د فلسطیني چارواکو په وینا؛ د یکشنبې په بریدونو کې څلور کسان په دېرالبلاح کې وژل شوي دي. خانیونس ته نږدې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي. په غزې ښار کې هم یوه کورنۍ (مېړه، ښځه او ماشوم) وژل شوي دي او پنځه نور د غزې ښار او جبالیا په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي.
د اسراییل پوځ ویلي، په دېرالبلاح کې یې پر هغه اپارتمان برید کړی چې د حماس د ځانګړو ځواکونو دوه قوماندانان پهکې مېشت وو. دغه بریدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي و، حماس او نورو فلسطیني وسلهوالو ډلو پر بېوسلې کېدو هوکړه کړې ده. د هغه دغه څرګندونې د جګړې پای ته رسېدو لپاره هیلې زیاتې کړې وې.
خو د اسراییل د انرژۍ وزیر او د امنیتي کابینې غړي اېلي کوهن د یکشنبې په ورځ وویل، د اسراییل حکومت به حماس ته د بېوسلې کېدو فرصت ورکړي؛ خو دوی باور نهلري چې دا کار به وشي.
کوهن د اسراییل د پوځ راډیو ته ویلي، چې تراوسه د غزې پر ضد د بریدونو بندېدو هېڅ تړون نهدی شوی. هغه وویل، که حماس بېوسلې نهشي نو اسراییل باید د غزې بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي. د هغه په وینا؛ اسراییل اوسمهال د غزې شاوخوا ۷۰ سلنه سیمه تر خپل واک لاندې لري.
هغه زیاته کړه: «په هغه تړون کې چې موږ له امریکا سره کړی، زموږ دریځ دا دی چې حماس باید ختم شي. دا لومړنی کار دی چې باید وشي». د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې؛ تر اوربند وروسته لږترلږه ۱,۲۳۰ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.
بل لور ته د اسراییل د شمېرو له مخې؛ په همدې موده کې څلور اسراییلي پوځیان هم وژل شوي دي.
هغه ډله چې د «ټرمپ د سولې پلاوی» بلل کېږي او امریکا یې مشري کوي، د جمعې په ورځ د اوربند تړون د وروستیو پړاوونو بشپړولو لپاره ۱۵ مادهییزه نقشه خپره کړه. حماس ویلي، مخکې له دې چې خپلې وسلې د فلسطین یوې نوې ادارې ته وسپاري؛ اسراییل باید خپل بریدونه ودروي او د اوربند د تړون له مخې خپل پوځ له غزې وباسي.
د حماس یو لوړپوړي چارواکي باسم نعیم د یکشنبې په ورځ وویل، حماس «ډېر انعطاف» ښودلی؛ خو اسراییل یې تورن کړ چې د بریدونو په زیاتولو سره غواړي په جګړه کې نوي شرایط په زور رامنځته کړي.
هغه وویل: «په داسې حال کې چې سیاسي خبرې مخ په وړاندې روانې دي، د بریدونو زیاتېدل ښيي چې اشغالګر حکومت غواړي د جګړې د پای ته رسېدو بهیر کمزوری کړي او په زور نوي حقیقتونه پر خلکو وتپي».