• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان او امریکا د ترهګرو ډلو پر وړاندې د ګډې مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۱

امریکا او پاکستان په واشنګټن کې د ترهګرۍ ضد مبارزې څلورم پړاو خبرو اترو کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، د سرحدي امنیت پر پیاوړتیا او د سختدریځو ډلو د ملاتړو شبکو پر له منځه وړلو کې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دا غونډه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد همغږي کوونکي ګریګوري لوگرفو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي مرستیال نبیل منیر په مشرۍ جوړه شوې وه.

په دغو خبرو کې دواړو لوریو د سیمې د امنیتي ګواښونو د وروستي وضعیت د ارزونې تر څنګ، د دوو اړخیزو همکاریو د زیاتولو، د سرحدونو د امنیت لوړولو او د ترهګرو ډلو د اسانتیا برابرونکو شبکو پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو بحثونه کړي دي.

امریکا او پاکستان په دې ګډه اعلامیه کې د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې پر غوڅ عزم ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د وګړو امنیت او د سیمې ثبات ګواښي.

په دې اعلامیه کې روښانه شوې چې دواړه هېوادونه به د داعش خراسان، القاعدې، تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ او اړوندو څانګو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

دواړو حکومتونو ژمنه وکړه چې د خپلو وګړو د امنیت ساتلو او د سیمه‌ییزې سولې، سوکالۍ او اوږدمهاله ثبات لپاره به د ترهګرۍ ضد ګډي همکارۍ روانې وساتي.

ډېر لیدل شوي

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي
۱
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۲
روغتیا او ژوند

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

۳

د امریکا یوې محکمې د افغان کډوالو کورنیو په ګټه پرېکړه وکړه

۴
ځانګړی

سرچینې: د هبت‌الله د فرمانونو ریاست د طالبانو د یو وزیر له خوا د خپلوانو ګومارنې څېړي

۵

طالبانو په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د اسراییلي برید قربانیان؛ ۱۱۲ جسدونه په ډله‌ییز ډول خاورو ته وسپارل شول

۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۵۷ GMT+۱
100%

نږدې درې کاله وروسته له هغه چې د غزې ښار پر څو استوګنیزو ودانیو د اسراییل برید شوی و، د ۱۱۲ فلسطینیانو جسدونه، چې د ۴۰ ماشومانو جسدونه هم په کې شامل دي، له خاورو راایستل شوي او د سې‌شنبې په ورځ په ډله‌ییز ډول خاورو ته وسپارل شول.

د رویټرز خبري اژانس د راپورونو له مخې، په دې موده کې د اسراییل دوامدارو بریدونو د ژغورنې ډلو ته د مړو د لټون او را ایستلو فرصت نه و ورکړی.

په راپور کې راغلي، د دیرالبلح ښار په سلګونو اوسېدونکو د هغو څه باندې ۱۰۰ تابوتونو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ چې د فلسطین په بیرغونو پوښل شوي وو. د جنازې تر لمانځه وروسته، د قربانیانو جسدونه د ویجاړو شویو کوڅو او نړېدلو ودانیو له منځه نږدې هدیرې ته ولېږدول شول.

د راپور له مخې، قربانیان د «الحساینه» قبیلې غړي وو. فلسطیني چارواکي وایي، د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه د غزې ښار د صبرا په سیمه کې د اسراییل په هوايي برید کې د دې قبیلې ۳۰۸ غړي ووژل شول، هغه مهال چې اوسېدونکي په خپلو کورونو کې ویده وو.

د برید پر مهال، د سیمې خلکو یوازې د لومړنیو وسایلو او خپلو لاسونو په مرسته د شاوخوا ۴۰ کسانو جسدونه راویستل، خو لسګونه نور د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې پاتې شول.

د غزې د ملکي دفاع ادارې، چې تېره اوونۍ یې یو ځل بیا د برید ځای پلټلی، ویلي چې د ۱۱۲ نورو قربانیانو پاتې شوني، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، موندلي دي. دې ادارې زیاته کړې چې لا هم د هماغه برید ۱۵۷ کسان ورک ګڼل کېږي.

د غزې د ملکي دفاع ویاند محمود بصل رویټرز ته ویلي، قربانیان د عدلي طب د شواهدو او د ژوندي پاتې شویو د معلوماتو پر بنسټ پېژندل شوي دي. د هغه په وینا، ډېری جسدونه سخت تجزیه شوي وو او ځینې یې د جامو، د ټپونو نښو، طبي فلزي تختو او د ښځو د ګاڼو او د نوم لرونکو غاړکيو له لارې پېژندل شوي دي.

بلخوا، د غزې د روغتیا وزارت د ثبت د څانګې مشر ظاهر الوحیدي اسوشیټډ پرېس ته ویلي چې تر اوسه لږ تر لږه اووه زره او ۴۰۰ کسان د خپلو کورنیو له خوا د نړېدلو ودانیو لاندې د ورک شویو کسانو په توګه ثبت شوي دي. هغه ویلي، ښايي اصلي شمېر تر دې هم ډېر وي، ځکه په ځینو بریدونو کې د یوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي او هېڅوک نه دي پاتې چې د هغوی د ورکېدو راپور ثبت کړي.

په همدې حال کې، د بشري حقونو د څار سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان تر دې وړاندې ویلي وو چې اسراییل په غزه کې د نسل‌وژنې عمل ترسره کړی دی. د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې کمېسیون هم د جون میاشتې په خپل راپور کې ویلي وو چې اسراییل داسې کړنې دوام ورکړی چې د دې کمېسیون په وینا د نسل‌وژنې مصداق ګڼل کېږي، او ادعا یې کړې چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په قصدي ډول فلسطیني ماشومان په نښه کړي او وژلي دي.

اسراییل د نسل‌وژنې دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې پوځي عملیات یې د حماس پر ضد دي او د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې ترسره کېږي.

د پاکستان د طبي شورا پرېکړې په افغانستان کې زرګونه پاکستاني محصلین اندېښمن کړي

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

په افغانستان کې د طب په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت پاکستاني محصلین وایي، د پاکستان د طبي شورا (پي ايم ډي سي) وروستۍ پرېکړې زرګونه زده کوونکي له سختې اندېښنې سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې د پاکستان د طب محصيلين

د جلال‌اباد د روښان پوهنتون د طب د یوولسم سمستر محصل محمد نعمان، چې د خېبر پښتونخوا د بونېر ولسوالۍ اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، دا مهال یوازې په روښان پوهنتون کې شاوخوا د ۱۰۰۰ تنو پورې پاکستاني محصلین د طب زده کړې کوي او ټول د خېبر پښتونخوا پښتانه دي.

هغه زیاته کړه، په ټول افغانستان کې نږدې ۴زر۰ پاکستاني زده کوونکي د طب په شاوخوا ۱۵ پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي، چې ډېری یې د جلال‌اباد او کابل په پوهنتونونو کې دي، او په کندهار کې هم د بلوچستان زده کوونکي زده کړې کوي.

100%

د پي ايم ډي سي اعلاميې ته غبرګون

نعمان دپي ايم ډي سيد وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې وویل، دغه پرېکړې ټول زده کوونکي اندېښمن کړي دي، ځکه کله چې دوی افغانستان ته د زده کړو لپاره راغلل، د افغانستان طبي پوهنتونونه د پي ايم ډي سي د منل شویو پوهنتونونو په لېست کې شامل وو.

د هغه په خبره، دوی افغانستان ته د نورو هېوادونو د زده کوونکو په څېر په خپل سر نه دي تللي، بلکې لومړی یې اسناد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې تايید شوي، وروسته د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هم د دوی اسناد تايید کړي او بیا د قبایلو چارو وزارت د خېبر پښتونخوا او بلوچستان پښتنو زده کوونکو ته قبایلي کارتونه ورکړي، چې پر بنسټ یې له ازموینې وروسته دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته داخلې ورکړل شوې دي.

هغه وویل: «اوس که د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابې شوې وي او پاکستان خپله پاليسي بدله کړې وي، باید د دغو بدلونونو زیان محصلینو ته ونه رسېږي».

د کابل د بایزید روښان پوهنتون د طب د څلورم کال محصل کاشف احمد، چې د خېبر پښتونخوا د کوز دیر د میدان سیمې اوسېدونکی دی، هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، دوی نه پوهېږي چې ولې هغه پوهنتونونه چې د دوی د داخلې پر مهال دپي ايم ډي سي په لېست کې شامل وو، اوس ترې ایستل شوي دي.

همداراز د همدې پوهنتون د یوه محصل عبدالله پلار، سرتاج خان، وویل چې دپي ايم ډي سي اعلامیې دوی سخت اندېښمن کړي او د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې لري.

د زده کړو لپاره د افغانستان انتخاب

د محصلینو او د هغوی د کورنیو په وینا، افغانستان یې ځکه د طب د زده کړو لپاره غوره کړی و، چې خېبر پښتونخوا ته نږدې دی، د تګ راتګ لګښتونه کم دي، د پوهنتونونو فیسونه د چین او نورو هېوادونو په پرتله تر نیمايي هم ارزانه دي او د ژبې او کلتور ستونزه هم پکې نه شته.

دوی وایي، افغانستان ته د سفر لګښت شاوخوا ۱۰زره پاکستانۍ کلدارې کېږي، خو چین او نورو هېوادونو ته یوازې د الوتکې ټکټونه له یو لک څخه تر یو نیم لک کلدارو پورې لګښت لري.

100%

د زده کوونکو او کورنيو یې راتلونکی پلان او غوښتنې

محمد نعمان وویل، هغه محصلین چې تر دوی مخکې یې په افغانستان کې د طب زده کړې بشپړې کړې دي، پاکستان ته تر ستنېدو وروسته دپي ايم ډي سيپه ازموینو کې له ګډون محروم شوي او اوس یې په دې تړاو د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

هغه زیاته کړه، «اوسنيو محصلینو هم پرېکړه کړې چې لومړی به خبري غونډه وکړي او وروسته به په اسلام‌اباد کې اعتراضي لاریون ترسره کړي».

سرتاج خان وایي: «ډېری کورنۍ دا مالي توان نه لري چې خپل ماشومان د زده کړو په منځ کې نورو هېوادونو ته ولېږي، ځکه که یې اقتصادي وس درلود، له پیل څخه به یې هغوی چین یا نورو هېوادونو ته استولي وو».

د هغه په خبره، اوس به د خپلې قضیې د حل لپاره د پاکستان محکمو ته مراجعه وکړي.

کاشف احمد بیا وویل: « د پي ايم ډي سي وروستۍ پرېکړې له سخت ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي يُو»، ځکه نه ډېری کورنۍ د نورو هېوادونو د زده کړو توان لري او نه هم معلومه ده چې که کوم محصل بل هېواد ته ولاړ شي، خپلې زده کړې به له هماغه ځایه دوام ورکړي او که به یې له سره پیلوي.

نوموړي د پاکستان له حکومت او پي اېم ډي سيوغوښتل چې خپله پخوانۍ تګلاره بېرته عملي کړي، د افغانستان د طبي پوهنتونونو اسناد ومني او دغه پوهنتونونه یو ځل بیا د منل شویو طبي ادارو په لېست کې شامل کړي.

د پاکستان د طبي شورا پرېکړه

د پاکستان طبي شورا ( پي ایم ډي سي) په افغانستان کې په طبي زده‌کړو بوختو پاکستاني محصلینو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو فارغېدل به دوی ته په پاکستان کې د ډاکټرۍ د مسلک د ترسره کولو حق ورنه کړي.

شورا د جولای په ۳۱مه نېټه اعلان کړی، هغه پاکستاني محصلین چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو څخه فارغېږي، نه شي کولای د پاکستان طبي شورا رسمي ثبت یا جواز ترلاسه کړي او له همدې امله به په پاکستان کې د ډاکټر په توګه د کار کولو اجازه هم ونه لري.

د پاکستان طبي شورا د معلوماتو له مخې، د افغانستان طبي پوهنتونونه د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون د ارزول شویو او منل شویو طبي پوهنتونونو په نوملړ کې شامل نه دي. له همدې امله، د دغو پوهنتونونو فارغان د پاکستان د ثبت ملي ازموینې کې د ګډون شرایط نه پوره کوي.

100%

شورا له ټولو پاکستاني محصلینو غوښتي چې د افغانستان یا هر بل بهرني طبي پوهنتون ته له شاملېدو مخکې دې ډاډ ترلاسه کړي چې اړوند پوهنتون د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون له لوري منظور شوی وي، څو په راتلونکي کې د مسلکي ثبت او کار له ستونزو سره مخ نه شي.

د پاکستان طبي شورا ټینګار کړی چې د طبي زده‌کړو لپاره د پوهنتون د اعتبار ارزول د محصلینو مهم مسؤلیت دی او له دې سپارښتنې څخه سرغړونه کولای شي د دوی پر مسلکي راتلونکي جدي اغېزې ولري.

ملګري ملتونه: میلیونونه میندې ماشومانو ته د شیدو ورکولو لپاره له اړین ملاتړ بې‌برخې دي

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
100%

ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې ماشومانو ته د مور شیدې ورکولو کچه لوړې شوې، خو لا هم میلیونونه میندې اړین ملاتړ نه لري. افغانستان کې بیا یوازې شاوخوا نیمایي ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور په شیدو تغذیه کېږي، حال دا چې میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) او د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالې شیدو ورکولو اوونۍ په مناسبت له هېوادونو غوښتي چې د میندو لپاره د شیدو ورکولو مسلکي مشورې پیاوړې، د زېږون پر مهال او وروسته د میندو ملاتړ زیات او د مور د شیدو د بدیلو تجارتي محصولاتو د بازارموندنې لپاره سخت مقررات عملي کړي.

د دغو ادارو مشران وايي: «د مور شیدې ورکول حیاتي دي» او د ثابتو او اغېزمنو لارو چارو په برخه کې پانګونه کولی شي هر ماشوم ته د ژوند تر ټولو ښه پیل برابر کړي او میندو ته هغه پاملرنه او خدمتونه ورسوي چې ورته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي، د مور شیدې ورکول ماشومانو ته اړین غذایي مواد برابروي، د هغوی معافیت پیاوړی کوي، د جدي ناروغیو پر وړاندې یې ساتنه کوي او د ذهني ودې په پیاوړتیا کې مهم رول لري. د مور لپاره هم د سینې او تخمدان سرطانونو او د دویم ډول شکر ناروغۍ د خطر په کمولو کې مرسته کوي.

د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، که د مور شیدې ورکول په پراخه کچه پیاوړي شي، هر کال د نږدې ۴۰۰ زره ماشومانو او ۱۴۰ زره میندو د مړینې مخه نیول کېدای شي.

دواړه ادارې سپارښتنه کوي چې ماشوم باید د زېږون په لومړي ساعت کې د مور شیدې پیل کړي، د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور په شیدو تغذیه شي او له شپږو میاشتو وروسته دې د مناسبو او خوندي تکمیلي خوړو ترڅنګ تر دوو کلونو یا له هغې ډېر د مور شیدو ته دوام ورکړل شي.

افغانستان؛ یوازې نیمایي ماشومان یوازې د مور په شیدو تغذیه کېږي

د یونیسف افغانستان څانګې د تغذیې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې یوازې شاوخوا نیمایي ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور په شیدو تغذیه کېږي. دغه اداره وايي، د کافي او متنوع خوړو نشتوالی او د ماشومانو د تغذیې ناسمې لارې چارې د افغانستان د خوارځواکۍ له مهمو لاملونو څخه دي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۳،۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د حادې خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ کېدای شي. په دې ډله کې شاوخوا ۹۴۲ زره ماشومان د شدیدې حادې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي. همداراز اټکل کېږي چې نږدې ۱،۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به په همدې کال کې له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.

یونیسف وايي، د افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران په ځانګړي ډول د دوو کلونو کم عمره ماشومانو لپاره جدي دی، ځکه د دغو ماشومانو د ودې په لومړیو پړاوونو کې د مور د شیدو ترڅنګ مناسبو او مغذي تکمیلي خوړو ته اړتیا زیاته وي.

د یونیسف په وینا، د افغانستان د خوارځواکۍ د بحران د مخنیوي لپاره د ټولنې په کچه د میندو د تغذیې او ماشومانو د شیدو ورکولو په اړه مشورې، د مناسبو لومړنیو خوړو ته د لاسرسي پراخول او د روغتیايي خدمتونو پیاوړي کول مهم دي.

د نړۍ کچه پرمختګ، خو لا هم لوی واټن

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د لومړیو شپږو میاشتو یوازې د مور په شیدو د تغذیې کچه په ۲۰۱۲ کال کې له شاوخوا ۳۷ سلنې څخه اوس له ۴۷ سلنې لوړه شوې ده. تر دوو کلونو پورې د شیدو ورکولو کچه هم په وروستیو کلونو کې له ۳۸ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

خو یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا پرمختګ لا هم د نړیوالو ټاکل شویو موخو لپاره کافي نه دی. د دوی په وینا، د شیدو ورکولو د ملاتړ خدمتونه په ډېرو هېوادونو کې محدود دي، پالیسۍ په یوشان ډول نه عملي کېږي او د خدمتونو کیفیت، په ځانګړي ډول په بېوزلو، بحراني او بشري ناورین ځپلو سیمو کې، کافي نه دی.

دواړو ادارو ټینګار کړی چې «شواهد روښانه دي» او د روغتیايي نظامونو له لارې مسلکي ملاتړ، په ټولنو کې مشورې، د میندو لپاره معاش لرونکې رخصتۍ او کاري خوندیتوب او د مور د شیدو د بدیلو تجارتي محصولاتو د بازارموندنې د مقرراتو عملي کول، د شیدو ورکولو د کچې لوړولو له اغېزمنو او کم‌لګښته لارو څخه دي.

ملګري ملتونه وايي، د مور د شیدو ورکولو په برخه کې پانګونه اقتصادي ګټه هم لري، د دوی د اټکل له مخې، د دې برخې پر هر یو ډالر پانګونه شاوخوا ۵۹ ډالره اقتصادي عاید رامنځته کوي. دغه عاید د روغتیايي لګښتونو د کمېدو، د ماشومانو د ذهني ودې، د زده‌کړو د ښه پایلو او په راتلونکي کې د لوړ عاید له لارې ترلاسه کېږي.

ملګري ملتونه د نړیوالې شیدو ورکولو اوونۍ پر مهال له هېوادونو غواړي چې د روغتیايي نظامونو د پیاوړتیا ترڅنګ، د میندو لپاره د زېږون مخکې، د زېږون پر مهال او وروسته د شیدو ورکولو لازم ملاتړ برابر کړي او دغه خدمتونه په بېړنیو او بشري ناورینونو کې هم له منځه ولاړ نه شي.

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۱
100%

د غزې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو د تېر کال د اوربند تړون د عملي کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

د فلسطیني چارواکو په وینا؛ د یکشنبې په بریدونو کې څلور کسان په دېرالبلاح کې وژل شوي دي. خان‌یونس ته نږدې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي. په غزې ښار کې هم یوه کورنۍ (مېړه، ښځه او ماشوم) وژل شوي دي او پنځه نور د غزې ښار او جبالیا په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي.

د اسراییل پوځ ویلي، په دېرالبلاح کې یې پر هغه اپارتمان برید کړی چې د حماس د ځانګړو ځواکونو دوه قوماندانان په‌کې مېشت وو. دغه بریدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي و، حماس او نورو فلسطیني وسله‌والو ډلو پر بې‌وسلې کېدو هوکړه کړې ده. د هغه دغه څرګندونې د جګړې پای ته رسېدو لپاره هیلې زیاتې کړې وې.

خو د اسراییل د انرژۍ وزیر او د امنیتي کابینې غړي اېلي کوهن د یکشنبې په ورځ وویل، د اسراییل حکومت به حماس ته د بې‌وسلې کېدو فرصت ورکړي؛ خو دوی باور نه‌لري چې دا کار به وشي.

کوهن د اسراییل د پوځ راډیو ته ویلي، چې تراوسه د غزې پر ضد د بریدونو بندېدو هېڅ تړون نه‌دی شوی. هغه وویل، که حماس بې‌وسلې نه‌شي نو اسراییل باید د غزې بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي. د هغه په وینا؛ اسراییل اوس‌مهال د غزې شاوخوا ۷۰ سلنه سیمه تر خپل واک لاندې لري.

هغه زیاته کړه: «په هغه تړون کې چې موږ له امریکا سره کړی، زموږ دریځ دا دی چې حماس باید ختم شي. دا لومړنی کار دی چې باید وشي». د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې؛ تر اوربند وروسته لږترلږه ۱,۲۳۰ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.

بل لور ته د اسراییل د شمېرو له مخې؛ په همدې موده کې څلور اسراییلي پوځیان هم وژل شوي دي.

هغه ډله چې د «ټرمپ د سولې پلاوی» بلل کېږي او امریکا یې مشري کوي، د جمعې په ورځ د اوربند تړون د وروستیو پړاوونو بشپړولو لپاره ۱۵ ماده‌ییزه نقشه خپره کړه. حماس ویلي، مخکې له دې چې خپلې وسلې د فلسطین یوې نوې ادارې ته وسپاري؛ اسراییل باید خپل بریدونه ودروي او د اوربند د تړون له مخې خپل پوځ له غزې وباسي.

د حماس یو لوړپوړي چارواکي باسم نعیم د یکشنبې په ورځ وویل، حماس «ډېر انعطاف» ښودلی؛ خو اسراییل یې تورن کړ چې د بریدونو په زیاتولو سره غواړي په جګړه کې نوي شرایط په زور رامنځته کړي.

هغه وویل: «په داسې حال کې چې سیاسي خبرې مخ په وړاندې روانې دي، د بریدونو زیاتېدل ښيي چې اشغالګر حکومت غواړي د جګړې د پای ته رسېدو بهیر کمزوری کړي او په زور نوي حقیقتونه پر خلکو وتپي».

په جولای میاشت کې په پاکستان کې د بریدونو له امله ۶۰۶ کسان وژل شوي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۵۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (پکس) په خپل نوي راپور کې ویلي چې د چنګاښ په میاشت کې په دغه هېواد کې د بریدونو او پوځي عملیاتو له امله ۶۰۶ کسان وژل شوي او ۲۳۲ نور ټپیان شوي دي. راپور وايي، په دې میاشت کې لږ تر لږه ۱۱۲ پاکستاني سرتېري او ۴۰۱ وسله‌وال وژل شوي.

په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر پېښو نظر ساتونکي څېړنیز بنسټ «د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ» په یو نوي راپور کې ویلي، چې د جولای په میاشت کې په ټول هېواد کې د بریدونو او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او په دې میاشت کې په ټولیزه توګه ۶۰۶ کسان وژل شوي او ۲۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د شنبې په ورځ د پکس له خوا د خپاره شوي راپور له مخې، په جولای میاشت کې لږ تر لږه ۱۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

دا د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهیسې په یوه میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو تر ټولو لوړ ځاني زیان دی او په تېره څه باندې یوه لسیزه کې دویم لوی میاشتنی زیان دی.

د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې ۱۱۴ پاکستاني نظامیان وژل شوي وو، چې له هغې جملې څخه شاوخوا ۱۰۲ تنه د پېښور په پولیس لاینز کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي وو.

په راپور کې ویل شوي، چې د جولای په میاشت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۴۰۱ وسله وال وژل شوي، چې دا په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په یوه میاشت کې د وژل شویو وسله والو تر ټولو لویه شمېره ده.

د پکس په وینا، په جولای کې د ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه اته پېښې شوې دي، چې په هغو کې له باروتو څخه د ډکو موټرو په واسطه پنځه ځانمرګي بریدونه هم شامل دي.

دا په تېره یوه لسیزه کې په یوه میاشت کې د ثبت شویو ځانمرګو بریدونو تر ټولو لوړ شمېر دی.

د پکس د ارقامو له مخې، له پخوانیو قبایلي سیمو (فاټا) پرته په پاتې خیبر پښتونخوا کې د جولای په میاشت کې په ټولیزه توګه ۱۵۴ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې په جون کې دا شمېر ۷۵ و.

په دې توګه په ټولیزو مړینو کې ۱۰۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ټپیانو شمېر هم له ۶۰ څخه ۹۸ ته لوړ شوی دی.

په دې سیمو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ځاني زیان له ۱۲ څخه ۳۸ ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې د راپور له مخې، د وژل شویو وسله‌والو شمېر په ۱۹۲ سلنه زیاتوالي سره له ۳۷ څخه ۱۰۸ ته رسېدلی دی.

خو د ملکي وګړو په مړینه کې ۷۳ سلنه کموالی راغلی او دا شمېر له ۲۶ څخه اوو ته راښکته شوی دی.

په تیره اونۍ کې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پیښو له امله له دېرشو څخه ډیر کسان وژل شوي دي، چې ډیری یې پولیس او پوځي پرسونل دي، په داسې حال کې چې په ځینو کې حکومت پلوه ملکي وګړي هم شامل دي.