• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اصف دُرانی: د افغانستان د تېرو لسیزو د ناکامۍ پړه پر پاکستان اچول له فکري پلوه ناسم کار دی

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني ویلي، چې د افغانستان د تېرو دوو لسیزو د ناکامۍ او اوسنۍ غمیزې پړه پر پاکستان اچول له فکري پلوه ناسم کار دی. هغه زیاته کړې چې د کابل سقوط او د دغه هېواد اوسنی وضعیت ډېر بېلابېل عاملین لري.

اصف دراني په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې افغانستان د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته په جنت بدل نه شو او نه هم له ۲۰۲۱ کال مخکې کوم بریالی هېواد و. د هغه په وینا، د دغه هېواد میلیونونه وګړي لا هم له بېوزلۍ، محدودو ازادیو او له یوه ناڅرګند برخلیک سره لاس او ګرېوان دي.

د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات د افغانستان پر سیاسي مشرانو، جنګسالارانو او د هغوی پر بهرنیو ملاتړو سختې نیوکې کړې دي. هغه ټینګار کړی چې دغو ډلو د افغانستان په وضعیت کې لویه برخه مسوولیت درلود او باید خپل رول ومني.

دراني همداراز زیاته کړې چې په تېرو دوو لسیزو کې د بې‌ساري نړیوال ملاتړ سربېره، په افغانستان کې د پیاوړو بنسټونو او د یو باثباته سیاسي نظام په رامنځته کولو کې پاتې راغلي دي. هغه وویل چې د افغانستان غمیزه یوازې پر یوه لوري یا قرباني کولو باندې نشي خلاصه کېدای او د هرې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچول ناسم دي.
خو برعکس د تاریخ لیکوالان او مستند راپورونه څرګندوي چې پاکستان په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان دننه د نارامۍ لپاره کار کړی او د بېلابېلو حکومتونو پر ضد یې نیابتي افغان جنګي ډلې روزلي دي. څرګندې بېلګې یې افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګونډ د حکومت پر وړاندې د مجاهدینو ملاتړ او هغوی ته وسلې ورکول، بیا د مجاهدینو پر وړاندې د طالبانو رامنځته کول او بیا د افغانستان په مخکني جمهوري نظام په خلاف هم د طالبانو روزل او ساتل د پاکستان د پالیسو څرګندې بېلګې دي.
تاریخ پوهان باور لري چې پاکستان په تېرو پنځو لسیزو کې د ټولو حکومتونو پر ضد یاغي ډلې جوړې کړي‌ او په بېلابېلو بڼو یې په پلازمېنه کابل کې د حکومتونو په نسکورولو کې رول لوبولی دی.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

جمعیت اسلامي طالبان په بدخشان کې له ملکي کسانو سره په ناوړه چلند تورن کړي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۱۹ GMT+۱
100%

جمعیت اسلامي ګوند په یوه اعلامیه کې طالبان په بدخشان ولایت کې له خلکو سره په ناوړه چلند او تاوتریخوالي تورن کړي دي. دغه ګوند ویلي، چې طالبانو د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې پر لاریونوالو ډزې کړې او یو شمېر کسان یې مړه او ټپیان کړي دي.

یاد ګوند نن د شنیې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د بدخشان په یفتل پایین ولسوالۍ کې د خلکو د عادلانه غوښتنو او غبرګونونو په ځواب کې یو ځل بیا له تاوتریخوالي کار اخیستی او یو شمېر لاریونوال یې مړه او ژوبل کړي دي.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي زیاته کړې چې طالبان د خلکو اساسي حقونو، کلتوري تنوع او منل شویو دودونو ته هېڅ درناوی نه کوي او دا چلند دوی له ټولنې نور هم پردي کوي.

دغه ګوند د طالبانو د چلند پر وړاندې د بدخشان د اوسېدونکو او د هېواد د نورو وګړو پر یووالي او پیوستون ټینګار کړی دی.

جمعیت اسلامي ویلي چې د بدخشان خلک د حق غوښتنې او له ظلم سره د مبارزې په برخه کې تاریخي مخینه لري او هېڅکله به په زور سر ټیټ نه کړي.

دغه ګوند ډاډ څرګند کړی چې «د طالبانو ډله به د خلکو د ګډې ارادې او غوښتنو پر وړاندې له یوې عبرت ناکې ماتې سره مخ شي».

بل خوا ځايي سرچینو راپور ورکړی چې په کوز یفتل ولسوالۍ کې پر لاریونوالو د طالبانو په ډزو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیمې له خلکو څخه په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي او د ټپیانو د لېږدولو صحنې لیدل کېږي.

ریچارډ بېنېټ د افغانانو د خطرناکې کډوالۍ د لاملونو د څیړلو غوښتنه کړې

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۵۵ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ ایران ته د قاچاقي سفر پر مهال د یو شمېر افغانانو مړینه «بوږنوونکې» پېښه بللې او ټینګار یې کړی چې باید د افغانانو د خطرناکو کډوالیو اصلي لاملونه وڅېړل شي.

بېنټ د شنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه شبکه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او لیکلي یې دي، چې باید هغه عوامل په جدي ډول وڅېړل شي چې افغانان داسې له ناچارۍ ډک او خطرناک سفر ته اړباسي.

افغانستان انټرنشنل د جمعې په ورځ راپور ورکړی و، چې ایران ته د تلونکو ۱۴ هغو افغانانو جسدونه موندل شوي چې د نیمروز په دښتو کې ورک شوي وو. د دغو کسانو جسدونه د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ په «ګرد لالوي» سیمه کې موندل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ۱۹ افغانانو یوه ډله چې غوښتل یې له غیر قانوني لارې ایران ته واوړي، د نیمروز په دښتو کې ورکه شوې وه.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم د شنبې په ورځ د نیمروز په دښتو کې د لږ تر لږه ۱۹ افغانانو د مړینې له امله خواشیني ښودلې او دا پېښه یې «لویه غمیزه» بللې ده.

په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو زیاتوالی، پراخ فقر، بې‌کاري، محدودیتونه او د کاري فرصتونو کمښت د کډوالۍ لړۍ زیاته کړې ده.

ایران او ترکیې پر خپلو پولو کنټرول او د کډوالو او پناه غوښتونکو د اوښتلو د مخنیوي هڅې ډېرې کړې او اروپايي ټولنې هم په دې وروستیو کې د کډوالۍ په برخه کې خپل قوانین سخت کړي دي.

د سومالیا پخوانی ولسمشر: سیاسي اختلافونه سومالیا د افغانستان په څېر سقوط کولی شي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۴۴ GMT+۱
100%

د سومالیا پخواني ولسمشر شریف شیخ احمد خبرداری ورکړی، چې که په سومالیا کې سیاسي اختلافات او د حکومتولۍ کمزورۍ دوام وکړي، دغه هېواد ښايي په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د سقوط په څېر وضعیت سره مخ شي. نوموړي ویلي، چې افغان دولت د سیاسي توافق د نشتوالي او فساد له امله سقوط وکړ.

شریف چې د سومالیا راتلونکې شورا مشر دی، ویلي چې د افریقايي اتحادیې د سوله ساتو ځواکونو له وتلو وروسته د سومالیا د بشپړ امنیتي مسوولیت اخیستو وړتیا باید په جدي توګه وارزول شي.

هغه ویلي: «افغانستان د سیاسي توافق د نشتوالي او فساد له امله سقوط وکړ او له بده مرغه سومالیا هم له ورته خطرونو سره مخ ده، ان په ځینو برخو کې د فساد ستونزه لا زیاته ده».

د سومالیا پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی، چې سیاسي بې‌اتفاقي او فساد د هېواد د ادارو او پوځ د کمزوري کېدو لامل کېدای شي او که دا ستونزې حل نه شي، الشباب ډله کولای شي د هېواد کنټرول ترلاسه کړي.

شریف همداراز پر حکومت نیوکه کړې چې امنیتي ځواکونه د الشباب پر وړاندې د مبارزې پر ځای د کورنیو سیاسي شخړو د حل لپاره کاروي، چې د پوځ وړتیا کمزورې کوي.

په ورته وخت کې د سومالیا د پارلمان غړي او د مخالفینو مشر عبدالرحمن عبدالشکور هم خبرداری ورکړی، چې که بهرني ځواکونه د سومالیا د امنیتي ادارو له بشپړ چمتووالي وړاندې ووځي، الشباب ډله ښايي د هېواد واک تر لاسه کړي.

عبدالشکور ویلي، د الشباب د بیا پیاوړتیا لامل د حکومت ناسم مدیریت، ناسم لومړیتوبونه او د حکومت او خلکو ترمنځ د باور کمېدل دي.

دا اندېښنې په داسې مهال مطرح کېږي چې په سومالیا کې د افریقايي اتحادیې د ملاتړ او ثبات ماموریت (AUSSOM) له مالي ستونزو سره مخ دی. د جولای په ۳۱مه د اوګانډا په پلازمېنه کې د مشرانو په غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه ماموریت به له ۱۸ تر ۲۴ میاشتو پورې نور هم دوام وکړي او بیا به د ځواکونو د وتلو بهیر په تدریجي ډول ترسره کېږي.

راپورونه وايي، الشباب لا هم د سومالیا شاوخوا ۳۰ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري.

که څه هم د سومالیا حکومت دغه خبرداری د مخالفینو سیاسي څرګندونې بللې، خو شنونکي وايي اصلي خطر دا نه دی چې هېواد به ناڅاپه سقوط وکړي، بلکې دا دی چې کمزورې ادارې، کمېدونکی باور او سیاسي اختلافات په تدریجي ډول د دولت بنسټونه کمزوري کوي.

ازبکستان د بلخ ابوعلي سینا روغتون ته د ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت تجهیزات ورکړل

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۲۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د بلخ ولایت د ابوعلي سینا بلخي سیمه ییز روغتون ته د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي او غیرطبي تجهیزات ورکړل شول. دا مرسته د ازبکستان هېواد د فرغانه ولایت له لوري شوې ده.

په دې مرسته کې د بستري ناروغانو بېډونه، ویلچرونه، د هوا سړولو (اې سي) دستګاوې، یخچالونه او یو شمېر نور اړین طبي او غیرطبي وسایل شامل دي.

دغه وسایل د روغتون بېلابېلو څانګو ته سپارل شوي چې د ناروغانو د درملنې په بهیر کې ترې ګټه واخیستل شي.

د طالبانو د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولانو د دغې مرستې د ترلاسه کولو پر مهال وویل، چې له یادو تجهیزاتو څخه به د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او ناروغانو ته د لا غوره اسانتیاوو د برابرولو په موخه کار واخیستل شي.

هغوی زیاته کړې چې دغه وسایل د روغتون د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي.

یاد تجهیزات د بلخ ولایت د ابوعلي سینا بلخي سیمه ییز روغتون ته داسې مهال سپارل کېږي چې د هېواد په ډېری روغتونونو کې د طبي وسایلو او امکاناتو د کمښت له امله ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د برېښنا پرچاوۍ له امله ډېرو خلکو لمریزې انرژۍ ته مخه کړې

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۱
100%

د برېښنا د پرله‌پسې پرچاوۍ له امله په افغانستان کې د سولري انرژۍ کارول د کورنیو، سوداګرو او کروندګرو ترمنځ ورځ تر بلې زیاتېږي. په ګڼو سیو کې بزګران په سولري پمپونو کروندې خړوبوي، خو د اوبو د برخې کارپوهان اندېښنه ښيي، چې دا به د اوبو سطح نوره هم ټیټه کړي.

د کابل په یوه بوخت سولري بازار کې خلک له یوه مارکیټ څخه بل ته ځي، سولري تختې، بټرۍ او وسایل ګوري، بیې پرتله کوي او د خپلو کورونو او کروندو لپاره د وړ سیستمونو په اړه مشورې اخلي.

په افغانستان کې د برېښنا د پرله‌پسې پرچاوۍ له امله د سولري انرژۍ کارول ورځ تر بلې زیاتېږي او کورنۍ، سوداګر او کروندګر هڅه کوي د برېښنا د ستونزې لپاره له دې لارې ګټه واخلي.

د سولري وسایلو یوه پلورونکي قاري ګل عالم صمیم ویلي، چې په افغانستان کې شته ډېری سولري توکي له چین څخه واردېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وروستیو کلونو کې د دغو وسایلو پېرودونکي زیات شوي، ځکه خلک د سولري ټکنالوژۍ له کارولو سره ډېر بلد شوي دي.

هغه ویلي، پخوا به ډېرو پېرودونکو د سولري سیستمونو د نصب لپاره تخنیکي کسانو ته اړتیا لرله، خو اوس ګڼ خلک د دې وسایلو د کارولو په اړه پوهه لري او له پېرلو وروسته د نصب ډېره برخه خپله ترسره کولای شي.

د سولري انرژۍ بازار یوازې په کورونو پورې محدود نه دی. هټیوال یې د سوداګرۍ د دوام لپاره، فابریکې د ثابتې برېښنا لپاره او کروندګر د اوبو د پمپونو د چلولو لپاره کاروي.

د کابل اوسېدونکي نصرت الله محمدخېل شینهوا اژانس ته ویلي، د برېښنا د پرله‌پسې پرې کېدو له امله یې په خپل کور کې سولري سیستم لګولی دی.

هغه ویلي: «په ژمي کې د برېښنا پرې کېدل ډېر وي او په اوړي کې هم برېښنا د ورځنیو اړتیاوو لپاره کافي نه وي، له همدې امله مو سولري سیستم ولګاوه».

نوموړي زیاته کړې، چې دغه سیستم په ښه ډول کار کوي او که بټرۍ په سمه توګه وکارول شي، کلونه دوام کولای شي.

یو بل سوداګر حاجي قاري ویلي، چې د سولري وسایلو سوداګري ډېری د مارچ او جولای میاشتو ترمنځ ډېره وده کوي، ځکه په دې موده کې په ټول هېواد کې د دغو توکو غوښتنه لوړېږي.

د هغه په وینا، په دې موسم کې سلګونه کانتینره سولري توکي افغانستان ته راځي او ډېری کورنۍ ۶۰۰ او ۷۰۰ واټه سولري سیستمونه غواړي.

سوداګر وايي، له ښاري سیمو بهر هم د سولري انرژۍ کارول زیات شوي. په ګڼو سیو کې بزګران له سولري پمپونو څخه د اوبو راایستلو او د ځمکو خړوبولو لپاره کار اخلي او له دې چارې خوښ دي.

خو کارپوهان او د چاپېریال اړوند سازمانونه وايي، چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ، اقلیمي بدلونونو او د اوبو د بې‌نظمې کارونې له امله ټیټه شوې ده.

دوی اندېښنه ښيي چې د سولري پمپونو پراخ استعمال ښايي د ځمکې لاندې اوبو د لا کمېدو لامل شي، ځکه بزګران په دوامداره توګه له ژورو څاګانو اوبه راوباسي.

کارپوهان ټینګار کوي چې د اوبو د سرچینو د ساتنې لپاره د اوبو ایستلو کچه باید له طبیعي بیا ډکېدو سره برابره وساتل شي.