ټرمپ پر ایران نوي بریدونه وځنډول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د چټکې هوکړې په هیله یې پر اسلامي جمهوریت نوي بریدونه ځنډولي دي. نوموړي وویل، چې د تهران د اټومي پروګرام د درولو او د هرمز تنګي د پرانیستلو په تړاو د پرېکړې ترمهاله به بریدونه ودروي.
ټرمپ زیاته کړه، چې د ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو د یوې هر اړخیزې هوکړې لپاره د وخت غوښتنه کړې ده.
د امریکا د ولسمشر په وینا، دا پرېکړه د نړۍ د ګټو او د یوه بریالي ایران د پاتې کېدو لپاره شوې ده.
