د ویزو ستونزه؛ د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي له اسیايي سیالیو پاتې شول

د افغانستان د تکواندو فدراسیون اعلان کړی، چې د اندونیزیالهخوا د ویزو د نه ورکړې له امله د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي د ۲۰۲۶کال د اسیا په تکواندو سیالیو کې له ګډونه پاتې شوي دي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان د والیبال ملي لوبډله پاکستان ته او د فراه ابومسلم لوبډله بوتان ته د سفر پرمهال له ورته ستونزې سره مخ شوې وې. د تکواندو فدراسیون وایي، سره له دې چې رسمي بلن لیکونه ترلاسه شوي او ټول اداري پړاوونه بشپړ شوي؛ خو کوربه هېواد د کوم څرګند دلیل له وړاندې کولو پرته د افغانستان د ملي لوبډلې غړو ته د ویزو له ورکړې ډډه کړې ده.
د فدراسیون په باور، دغه پرېکړه یوازې د یوې سیالۍ له لاسه ورکول نهدي؛ بلکې د ملي لوبډلې پر تخنیکي پروګرامونو او چمتووالي یې هم جدي منفي اغېز کړی، ځکه لوبډلې د دغه سیالیو لپاره له څو میاشتو راهیسې تمرینونه کړي وو.
د فدراسیون د پلان له مخې؛ ټاکل شوې وه چې د افغانستان ملي لوبغاړي د ۲۰۲۶کال د جاپان د ناګویا اسیايي لوبو څخه مخکې د اندونیزیا په ازاده سیالیو او د پاکستان د ولسمشرۍ جام په سیالیو کې ګډون وکړي، ترڅو په نړۍوالې او اسیايي ډلبندۍ (رنکینګ) کې مخته ولاړه شي او د اسیايي لوبو لپاره لا چمتو شي؛ خو د دغه پروګرام په لغوه کېدو سره د لوبډلې د چمتووالي بهیر له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
د تکواندو فدراسیون همدارنګه ټینګار کړی، په داسې حال کې چې د اسیايي لوبو تر پیلېدو لږترلږه دوه میاشتې پاتې دي؛ خو د دغه تدارکاتي سیالیو څخه د ملي لوبډلې محرومېدل لوبغاړو ته نه جبرانېدونکی زیان رسوي او د هغوی پر چمتووالي به مستقیم اغېز ولري.
په پای کې د افغانستان د تکواندو فدراسیون د تکواندو نړۍوال فدراسیون او د اسیا د تکواندو له ټولنې غوښتي، چې د نړۍوالو سیالیو د کوربهتوب سپارلو پرمهال د کوربه هېوادونو د ویزو د ورکړې وړتیا او د ټولو لوبغاړو لپاره د ورته فرصتونو برابرول هم په پام کې ونیسي؛ څو هېڅ لوبغاړی د تبعیض له امله له سیالیو بېبرخې نهشي.
