په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر پېښو نظر ساتونکي څېړنیز بنسټ «د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ» په یو نوي راپور کې ویلي، چې د جولای په میاشت کې په ټول هېواد کې د بریدونو او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او په دې میاشت کې په ټولیزه توګه ۶۰۶ کسان وژل شوي او ۲۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د شنبې په ورځ د پکس له خوا د خپاره شوي راپور له مخې، په جولای میاشت کې لږ تر لږه ۱۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
دا د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهیسې په یوه میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو تر ټولو لوړ ځاني زیان دی او په تېره څه باندې یوه لسیزه کې دویم لوی میاشتنی زیان دی.
د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې ۱۱۴ پاکستاني نظامیان وژل شوي وو، چې له هغې جملې څخه شاوخوا ۱۰۲ تنه د پېښور په پولیس لاینز کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي وو.
په راپور کې ویل شوي، چې د جولای په میاشت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۴۰۱ وسله وال وژل شوي، چې دا په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په یوه میاشت کې د وژل شویو وسله والو تر ټولو لویه شمېره ده.
د پکس په وینا، په جولای کې د ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه اته پېښې شوې دي، چې په هغو کې له باروتو څخه د ډکو موټرو په واسطه پنځه ځانمرګي بریدونه هم شامل دي.
دا په تېره یوه لسیزه کې په یوه میاشت کې د ثبت شویو ځانمرګو بریدونو تر ټولو لوړ شمېر دی.
د پکس د ارقامو له مخې، له پخوانیو قبایلي سیمو (فاټا) پرته په پاتې خیبر پښتونخوا کې د جولای په میاشت کې په ټولیزه توګه ۱۵۴ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې په جون کې دا شمېر ۷۵ و.
په دې توګه په ټولیزو مړینو کې ۱۰۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ټپیانو شمېر هم له ۶۰ څخه ۹۸ ته لوړ شوی دی.
په دې سیمو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ځاني زیان له ۱۲ څخه ۳۸ ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې د راپور له مخې، د وژل شویو وسلهوالو شمېر په ۱۹۲ سلنه زیاتوالي سره له ۳۷ څخه ۱۰۸ ته رسېدلی دی.
خو د ملکي وګړو په مړینه کې ۷۳ سلنه کموالی راغلی او دا شمېر له ۲۶ څخه اوو ته راښکته شوی دی.
په تیره اونۍ کې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پیښو له امله له دېرشو څخه ډیر کسان وژل شوي دي، چې ډیری یې پولیس او پوځي پرسونل دي، په داسې حال کې چې په ځینو کې حکومت پلوه ملکي وګړي هم شامل دي.