پر کیف د روسیې توغندیز او ډرون برید؛ لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي

د روسیې پوځ د اوکراین پر پلازمېنه کیف او شاوخوا سیمو د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پراخ برید کړی، چې له امله یې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، روسیې په دغه برید کې ۳۵ توغندي او ۱۸۵ ډرونونه کارولي دي.
