ولې افغانان لا هم ایران ته د رسېدو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي؟

«زما په زامنو پام کوئ». دا د افغان کډوال حیاتالله د ژوند د وروستیو شېبو د غږیز پیغام یوه برخه وه، چې د نیمروز په سوځنده شګو کې یې په خپل ګرځنده ټېلیفون ثبت کړې وه.

«زما په زامنو پام کوئ». دا د افغان کډوال حیاتالله د ژوند د وروستیو شېبو د غږیز پیغام یوه برخه وه، چې د نیمروز په سوځنده شګو کې یې په خپل ګرځنده ټېلیفون ثبت کړې وه.
حیاتالله چې له یو شمېر نورو کډوالو سره ایران ته د تګ پر لاره په دښته کې لار ورکه کړې وه، په مات او کمزوري غږ وویل: «زما لپاره دعا وکړئ. مورې، زه د مرګ په حال کې یم.» هغه وروسته دوه ځله له خپلې کورنۍ وغوښتل چې د ده د زامنو، په ځانګړي ډول د هبت، ساتنه او پالنه وکړي.
حیاتالله له هغو ۱۴ کډوالو څخه یو و، چې د دوی د لېږد موټر تر خرابېدو او په دښته کې له ورکېدو وروسته، د سختې تندې او زغملو نه وړ ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
خو له داسې دردناکو برخلیکونو سره سره، ولې لا هم زرګونه افغانان د دې مرګوني لارې خطر مني او ایران ته د رسېدو هڅه کوي؟
ایران دا ورځې له اقتصادي ستونزو، ټولنیزو محدودیتونو او د افغان کډوالو له پراخ ایستلو سره مخ دی. په دې هېواد کې نه د دایمي استوګنې ترلاسه کول اسانه دي او نه هم د ډېری کډوالو لپاره روښانه راتلونکی لیدل کېږي.
سره له دې، د ډېرو افغانانو لپاره ایران لا هم هغه ځای دی چې د رسېدو لپاره یې د خطر منل ارزښت لري.
یاسین صمیم، چې د افغانستان د حکومتولۍ او پراختیا د چارو څېړونکی دی، وایي چې د ډېرو افغانانو لپاره موضوع د امنیت او ناامنۍ ترمنځ انتخاب نه دی، بلکې د دوو سختو او ستونزمنو حالتونو ترمنځ د یوې لارې ټاکل دي.
د هغه په وینا، اقتصادي فشارونه، بېکاري، بېوزلي او په افغانستان کې پراخ محدودیتونه دومره زیات شوي چې ګڼ خلک، سره له دې چې د لارې له خطرونو او په ایران کې د ژوند له ستونزو خبر دي، بیا هم د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.
هغه وایي: «همدا چې خلک لا هم ایران ته د رسېدو لپاره دومره لوی خطر مني، دا ښيي چې په افغانستان کې د ژوند شرایط تر کومې کچې سخت دي. هغه لاملونه چې خلک کډوالۍ ته اړ باسي، لا هم پر خپل ځای پاتې دي.»
وروسته له هغې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د ډېرو افغانانو لپاره د ایران ویزې ترلاسه کول د پخوا په پرتله سخت شوي دي. له همدې امله، هغه کسان چې د ویزې لوړې لګښتونه نه شي ورکولای، د انسان قاچاقبرو شبکو ته مخه کوي.
صمیم وایي، ویزه په عملي ډول په تور بازار کې په یوه سوداګریز توکي بدله شوې او د راپورونو له مخې، بیه یې له زرو تر یو زر او دوه سوه ډالرو پورې رسېدلې ده. د دومره پیسو برابرول د ډېرو افغانو کورنیو له وسه پورته دي.
د هغه په وینا، بېوزلي، بېکاري او سیاسي فشارونو ګڼ خلک داسې حالت ته رسولې چې له قاچاقبرو پرته بله لار نه ویني.
ډېری هغه کډوال چې په ناقانونه لارو ایران ته ننوځي، د نیمروز لاره غوره کوي. دا ولایت ایران ته د انسانانو د قاچاق له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او په عین حال کې د کډوالۍ له تر ټولو مرګونو مسیرونو څخه هم دی.
کډوال اړ دي چې سلګونه کیلومتره د داسې دښتو او بېدیاوو له منځه تېر شي چې د هوا تودوخه پکې کله ناکله له ۴۵ سانتي ګرادو درجو هم اوړي.
په داسې شرایطو کې، که قاچاقبران کډوال پرېږدي او یا یې موټر خراب شي، د ژوندي پاتې کېدو چانس ډېر کم وي. سخته تنده او زغملو نه وړ ګرمي کولای شي یوازې په څو ساعتونو کې د انسان ژوند واخلي.
حتی هغه کسان چې له دښتې روغ ووځي، د لارې په دوام کې د نیول کېدو، ایستلو، لوټ کېدو او یا د قاچاقبرو د ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ وي.
ایران له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی دی. په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالو د پراخ ایستلو له څپې مخکې، شاوخوا څلور میلیونه افغانان، چې پکې ثبت شوي پناهغوښتونکي، د قانوني اسنادو لرونکي او بې اسناده کسان شامل وو، په ایران کې اوسېدل.
سره له دې، ډېری یې له کلونو ژوند وروسته هم د روښانه قانوني حالت څښتنان نه دي. د افغان کډوالو هغه ماشومان چې په ایران کې زېږي، په خپله ایرانی تابعیت نه ترلاسه کوي او د ډېرو افغانانو لپاره د تابعیت ترلاسه کولو روښانه لاره هم نشته.
امید معماریان، چې د ډان (DAWN) په نوم سازمان کې د ایران د چارو لوړپوړی شنونکی دی، وایي ایران په وروستیو کلونو کې د افغانانو د قانوني ننوتلو لارې لا پسې محدودې کړې دي.
د هغه په وینا، هر څومره چې قانوني لارې تړل کېږي، همغومره ډېر خلک اړ کېږي چې د قاچاق له لارو ایران ته ولاړ شي؛ هغه لارې چې پکې د کډوالو د حقونو د نقض او ناوړه ګټې اخیستنې خطر ډېر لوړ وي.
کارپوهان باور لري چې سختو کډوالۍ پالیسيو او پراخو ایستنو د افغان کډوالو شمېر نه دی کم کړی، بلکې یوازې یې هغوی لا خطرناکو لارو ته اړ کړي دي.
معماریان وایي: «د ډېرو خلکو لپاره خبره د ژوند کولو لپاره د تر ټولو ښه هېواد موندل نه دي. هغوی یوازې غواړي له هغه ناوړه حالت څخه ځان وژغوري چې پکې بند پاتې دي. دا پرېکړه تر هر څه وړاندې د ژوندي پاتې کېدو لپاره کېږي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تېره میاشت په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د دومره سترو راستنېدونکو د منلو لپاره چمتووالی نه لري.
د دې ادارې په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له شپږو میلیونو ډېر افغانان هېواد ته بېرته ستانه شوي، په داسې حال کې چې د افغانستان نږدې نیمايي وګړي د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، په خوندي ډول او د انساني کرامت له ساتنې سره مل وي. دې سازمان خبرداری ورکړی چې د پراخو ایستنو دوام به د افغانستان بشري ناورین لا ژور او سخت کړي.