شریف چې د سومالیا راتلونکې شورا مشر دی، ویلي چې د افریقايي اتحادیې د سوله ساتو ځواکونو له وتلو وروسته د سومالیا د بشپړ امنیتي مسوولیت اخیستو وړتیا باید په جدي توګه وارزول شي.
هغه ویلي: «افغانستان د سیاسي توافق د نشتوالي او فساد له امله سقوط وکړ او له بده مرغه سومالیا هم له ورته خطرونو سره مخ ده، ان په ځینو برخو کې د فساد ستونزه لا زیاته ده».
د سومالیا پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی، چې سیاسي بېاتفاقي او فساد د هېواد د ادارو او پوځ د کمزوري کېدو لامل کېدای شي او که دا ستونزې حل نه شي، الشباب ډله کولای شي د هېواد کنټرول ترلاسه کړي.
شریف همداراز پر حکومت نیوکه کړې چې امنیتي ځواکونه د الشباب پر وړاندې د مبارزې پر ځای د کورنیو سیاسي شخړو د حل لپاره کاروي، چې د پوځ وړتیا کمزورې کوي.
په ورته وخت کې د سومالیا د پارلمان غړي او د مخالفینو مشر عبدالرحمن عبدالشکور هم خبرداری ورکړی، چې که بهرني ځواکونه د سومالیا د امنیتي ادارو له بشپړ چمتووالي وړاندې ووځي، الشباب ډله ښايي د هېواد واک تر لاسه کړي.
عبدالشکور ویلي، د الشباب د بیا پیاوړتیا لامل د حکومت ناسم مدیریت، ناسم لومړیتوبونه او د حکومت او خلکو ترمنځ د باور کمېدل دي.
دا اندېښنې په داسې مهال مطرح کېږي چې په سومالیا کې د افریقايي اتحادیې د ملاتړ او ثبات ماموریت (AUSSOM) له مالي ستونزو سره مخ دی. د جولای په ۳۱مه د اوګانډا په پلازمېنه کې د مشرانو په غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه ماموریت به له ۱۸ تر ۲۴ میاشتو پورې نور هم دوام وکړي او بیا به د ځواکونو د وتلو بهیر په تدریجي ډول ترسره کېږي.
راپورونه وايي، الشباب لا هم د سومالیا شاوخوا ۳۰ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري.
که څه هم د سومالیا حکومت دغه خبرداری د مخالفینو سیاسي څرګندونې بللې، خو شنونکي وايي اصلي خطر دا نه دی چې هېواد به ناڅاپه سقوط وکړي، بلکې دا دی چې کمزورې ادارې، کمېدونکی باور او سیاسي اختلافات په تدریجي ډول د دولت بنسټونه کمزوري کوي.