې ځینې قضیې د اسنادو د بېلابېلو نومونو د کارولو له تورونو سره تړاو لري، خو ډېری عریضې د هغو کورنیو دي چې یو مور یا پلار یې پاکستانی او بل یې افغان دی.
محصلین: نه د اوسېدو ځای لرو او نه د زدهکړو د دوام توان
د پېښور پوهنتون محصل احمد شاه وايي، د افغانستان اقتصادي او سیاسي ستونزو په تېرو دوو کلونو کې ګڼې افغان کورنۍ له سخت مالي بحران سره مخ کړې او اغېزې یې په پاکستان کې پر افغان محصلینو هم څرګندې شوې دي.
د هغه په وینا، ډېرو افغان محصلینو د نیمهوخت کارونو او کوچنیو کاروبارونو له لارې د خپلو زدهکړو لګښتونه برابرول او ځینې یې د خپلوانو په کورونو کې اوسېدل، خو د افغانانو د بېرته ستنېدو له پیل سره ګڼ محصلین نه یوازې د اوسېدو له ځایه بېبرخې شوي، بلکې د زدهکړو دوام هم ورته سخت شوی دی.
احمد شاه وویل: «اوس ډېر افغان محصلین نه لیلیه لري، نه د اوسېدو خوندي ځای او نه هم دومره مالي وس لري چې د پوهنتون فیس او ورځني لګښتونه پرې کړي.»
هغه وايي، د قانوني اسنادو نشتوالی او د پولیسو د پلټنو وېره محصلین له دوامدارې اندېښنې سره مخ کړي او ښايي ځینې یې د زدهکړو او ازموینو له بشپړېدو مخکې له پاکستانه ووځي.
احمد شاه زیاته کړه: «که دغو محصلینو ته د زدهکړو د بشپړولو فرصت ور نه کړل شي، نه یوازې به یې راتلونکی زیانمن شي، بلکې د کلونو علمي هڅې به یې هم بېپایلې پاتې شي.»