• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ خبرې به د دوشنبې په ورځ پیل شي

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د پلان شوي برید د ځنډېدو په اړه ویلي، چې خبرې اترې به د دوشنبې له ماسپښین وروسته پیل شي. هغه ویلي، داسې یو برید یې تر غور لاندې و چې له دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې تر ټولو لوی پوځي برید و.

ډونالډ ټرمپ ویلي، داسې برید یې په پلان کې و که ترسره شوی وای؛ نو له دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې به تر ټولو لوی پوځي عملیات وو او خونړۍ پایلې به یې لرلې. د هغه په خبره؛ د سیمې هېوادونو په غوښتنه یې دغه برید ترسره نه‌کړ.

ټرمپ وویل، د سعودي عربستان پاچا او په حقیقت کې ولیعهد ترې غوښتي چې د پوځي اقدام پر ځای د یوې هوکړې ترلاسه کولو لپاره د خبرو اترو لاره غوره کړي؛ ځکه هغوی اندېښمن وو چې جګړه به پراخه شي، بشري ناورین به رامنځته کړي او د کډوالو یوه لویه څپه به د سیمې هېوادونو ته ور واوړي.

هغه زیاته کړه، چې د منځني ختیځ څو نورو هېوادونو هم ورته غوښتنه کړې ده. د امریکا ولسمشر وویل، اوس باید روښانه شي چې ایا د اټومي وسلو د بې‌وسلې کولو په اړه د یوې هوکړې ترلاسه کولو امکان شته که نه.

نوموړي ټینګار وکړ، غوره ګڼي چې د خبرو اترو له لارې ناورین حل کړي؛ ځکه چې جګړه به د ګڼو خلکو د مرګ لامل شي. ټرمپ زیاته کړه، د سیمې هېوادونه باوري دي چې د یوې هوکړې ترلاسه کولو ته نږدې شوي او له همدې امله یې د برید د ځنډېدو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي
۱

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۲

جرمني د یوه بل داسې افغان د اېستلو تابیا کړې چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري

۳

جنرال سمیع‌ سادات: له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه لرو

۴

طالبانو په کابل کې د ۷ غلو د وژلو ادعا کړې

۵
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې اداره: د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو بیې یو وار بیا راټیټې شوې

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۴۸ GMT+۱
100%

د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو اوونیو تاوتریخوالي د تېلو نړۍوال بازار اغېزمن کړی و؛ خو د دوشنبې ورځې په پیل کې معاملاتو او خبرو اترو ته د هیلو له امله د تېلو نړۍوالې بیې په څرګند ډول راټیټې شوې.

د برنېټ تېلو بیه نږدې ۴.۸ سلنه کمه شوې او په هر بېرل کې ۸۳.۷۳ ډالرو ته رسېدلې. همدارنګه د لوېدیځ ټېکساس انټرمېډیټ (WTI) خامو تېلو بیه هم له ۵ سلنې زیاته کمه شوې او په هر بېرل کې ۸۰.۳۴ ډالرو ۲ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان ویلي پر ایران پلان شوی برید یې ځنډولی او د نویو خبرو اترو لړۍ به پیل شي. د تېلو نړۍوال بازار چې په وروستیو اوونیو کې د پوځي او سیاسي خبرو تر سخت اغېز لاندې و، د تاوتریخوالي د کمښت نښو ته په چټکۍ سره غبرګون وښود.

هغه سوداګر چې مخکې یې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد لړۍ ګډوډېدو او د جګړې د پراخېدو اندېښنه لرله، د پوځي عملیاتو د ځنډ او د خبرو اترو د پیل له اعلان وروسته د لوړو شویو بیو یوه برخه بېرته راکمه کړه.

دغه کمښت په داسې حال کې راغلی، چې په تېرو میاشتو کې د تېلو بیې څو ځله په چټکۍ لوړې شوې وې او ان د هر بېرل بیه تر ۸۹ او ۹۰ ډالرو هم رسېدلې وه. د انرژۍ شنونکي وایي، د بیو اوسنی کمښت ښيي چې بازار د تاوتریخوالي د زیاتېدو او یا هم د کمېدو دواړو احتمالونو ته په احتیاط ګوري. له یوې خوا د خبرو اترو لپاره د چمتووالي اعلان دغه هیله پیاوړې کړې، چې سمندري لارې به تر یوه حده عادي شي او د تېلو رسولو پر وړاندې ګواښ به کم شي.

سره له دې کارپوهان خبرداری ورکوي، که په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ وشي، یا برعکس، د ډیپلوماسۍ د ناکامېدو نښې څرګندې شي؛ نو د تېلو نړۍوالې بیې به په چټکۍ سره بدلون ومومي.

هرمز تنګی لاهم د نړۍ د انرژۍ له مهمو لارو ګڼل کېږي او هر ډول بدلون په دغه سیمه کې کولی شي د تېلو پر نړۍوالو بیو سملاسي اغېز وکړي.

اتن ته څېرمه د اور وژنې د دوو چورلکو د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي دي

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱
100%

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، اتن ته څېرمه د پراخې اورلګېدنې د مهارولو پرمهال د اور وژنې دوه چورلکې له یو بل سره ټکر شوې چې له امله یې یو یونانی او یو د ډنمارکی وګړی مړه شوي دي. دوه نور کسان چې یو یې یونانی او بل برتانوی وګړی دی؛ له پېښې روغ وتلي دي.

د یونان ځایي چارواکو د یادې پېښې د لامل روښانه کولو لپاره څېړنې پیل کړې دي. د تودوخې بې‌سارې څپې له امله رامنځته شویو اورلګېدنو تراوسه تر ۱۰۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي او سلګونه کسان یې اړ اېستي چې خپلې سیمې پرېږدي.

چارواکي وایي، چې اور د برېښنا له مزو څخه د چنګکونو له امله پیل شوی او په دې تړاو یې دوه کسان د بې‌غورۍ په تور نیولي دي. ورته مهال د اتن په لوېدیځ کې د ځینو سیمو د تخلیې خبرداری ورکړل شوی او د ژغورنې ځواکونه هڅه کوي اور مهار کړي.

رویټرز همداراز راپور ورکړی، چې په فرانسه او هسپانیا کې هم اورلګېدنه تر ډېره مهار شوې؛ خو وچکالي او سخته ګرمي لاهم د اروپا پر بېلابېلو سیمو اغېز کوي. په هنګري کې هم د ډانیوب سیند د اوبو کچه په بې‌ساري ډول ټیټه شوې، چې له څلورو لسیزو ډېرې مودې وروسته یې د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد یوازینی اټومي برېښناکوټ فعالیت درولی او په سربیا کې یې له اوبو څخه د برېښنا د تولید کچه هم د پام وړ کمه کړې ده.

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۱
100%

د غزې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو د تېر کال د اوربند تړون د عملي کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

د فلسطیني چارواکو په وینا؛ د یکشنبې په بریدونو کې څلور کسان په دېرالبلاح کې وژل شوي دي. خان‌یونس ته نږدې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي. په غزې ښار کې هم یوه کورنۍ (مېړه، ښځه او ماشوم) وژل شوي دي او پنځه نور د غزې ښار او جبالیا په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي.

د اسراییل پوځ ویلي، په دېرالبلاح کې یې پر هغه اپارتمان برید کړی چې د حماس د ځانګړو ځواکونو دوه قوماندانان په‌کې مېشت وو. دغه بریدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي و، حماس او نورو فلسطیني وسله‌والو ډلو پر بې‌وسلې کېدو هوکړه کړې ده. د هغه دغه څرګندونې د جګړې پای ته رسېدو لپاره هیلې زیاتې کړې وې.

خو د اسراییل د انرژۍ وزیر او د امنیتي کابینې غړي اېلي کوهن د یکشنبې په ورځ وویل، د اسراییل حکومت به حماس ته د بې‌وسلې کېدو فرصت ورکړي؛ خو دوی باور نه‌لري چې دا کار به وشي.

کوهن د اسراییل د پوځ راډیو ته ویلي، چې تراوسه د غزې پر ضد د بریدونو بندېدو هېڅ تړون نه‌دی شوی. هغه وویل، که حماس بې‌وسلې نه‌شي نو اسراییل باید د غزې بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي. د هغه په وینا؛ اسراییل اوس‌مهال د غزې شاوخوا ۷۰ سلنه سیمه تر خپل واک لاندې لري.

هغه زیاته کړه: «په هغه تړون کې چې موږ له امریکا سره کړی، زموږ دریځ دا دی چې حماس باید ختم شي. دا لومړنی کار دی چې باید وشي». د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې؛ تر اوربند وروسته لږترلږه ۱,۲۳۰ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.

بل لور ته د اسراییل د شمېرو له مخې؛ په همدې موده کې څلور اسراییلي پوځیان هم وژل شوي دي.

هغه ډله چې د «ټرمپ د سولې پلاوی» بلل کېږي او امریکا یې مشري کوي، د جمعې په ورځ د اوربند تړون د وروستیو پړاوونو بشپړولو لپاره ۱۵ ماده‌ییزه نقشه خپره کړه. حماس ویلي، مخکې له دې چې خپلې وسلې د فلسطین یوې نوې ادارې ته وسپاري؛ اسراییل باید خپل بریدونه ودروي او د اوربند د تړون له مخې خپل پوځ له غزې وباسي.

د حماس یو لوړپوړي چارواکي باسم نعیم د یکشنبې په ورځ وویل، حماس «ډېر انعطاف» ښودلی؛ خو اسراییل یې تورن کړ چې د بریدونو په زیاتولو سره غواړي په جګړه کې نوي شرایط په زور رامنځته کړي.

هغه وویل: «په داسې حال کې چې سیاسي خبرې مخ په وړاندې روانې دي، د بریدونو زیاتېدل ښيي چې اشغالګر حکومت غواړي د جګړې د پای ته رسېدو بهیر کمزوری کړي او په زور نوي حقیقتونه پر خلکو وتپي».

فایننشل ټایمز: تهران او عمان په هُرمز تنګي کې د کښتۍ چلونې د مدیریت هوکړې ته نږدې شوي

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱
100%

فایننشل ټایمز د ایراني ډیپلوماټانو له قوله راپور ورکړی چې تهران او عمان په هُرمز تنګي کې د کښتۍ چلونې د مدیریت په اړه یوې نوې هوکړې ته د رسېدو وروستیو پړاوونو ته نږدې شوي دي. د ورځپاڼې په وینا، منځګړي دا هوکړه د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره مهمه بولي.

د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې له عمان سره روانې خبرې، چې د هرمز تنګي د اوبو یوه برخه یې د عمان تر حاکمیت لاندې ده، وروستي پړاو ته رسېدلې دي.

فایننشل ټایمز لیکلي چې د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي د ۱۷مې د تفاهم‌لیک د بیا فعالېدو او د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړې د عملي کېدو لپاره، د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ د بیا پیل په اړه هوکړه مهم شرط ګڼل کېږي.

راپور زیاتوي چې عمان په وروستیو اوونیو کې د یوې لنډمهالې هوکړې د رامنځته کولو هڅې کړې دي، خو د ایران حکومت غوښتنه کړې چې پر هرمز تنګي خپل کنټرول وساتي.

د فایننشل ټایمز په وینا، عمان بیا د خپلو سیمه‌ییزو اوبو اړوند د واکونو له سپارلو سره مخالفت کړی او ټینګار یې کړی چې د خپلې خاورې او سمندري قلمرو واک به نه پرېږدي.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي او د نړیوالې انرژۍ د لېږد یوه ستراتیژیکه لار بلل کېږي، چې هر ډول کړکېچ یا محدودیت پکې پر نړیوالو بازارونو مستقیم اغېز لرلی شي.

اسوشیټډ پرېس: ټرمپ څو ځله پر ایران بریدونه وځنډول خو کړکېچ پای ته ونه رسېد

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۱
100%

اسوشیټډ پرېس په یوه راپور کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د درولو پرله‌پسې اعلانونه د امریکا او ایران ترمنځ د پنځه میاشتني کړکېچ یوه مهمه ځانګړنه ګرځېدلې ده.

د راپور له مخې، ټرمپ څو ځله له پراخو پوځي ګواښونو وروسته اعلان کړی چې د خبرو اترو د زمینې د برابرولو لپاره به پوځي عملیات وځنډول شي، خو دا ځنډ په ډېری مواردو کې یوازې څو ساعته یا څو ورځې دوام کړې او ورپسې جګړه بېرته پیل شوې ده.

اسوشیټډ پرېس د دغو تحولاتو په ارزونه کې لیکلي چې ټرمپ د روان کال د وري، غويي، غبرګولي، چنګاښ او زمري په میاشتو کې څو ځله د اوربند یا د بریدونو د درولو اعلان کړی، خو هر ځل خبرې اترې یا اوربند د امریکا او ایران د نويو بریدونو په پیل سره پای ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، تر ټولو وروستۍ بېلګه د جمعې په ورځ رامنځته شوه، کله چې ټرمپ تر سختو پوځي ګواښونو څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې د احتمالي هوکړې د چوکاټ د رامنځته کېدو او د ډیپلوماټیکو خبرو د فرصت د برابرېدو لپاره یې پلان شوی برید لغوه کړی دی.

اسوشیټډ پرېس زیاته کړې چې ایراني چارواکو هم د ټرمپ له دغو څرګندونو سره سره ویلي، د هر ډول احتمالي پوځي اقدام پر وړاندې خپل چمتووالی ساتي او امنیتي تدابیر یې دوام لري.