طالبان وایي له هرات څخه نړۍوالو بازارونو ته د معدني ډبرو صادرات پراخ شوي

د طالبانو د صنعت او کانونو خونه وایي، له هرات ولایت څخه د قیمتي او معدني ډبرو صادرات د اروپا، امریکا او د منځنۍ اسیا هېوادونو بازارونو ته پراخ شوي دي.

د طالبانو د صنعت او کانونو خونه وایي، له هرات ولایت څخه د قیمتي او معدني ډبرو صادرات د اروپا، امریکا او د منځنۍ اسیا هېوادونو بازارونو ته پراخ شوي دي.
په هرات کې د طالبانو د صنعت او کانونو خونې ویلي چې له دغه ولایت څخه د معدني ډبرو د صادراتو کچه لوړه شوې او اوس دغه توکي د ایران، چین، ترکمنستان، اروپا، استرالیا او امریکا بازارونو ته لېږدول کېږي.
د یادې خونې د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې د تورو معدني ډبرو یوه ۵۰ ټنه محموله امریکا ته صادره شوې ده.
تر دې مخکې د هرات د طالبانو رسنیز دفتر ویلي وو چې د دغه ولایت د صادراتي ډبرو لومړۍ جوپه، چې شاوخوا ۱۰۰ زره امریکايي ډالر ارزښت لري، د امریکا بازار ته استول شوې ده. د دغه دفتر په وینا، په دې محموله کې د هرات د زندهجان ولسوالۍ د کانونو تورې ډبرې شاملې وې.
هرات د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه دی، چې د کانونو، سوداګریز موقعیت او صنعتي ظرفیتونو له امله د هېواد په اقتصادي فعالیتونو او صادراتو کې مهم رول لري

د طالبانو تر چتر لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له ازبکستان سره یې د برېښنا په برخه کې د تخنیکي معیارونو د پلي کولو، د لابراتوارونو د معیاري کولو او د خپلو کارکوونکو د تخنیکي ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
ددغه ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د برېښنا شرکت د عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د ازبکستان د وزیرانو شورا اړوند د تخنیکي مقرراتو ادارې له رییس ډاکټر اکمل جومانظروف سره د لیدنې پر مهال د برېښنا په برخه کې د تخنیکي معیارونو، د ازمایښتي لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو او د نړیوالو معیارونو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې.
ملا عبدالحق همکار له ازبکستاني چارواکو وغوښتل چې د برېښنا شرکت د ازمایښتي وسایلو د نړیوالو معیارونو له مخې د کالیبراسیون، د لابراتوارونو د معیاري کولو او د ګرځنده لابراتوارونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي، څو د برېښنا شبکې تخنیکي ستونزې په چټکۍ او دقت تشخیص او حل شي.
د خبرپاڼه کې له مخې، د ازبکستان د تخنیکي مقرراتو ادارې هم د برېښنا شرکت د کارکوونکو د تخنیکي ظرفیت لوړولو، د وسایلو د کالیبراسیون، تخصصي روزنیزو پروګرامونو او ګرځنده لابراتوارونو د برابرولو په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.
دواړو لورو د تخنیکي تجربو د تبادلې، د نړیوالو معیارونو د پلي کولو او د برېښنا سکتور د کیفیت او اعتبار د لوړولو لپاره د دوامدارې همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د ایرلنډ کرېکټ بورډ ویلي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو له پیلېدو مخکې یې امنیتي تدابیر بشپړ کړي، ځکه د دغو سیالیو پر مهال د اعتراضونو د ترسره کېدو احتمال شته.
د ایرلنډ کرېکټ بورډ ویلي، د شمالي ایرلنډ له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ یې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره لازم امنیتي پلانونه جوړ کړي دي.
د افغانستان پر وړاندې د دې لوبلړۍ د ترسره کېدو پرېکړه د یو شمېر مینهوالو او د بشري حقونو د فعالانو له نیوکو سره مخ شوې ده.
منتقدان وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر زده کړو، کار، ورزش او ټولنیز ژوند سخت محدودیتونه لګېدلي او د افغانستان د لوبډلې کوربهتوب باید له دې وضعیت څخه جلا ونه ګڼل شي.
ټاکل شوې ده د دغې لوبلړۍ لومړۍ دوه سیالۍ راتلونکې اوونۍ د شمالي ایرلنډ په بریډي لوبغالي او درې نورې لوبې د اګست په ۱۰، ۱۲ او ۱۵مه د سټورمونټ په لوبغالي کې ترسره شي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د اعتراض سولهییز حق باید خوندي وي او دا سیالۍ باید د طالبانو لپاره د تبلیغاتي وسیلې په توګه ونه کارول شي.
د سازمان ویاند فېلېکس جېکنز ویلي، د ایرلنډ کرېکټ بورډ او د کرېکټ نړیواله شورا باید ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت د نړیوالو له پامه ونه غورځول شي او دغه لوبلړۍ د طالبانو د تبلیغاتو لامل نه شي.
بلخوا د شمالي ایرلنډ پولیسو ویلي، د بیان ازادي او سولهییز اعتراض د خلکو قانوني حق دی، خو دا حق باید د نورو د حقونو، عامه امنیت او د قانون د حاکمیت په چوکاټ کې ترسره شي.
د ایرلنډکرېکټ بورډ مشرې سارا کین هم منلې چې د افغانستان د ښځو وضعیت اندېښمنوونکی دی او ویلي یې دي چې له همدې امله د کرکټ نړیوالې شورا په هغه کاري ډلې کې شامله شوې چې موخه یې د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې ته د ۲۰۳۰ کال تر پایه د نړیوالو سیالیو د غوراوي پړاوونو ته د رسېدو زمینه برابرول دي.
د پخوانۍ اسټرالیايي لوبغاړې مېل جونز په وینا، دغه پروګرام به د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره د سیالیو او پرمختګ یو اوږدمهاله فرصت رامنځته کړي، که څه هم دوی به د افغانستان په نوم نه، بلکې د بل نوم لاندې سیالۍ وکړي.
د ایران د رېل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم مشر، ډاکټر مصطفی ضیایي، ویلي چې سږ کال به د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د څه باندې دوه میلیونه ټنه سوداګریزو توکو د لېږد هدف عملي کړي.
هغه ویلي، د دې هدف د پوره کولو لپاره د رېل پټلۍ د زیربناوو او سرحدي تمځایونو د پراختیا چارې روانې دي، څو د توکو د لېږد ظرفیت نور هم لوړ شي.
ضیایي همداراز ویلي، د هرات–مزارشریف د رېل پټلۍ پروژه د ایراني او افغان شرکتونو لپاره د ګډې همکارۍ یو مهم فرصت دی او په شرایطو برابر شرکتونه کولای شي د دې پروژې د جوړولو په بېلابېلو برخو کې برخه واخلي.
په ورته وخت کې د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي، د رېل پټلۍ د همکارۍ پراختیا د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
د یاد وزارت مسوولینو ویلي، طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پراخولو ته ژمن دی، څو په افغانستان کې دوامداره اقتصادي وده رامنځته شي.
بلخوا، د ایران د خراسان رضوي ولایت چارواکو د خواف–هرات دهلېز له لارې د رېلي لېږد د زیاتېدو هرکلی کړی او د شمتیغ سرحدي تمځای د پراختیا د چارو د چټکتیا غوښتنه یې کړې ده.
د دوی په وینا، د شمتیغ سرحدي تمځای باید د سیمې د رېلي ترانزیټ له مهمو مرکزونو څخه وګرځي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د وروستیو سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو ګڼې سیمې سختې زیانمنې کړې، چې خلکو ته یې مرګژوبله اړولې، کورونه، سړکونه او بازارونه یې ویجاړ کړي او د خلکو د ژوند سرچینې یې له منځه وړې دي.
د اوچا د افغانستان د دفتر مشر اولګا چریوکو ویلي، بشري مرستندویان سېلابځپلو ته د ژوند ژغورنې بېړنۍ مرستې رسوي، خو د بودجې کمښت د مرستو بهیر له ګواښ سره مخ کړی دی.
هغې ویلي، تر ټولو ډېر زیانمن شوي کسان اوس په لنډمهالو سرپناهګانو کې ژوند کوي او د پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو، سرپناه، حفظالصحې او روغتیايي اسانتیاوو له جدي کمښت سره مخ دي.
د نوموړې په وینا، اوسنی تمرکز باید یوازې د زیانمنو کورنیو پر بیارغونې نه وي، بلکې باید داسې چمتووالی هم ونیول شي چې خلک د راتلونکو طبیعي پېښو پر وړاندې ډېر مقاومت ولري.
اوچا ټینګار کړی چې د افغانستان د سېلابځپلو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ژوند د بېرته عادي کېدو لپاره د نړیوالو لا ډېرو مالي او بشري مرستو ته سخته اړتیا ده.
د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله د افغانو نجونو پر رواني او ټولنیز ژوند د ژورو اغېزو په اړه د اسوشیټېډ پرېس په یوه راپور کې د ۱۶ کلنې فریبې د ژوند کیسه خپره شوې چې له زدهکړو د محرومېدو وروسته یې ژوند له سخت رواني کړاو سره مخ شو او په پای کې یې ځان وژنه وکړه.
فریبه د زدهکړو مینهواله وه او ډېری وخت به یې په لاس کې کتاب درلود. نوموړې غوښتل ډاکټره شي او د خلکو خدمت وکړي، خو په ۲۰۲۲ کال کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز بیا پلی شو.
فریبه به د څو میاشتو لپاره هر سهار له کوره ښوونځي ته تلله، په دې هیله چې ښايي درسونه بېرته پیل شي، خو ښوونځی هېڅکله بیا خلاص نه شو.
هغې خپلې مور ته ویلي وو: «زه غواړم ډاکټره شم، د خلکو خدمت وکړم او زدهکړې وکړم.»
د وخت په تېرېدو فریبې له خپلې مور او خویندو سره خبرې کمې کړې او ځان یې له هغوی ګوښه کړ. مور یې اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې د څو میاشتو په تېرېدو یې لور په خپله کوټه کې پاتې کېده، نه یې خوړل او نه یې څښل، روغتیايي او رواني وضعیت یې ډېر خراب شوی و.
یوه ورځ یې مور د فریبې له کوټې چیغې واورېدلې او ورغله. مور یې ویلي، لور یې په داسې حالت کې وه چې ځان ته یې د زیان رسولو هڅه کوله او چیغې یې وهلې: «دا مې وژني! دا مې وژني!»
مور یې هڅه وکړه هغه ارامه کړي او له هغې سره پاتې شوه.
د بشري حقونو د ډلو د اټکل له مخې، لږ تر لږه ۲،۲ میلیونه افغانې نجونې د طالبانو د منځنیو زدهکړو د بندیز له امله له ښوونځیو پاتې دي.
افغانستان اوس هم په نړۍ کې یوازینی هېواد بلل کېږي چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع دي. ښځې او نجونې له پوهنتوني زدهکړو هم منع شوې دي.
طالب چارواکي وايي چې د ښځینه زدهکړو د بېرته پیل لپاره پر شرایطو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي روښانه کړي چې دغه شرایط به څه وي.
د راپور له مخې، د زدهکړو بندیز یوازې د نجونو پر راتلونکي اغېز نه کوي، بلکې د افغانستان پر اقتصاد او عامې روغتیا هم منفي اغېزې لري. کارپوهان خبرداری ورکوي چې د نجونو له زدهکړو محرومول د کم عمره ودونو د زیاتېدو، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت له امله د میندو د مړینې د لوړېدو او د هېواد د اقتصاد لپاره د هر کال شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو د زیان لامل کېدای شي.
د فریبې مور د خپلې لور د وضعیت د ښه کېدو لپاره بېلابېلې لارې وازمویلې. یوه ورځ یې له ځان سره بازار ته بوتله او ورته یې وویل: «ما ترې وپوښتل، کوم شی دې خوښېږي؟ سینګار توکي واخله، نکريزې واخله، یا هر هغه څه چې خوښېږي دې انتخاب یې کړه.»
خو د مور په وینا، فریبې هېڅ شي ته لېوالتیا نه ښوده او «په وجود کې یې هېڅ ډول خوځښت او شوق نه و».
د راپور له مخې، د هغې مور د سهار له خوبه د خپلو نورو لوڼو د چیغو او ژړا په اورېدو راویښه شوه. هغوی فریبه په خپله کوټه کې بېهوښه وموندله.
فریبې د ځان تر شا یو لیک هم پرېښی و چې پکې یې خپلې مور او خویندو ته لیکلي وو: «مورې او خویندو، ما وبښئ. نور یې د زغملو توان نه لرم. په دغو شرایطو کې نجلۍ اوسېدل ډېر سخت دي. زه نور نه غواړم په دې ژوند کې ساه واخلم.»
فریبه له ۱۶ کلنۍ څو میاشتې وروسته مړه شوه.
اسوشیټېډ پرېس وايي، د ځانوژنې په اړه د ټولنیز بدنامۍ او د طالبانو له احتمالي غبرګون څخه د کورنۍ د وېرې له امله یې د فریبا یوازې لومړی نوم کارولی او د هغې د کورنۍ هویت یې نه دی څرګند کړی.
د «افغان وټنس» په نوم د بشري حقونو د څار یوې ډلې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو د ځانوژنو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.
اسوشیټېډ پرېس وايي، د افغانستان له حکومت سره یې د دې موضوع په اړه د نظر اخیستو لپاره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.