شفیع جان: د عمران خان د خلاصون لپاره مو ټولې قانوني لارې وکارولې خو اوس به پرېکړه ولس کوي

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير شفيع جان ويلي، د پاکستان تحريک انصاف ګوند له زندانه د خپل بنسټګر عمران خان د خلاصون لپاره ټولې قانوني او اساسي لارې کارولې دي؛ خو انصاف ونه شو نو اوس به ګوند د ولس په ملاتړ د خپلې سولهييزې سياسي مبارزې بل پړاو پیل کړي.
شفیع جان دغه خبرې په کوهاټ کې د عليمه خان د سفر پرمهال يوې غونډې ته د وينا پرمهال کړې دي. هغه وويل، د پاکستان تحريک انصاف به د خپلې راتلونکې تګلارې اعلان د اګست په ۵مه په پېښور کې د يوې ولسي غونډې پر مهال وکړي.
د هغه په وینا؛ د عمران خان د نيول کېدو درې کاله پوره شوي، خو تراوسه هغه ته انصاف، مناسبې روغتیایي اسانتياوې او بنسټيز بشري حقونه نهدي ورکړل شوي. نوموړي زیاته کړې، د يوه پخواني منتخب لومړي وزير اوږدمهاله بند د قانون حاکمیت او بشري حقونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
شفیع جان وويل: «موږ محکمو ته مراجعه وکړه او ټولې قانوني او اساسي لارې مو وکارولې؛ خو انصاف ونه شو. اوس به پرېکړه ولس کوي».
وړاندې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان خور علیمه خان د یاد ګوند له کارکوونکو غوښتنه کړې وه، چې (د اګست په ۵مه) د اډیاله زندان پر لور د احتجاج لپاره چمتووالی ونیسي او له خیبر پښتونخوا څخه دې لوی کاروانونه راولپنډۍ ته روان شي.
علیمه خان د عمران خان د خلاصون لپاره دوه مهمې غوښتنې مطرح کړې وې او ویلي یې و، چې پخواني لومړي وزیر ته دې غوره روغتیایي اسانتیاوې برابرې شي او له انفرادي بندخونې دې واېستل شي.
