د اسپانیا بالیاریک ټاپوګانو ته د رسېدو په هڅه کې ۱۷ کډوال مړه شوي

د اسپانیا چارواکو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۱۷ کډوال د دغه هېواد بالیاریک ټاپوګانو ته د رسېدو پر لاره، له ۱۵ ورځو سمندري سرګردانۍ وروسته، مړه شوي دي.

د اسپانیا چارواکو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۱۷ کډوال د دغه هېواد بالیاریک ټاپوګانو ته د رسېدو پر لاره، له ۱۵ ورځو سمندري سرګردانۍ وروسته، مړه شوي دي.
چارواکو ویلي چې د دې پېښې دوه ژوندي پاتې شوي کسان، چې د شمالي افریقا اوسېدونکي دي، د سختې لوږې او د اوبو د کموالي له امله له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ شوي وو او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
په یوه بله جلا پېښه کې، چې د سې شنبې ورځې په وروستیو کې د مایورکا ټاپو ته څېرمه رامنځته شوې، د اسپانیا چارواکو ویلي چې له یوې بلې کښتۍ څخه یې ۱۷ کډوال ژوندي ژغورلي او د دوو کسانو مړي یې موندلي دي.
د چارواکو په وینا، اټکل کېږي چې په دغه کښتۍ کې شاوخوا ۳۰ کسان سپاره وو او د نورو ورکو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات د سې شنبې تر ماښامه دوام درلود.
د اروپايي ټولنې د سرحدي ساتنې او ساحلي ساتنې ادارې «فرونټېکس» د شمېرو له مخې، د الجزایر او بالیاریک ټاپوګانو ترمنځ سمندري لاره د روان کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې اروپايي ټولنې ته د کډوالۍ د لارو په منځ کې تر ټولو چټکه وده کوونکې لاره وه.
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې ته د کډوالو د راتګ عمومي شمېر کم شوی دی.
همداراز، د اسپانیا د کورنیو چارو وزارت تازه شمېرې ښيي چې دغه هېواد ته د کډوالو راتګ د تېر کال د همدې مودې په پرتله نږدې ۲۵ سلنه کم شوی دی.

«زما په زامنو پام کوئ». دا د افغان کډوال حیاتالله د ژوند د وروستیو شېبو د غږیز پیغام یوه برخه وه، چې د نیمروز په سوځنده شګو کې یې په خپل ګرځنده ټېلیفون ثبت کړې وه.
حیاتالله چې له یو شمېر نورو کډوالو سره ایران ته د تګ پر لاره په دښته کې لار ورکه کړې وه، په مات او کمزوري غږ وویل: «زما لپاره دعا وکړئ. مورې، زه د مرګ په حال کې یم.» هغه وروسته دوه ځله له خپلې کورنۍ وغوښتل چې د ده د زامنو، په ځانګړي ډول د هبت، ساتنه او پالنه وکړي.
حیاتالله له هغو ۱۴ کډوالو څخه یو و، چې د دوی د لېږد موټر تر خرابېدو او په دښته کې له ورکېدو وروسته، د سختې تندې او زغملو نه وړ ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
خو له داسې دردناکو برخلیکونو سره سره، ولې لا هم زرګونه افغانان د دې مرګوني لارې خطر مني او ایران ته د رسېدو هڅه کوي؟
ایران دا ورځې له اقتصادي ستونزو، ټولنیزو محدودیتونو او د افغان کډوالو له پراخ ایستلو سره مخ دی. په دې هېواد کې نه د دایمي استوګنې ترلاسه کول اسانه دي او نه هم د ډېری کډوالو لپاره روښانه راتلونکی لیدل کېږي.
سره له دې، د ډېرو افغانانو لپاره ایران لا هم هغه ځای دی چې د رسېدو لپاره یې د خطر منل ارزښت لري.
یاسین صمیم، چې د افغانستان د حکومتولۍ او پراختیا د چارو څېړونکی دی، وایي چې د ډېرو افغانانو لپاره موضوع د امنیت او ناامنۍ ترمنځ انتخاب نه دی، بلکې د دوو سختو او ستونزمنو حالتونو ترمنځ د یوې لارې ټاکل دي.
د هغه په وینا، اقتصادي فشارونه، بېکاري، بېوزلي او په افغانستان کې پراخ محدودیتونه دومره زیات شوي چې ګڼ خلک، سره له دې چې د لارې له خطرونو او په ایران کې د ژوند له ستونزو خبر دي، بیا هم د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.
هغه وایي: «همدا چې خلک لا هم ایران ته د رسېدو لپاره دومره لوی خطر مني، دا ښيي چې په افغانستان کې د ژوند شرایط تر کومې کچې سخت دي. هغه لاملونه چې خلک کډوالۍ ته اړ باسي، لا هم پر خپل ځای پاتې دي.»
وروسته له هغې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د ډېرو افغانانو لپاره د ایران ویزې ترلاسه کول د پخوا په پرتله سخت شوي دي. له همدې امله، هغه کسان چې د ویزې لوړې لګښتونه نه شي ورکولای، د انسان قاچاقبرو شبکو ته مخه کوي.
صمیم وایي، ویزه په عملي ډول په تور بازار کې په یوه سوداګریز توکي بدله شوې او د راپورونو له مخې، بیه یې له زرو تر یو زر او دوه سوه ډالرو پورې رسېدلې ده. د دومره پیسو برابرول د ډېرو افغانو کورنیو له وسه پورته دي.
د هغه په وینا، بېوزلي، بېکاري او سیاسي فشارونو ګڼ خلک داسې حالت ته رسولې چې له قاچاقبرو پرته بله لار نه ویني.
ډېری هغه کډوال چې په ناقانونه لارو ایران ته ننوځي، د نیمروز لاره غوره کوي. دا ولایت ایران ته د انسانانو د قاچاق له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او په عین حال کې د کډوالۍ له تر ټولو مرګونو مسیرونو څخه هم دی.
کډوال اړ دي چې سلګونه کیلومتره د داسې دښتو او بېدیاوو له منځه تېر شي چې د هوا تودوخه پکې کله ناکله له ۴۵ سانتي ګرادو درجو هم اوړي.
په داسې شرایطو کې، که قاچاقبران کډوال پرېږدي او یا یې موټر خراب شي، د ژوندي پاتې کېدو چانس ډېر کم وي. سخته تنده او زغملو نه وړ ګرمي کولای شي یوازې په څو ساعتونو کې د انسان ژوند واخلي.
حتی هغه کسان چې له دښتې روغ ووځي، د لارې په دوام کې د نیول کېدو، ایستلو، لوټ کېدو او یا د قاچاقبرو د ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ وي.
ایران له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی دی. په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالو د پراخ ایستلو له څپې مخکې، شاوخوا څلور میلیونه افغانان، چې پکې ثبت شوي پناهغوښتونکي، د قانوني اسنادو لرونکي او بې اسناده کسان شامل وو، په ایران کې اوسېدل.
سره له دې، ډېری یې له کلونو ژوند وروسته هم د روښانه قانوني حالت څښتنان نه دي. د افغان کډوالو هغه ماشومان چې په ایران کې زېږي، په خپله ایرانی تابعیت نه ترلاسه کوي او د ډېرو افغانانو لپاره د تابعیت ترلاسه کولو روښانه لاره هم نشته.
امید معماریان، چې د ډان (DAWN) په نوم سازمان کې د ایران د چارو لوړپوړی شنونکی دی، وایي ایران په وروستیو کلونو کې د افغانانو د قانوني ننوتلو لارې لا پسې محدودې کړې دي.
د هغه په وینا، هر څومره چې قانوني لارې تړل کېږي، همغومره ډېر خلک اړ کېږي چې د قاچاق له لارو ایران ته ولاړ شي؛ هغه لارې چې پکې د کډوالو د حقونو د نقض او ناوړه ګټې اخیستنې خطر ډېر لوړ وي.
کارپوهان باور لري چې سختو کډوالۍ پالیسيو او پراخو ایستنو د افغان کډوالو شمېر نه دی کم کړی، بلکې یوازې یې هغوی لا خطرناکو لارو ته اړ کړي دي.
معماریان وایي: «د ډېرو خلکو لپاره خبره د ژوند کولو لپاره د تر ټولو ښه هېواد موندل نه دي. هغوی یوازې غواړي له هغه ناوړه حالت څخه ځان وژغوري چې پکې بند پاتې دي. دا پرېکړه تر هر څه وړاندې د ژوندي پاتې کېدو لپاره کېږي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تېره میاشت په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د دومره سترو راستنېدونکو د منلو لپاره چمتووالی نه لري.
د دې ادارې په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له شپږو میلیونو ډېر افغانان هېواد ته بېرته ستانه شوي، په داسې حال کې چې د افغانستان نږدې نیمايي وګړي د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، په خوندي ډول او د انساني کرامت له ساتنې سره مل وي. دې سازمان خبرداری ورکړی چې د پراخو ایستنو دوام به د افغانستان بشري ناورین لا ژور او سخت کړي.
ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې ماشومانو ته د مور شیدې ورکولو کچه لوړې شوې، خو لا هم میلیونونه میندې اړین ملاتړ نه لري. افغانستان کې بیا یوازې شاوخوا نیمایي ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور په شیدو تغذیه کېږي، حال دا چې میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) او د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالې شیدو ورکولو اوونۍ په مناسبت له هېوادونو غوښتي چې د میندو لپاره د شیدو ورکولو مسلکي مشورې پیاوړې، د زېږون پر مهال او وروسته د میندو ملاتړ زیات او د مور د شیدو د بدیلو تجارتي محصولاتو د بازارموندنې لپاره سخت مقررات عملي کړي.
د دغو ادارو مشران وايي: «د مور شیدې ورکول حیاتي دي» او د ثابتو او اغېزمنو لارو چارو په برخه کې پانګونه کولی شي هر ماشوم ته د ژوند تر ټولو ښه پیل برابر کړي او میندو ته هغه پاملرنه او خدمتونه ورسوي چې ورته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وايي، د مور شیدې ورکول ماشومانو ته اړین غذایي مواد برابروي، د هغوی معافیت پیاوړی کوي، د جدي ناروغیو پر وړاندې یې ساتنه کوي او د ذهني ودې په پیاوړتیا کې مهم رول لري. د مور لپاره هم د سینې او تخمدان سرطانونو او د دویم ډول شکر ناروغۍ د خطر په کمولو کې مرسته کوي.
د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، که د مور شیدې ورکول په پراخه کچه پیاوړي شي، هر کال د نږدې ۴۰۰ زره ماشومانو او ۱۴۰ زره میندو د مړینې مخه نیول کېدای شي.
دواړه ادارې سپارښتنه کوي چې ماشوم باید د زېږون په لومړي ساعت کې د مور شیدې پیل کړي، د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور په شیدو تغذیه شي او له شپږو میاشتو وروسته دې د مناسبو او خوندي تکمیلي خوړو ترڅنګ تر دوو کلونو یا له هغې ډېر د مور شیدو ته دوام ورکړل شي.
افغانستان؛ یوازې نیمایي ماشومان یوازې د مور په شیدو تغذیه کېږي
د یونیسف افغانستان څانګې د تغذیې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې یوازې شاوخوا نیمایي ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور په شیدو تغذیه کېږي. دغه اداره وايي، د کافي او متنوع خوړو نشتوالی او د ماشومانو د تغذیې ناسمې لارې چارې د افغانستان د خوارځواکۍ له مهمو لاملونو څخه دي.
یونیسف خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۳،۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د حادې خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ کېدای شي. په دې ډله کې شاوخوا ۹۴۲ زره ماشومان د شدیدې حادې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي. همداراز اټکل کېږي چې نږدې ۱،۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به په همدې کال کې له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.
یونیسف وايي، د افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران په ځانګړي ډول د دوو کلونو کم عمره ماشومانو لپاره جدي دی، ځکه د دغو ماشومانو د ودې په لومړیو پړاوونو کې د مور د شیدو ترڅنګ مناسبو او مغذي تکمیلي خوړو ته اړتیا زیاته وي.
د یونیسف په وینا، د افغانستان د خوارځواکۍ د بحران د مخنیوي لپاره د ټولنې په کچه د میندو د تغذیې او ماشومانو د شیدو ورکولو په اړه مشورې، د مناسبو لومړنیو خوړو ته د لاسرسي پراخول او د روغتیايي خدمتونو پیاوړي کول مهم دي.
د نړۍ کچه پرمختګ، خو لا هم لوی واټن
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د لومړیو شپږو میاشتو یوازې د مور په شیدو د تغذیې کچه په ۲۰۱۲ کال کې له شاوخوا ۳۷ سلنې څخه اوس له ۴۷ سلنې لوړه شوې ده. تر دوو کلونو پورې د شیدو ورکولو کچه هم په وروستیو کلونو کې له ۳۸ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
خو یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا پرمختګ لا هم د نړیوالو ټاکل شویو موخو لپاره کافي نه دی. د دوی په وینا، د شیدو ورکولو د ملاتړ خدمتونه په ډېرو هېوادونو کې محدود دي، پالیسۍ په یوشان ډول نه عملي کېږي او د خدمتونو کیفیت، په ځانګړي ډول په بېوزلو، بحراني او بشري ناورین ځپلو سیمو کې، کافي نه دی.
دواړو ادارو ټینګار کړی چې «شواهد روښانه دي» او د روغتیايي نظامونو له لارې مسلکي ملاتړ، په ټولنو کې مشورې، د میندو لپاره معاش لرونکې رخصتۍ او کاري خوندیتوب او د مور د شیدو د بدیلو تجارتي محصولاتو د بازارموندنې د مقرراتو عملي کول، د شیدو ورکولو د کچې لوړولو له اغېزمنو او کملګښته لارو څخه دي.
ملګري ملتونه وايي، د مور د شیدو ورکولو په برخه کې پانګونه اقتصادي ګټه هم لري، د دوی د اټکل له مخې، د دې برخې پر هر یو ډالر پانګونه شاوخوا ۵۹ ډالره اقتصادي عاید رامنځته کوي. دغه عاید د روغتیايي لګښتونو د کمېدو، د ماشومانو د ذهني ودې، د زدهکړو د ښه پایلو او په راتلونکي کې د لوړ عاید له لارې ترلاسه کېږي.
ملګري ملتونه د نړیوالې شیدو ورکولو اوونۍ پر مهال له هېوادونو غواړي چې د روغتیايي نظامونو د پیاوړتیا ترڅنګ، د میندو لپاره د زېږون مخکې، د زېږون پر مهال او وروسته د شیدو ورکولو لازم ملاتړ برابر کړي او دغه خدمتونه په بېړنیو او بشري ناورینونو کې هم له منځه ولاړ نه شي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو روان بهیر د هغه ښځینه افغان محصلانو اندېښنې زیاتې کړې، چې په دغه هېواد کې پر لوړو زدهکړو بوختې دي. دوی وايي، که د زدهکړو له بشپړېدو وړاندې افغانستان ته د ستنېدو لپاره اړې شي؛ نو د څو کلونو زحمت به یې په اوبو لاهو شي.
دوی داسې هېواد ته د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي، چې پهکې د نجونو پر لوړو زدهکړو بندیز لګېدلی او د زدهکړو دوام پهکې ناشونی دی.
۲۰ کلنه افغان محصله فرشته بيبي (مستعار نوم) چې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده، له خپلې کورنۍ سره له څو کلونو راهیسې د پېښور په ښار کې ژوند کوي. نوموړې دامهال په یوه خصوصي پوهنتون کې د ګرځندوی او هوټل مدیریت د څلورم سمستر محصله ده.
فرشتې بيبي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د کډوالۍ ژوند هېڅکله اسانه نه و؛خو بیا یې هم خپلې زدهکړې ونه درولې ځکه باور لري چې زدهکړه د ښه راتلونکي یوازینۍ هیله ده. هغې وویل: «دغه ډېګري زما لپاره یوازې یو سند نه؛ بلکې د باعزته ژوند دروازه ده. زه غواړم پر خپلو پښو ودرېږم او په ټولنه کې مثبت رول ولرم».
هغې زیاته کړه: «کله چې موږ ته وویل شول، چې باید بېرته افغانستان ته ولاړ شو داسې احساس مې وکړ لکه ټوله نړۍ چې راباندې نسکوره شوې وي. زدهکړې ذهني ارامتیا غواړي خو کله چې هره شېبه د بېرته ستنېدو وېره وي؛ نو پر درس تمرکز ناشونی وي. که افغانستان ته ستنه شم نه یوازې به مې د پوهنتون زدهکړې نیمګړې پاتې شي؛ بلکې د څو کلونو زحمت به مې هم ضایع شي».
هغې وویل، که بېرته افغانستان ته ستنه شي او وروسته وغواړي یوازې پاکستان ته ولاړه شي؛ ترڅو خپلې زدهکړې بشپړې کړي کورنۍ به یې اجازه ورنه کړي او له دې سره به یې زدهکړې د تل لپاره پای ته ورسېږي.
فرشته بيبي له پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې افغان محصلانو او ښځینه محصلانو ته اجازه ورکړي؛ څو لږترلږه خپلې روانې زدهکړې بشپړې کړي. هغه وایي: «موږ یوازې دومره وخت غواړو، چې خپله ډېګري بشپړه کړو. له هغې وروسته چې حکومت هره پرېکړه کوي، موږ ته د منلو وړ ده».
هغې دا هم وویل، پلار یې پرېکړه کړې چې راتلونکې اوونۍ به له ټولې کورنۍ سره افغانستان ته ستنېږي. د هغې په وینا؛ که افغانستان ته ستنه شي نو هلته د نجونو پر زدهکړو لا له وړاندې بندیز لګېدلی.
افغان ښځینه محصلانې وايي، اوسمهال د دوو هېوادونو ترمنځ په داسې وضعیت کې راګیرې دي چې نه یې په پاکستان کې راتلونکی روښانه دی او نه هم په افغانستان کې د زدهکړو مناسب فرصتونه شته. د دوی په باور؛ پاکستان یوازې د پناه ځای نه و بلکې هغه ځای و چې دوی پهکې د خپلې زدهکړې او راتلونکي خوبونه جوړ کړي وو.
د زدهکړو او بشري حقونو کارپوهان وايي، زدهکړه د کډوالو لپاره یوازې یو امتیاز نه؛ بلکې د خپلواک ژوند، عزت او ښه راتلونکي بنسټ دی. د دوی په وینا؛ که زدهکوونکو ته د خپلو زدهکړو د بشپړولو فرصت ور نه کړل شي، نو اغېزې به یې یوازې پر همدې محصلانو محدودې نه وي.
د غزې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو د تېر کال د اوربند تړون د عملي کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
د فلسطیني چارواکو په وینا؛ د یکشنبې په بریدونو کې څلور کسان په دېرالبلاح کې وژل شوي دي. خانیونس ته نږدې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي. په غزې ښار کې هم یوه کورنۍ (مېړه، ښځه او ماشوم) وژل شوي دي او پنځه نور د غزې ښار او جبالیا په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي.
د اسراییل پوځ ویلي، په دېرالبلاح کې یې پر هغه اپارتمان برید کړی چې د حماس د ځانګړو ځواکونو دوه قوماندانان پهکې مېشت وو. دغه بریدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي و، حماس او نورو فلسطیني وسلهوالو ډلو پر بېوسلې کېدو هوکړه کړې ده. د هغه دغه څرګندونې د جګړې پای ته رسېدو لپاره هیلې زیاتې کړې وې.
خو د اسراییل د انرژۍ وزیر او د امنیتي کابینې غړي اېلي کوهن د یکشنبې په ورځ وویل، د اسراییل حکومت به حماس ته د بېوسلې کېدو فرصت ورکړي؛ خو دوی باور نهلري چې دا کار به وشي.
کوهن د اسراییل د پوځ راډیو ته ویلي، چې تراوسه د غزې پر ضد د بریدونو بندېدو هېڅ تړون نهدی شوی. هغه وویل، که حماس بېوسلې نهشي نو اسراییل باید د غزې بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي. د هغه په وینا؛ اسراییل اوسمهال د غزې شاوخوا ۷۰ سلنه سیمه تر خپل واک لاندې لري.
هغه زیاته کړه: «په هغه تړون کې چې موږ له امریکا سره کړی، زموږ دریځ دا دی چې حماس باید ختم شي. دا لومړنی کار دی چې باید وشي». د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې؛ تر اوربند وروسته لږترلږه ۱,۲۳۰ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.
بل لور ته د اسراییل د شمېرو له مخې؛ په همدې موده کې څلور اسراییلي پوځیان هم وژل شوي دي.
هغه ډله چې د «ټرمپ د سولې پلاوی» بلل کېږي او امریکا یې مشري کوي، د جمعې په ورځ د اوربند تړون د وروستیو پړاوونو بشپړولو لپاره ۱۵ مادهییزه نقشه خپره کړه. حماس ویلي، مخکې له دې چې خپلې وسلې د فلسطین یوې نوې ادارې ته وسپاري؛ اسراییل باید خپل بریدونه ودروي او د اوربند د تړون له مخې خپل پوځ له غزې وباسي.
د حماس یو لوړپوړي چارواکي باسم نعیم د یکشنبې په ورځ وویل، حماس «ډېر انعطاف» ښودلی؛ خو اسراییل یې تورن کړ چې د بریدونو په زیاتولو سره غواړي په جګړه کې نوي شرایط په زور رامنځته کړي.
هغه وویل: «په داسې حال کې چې سیاسي خبرې مخ په وړاندې روانې دي، د بریدونو زیاتېدل ښيي چې اشغالګر حکومت غواړي د جګړې د پای ته رسېدو بهیر کمزوری کړي او په زور نوي حقیقتونه پر خلکو وتپي».
جرمني د فریدون توفان په نوم یو افغان کډوال نیولی چې هېڅ جرمي مخینه نهلري او افغانستان ته د هغه د اېستل کېدو چارې روانې دي. ډویچهویله په یوه راپور کې ویلي، د دې ۴۶ کلن افغان دوسیه د دغه هېواد د بشري حقونو او کډوالۍ د تګلارو په اړه له ډېرو لانجمنو او د بحث وړ هغو څخه ګرځېدلې ده.
فریدون توفان نږدې څلور کاله وړاندې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، جرمني ته پناه یوړه. نوموړي په دې موده کې کار کړی، د جرمني ژبه یې هم زده کړې ده، خو د پناه غوښتنې د دوسیې له وروستي رد وروسته، اوس افغانستان ته د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دی.
د راپورونو له مخې، توفان د روان زېږیز کال د اپرېل میاشتې په منځنیو ورځو کې، ایټالیا ته د لنډ سفر پر مهال، د سرحدي پلټنې په ترڅ کې تر نیول کېدو وروسته نېغ په نېغه د مونیخ ښار د اېستلو ځانګړي توقیفځای ته ولېږدول شو. د جرمني چارواکو ویلي، هغه ځکه نیول شوی چې له جرمني څخه یې د وتلو قانوني اجازه نهلرله. نوموړي یوازې د لنډ مهالي استوګنې اجازه لرله، چې د اېستلو د پرېکړې د پلي کېدو مخه نهشي نیولای.
هغه څه چې د فریدون توفان دوسیه یې ځانګړې کړې دا ده، چې نه کومه جنايي مخینه لري او نه هم امنیتي ادارو د امنیتي ګواښ په توګه پېژندلی دی. سره له دې، د جولای په میاشت کې د استېناف غوښتنې تر وروستي رد وروسته، د هغه د اېستلو بهیر عملي پړاو ته داخل شوی دی.
بل لور ته، د فریدون توفان مېرمن او شپږ اولادونه یې لا هم په کابل کې ژوند کوي. د هغه د پناهغوښتنې دوسیې ته نږدې سرچینې وایي، د طالبانو غړي په دې وروستیو کې د دغې کورنۍ کور ته هم ورغلي دي. د راپورونو لهمخې، له هغه وخت راهیسې د کورنۍ غړي یې په وېره او اندېښنه کې ژوند کوي او د کورنۍ هلکان د احتمالي پایلو له وېرې نور ښوونځي ته د تګ جرئت نهلري.
د بشري حقونو کارپوهان وایي، دا بدلونونه وروسته له هغه رامنځته شول چې فریدون توفان په جرمني کې د افغانستان کونسلي استازولیو ته مراجعه وکړه؛ هغه استازولۍ چې اوس د طالبانو تر ولکې لاندې ده. همدې موضوع د حکومت د مخالفو ګوندونو او د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو سختې نیوکې راپارولي دي. دوی باور لري، چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو سره هر ډول اداري همکاري د دغې ډلې د دریځ د پیاوړتیا لامل کېدای شي.
د جرمني حکومت په ځواب کې ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او اوسنۍ اړیکې یوازې په «تخنیکي» کچه د کونسلي او اداري چارو د ترسره کولو لپاره دي.
د فریدون توفان دوسیه په داسې وخت کې نوي اړخونه خپل کړي، چې جرمني تېره اونۍ کابل ته یو داسې افغان کډوال شړلی چې هېڅ ډول جرمي او جنایي مخینه یې نهدرلوده. دغه افغان وګړی له یوې دېرش کسیزې ډلې سره چې پر جرمونو ککړ وو، د لایپزیګ/هاله له هوايي ډګر څخه د یوې الوتنې په وسیله کابل ته ولېږدول شو.
دا د لومړي ځل لپاره ده، چې جرمني یو افغان پناهغوښتونکی له جنايي مخینې پرته اېستلی او همدې چارې په دغه هېواد کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د دغې الوتنې پر مهال، د بشري حقونو سلګونه فعالانو او د نژادپالنې ضد ډلو د لایپزیګ هوايي ډګر ته نږدې اعتراضي غونډه وکړه. اعتراض کوونکو د جرمني د حکومت پر نوې تګلارې نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې افغانستان ته د خلکو بېرته لېږل، د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو او امنیتي وضعیت له امله، د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.
د بشري حقونو بنسټونو یو ځل بیا د جرمني له حکومته وغوښتل چې د افغان وګړو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې جنايي مخینه نهلري، د اېستلو بهیر ودروي او د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې پر مهال د افغانستان امنیتي او بشري وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
د فریدون توفان دوسیه اوس د جرمني د کډوالۍ د تګلارو، د دغه هېواد د بشري حقونو د ژمنو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو د پایلو په اړه د روانو بحثونو پر یوه مهم سمبول بدله شوې ده.