• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د پاکستان د طبي شورا پرېکړې په افغانستان کې زرګونه پاکستاني محصلین اندېښمن کړي

فضل عزیز
فضل عزیز

افغانستان انټرنشنل- پښتو، کراچۍ

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱

په افغانستان کې د طب په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت پاکستاني محصلین وایي، د پاکستان د طبي شورا (پي ايم ډي سي) وروستۍ پرېکړې زرګونه زده کوونکي له سختې اندېښنې سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې د پاکستان د طب محصيلين

د جلال‌اباد د روښان پوهنتون د طب د یوولسم سمستر محصل محمد نعمان، چې د خېبر پښتونخوا د بونېر ولسوالۍ اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، دا مهال یوازې په روښان پوهنتون کې شاوخوا د ۱۰۰۰ تنو پورې پاکستاني محصلین د طب زده کړې کوي او ټول د خېبر پښتونخوا پښتانه دي.

هغه زیاته کړه، په ټول افغانستان کې نږدې ۴زر۰ پاکستاني زده کوونکي د طب په شاوخوا ۱۵ پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي، چې ډېری یې د جلال‌اباد او کابل په پوهنتونونو کې دي، او په کندهار کې هم د بلوچستان زده کوونکي زده کړې کوي.

100%

د پي ايم ډي سي اعلاميې ته غبرګون

نعمان دپي ايم ډي سيد وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې وویل، دغه پرېکړې ټول زده کوونکي اندېښمن کړي دي، ځکه کله چې دوی افغانستان ته د زده کړو لپاره راغلل، د افغانستان طبي پوهنتونونه د پي ايم ډي سي د منل شویو پوهنتونونو په لېست کې شامل وو.

د هغه په خبره، دوی افغانستان ته د نورو هېوادونو د زده کوونکو په څېر په خپل سر نه دي تللي، بلکې لومړی یې اسناد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې تايید شوي، وروسته د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هم د دوی اسناد تايید کړي او بیا د قبایلو چارو وزارت د خېبر پښتونخوا او بلوچستان پښتنو زده کوونکو ته قبایلي کارتونه ورکړي، چې پر بنسټ یې له ازموینې وروسته دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته داخلې ورکړل شوې دي.

هغه وویل: «اوس که د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابې شوې وي او پاکستان خپله پاليسي بدله کړې وي، باید د دغو بدلونونو زیان محصلینو ته ونه رسېږي».

د کابل د بایزید روښان پوهنتون د طب د څلورم کال محصل کاشف احمد، چې د خېبر پښتونخوا د کوز دیر د میدان سیمې اوسېدونکی دی، هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، دوی نه پوهېږي چې ولې هغه پوهنتونونه چې د دوی د داخلې پر مهال دپي ايم ډي سي په لېست کې شامل وو، اوس ترې ایستل شوي دي.

همداراز د همدې پوهنتون د یوه محصل عبدالله پلار، سرتاج خان، وویل چې دپي ايم ډي سي اعلامیې دوی سخت اندېښمن کړي او د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې لري.

د زده کړو لپاره د افغانستان انتخاب

د محصلینو او د هغوی د کورنیو په وینا، افغانستان یې ځکه د طب د زده کړو لپاره غوره کړی و، چې خېبر پښتونخوا ته نږدې دی، د تګ راتګ لګښتونه کم دي، د پوهنتونونو فیسونه د چین او نورو هېوادونو په پرتله تر نیمايي هم ارزانه دي او د ژبې او کلتور ستونزه هم پکې نه شته.

دوی وایي، افغانستان ته د سفر لګښت شاوخوا ۱۰زره پاکستانۍ کلدارې کېږي، خو چین او نورو هېوادونو ته یوازې د الوتکې ټکټونه له یو لک څخه تر یو نیم لک کلدارو پورې لګښت لري.

100%

د زده کوونکو او کورنيو یې راتلونکی پلان او غوښتنې

محمد نعمان وویل، هغه محصلین چې تر دوی مخکې یې په افغانستان کې د طب زده کړې بشپړې کړې دي، پاکستان ته تر ستنېدو وروسته دپي ايم ډي سيپه ازموینو کې له ګډون محروم شوي او اوس یې په دې تړاو د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

هغه زیاته کړه، «اوسنيو محصلینو هم پرېکړه کړې چې لومړی به خبري غونډه وکړي او وروسته به په اسلام‌اباد کې اعتراضي لاریون ترسره کړي».

سرتاج خان وایي: «ډېری کورنۍ دا مالي توان نه لري چې خپل ماشومان د زده کړو په منځ کې نورو هېوادونو ته ولېږي، ځکه که یې اقتصادي وس درلود، له پیل څخه به یې هغوی چین یا نورو هېوادونو ته استولي وو».

د هغه په خبره، اوس به د خپلې قضیې د حل لپاره د پاکستان محکمو ته مراجعه وکړي.

کاشف احمد بیا وویل: « د پي ايم ډي سي وروستۍ پرېکړې له سخت ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي يُو»، ځکه نه ډېری کورنۍ د نورو هېوادونو د زده کړو توان لري او نه هم معلومه ده چې که کوم محصل بل هېواد ته ولاړ شي، خپلې زده کړې به له هماغه ځایه دوام ورکړي او که به یې له سره پیلوي.

نوموړي د پاکستان له حکومت او پي اېم ډي سيوغوښتل چې خپله پخوانۍ تګلاره بېرته عملي کړي، د افغانستان د طبي پوهنتونونو اسناد ومني او دغه پوهنتونونه یو ځل بیا د منل شویو طبي ادارو په لېست کې شامل کړي.

د پاکستان د طبي شورا پرېکړه

د پاکستان طبي شورا ( پي ایم ډي سي) په افغانستان کې په طبي زده‌کړو بوختو پاکستاني محصلینو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو فارغېدل به دوی ته په پاکستان کې د ډاکټرۍ د مسلک د ترسره کولو حق ورنه کړي.

شورا د جولای په ۳۱مه نېټه اعلان کړی، هغه پاکستاني محصلین چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو څخه فارغېږي، نه شي کولای د پاکستان طبي شورا رسمي ثبت یا جواز ترلاسه کړي او له همدې امله به په پاکستان کې د ډاکټر په توګه د کار کولو اجازه هم ونه لري.

د پاکستان طبي شورا د معلوماتو له مخې، د افغانستان طبي پوهنتونونه د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون د ارزول شویو او منل شویو طبي پوهنتونونو په نوملړ کې شامل نه دي. له همدې امله، د دغو پوهنتونونو فارغان د پاکستان د ثبت ملي ازموینې کې د ګډون شرایط نه پوره کوي.

100%

شورا له ټولو پاکستاني محصلینو غوښتي چې د افغانستان یا هر بل بهرني طبي پوهنتون ته له شاملېدو مخکې دې ډاډ ترلاسه کړي چې اړوند پوهنتون د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون له لوري منظور شوی وي، څو په راتلونکي کې د مسلکي ثبت او کار له ستونزو سره مخ نه شي.

د پاکستان طبي شورا ټینګار کړی چې د طبي زده‌کړو لپاره د پوهنتون د اعتبار ارزول د محصلینو مهم مسؤلیت دی او له دې سپارښتنې څخه سرغړونه کولای شي د دوی پر مسلکي راتلونکي جدي اغېزې ولري.

ډېر لیدل شوي

له پاکستان نه د ستنېدو اندېښنه؛ د ښځینه افغان محصلانو د زده‌کړو هیلې له ګواښ سره مخ دي
۱

له پاکستان نه د ستنېدو اندېښنه؛ د ښځینه افغان محصلانو د زده‌کړو هیلې له ګواښ سره مخ دي

۲

د امریکا یوې محکمې د افغان کډوالو کورنیو په ګټه پرېکړه وکړه

۳
ځانګړی

د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر د خپل زوی په ګډون ۱۸ خپلوان په ادارو کې ګومارلي

۴

طالبانو په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۵
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

•
•
•

نور کیسې

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱
100%

د هیلۍ په نوم یوه نجلۍ ادعا لري چې د ننګرهار امنیې قومندانۍ پخوانی ویاند مولوي عبدالبصیر زابلی یې ګواښي چې د هغې عکسونه او ویډیوګانې په رسنیزې کړي.دغه طالب چارواکی دا مهال زابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د پولیسو د حقوقو برخې مدیر دی او د دغه نجلۍ سره یې ویډیو اړیکې هم کولې.

هیله افغانستان انټرشنل – پښتو ته وایي چې د طالبانو دغه غړي ورسره خوږې خبرې پیل کړې او دا یې هم د «نادانۍ» له کبله په دام کې ولوېده. هغې وویل: «کله چې مونږ یو بل سره مسیجنر کې خبرې شروع کړې، دې وویل چې زه یو بل مستعار اکاونټ لرم او د جنۍ په نوم دی او راځه چې هلته سره چټ کوو». دغه نجلۍ زیاتوي چې نوموړي ورسره خبرې بیخي ډېرې کړې او شپه او ورځ به یې یو بل سره اړیکې کولې

100%

د نوموړې په وینا، د هغې د اکاونټ پاسورډونه هم له عبدالصیر زابلي سره شریک کړل او دغه طالب بیا د ده له فېسبوک څخه په مسینجر کې د هغه کورني انځورونه هم ځانله ډاونلوډ کړل. د هیلې په خبره، له دغه طالب سره یې ویډیوي اړیکې هم پیدا شوې او‌ اړه یې کړه چې باید په مسینجر ورسره ویډیوي خبرې هم وکړي.

دا نجلۍ زیاتوي: «څو څو ځله یې ما ته وویل چې ما سره له نږدې وګوره. زه یې تهدیدولم، راته یې وویل که ورسره ونه ګورم نو زما عکسونه او ویډیوګانې به فېسبوک کې نشر کړي. زه یې سخته تشویش کې کړی یم، حیرانه یم چې څه وکړم».

100%

په یوې شریکې شوې ویډیو کې ښکاري چې عبدالبصیر زابلی کندهار ته د سفر پر مهال په یو لوی مساپر وړونکي موټر کې ناست دی او د دغه نجلۍ ویډیوي اړیکه ځوابوي.

هیلې افغانستان انټرنشل – پښتو ته زیاته کړه چې عبدالبصیر زابلي ورسره د طالبانو د وسلو،‌ موټرو او کورنو تصویرونه شریکول. د هغې په خبره، دغه طالب یې د فېسبوک اکاونټ یو شمېر نورو طالبانو ته هم ورکړی و او هغوی هم ورته پېغامونه استول.

دغه نجلۍ ادعا کوي چې زابلي ورته څو څو ځله وړاندیز کړی چې د واده لپاره ورته یوه نجلۍ وګوري.

هغې همدا راز ادعا کړې، د یاد طالب داسې انځورونه لري چې له هلکانو یې جنسي استفاده کړې ده. هیلې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره څو انځورونه شریک کړي چې په اخلاقي لحاظ یې خپرول مناسب نه دي،‌ خو هغه انځور شریک کېږي چې په یوه خونه کې یو هلک ناست لیدل کېږي او د هیلې په وینا، له همدې هلک سره عبدالبصیر زابلي‌ جنسي اړیکې هم ټینګې کړې دي.

100%

مولوي‌ عبدالبصیر زابلی اوس مهال په زابل ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د پولیسو د حقوقو برخې د مدیر په توګه دنده لري.

دغه نجلۍ زیاتوي چې له سختې ویرې سره مخ ده، د طالبانو دغه چارواکی یې وخت ناوخت ګواښي او ناوړه غوښتنې ترې لري. هڅه مو وکړه چې په دې تړاو په ننګرهار کې د‌ طالبانو د امنیې قوماندانۍ د پخواني ویاند نظر هم ولرو، خو پرې بریالي نه‌شو.

100%

تر دې وړاندې د طالبانو نورو چارواکو بیا د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له نجونو او ښځو څخه ناوړه جنسي استفادې کړي او په زوره یې اړې کړې دي چې ورسره نامشروع اړیکې ټنیګې کړي. د طالبانو سترې محکمې د جنسي ځوورونې او زنا په تورونو د مختلفو ولایتونو کې خلکو ته علني سزاګانې ورکړي، خو د خپلې ډلې په چارواکو یې چې د جنسي تېریو او زنا مستندې پېښې لري،‌ هېڅ ډول سزا یې پرې نه ده پلي کړې.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم اندېښنې ښوولې دي چې یو شمېر طالب قوماندانانو او چارواکو افغانستان کې ښځې جبري نکاح ته مجبوره کړي او د جنسي زور زیاتي پېښې هم ورسره شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱
100%

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د افغانستان لپاره مشر، جان ایلیف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی او وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، خو د بودجې د سخت کمښت له امله د دې بحران د مهارولو وړتیا نه لري.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، جان ایلیف د سې‌شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳مه، له کابل څخه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل: «دا یو داسې بحران دی چې هره ورځ لا پسې پراخېږي او له بده مرغه موږ یې د کنټرول توان نه لرو».

د خوړو نړیوال پروګرام د اټکل له مخې، د روان ۲۰۲۶ میلادي کال په ترڅ کې به نږدې ۳،۷میلیونه افغان ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي. دغه راز، شاوخوا ۱،۲میلیونه امیندواره ښځې او شیدې ورکوونکې میندې هم د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي.

جان ایلیف ویلي، د ماشومانو شدید ډنګرښت، چې د خوارځواکۍ تر ټولو خطرناک ډول بلل کېږي، اوس د افغانستان په درېیمه برخه ولایتونو کې بحراني کچې ته رسېدلی دی.

د هغه په وینا، سیمه‌ییزې جګړې، د سوداګرۍ ګډوډي، له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو جبري راستنېدل او د نړیوالو مرستو کمښت د شدیدې خوارځواکۍ کچه بې‌ساري لوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې تېر کال د خوارځواکۍ د زیاتوالي تر ټولو لوړه کلنۍ کچه ثبت شوې وه، خو سږ کال وضعیت لا هم تر هغه خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، د هغو ماشومانو شمېر چې په بېړني ډول روغتیايي مرکزونو ته لېږدول کېږي، په زیاتېدو دی، خو ډېری یې دومره ناوخته رسېږي چې ژغورل یې ناشوني وي.

د هغه په خبره، د دوو کلونو څخه کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ د تر ټولو سختو پېښو شاوخوا ۸۰ سلنه جوړوي.

د بودجې کمښت د مرستو مخه نیولې

جان ایلیف ویلي، د خوړو نړیوال پروګرام سږ کال یوازې دومره بودجه لري چې له هر اوو شدیدو خوارځواکو ښځو او ماشومانو څخه یوازې یو ته د تغذیې خدمتونه برابر کړي.

هغه وویل: «موږ له هرو اوو کسانو څخه شپږ تنه بېرته ستنوو، ځکه د مرستې لپاره هېڅ امکانات نه لرو. د خوارځواکو ماشومانو کمزوري ژړا د افغانستان په روغتیايي کلینیکونو کې هره ورځ اورېدل کېږي».

نوموړي خبرداری ورکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، دا بحران به د پخوانیو ټولو اټکلونو څخه هم واوړي او ګڼ شمېر ماشومان او میندې به د هغو لاملونو له امله ژوند له لاسه ورکړي چې مخنیوی یې ممکن دی.

هغه ټینګار وکړ چې لوږه په افغانستان کې د کډوالۍ، افراطیت او بې‌ثباتۍ لامل کېږي او زیاته یې کړه: «بې‌ثباته افغانستان د هېچا په ګټه نه دی».

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۱۴ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخ دي، خو د بودجې د کمښت له امله دغه اداره یوازې له هرو نهو اړمنو کسانو څخه یو ته مرستې رسولای شي.

جان ایلیف ویلي، د خوړو نړیوال پروګرام د روان کال په پیل کې ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرله، خو تر اوسه یې یوازې ۱۳۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

دغه سازمان ویلي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د شدیدې خوراکي ناامنۍ د مخنیوي لپاره ۵۴۰ میلیونه ډالرو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام مشر له ټولو نړیوالو تمویلوونکو، په ځانګړي ډول له امریکا او هغو هېوادونو چې افغانستان ته یې خپلې مالي مرستې درولې دي، وغوښتل چې د افغانستان د بشري ناورین د مهارولو لپاره خپلې مرستې بېرته پیل کړي.

سرچینې: د هبت‌الله د فرمانونو ریاست د طالبانو د یو وزیر له خوا د خپلوانو ګومارنې څېړي

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله د فرمانونو او حکمونو دتعقیب او نظارت لوی ریاست ددې ډلې د کلیو او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور له لوري د خپلوانو د ګومارنو په اړه څېړنې کوي. نوموړي د خپل زوی په ګډون ۱۸ خپلوان په ادارو کې ګومارلي.

په کابل کې د طالبانو باخبره سرچینو نن سې شنبه، د زمري پر ۱۳مه وویل، چې دا پرېکړه ددې ډلې د کلیو او پراختیا وزیر عبدالطیف منصور له خوا په بېلابېلو ادارو کې د خپل زوی په ګډون د خپلوانو د ګومارلو د رپوټ له خپرېدو وروسته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د مشر مولوي هبت الله دفتر په کابل کې دفرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ته دنده سپارلې چې په راپور کې ذکر شوي د عبداللطیف منصور د ټولو خپلوانو د دندو په اړه څیړنه وکړي او بېرته دوی ته په دې اړه معلومات وړاندې شي.

تېره ورځ د افغانستان انټرنشنل موندنو ښودلې وه، چې د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور د خپل زوی عارف الله منصور په ګډون، خپل ورورڼه او وریرونه په بېلابېلو ادارو کې ګومارلي دي.

منصور تر خپل واک لاندې وزارت کې خپل وراره او د زوی اوښی هم په بېلابېلو بستونو کې ګومارلي دي.

د موندونو پر بنسټ، د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور ورور مولوي عبدالباقي منصور د تداروکاتو ملي ادارې د رییس په توګه کار کوي او یو وراره یې له همدې ورور سره د سکرتر په توګه کار کوي.

د دغه طالب وزیر زوی عارف الله منصور د سرې میاشتې ټولنې د ځوانانو چارو رییس دی او بل وراره یې بخت الله منصور د طالبانو د استخباراتو په ۰۳۰ ریاست کې دنده لري.

د عبداللطیف منصور یو بل وراره مطیع الله منصور د کلیو او پراختیا وزارت کې او یو بل وراره یې روح الله منصور د دفاع وزارت په کشف ریاست کې دنده ترسره کوي.

د عبداللطیف منصور بل وراره وحیدالله منصور او زوم یې مفتي شهزاد د کابل په ښاري محکمه کې د محرر په توګه کار کوی.

د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر د خپل زوی اوښی نورالحق منصور هم د خپل سکرتر په توګه ټاکلی دی.

عبدالطیف منصور د خپلې لور خسر محمد عزیز تکل په کابل کې د برېښنا شرکت د بشري سرچینو مدیر ګومارلی دی.

شفیق منصور، مصطفی منصور، عزیز الرحمن منصور، شیر محمد منصور، عبدالرحمن منصور، رباني منصور او بهادر قاري بیا د دغه طالب وزیر نور هغه خپلوان دي چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې دندې لري.

د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خپلو خپلوانو د ګومارنو په تړاو د هبت الله له فرمان وروسته، په کابل کې طالب چارواکو د یو بل تر واک لاندې ادارو کې خپل خپلوان سره ځای پر ځای کړي دي.

دوی همدراز زیاتوي، «هغه طالب چارواکي چې د مولوي هبت الله له لوري د فساد په تور له دندو ګوښه شوي، له کومې محاکمې پرته له یوه وزارت بل وزارت ته او یا هم له یوې څخه بلې ادارې ته معرفي شوي دي».

په دولتي ادارو کې د خپلوانو د ګومارلو په اړه دا یوازې د یوه وزیر بیلګه ده، په داسې حال کې چې ګڼو لوړپوړو طالب چارواکو تر خپل لاس لاندې ادارو کې د مسلکي کسانو پر ځای خپل خپلوان په دندو ګومارلي دي.

د مالدووا لومړي وزیر د طالبانو پلاوي ته د سفر اجازې ورکولو پر پرېکړه نیوکه کړې

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۰۸ GMT+۱
100%

د مالدووا لومړي وزیر واسیلې توفان د طالبانو د پلاوي د سفر د منظورۍ موضوع «ناسمه او د نه منلو وړ» بللې او ویلي یې دي چې حکومت یې د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني. هغه ویلي چې د سفر اجازه د ادارو ترمنځ د «ارزونې او همغږۍ د تېروتنې» له امله ورکړل شوې ده.

د مالدووا لومړي وزیر واسیلې توفان ویلي چې دغه هېواد ته د طالبانو د پلاوي د سفر موضوع «ناسمه او د منلو وړ نه» ده.

هغه ټینګار کړی چې د مالدووا حکومت د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د دغه سفر منظوري د ادارو ترمنځ د ارزونې او همغږۍ د تېروتنې پایله وه.

د مالدووا د ای پي این اژانس د رپوټ له مخې، توفان ویلي چې له رسمي پلوه د سفر د اجازې پروسه مراعات شوې وه، خو اړینې سیاسي او ډیپلوماتیکې ارزونې پکې نه وې شوې.

هغه وویل: «یوه ښکاره حساسه موضوع د عادي اداري قضیې په توګه وڅېړل شوه، چې په پایله کې یې یو ناسم تصمیم ونیول شو».

د مالدووا لومړي وزیر څرګنده کړې چې د طالبانو د پلاوي د سفر غوښتنه د مالدووا یوه شرکت کړې وه. دغه شرکت ازبکستان ته محصولات صادروي او غوښتل یې خپل فعالیتونه د افغانستان بازار ته هم پراخ کړي.

هغه زیاته کړه چې دا ډول صادرات د اروپايي ټولنې د بندیزونو له مخې منع نه دي، ځکه دغه بندیزونه پر هغو اشخاصو او سازمانونو لګېږي چې په اړوندو لېستونو کې شامل وي، نه دا چې د افغانستان ټول کرنیز تجارت تر پوښښ لاندې راولي.

د توفان په وینا، د کرنې او خوړو صنعت وزارت د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت، د کډوالۍ عمومي تفتیش او سرحدي پولیسو ته غوښتنه استولې وه. د نوموړي په وینا، د طالبانو د پلاوي غړي د بندیزونو په لېست کې نه وو، اړوندو ادارو مثبت نظر ورکړ او د بهرنیو چارو وزارت هغوی ته ویزې صادرې کړې.

نوموړي وویل چې د استخباراتو او امنیت خدمت له ادارې سره مشوره نه وه شوې، ځکه په هغه وخت کې د دې پروسې له مخې د داسې مشورې ورکول لازمي نه وو.

د مالدووا لومړي وزیر وویل چې د استخباراتو او امنیت خدمت سره د مشورو میکانیزم به بیا وکتل شي او د حساسو قضیو لپاره به روښانه اصول او د سیاسي او ډیپلوماتیکې کچې لازمي همغږي رامنځته شي.

هغه ټینګار کړی چې دولتي ادارې باید یوازې د قانوني پروسیجرونو مراعاتولو ته ونه ګوري، بلکې د پرېکړو سیاسي شرایط، شالید او احتمالي پایلې هم په پام کې ونیسي.

د طالبانو پلاوی ددې ډلې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني په مشرۍ مالدووا ته تللی دی.

د دغه سفر موخه د بوټو ساتنې، د افتونو مدیریت، د فیرومون ټېکنالوژۍ، کرنیزو څیړنو، د بڼونو د مدیریت او د افغانستان او مالدووا ترمنځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو همکاریو پراختیا ښودل شوې ده.

په دغه سفر کې له عثماني سره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار ګل حضرت حماد او د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ د اساسي او توافقي څېړنو مشر محمد رفیع باوري هم دي.

د فاطمیون ډلې یوه قوماندان له طالبانو سره د جګړې لپاره تیاری ښودلی

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
100%

د ایران د سپاه له ملاتړه برخمنې فاطـ.ـمیون ډلې یوه قوماندان افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له خپلو سلګونو جنګیالیو سره یوځای د طالبانو پر وړاندې جګړې ته چمتو دی. هغه ویلي، چې د امکاناتو په بدل کې د یوې جبهې تر بیرغ لاندې د خپو جنګیالیو را غونډولو ته تیار دی.

د فاطمیون لښکر دغه قوماندان چې د امنیتي ستونزو له امله یې نه‌غوښتل نوم یاد شي، وویل چې په کابل کې د ایران د سفارت د مرستیال سید حسن مرتضوي څرګندونو وروستیو څرګندونو دوی غوسه کړي دي.

د ایران مرستیال سفیر ویلي وو، چې د ایران نظام د طالبانو پر وړاندې جګړه «مقاومت» نه ګڼي.

د هغه په وینا، د فاطمیون په لیکو کې ډېری کسان داسې فکر کوي چې که د طالبانو پر وړاندې جګړه «مقاومت» نه وي، نو په غزه، لبنان، سوریه او هرمز تنګي کې جګړه هم بې‌معنا ده.

د سپاه پاسداران دغه روزل شوی نظامي په دې باور دی چې د فاطمیون د ډېرو هغو غړو لپاره چې دی ورسره کار کوي، د سیمې د هرې بلې جګړې په پرتله د افغانستان وضعیت ته پاملرنه لومړیتوب لري.

د فاطمیون له دننه سرچینو د څرګندونو له مخې، د دغه لښکر ځینې غړي همدا اوس د هرمز په تنګي کې ځای پر ځای دي.

د فاطمیون لښکر یوې بلې سرچینې وویل چې د ایران د سفارت د مرستیال څرګندونو پر هغو سرتېرو هم منفي اغېز کړی چې همدا اوس د هرمز په تنګي کې په تیارسۍ حالت کې دي، ځکه هغوی، دده په وینا، په افغانستان کې د خپلو «قومونو» خلاف له بې‌عدالتۍ او تبعیض څخه ناخوښ دي او د طالبانو پر وړاندې مقاومت پر ځان «یو فرض ګڼي».

دغه قوماندان د لومړي ځل لپاره له سپاه پاسداران سره د فاطمیون لښکر د اړیکو په اړه محرم معلومات د افغانستان انټرنشنل په واک کې ورکړل.

د فاطمیون لښکر د قوماندان په وینا، سپاه پاسداران په ۱۳۹۵ کال کې د فاطمیون غړو ته ژمنه ورکړې وه چې له دوی څخه به ملاتړ وکړي څو په افغانستان او لبنان کې د حزب‌الله په څېر یو پیاوړی پوځي-سیاسي ګوند جوړ کړي او په راتلونکي کې د دغه هېواد په سیاسي معادلو کې برخه واخېستلی شي.

هغه وویل چې د ایران نظام وروسته «خپله ژمنه هېڅکله عملي نه کړه.»

فاطمیون ډله د سپاه د نیابتي ډلې په توګه یادیږي، چې د طالبانو په څېر غوڅ اکثریت پکې افغان شیعه مذهبه توندلاري را غونډ شوي دي او د سوریې په جګړو کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت او بشارالاسد د حکومت په ملاتړ ټاکونکی رول درلود.

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې چې طالبان کابل ته ننوتل، د سپاه پاسداران چارواکو د فاطمیون لښکر ته وویل چې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت لپاره باید وړ وخت ته انتظار وباسي.

د فاطمیون لښکر قوماندان وویل چې د سپاه چارواکو وویل، « که تاسو اوس د طالبانو پر وړاندې جګړې ته داخل شئ، هغوی به د شیعه ګانو په منځ کې قتل‌عام پیل کړي».

په هغه وخت کې سپاه پاسداران ژمنه وکړه چې د ۱۴۰۶ لمریز کال په پسرلي کې به د فاطمیون لښکر -د حزب‌الله په څېر- د افغانستان په معادلو کې په یوې پیاوړې ډلې بدل شي.

د فاطمیون لښکر دغه قوماندان ادعا کړې، چې د افغانستان درد ورته د غزې او لبنان له درده ډېر اهمیت لري.

هغه همداراز وایي چې د فاطمیون ځواکونه ډېری د مذهبي-عقیدتي انګېزو او «رنګینو ژمنو» له امله له سپاه پاسداران سره یوځای شوي وو، خو د وخت په تېرېدو سره دده په وینا، د ژمنو خلاف ورزي، د «فاطمیون لښکر د شهیدانو سر او مال» ته اهمیت نه ورکول، بد چلند او په ایران کې د افغانانو په وړاندې تبعیض د دې لامل شوي چې د فاطمیون ځواکونه د ایران له نظام سره له همکارۍ زړه توري شي.

هغه دغه راز په دې مرکه کې وویل، چې له طالبانو سره د ایران د نظام ایتلاف به د دې لامل شي چې د فاطمیون ډېری ځواکونه د طالبانو د مخالفانو له لیکو سره د یوځای کېدو د فرصت په لټه کې شي.

دغه قوماندان په دې باور دی، چې که د طالبانو ضد یوه جبهه اړین امکانات برابر کړي، د فاطمیون غړي چمتو دي چې سپاه پرېږدي او د خپل هېواد د ازادۍ لپاره افغانستان ته راستانه شي.

د فاطمیون لښکر په ۱۳۹۴ کال کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په ملاتړ او د افغان جنګیالیو د یوې ډلې په ادغام سره، چې د ابوذر لوا پخواني ځواکونه او افغان مجاهدین پکې شامل وو، جوړ شو.

دغه ملیشه ځواک په ځانګړې توګه د افغانستان د شیعه او هزاره وو، په ځانګړې توګه په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو له منځه ځواکونه جذب کړي دي.

له سپاه پاسداران سره د فاطمیون پېچلې اړیکې

یاد قوماندان وویل چې د فاطمیون غړي او قوماندانان د «سایت درخشان» په نوم د یوې وېبپاڼې له لارې د سپاه له هغې څانګې سره په اړیکه کې دي چې په مستقیم ډول د مجتبی خامنه يي له دفتر سره تړلې ده.

د سپاه پاسداران غړي او قوماندانان د اړتیا په صورت کې خپل کوډ او غوښتنه په درخشان سایټ کې دننه کوي او بیا د سپاه ځواب د یوې ټیلیفوني اړیکې یا لیدنې له لارې ترلاسه کوي.

د درخشان سایټ مرکزي دفتر په مشهد کې دی او په بېلابېلو ایراني ښارونو کې استازولۍ لري.

تر اوسه د ایران نظام د فاطمیون لښکر د غړو کره شمېره نه ده ښودلی.

طالبانو تر اوسه د فاطمیون لښکر تر نامه لاندې له افغان کډوالو څخه د سپاه پاسداران د پوځي ګټې اخیستنې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

سره له دې د افغانستان پخواني حکومت له ایران څخه غوښتي وو چې د سپاه پاسداران دغه تشکیلات لغوه کړي.

په ۱۳۹۶ کال کې د فاطمیون لښکر د مرګ‌ژوبلې د ارقامو له خپرېدو وروسته، د افغانستان جمهوري ریاست په نیابتي جګړو کې د افغان وګړو په کارولو نیوکه وکړه او په غیرمستقیم ډول یې د هغې د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

د امریکا د مالیې وزارت د ۱۳۹۷ کال په سلواغې میاشت کې د فاطمیون لښکر په بندیزونو کې شامل کړی دی.