• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو او ازبکستاني سوداګرو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې وکړې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د ننګرهار مرستیال والي او ازبکستاني سوداګرو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازارموندنې، د پانګونې فرصتونو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت د مقام د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د سوداګریزې همکارۍ د پیاوړتیا، د کرنیزو محصولاتو او نورو سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو د پراختیا، د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو، د پانګونې د فرصتونو او د سوداګرو ترمنځ د متقابلو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

د ننګرهار مرستیال والي ازبکستاني سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د ټاکل شویو قوانینو او سوداګریزو مقرراتو په چوکاټ کې به د صادراتو او وارداتو بهیر ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به اړینه همغږي وکړي.

د ازبکستان د سوداګرو په استازیتوب د بخارا شرکت مسوولینو ژمنه کړې چې له ننګرهار سره به سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، د کرنیزو او نورو کورنیو تولیداتو د بازارموندنې په برخه کې به همکاري وکړي او د ننګرهار سوداګرو ته به په ازبکستان کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

ضیا سراج: د طالبانو د واکمنۍ پای نږدې دی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۱
100%

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس ضیا سراج په خپلو نویو څرګندونو کې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو جبهو وروستي تحرکات د طالبانو د دویمې دورې د استبداد د پای پیل دی. هغه زیاته کړې چې «د خلکو بیداري به دا تیاره دوره پای ته ورسوي».

ضیا سراج نن یکشنبه د زمري پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي چې د جبهه ازادي، سپاهیان میهن او جبهه متحد وروستي تحرکات د طالبانو د دوهم استبدادي دورې د پای بهیر پیلېدل ښيي.

ده ویلي چې تر ټولو مهم فکتور د ولس بېساری ویښتیا ده.

سراج ټینګار کړی چې طالبان له ملي او نړیوال مشروعیته بې‌برخې دي او هره ورځ هېواد تیارو ته بیایي.

هغه زیاتوي که وسلوال مخالفت هم نه وي، د طالبانو اوسني کورني او بهرني سیاستونه به یې زوال سبب شي.

سراج له افغانانو د یووالي او د تفرقې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

سراج وایي چې د طالبانو پرېکړو او کړنو د هغوی اصلي څېره خلکو ته ښکاره کړې ده.

هغه زیاته کړې چې دغه ډله هېواد د تیارې لور ته بیايي او د بقا چانس نه لري.

د نوموړي په وینا، حتی د وسله والو مخالفینو پرته به هم د طالبانو رژیم د خپلو ناسمو کورنیو او بهرنیو سیاستونو له امله له سقوط سره مخ شي.

ضیا سراج ویلي، چې د طالبانو فرمانونو او پرېکړو د دې ډلې اصلي څېره خلکو ته ښکاره کړې ده. هغه زیاته کړې چې په تېر نظام کې د طالبانو د راتګ د پایلو په اړه خبرداري مبالغه ګڼل کېدل، خو اوس حقایق ټولو ته روښانه شوي دي.

د سراج په وینا، د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ وښوده چې دا ډله هېواد د تیارو لور ته بیايي.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو اداره کورنی او نړیوال مشروعیت نه لري او د خلکو هیلې یې له منځه وړي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو پرضد د جګړې راپورونه زیات شوي دي.

طالب چارواکی: افغانستان ته د پاکستان له قاچاقي لارو واردېدونکي درمل زهر دي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د اصلاحي کمېسیون مشر محمد قاسم خالد وایي، افغانستان متخصص ډاکټران لري، خو قاچاقي او بې کیفیته درمل د ناروغانو د نه رغېدو اصلي لامل دي. د هغه په وینا، افغانستان ته د پاکستان له قاچاقي لارو واردېدونکي درمل «زهر» دي.

دغه طالب چارواکي، چې په کابل کې د سوري زړه ناروغانو د درملنې روغتون په پرانېستغونډه کې خبرې کولې، وویل، «اصلي ستونزه د متخصصو ډاکټرانو کمښت نه، بلکې د معیاري او باکیفیته درملو نشتوالی دی».

د نوموړي په وینا، هغه قاچاقي درمل چې افغانستان ته له پاکستان نه راوړل کیږي، په میاشتو میاشتو په سرحدي سیمو کې تر لمر لاندې پاتې کېږي، کیفیت یې له منځه ځي او وروسته بازار ته وړاندې کېږي.

هغه زیاته کړې چې که یو ناروغ د بې کیفیته درملو له امله له روغتیايي ستونزو سره مخ شي، یا خپل ژوند له لاسه ورکړي، مسوولیت یې د هغو سوداګرو او درمل پلورونکو پر غاړه دی چې دغه ډول درمل واردوي او پلوري.

د طالبانو د اصلاحي کمېسیون مشر ویلي، چې افغانستان د درملو په برخه کې پر ځان بسیا نه دی او اړتیا ده چې د معیاري درملو د تولید لپاره عملي اقدامات وشي.

هغه پر سوداګرو او درمل پلورونکو غږ وکړ چې د بې کیفیته درملو له واردولو او پلورلو ډډه وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکېچ او د سرحدي لارو له بندېدو وروسته، طالبانو د پاکستان د درملو پر وارداتو محدودیتونه لګولي او د قاچاقي درملو د مخنیوي خبره یې هم کړې ده. خو وخت ناوخت له پاکستان څخه له قاچاقي لارو د بې کیفیته درملو د نیولو او ضبط خبرونه هم خپرېږي.

ذبیح الله مجاهد: د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ د هیڅ لوري په ګټه نه دی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ روان کړکېچ د هېڅ لوري په ګټه نه دی او دوی هڅه کوي، چې د دواړو لوریو ترمنځ روان کړکېچ په اساسي ډول حل شي.

ذبیح الله مجاهد نن د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه د یوه خبرې کنفرانس پرمهال ویلي چې د یادې ډلې تر واک لاندې افغانستان له هیڅ هېواد سره کړکېچ نه غواړي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسیو کې بدلون راغلی چې له امله یې له دغه هېواد سره د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې تړل شوې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې:«د پاکستان پالیسۍ داسې دي چې غوښتل یې باید لارې او سوداګرې بنده شي او سوداګرو ته ستونزې پیدا شي. همدا خپله د کړکېچ لامل شوې دي».

مجاهد وویل:«موږ د دې کړکېچ د حل غوښتونکي یو. د دوام غوښتونکي یې نه یو او دوام یې د هېڅ لوري په ګټه نه دی. زموږ له‌خوا نهايي هڅې کېږي چې ګټور ګامونه پورته شي څو دا ستونزې حل شي».

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې چې دمګړی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره ټولې هڅې درول شوې دي.

تر دې وړاندې، ترکیې،‌ سعودي عربستان، قطر او چین څو ځله هڅه وکړه چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ را ولاړه شوې لانجه حل کړي خو تردې مهاله ټولې هڅې بې پایلې وي.

ریچارډ بېنېټ د ایرلنډ له کرکټ بورډ نه د افغان ښځو د کرکټ لوبډلې د ملاتړ غوښتنه کړې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ایرلنډ له کرکټ بورډ نه غوښتي چې د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډله هم ور وغواړي او د ای سي سي له خوا د رسمیت پېژندنی ملاتړ یې وکړي.

نوموړي دغه ګام د افغان ښځینه ورزشکارانو د حقونو د خوندیتوب لپاره مهم بللی دی.

د روان کال په غويي میاشت کې د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جلاوطنه غړو د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي وو چې دوی د یوې رسمي ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

ای بي سي نیوز په یوه راپور کې لیکلي وو، چې دغه غوښتنه تازه د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د غړو له لوري مطرح شوې ده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو د پراخو محدودیتونو له امله هغوی د زده‌کړې، کار او ورزش له حقونو محرومې شوې دي.

طالبانو د هېواد ښځینه ملي لوبډلې منحل کړې او ویلي یې دي چې د ښځو لوبډلې په رسمیت نه پېژني.

د راپور له مخې، ډېری ښځینه لوبغاړې چې پخوا د افغانستان د ملي لوبډلو غړې وې، نورو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډلې غړو په وروستیو میاشتو کې په روزنیزو کمپونو کې ګډون کړی او ټاکل شوې چې د سکاټلېنډ په اډینبرو ښار کې د کرکټ نړیوالې شورا په غونډه کې هم حضور ولري.

طالبانو عراق ته د شیعه زیارت کوونکو د لېږد لپاره په اسلام کلا کې ګډه کمېټه جوړه کړې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، عراق ته د اسلام کلا پولې له لارې په عراق کې د امام حسین د څلوېښتي د زیارت کونکو د لېږد د همغږۍ لپاره یې ګډه کمېټه جوړه کړې ده. د طالبانو د چارواکو په وینا، سږ کال اټکل کېږي تر ۱۵ زرو زیارت کوونکي له همدې لارې کربلا ته لاړ شي.

د طالبانو یاد ریاست د ګرځندوی امر حافظ محمد قاسم اخوندزاده وایي چې دغه کمېټه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په مشرۍ په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازو، د ترانسپورټ ریاست، د عامې روغتیا ریاست، د اسلام کلا کمېسارۍ، د امنیه قوماندانۍ، د پاسپورټ امریت، د استخباراتو ادارې او د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د استازو په ګډون جوړه شوې ده.

د هغه په وینا، د کمېټې غړو د اسلام کلا له پولې او د تګ راتګ له لارې لیدنه کړې، څو د لارې وضعیت وارزوي، شته امکانات وڅېړي او زیارت کونکو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره لازم اقدامات وکړي.

اخوندزاده وایي، اټکل کېږي چې سږ کال به تر ۱۵ زرو پورې زیارت کونکې د اسلام کلا پولې له لارې عراق ته ولاړ شي، څو د کربلا په ښار کې د امام حسین د څلوېښتي په مراسمو کې ګډون وکړي.

د هرات د ترانسپورټ ریاست د زیارت کونکو د لېږد لپاره له دریو ترانسپورتي شرکتونو سره د قراردادونو خبر ور کړی دی.

د سفري شرکتونو د مسوولانو په وینا، که څه هم د عراق د ویزو ۱۵ زره تاییدۍ د مراسمو له پیلېدو یوازې دوه ورځې وړاندې ترلاسه شوې خو د ایران د ویزو په صادرولو کې ځنډ د دې لامل شوی چې ډېر زیارت کوونکي پر وخت د څلوېښتي مراسمو ته ونه رسیږي.

دغه مراسم سږ کال د سې‌شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳مه ترسره کیږي.