• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ټرمپ: د ایران په غوښتنه مې د برید پر لغوه کولو هوکړه کړې ده

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۵ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټروت خواله رسنۍ لیکلي، چې د ایران او د سیمې یوشمېر هېوادونو په غوښتنه یې پر ایران د برید په لغوه کولو هوکړه کړې؛ خو په دې شرط چې ډېر ژر د هرمز تنګي د سملاسي او بې‌قید او شرطه پرانیستې او د تهران د اټومي ګواښ د پای ته رسولو په اړه یوه هوکړه وشي.

هغه ویلي: «د امریکا وسلې چمتو دي او زموږ پوځ په داسې کچه د چمتووالي په حال کې دي، چې له دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې یې ساری نه‌دی لیدل شوی. خو د ایران حکومت او د منځني ختیځ نورو هېوادونو له موږ وغوښتل، چې هر ډول برید ودروو ځکه د یوې هوکړې پر چوکاټ تفاهم ته رسېدلي دي».

ټرمپ زیاته کړې: «په دې هوکړه کې به د هرمز تنګي سملاسي، بشپړه او بې‌قید او شرطه پرانیستل او د ایران د اټومي ګواښ پای ته رسول شامل وي. د همدې غوښتنې پربنسټ او د نړۍ د راتلونکو ګټو او همدارنګه د یوه بریالي او سوکاله ایران د بقا لپاره ما د دغه برید د لغوه کولو پرېکړه کړې، په دې شرط چې وکولای شو په لنډ وخت کې یوې هوکړې ته ورسېږو».

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

اکسیوس: محمد بن سلمان له ټرمپ سره په خبرو کې پر ایران د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړه

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۲:۰۲ GMT+۱
100%

اکسیوس د دوو امریکایي چارواکو او یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټېلیفوني خبرو کې پر ایران د نویو پراخو بریدونو د طرحې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغو سرچینو په وینا، د سعودي عربستان ولیعهد په دې ټېلیفوني اړیکه کې له ټرمپ څخه غوښتي چې تاوتریخوالی راکم کړي او د دغو بریدونو له ترسره کولو ډډه وکړي.

د دغه راپور له مخې، ټرمپ په اردن کې د امریکا پر اډې د تهران د توغنديز برید او په هرمز تنګي کې د بېړیو په تګ راتګ کې د ګډوډۍ رامنځته کولو په ځواب کې، د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو د برید په تړاو غور کوي، خو تراوسه یې وروستی امر نه‌دی صادر کړی. اکسیوس لیکلي، چې دا ډول برید کولای شي د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د پنځه میاشتنۍ جګړې د بې سارې شدت لامل شي.

په راپور کې زیاته شوې، چې د ایران اسلامي جمهوریت امریکا ته خبرداری ورکړی، که برید پرې وشي، د اسراییل او د فارس خلیج د هېوادونو د انرژۍ تاسیسات او زیربناوې به په نښه کړي.

یوه امریکایي چارواکي هم اکسیوس ته ویلي، چې د سعودي عربستان چارواکو له ټرمپ سره په ټېلیفوني اړیکه کې د واشنګټن د پروګرامونو په اړه د شفافیت غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان سره هم وکتل. د یوې خبرې سرچینې په وینا، دا لیدنه د سعودي د دفاع وزیر د سفر په پروګرام کې وروسته له هغه زیاته شوه، چې هغه د امریکا له مرستیال ولسمشر جي‌ډي وینس سره وکتل او هغه ته یې وویل، چې سعودي عربستان له ایران سره د تاوتریخوالي د کمېدو ملاتړ کوي.

دغې سرچینې زیاته کړې، چې د دغو لیدنو موخه د ایران له اسلامي جمهوریت سره د جګړې او د سیمې د ټولیز وضعیت په اړه د محمد بن سلمان د لید لورو رسول وو.

په پیرو کې د سیلانیانو د الوتکې د لوېدو له امله ۱۳ کسان مړه شوي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۱
100%

د پیرو نازکا ښار ته نږدې د سیلانیانو یوه الوتکه لوېدلې او له امله یې ۱۳ کسان مړه شوي دي. دغه الوتکه د نازکا د تاریخي کرښو پر سر د تفریحي الوتنې په حال کې وه، چې رالوېدلې ده او لا تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه‌دی روښانه شوی.

د پیرو چارواکو د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) ویلي، چې دې الوتکې سیلانیان د نازکا د کرښو پر سر د تفریحي الوتنې لپاره لېږدول.

ځايي چارواکو ویلي، الوتکه د نازکا ښار ته نږدې د ایکا له ښار څخه الوتنه کړې وه او د پیرو د «ایرودیانا» هوايي شرکت له خوا چلول کېده. په الوتکه کې ۱۱ سیلانیان او دوه پیلوټان وو. د پیرو رسنیو تر اوسه د مړه شویو کسانو د هویت په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره کړي.

یاد هوايي شرکت تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه څرګندونې نه‌دي کړي.

د نازکا کرښې، چې د پیرو د سوېل په دښتي سیمو کې سترې کنده‌کارۍ، انځورونه او هندسي بڼې دي، د دغه هېواد له مهمو ګرځندوییزو ځایونو څخه ګڼل کېږي او هر کال شاوخوا ۱۰۰ زره سیلانیان ځان ته راجلبوي.

لیدونکي عموماً دغه تاریخي اثار له هغو وړو الوتکو څخه ننداره کوي چې د دې سیمې پر سر الوتنې کولای شي.

د عراق لومړی وزیر: اجازه نه‌ورکوو چې د عراق خاوره د ګاونډیو د ګواښلو لپاره وکارول شي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۵۸ GMT+۱
100%

د عراق لومړي وزیر او د وسله‌والو ځواکونو عمومي قوماندان علي الزیدي د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د سیمې د امنیتي تحولاتو د ارزونې په بېړنۍ غونډه کې، د عراق له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د هر ډول اقدام یا ګواښ پر مخنیوي ټینګار وکړ.

هغه له امنیتي ننګونو سره د مبارزې او د هر ډول احتمالي سرغړونې یا تېري د تکرار مخنیوي لپاره د میکانیزمونو د جوړولو په موخه د یوې ګډې امنیتي کمېټې د جوړېدو امر کړی دی. نوموړي همدارنګه د عراق امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې، چې د قانون په پلي کولو سره امنیت او ثبات پیاوړی کړي او د ملي حاکمیت او د ښه ګاونډیتوب له اصولو څخه دفاع وکړي.

د دې غونډې په پای کې، د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د هر ډول هڅو د شنډولو لپاره د عراق د وسله‌والو ځواکونو پر چمتووالي ټینګار وشو او همداراز په ډاګه شوه، چې بغداد اجازه نه‌ورکوي چې د دې هېواد خاوره پر دوستو او ګاونډیو هېوادونو د برید د سرچینې یا د لارې په توګه وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن (شنبه د زمري ۱۰مه) سوریې او اردن په دوو جلا جلا خبرداریو کې، عراقي چارواکي د ممکنه برید په موخه د ایران د ملاتړ لرونکو وسله‌والو ډلو له تحرکاتو او پلانونو خبر کړي دي.

امریکا په منځني ختیځ کې خپلو اتباعو ته د وتلو سپارښتنه کړې

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۱
100%

د امریکا حکومت په منځني ختیځ کې مېشتو خپلو اتباعو ته، په ځانګړې توګه په کوېټ، مصر، بحرین، سعودي عربستان، قطر، اردن او متحده عربي امارات کې خبرداری ورکړی، چې د سیمې د روانو ترینګلتیاوو له امله دې د وتلو په اړه غور وکړي او یا دې د بېړني حالت لپاره د وتلو چمتووالی ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفر او کونسلګرۍ څانګې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو او په سیمه کې د امریکا سفارتونو له لوري په خپرو شویو لارښوونو سره له خپلو اتباعو غوښتي چې احتیاط وکړي او خپل امنیت ته جدي پام وکړي.

په اعلامیه کې همداراز ورته ویل شوي، چې د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریم د لنډمهاله تړل کېدو او د سفرونو بهیر د ګډوډېدو احتمال ته دې چمتو واوسي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د سیمې ځینو هوايي شرکتونو د الوتنو د پخوانیو مهالویشونو د بېرته پیلولو چارې ځنډولي او ځینو نورو یو شمېر الوتنې او لارې لغوه کړې دي.

امریکا له خپلو اتباعو غوښتي، که امکان لري د سیمې د پرېښودو په اړه فکر وکړي او که وضعیت نور هم خراب شي، د ژر وتلو لپاره چمتو واوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو پر بریدونو غور کوي، خو لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې، خو ایران هم د یادو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې په سیمه کې به له امریکايي اډو سره ورته چلند وکړي.

العربیه: سوریې او اردن عراق ته د ایران د ملاتړ لرونکو ډلو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۱
100%

العربیه شبکې د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی، سوریې او اردن په دوو جلا جلا خبرداریو کې، عراقي چارواکي د احتمالي برید په موخه د ایران د ملاتړ لرونکو وسله‌والو ډلو له تحرکاتو او پلانونو خبر کړي دي. ایران بیا ویلي، چې د وسله والو ځواکونو دفاعي ګوزارونه په پوره توان سره دوام لري.

د العربیه د راپور له مخې، یوې عراقي سیاسي سرچینې ویلي، سوریې بغداد ته خبر ورکړی، چې د سرحد په شاوخوا کې د ایران د ملاتړ لرونکو ملېشو ځینې تحرکات ثبت شوي او د دغه خبرداري د مستقیم لېږد لپاره له عراقي چارواکو سره اړیکه نیول شوې ده.

همدارنګه یوې باخبرې اردنۍ سرچینې العربیه ته ویلي، د اردن پر خاوره د ایران د ملاتړ لرونکو وسله‌والو ډلو د احتمالي بریدونو د پلانونو په اړه معلومات، د عراق چارواکو په واک کې ورکړي او له بغداد څخه یې غوښتي چې د دغو ډلو د مهارولو لپاره لاس په ‌کار شي.

100%

له دې سره سم، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی، چې «د وسله والو ځواکونو دفاعي ګوزارونه په پوره توان سره دوام لري» او د «دښمنانو د شر په بشپړ ډول د دفعه کولو» تر وخته یې د حکومت پر مقاومت او هوډ ټینګار کړی دی.

دغه وزارت له امریکا سره تفاهم ته په اشارې سره زیاته کړې، چې واشنګټن د بندرونو سمندري محاصرې ته په دوام ورکولو، د هېواد پر بېلابېلو سیمو په بریدونو، د اقتصادي فشارونو او ګواښونو پر زیاتولو سره، د اسلامي جمهوریت پر خلاف خپلو تېري کوونکو اقداماتو ته دوام ورکوي.