د غزې پر سویل او مرکز د اسراییل په بریدونو کې د حماس دوه قوماندانان وژل شوي دي

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) خبر ورکړی، چې د حماس د یوې ځانګړې ډلې قوماندان سالم جمال عبدالرحمان ابولبد یې د شنبې په ورځ د غزې په سویلي تړانګه کې په یوه برید کې وژلی دی.
