هغې زیاته کړه: «کله چې موږ ته وویل شول، چې باید بېرته افغانستان ته ولاړ شو داسې احساس مې وکړ لکه ټوله نړۍ چې راباندې نسکوره شوې وي. زدهکړې ذهني ارامتیا غواړي خو کله چې هره شېبه د بېرته ستنېدو وېره وي؛ نو پر درس تمرکز ناشونی وي. که افغانستان ته ستنه شم نه یوازې به مې د پوهنتون زدهکړې نیمګړې پاتې شي؛ بلکې د څو کلونو زحمت به مې هم ضایع شي».
هغې وویل، که بېرته افغانستان ته ستنه شي او وروسته وغواړي یوازې پاکستان ته ولاړه شي؛ ترڅو خپلې زدهکړې بشپړې کړي کورنۍ به یې اجازه ورنه کړي او له دې سره به یې زدهکړې د تل لپاره پای ته ورسېږي.
فرشته بيبي له پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې افغان محصلانو او ښځینه محصلانو ته اجازه ورکړي؛ څو لږترلږه خپلې روانې زدهکړې بشپړې کړي. هغه وایي: «موږ یوازې دومره وخت غواړو، چې خپله ډېګري بشپړه کړو. له هغې وروسته چې حکومت هره پرېکړه کوي، موږ ته د منلو وړ ده».
هغې دا هم وویل، پلار یې پرېکړه کړې چې راتلونکې اوونۍ به له ټولې کورنۍ سره افغانستان ته ستنېږي. د هغې په وینا؛ که افغانستان ته ستنه شي نو هلته د نجونو پر زدهکړو لا له وړاندې بندیز لګېدلی.
افغان ښځینه محصلانې وايي، اوسمهال د دوو هېوادونو ترمنځ په داسې وضعیت کې راګیرې دي چې نه یې په پاکستان کې راتلونکی روښانه دی او نه هم په افغانستان کې د زدهکړو مناسب فرصتونه شته. د دوی په باور؛ پاکستان یوازې د پناه ځای نه و بلکې هغه ځای و چې دوی پهکې د خپلې زدهکړې او راتلونکي خوبونه جوړ کړي وو.
د زدهکړو او بشري حقونو کارپوهان وايي، زدهکړه د کډوالو لپاره یوازې یو امتیاز نه؛ بلکې د خپلواک ژوند، عزت او ښه راتلونکي بنسټ دی. د دوی په وینا؛ که زدهکوونکو ته د خپلو زدهکړو د بشپړولو فرصت ور نه کړل شي، نو اغېزې به یې یوازې پر همدې محصلانو محدودې نه وي.
د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د طالبانو «شرطه» او «سپین کمیسي» (د امربالمعروف او نهې عنالمنکر محتسبین) «مرده شویان» وبلل. میاخېل زیاته کړه، د دوی مشر نهښکاري، «خو د اسلام، انسانیت او افغانیت پر ضد فرمانونه صادروي» او ورسره یې اسلام «بدنام» کړی دی.
شاه محمود میاخېل د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) په ایکس خواله رسنۍ کې د یوې لیکنې په خپرولو سره ویلي، طالبان له پنځو کلونو راهیسې د «جمهوریت» او «لنډغرو» پر ضد شعارونه ورکوي او ټوله ملامتیا پر «لنډغرو» او «جمهوریت» اچوي، خو میاخېل د «لنډغرو» د تعریف په تړاو نور جزییات نهدي ورکړي.
میاخېل زیاته کړه: «هو! جمهوریت او لنډغر ځکه ملامته دي چې د طالبانو راتګ ته یې زمینه مساعده کړله. طالبان ولس ته همدا وایي چې دوی د جمهوریت او لنډغرو نه ښه دي او خلک په دې وېروي چې ګوندې که دوی له منځه ځي، نو پخواني لنډغر او فاسد جمهورتیان به بیا راځي».
د دغه پخواني چارواکي په باور، طالبانو د خپلې لومړۍ «ناکامې دورې» د کړنو پر بنسټ، د دوی په اصطلاح پخوانیو «لنډغرو» بیا راتګ ته زمینه مساعده کړله او زیاتوی: «طالبان د خپل اوسني حاکمیت خپله لنډغري او د حکومتولۍ تګلاره نه ګوري چې شرطه او سپین کمیسي مرده شویان یي څه نه کوي؟ افغانستان چا د انزوا حالت سره مخامخ کړی دی؟ د لنډغرو د بیا راتګ لپاره زمینه څوک مساعدوي»؟
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د جمهوري نظام پر مهال د ښځو چارو وزارت د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدو پر وزارت بدل کړ او کارکوونکي یې «محتسبین» وبلل. دغې ډلې بیا محتسبینو ته د ډاکټرانو په څېر سپینې چپنې د یونیفورم په توګه وټاکه.
د طالبانو محتسبین
شاه محمود میاخېل زیاته کړې: «د مشر یې [ملا هبتالله] درک نهښکاري، خو د اسلام، انسانیت او افغانیت په ضد فرمانونه صادروي. هم یې اسلام بدنام کړ، هم افغانیت او هم انسانیت».
د ملي دفاع وزارت دغه پخواني سرپرست په ډاګه کړې، چې د وقفهيي جګړو پر مهال د پاکستان ضد تبلیغاتو د یو څو ورځو لپاره طالبانو ته «ساه» ورکړه، خو په وینا یې، هغه تبلیغ نور بازار نهلري ځکه ولس د دوی پر مذهب نه پوهیږي، چې دوی له پاکستان سره «زرګري» اختلاف لري که اساسي اختلاف؟ او په باور یې: «که اساسي اختلاف یې درلودلې نو باید د ولس حمایت لپاره یې مراجعه کړې وه او زمینه یې د یوه قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره مساعده کړې وه».
د طالبانو تر واک لاندې د نجونو له ځینو دیني مدرسو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په دغه مدرسو کې د تدریس پرځای تر ډېره د ښځو پر وړاندې د طالبانو له سختو تګلارو ملاتړ او تبلیغ کېږي او زدهکوونکې هڅول کېږي چې دغه قوانین سم او د منلو وړ وبولي.
د پکتیا ولایت د یوې ښځینه دارالعلوم یوشمېر زدهکوونکې وایي، ښوونکې یې د تدریس پرځای ډېر وخت د طالبانو لهخوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو او قوانینو پر ستاینې تېروي او ورته وایي چې د طالبانو ټولې پرېکړې او تګلارې شرعي او د منلو وړ دي.
د دغه زدهکوونکو په وینا؛ ښوونکې دوی د طالبي حجاب رعایتولو ته اړ باسي، ان تر دې چې پر سترګو هم د نقاب تورې پردې راټیټول لازمي ګڼي. دوی زیاته کړې، په دې وروستیو کې زدهکوونکو ته خبرداری ورکول شوی که له دې امر سرغړونه وکړي نو د امربالمعروف محتسبین به یې ونیسي.
دغه زدهکوونکو تر دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په مدرسو کې د ښځو اړوند ځینې موضوعات سانسور کېږي او ښوونکې یې ان له تدریس تېرېږي. د زدهکوونکو په وینا؛ په ټولګیو کې د بحثونو پرمهال ښځه د نارینه پرتله ټیټه او بېوسې معرفي کېږي.
یوه زدهکوونکې وایي، له هغې ورځې چې مدرسې ته ځي، له ژور خپګان او ذهني فشار سره مخ ده. هغې زیاته کړه: «کله چې په ځینو موضوعاتو له استادانو سره بحث کوو، که هر څومره منطقي او قانع کوونکي دلایل هم وړاندې کړو، هغوی په تونده لهجه او له تاوتریخوالي ډک چلند ځواب راکوي او خپله خبره پر موږ تحمیلوي».