• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
کلتور او ټولنه

سلمان خان او خور یې د درغلۍ په قضیه کې محکمې ته احضار شوي

۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۱

د هند د چندیګړ یوې محکمې د بالیووډ مشهور لوبغاړی سلمان خان، د هغه خور الویرا خان اګنیهوتري او د «سټایل اېنډ کانټنټ جولري خصوصي شرکت» مدیران د «بیینګ هیومن» د ګاڼو له یوه نندارتون سره د تړلې نږدې ۳۰ میلیونه هندي روپیو د ادعا شوې درغلۍ په قضیه کې محکمې ته احضار کړي دي.

د هند د چندیګړ ولسوالۍ محکمې سلمان خان، د هغه خور الویرا خان اګنیهوتري او د سټایل اېنډ کانټنټ جولري خصوصي شرکت مدیرانو ته احضاریه صادره کړې او امر یې کړی چې د روان کال د اکتوبر په پنځمه محکمه کې حاضر شي او د دوی پر ضد د ثبت شوي شکایت په اړه خپل ځواب وړاندې کړي.

دا قضیه د چندیګړ د سوداګر ارون ګوپتا له شکایت وروسته ثبت شوې ده. نوموړی ادعا کوي چې د «بیینګ هیومن» د ګاڼو د نندارتون د پرانیستلو لپاره په ناسمو ژمنو وهڅول شو او له امله یې میلیونونه هندي روپۍ مالي زیان ورسېد.

د شکایت له مخې، ارون ګوپتا د چندیګړ د ماني ماجرا سیمې د اېن اې سي په سیمه کې د «بیینګ هیومن» د ګاڼو نندارتون د شاوخوا درې کروړه هندي روپیو په لګښت جوړ کړی و. هغه ویلي، د دې پروژې لپاره یې له سټایل کوټېنټ جولري خصوصي شرکت سره تړون کړی او د تړون ټول شرایط یې عملي کړي وو.

ګوپتا ادعا کړې چې یوازې د نندارتون د جوړولو لپاره یې شاوخوا ۱۰ میلیونه هندي روپۍ لګولې او د «بیینګ هیومن» د نښې ګاڼې یې هم پلور ته وړاندې کړې وې.

په شکایت کې راغلي چې د شرکت شپږو اړوندو کسانو د لوړې سوداګریزې ګټې او بشپړ ملاتړ ژمنې ورسره کړې وې، خو د نندارتون له پرانیستلو وروسته نه یوازې دا چې لازم ملاتړ ورسره ونه شو، بلکې د ګاڼو دوامداره اکمالات هم ودرېدل.

شکایت کوونکی وایي، په ۲۰۲۰ کال کې د «بیینګ هیومن» د ګاڼو د عرضه کوونکي پلورنځي له تړل کېدو وروسته د نویو توکو ترلاسه کول ناشوني شول، چې له امله یې سوداګري زیانمنه او درانه مالي تاوانونه ور واوښتل.

محکمې په دې پړاو کې یوازې تورنو کسانو ته د حاضرېدو احضاریه صادره کړې او د قضیې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

راپور ټینګار کوي چې دا ادعاوې د شکایت کوونکي له خوا مطرح شوې دي او تر اوسه محکمې د دغو تورونو په اړه هېڅ وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

ډېر لیدل شوي

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي
۱

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۲
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۳

لانګ وار ژورنال: متحده جبهه د طالبانو پر ضد د جګړې او سیاسي بدلون شعار ورکوي

۴

د نارضایتۍ دوام؛ خواله رسنۍ پر طالبانو د نیوکو مرکز

۵
ځانګړی

د پخوانۍ ولسي جرګې یو شمېر غړي د طالبانو خلاف ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته لاړل

•
•
•

نور کیسې

عبدالباري جهاني: طالبان ملي بیرغ د خلکو له زړونو او یادونو نه‌شي ایستلای

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۵ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالباري جهاني وايي، طالبان د افغان ولس له زړونو او خاطراتو څخه «ملي بېرغ» نه‌شي اېستلی. د هغه په باور دغه بیرغ د خلکو په زړونو او له هېواده بهر په ښکاره ژوندی دی. جهاني همداراز خبرداری ورکړ، د طالبانو بقا په «خطر» ده.

نن (د زمري ۷مه) د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده. دغه ورځ د طالبانو له واکمنۍ مخکې هرکال په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده، خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره د دغې ورځې نمانځنه په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او د خواله رسنیو کاروونکو پورې محدوده شوې ده.

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني د زمري په ۷مه د ملي درې رنګه بیرغ د ورځې په تړاو له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د افغانستان ملي بیرغ د خلکو په زړونو کې ځای لري او زیاته یې کړه: «طالبان چې هر څومره کوشش وکړي، چې دا بیرغ د خلکو له زړونو او خاطراتو څخه نه‌شي اېستلی. طالبانو به دا بیرغ له‌منځه وړی وي، خو په خارج کې تر اوسه دا بیرغ ژوندی ‌دی او د افغانانو په زړونو کې هم دا بیرغ ژوندی دی».

طالبانو په بیا واکمنېدو سره د افغانستان د اساسي قانون په ګډون ډېری ارزښتونه له‌منځه یوړل او په تړاو یې عبدالباري جهاني وايي: « طالبان د ملي ارزښتونو خلک نه‌دي».

د افغانستان د ملي سرود شاعر عبدالباري جهاني د ملي سرود په اړه زیاتوي: «طبیعي خبره ده، چې دوی [طالبان] باید سرود له‌منځه وړی وای، ځکه هغه سره موسیقي ملګرې ده. که موسیقي ملګرې هم نه‌وای، دوی دا سرود نه‌قبلاوه. په دې خاطر چې دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او په اساسي قانون کې فیصله شوی یو سرود وو».

جهاني د طالبانو اوسنی نظام یو «ایډیولوژیک» نظام ګڼي او خبرداری ورکوي، دا چې طالبان د خلکو د غوښتنو مخالف دي، نو لرې نه‌ده چې نظام به یې رانسکور کړای شي او زیاتوي: «اخطار ورکوم، چې دوی په دغه حال باندې خپلې واکمنۍ ته دوام نه‌شي ورکولای او دوی به حتما سرنګونه کېږي، ځکه دوی سل په سلو کې د افغان ولس د ارزوګانو او غوښتنو مخالف دي».

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان دری رنګه ملي بېرغ تور، سور او زرغون د لومړي ځل لپاره د ۱۳۰۷ لمریز کال کې د شاه امان الله خان د وخت لويې جرګې له‌خوا تصویب شو. له هغه وروسته د افغانستان په ملي بېرغ کې ځینې بدلونونه راغلي، خو په ۱۳۸۲ لمریز کال کې بیا هم هماغه پخوانی درې رنګه ملي بېرغ په لږ توپیر سره د افغانستان په اساسي قانون کې ثبت شو.

تاریخ پوهان وايي، شاه امان الله خان ملي بېرغ ته د درېیو رنګونو په غوره کولو سره د خلکو مبارزه په هغه کې منعکسه کړې ده چې «تور رنګ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنګ د هېواد د خپلواکۍ او د شهيدانو نښه او زرغون رنګ د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ نښه ده».

ولې د شاه رخ خان کورنۍ له پاکستان څخه هند ته کډه شوه؟

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۱
100%

پاکستانی سياستوال او د مير تاج محمد خان د کورنۍ نږدې ملګری غلام احمد بلور وايي چې د شاه رخ خان پلار مير تاج محمد خان له کډوالۍ مخکې پېښور کې اوسېده. د بلور په وينا، تاج محمد خان د پاکستان د جوړېدو په لومړيو کلونو کې د سياسي فشارونو او د ځپلو له ویرې پاکستان پرېښود او هند ته ولاړ.

شاه رخ خان وروسته په هند کې وزېږېد او د دغه هېواد د سينما له تر ټولو نوموتو لوبغاړو څخه شو.

د پاکستان وتلي خبريال حميد مير د غلام احمد بلور د خاطرو د کتاب «زه ولې مات نه شوم؟» په اړه په خپلې ليکنه کې ليکلي چې د شاه رخ خان پلار تاج محمد خان، د بلور د کورنۍ نږدې ملګری او په پېښور کې يو پېژندل شوی سوداګر و.

تاج محمد خان د هند د ملي کانګرس ګوند فعال غړی او د عدام تشد د لوی پښټون مبارز عبدالغفار خان (پاچا خان) د خدايي خدمتګار غورځنګ له مخکښو پلويانو څخه و.

پاچا خان د مهاتما ګاندي نږدې ملګری و، د هند د وېش مخالف او د سوله‌ييزې مبارزې ملاتړ یې کاوه. خو کله چې په ۱۹۴۷ کال کې پاکستان جوړ شو، د هغه ډېری پلويان له نوي حکومت سره په اختلاف کې شول.

خدايي خدمتګار يو بې‌تاوتريخوالي غورځنګ و، چې د هند له وېش مخکې يې په پښتون مېشتو سيمو کې فعاليت کاوه. د پاکستان تر جوړېدو وروسته د دغه غورځنګ غړي او ملاتړي له سياسي فشارونو او نيونو سره مخامخ شول.

د احمد بلور د خاطرو په کتاب کې راغلي چې کله عبدالقيوم خان د شمال لوېديځ سرحدي ايالت، چې اوسنی خېبر پښتونخوا ده، واک ته ورسېد، د پاچا خان پر پلويانو فشارونه نور هم زيات شول.

بلور په خپل کتاب کې ليکي چې د عبدالقيوم خان حکومت په ۱۹۴۸ کال کې د خدايي خدمتګار غورځنګ سخت وځاپه، او د بابړې د خونړۍ پېښې پر مهال ګڼ شمېر لاريونوال د پوليسو په ډزو ووژل شول.

د غلام احمد بلور په وينا، تاج محمد خان څو ځله ونيول شو، او کله چې سياسي فشارونه نور هم زيات شول، پرېکړه يې وکړه چې پېښور پرېږدي.

هغه له خپلې کورنۍ سره د هند پلازمېنې ډيلي ته ولاړ، هلته يې نږدې ملګري محمد يونس، چې د جواهر لعل نهرو او انديرا ګاندي له نږدې سياسي همکارانو څخه و، د دوی ملاتړ وکړ.

غلام احمد بلور وايي، له هند ته تر کډه کېدو وروسته هم تاج محمد خان له خپلو ملګرو سره په پېښور کې اړيکې ساتلې او آن يو ځل له خپلې کورنۍ سره د حاجي بلور کور ته هم ورغلی و.

شاه رخ خان په ۱۹۶۵ کال کې د هند په ډيلي ښار کې وزېږېد. تاج محمد خان په ډيلي کې له لطيف فاطمې سره واده وکړ. شاه رخ خان خپل ماشومتوب او ځواني په همدې ښار کې تېره کړه. له زده کړو وروسته يې هنري فعاليت په ټلوېزيون کې پيل کړ، او وروسته د هند سينما ته داخل شو. هغه ورو ورو د باليووډ له تر ټولو پېژندل شويو او اغېزناکو لوبغاړو څخه شو.

د میوند ملاله؛ د یوې لنډۍ، یوه بیرغ او یوې تاریخي جګړې کیسه

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۶ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د میوند جګړه د یوې داسې جګړې، یوه قوماندان او یوې پېغلې کیسه ده، چې نږدې یوه نیمه پېړۍ وروسته هم ژوندۍ ده. د میوند ملاله؛ هغه نوم چې د تاریخي روایتونو له مخې، د جګړې په یوه حساسه شېبه کې یې د افغان سرتېرو روحیه بدله کړه او ناکامه شوې جګړې ته یې بریا ورکړه.

۲۷ جولای، ۱۸۸۰ کال د کندهار د میوند په دښتو کې د توپونو غږ پورته کېږي، د اسونو منډې روانې دي او د زرګونو سرتېرو چیغې د جګړې فضا ډکوي.

یوه خوا د برېتانوي امپراتورۍ منظم او مجهز پوځ ولاړ دی؛ هغه امپراتوري چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د نړۍ له سترو قدرتونو څخه وه او پراخې سیمې یې تر واک لاندې وې.

بله خوا افغان ځواکونه دي، چې د خپلې خاورې، سیاسي راتلونکي او د بهرني نفوذ پر وړاندې د مقاومت لپاره جګړه کوي.

خو د دې جګړې په منځ کې یو داسې نوم هم راڅرګندېږي چې نه د یوه جنرال و او نه د یوه پاچا او نه هم د یو سرتېري؛ بلکې د یوې ځوانې افغانې پېغلې نوم و: د میوند ملاله.

خو میوند ولې دومره مهمه جګړه وه؟ ایوب خان څوک و؟ او د ملالۍ کیسه تر کومه ځایه تاریخي حقیقت او تر کومه ځایه ولسي روایت دی؟

د دوو امپراتوریو سیالي

د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې افغانستان د نړۍ د دوو سترو قدرتونو؛ بریتانیا او روسیې، ترمنځ د سیالۍ په مرکز کې و.

دې جیوپولیټیکې سیالۍ ته تاریخ کې د «سترې لوبې» نوم ورکړل شوی دی.

بریتانیا اندېښنه لرله چې د روسیې نفوذ به د افغانستان له لارې د هند پر لور پراخ شي؛ هغه سیمه چې د بریتانوي امپراتورۍ تر ټولو مهمه مستعمره ګڼل کېده.

له همدې امله، بریتانیا هڅه کوله چې د افغانستان پر بهرني سیاست خپل نفوذ زیات کړي. د کابل او لندن ترمنځ اختلافات بالاخره د دویمې انګلیس ـ افغان جګړې سبب شول، چې له ۱۸۷۸ څخه تر ۱۸۸۰ کال پورې یې دوام وکړ.

دا جګړه یوازې د دوو پوځونو ترمنځ جګړه نه وه؛ بلکې د سیمې د راتلونکي نفوذ او سیاسي توازن لپاره یوه لویه سیالي وه.

100%

ایوب خان؛ د میوند جګړې قوماندان څوک و؟

د میوند جګړې په تاریخ کې د افغان ځواکونو مهم قوماندان ایوب خان و.

ایوب خان د افغانستان د امیر شیر علي خان زوی و او د یوه پوځي مشر په توګه پېژندل کېده. هغه په داسې وخت کې د جګړې مشري پر غاړه واخیسته چې افغانستان له سیاسي بې ثباتۍ او بهرني فشار سره مخ و.

کله چې بریتانوي ځواکونه د کندهار پر لور د حرکت په حال کې وو، ایوب خان خپل ځواکونه راټول کړل او هڅه یې وکړه چې د هغوی د پرمختګ مخه ونیسي.

د هغه هدف دا و، چې د افغانستان په خاوره کې د بریتانوي پوځي حضور پر وړاندې مقاومت وکړي.

د میوند خونړۍ جګړه او ملاله

د ۱۸۸۰ کال د جولای په ۲۷مه، د کندهار د میوند په سیمه کې افغان او بریتانوي ځواکونه سره مخامخ شول.

د بریتانوي ځواکونو مشري جنرال جورج برروز کوله. د هغوی پوځ منظم جوړښت، عصري وسلې او توپونه لرل.

خو افغان ځواکونو د سیمې له پېژندنې، د جګړې له تجربې او قوي مقاومت څخه استفاده وکړه.

جګړه سخته او خونړۍ وه. دواړو لورو ته درانه تلفات واوښتل، خو د ورځې په پای کې افغان ځواکونو د بریتانوي پوځ پر وړاندې بریا خپله کړه او بریتانوي ځواکونه د شاتګ لپاره اړ شول.

که څه هم میوند د جنرالانو او پوځونو جګړه وه، خو د دې جګړې تر ټولو مشهوره کیسه د یوې ځوانې پېغلې ده.

د تاریخي روایتونو له مخې، ملالۍ د میوند یوه ځوانه افغانه پېغله وه چې د جګړې په سیمه کې موجوده وه.

کله چې افغان جنګیالي له سخت حالت سره مخ شول او د جګړې روحیه کمزورې کېدله، ملالۍ د هغوی د هڅونې لپاره یوه لنډۍ وویله:

که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

د روایتونو له مخې، هغې د افغان بیرغ د لوېدو پر مهال پورته کړ او د سرتېرو روحیه یې بېرته پیاوړې کړه.

ویل کېږي چې ملالۍ په همدې جګړه کې ووژل شوه، خو نوم یې د افغان ولس په حافظه کې د زړورتیا او قربانۍ د سمبول په توګه پاتې شو.

100%

د ملالۍ کیسه؛ تاریخ که ولسي روایت؟

د ملالۍ د رول په اړه ټول جزییات په معاصرو تاریخي اسنادو کې په یوه کچه نه دي ثبت شوي.

ځینې تاریخپوهان د هغې کیسه د شفاهي روایتونو برخه بولي، خو دا خبره روښانه ده چې ملالۍ د افغانستان په تاریخي او فرهنګي حافظه کې د میوند جګړې یوه مهمه نښه ګرځېدلې ده.

د هغې نوم د دې لپاره ژوندی پاتې دی چې د جګړې په یوه حساس وخت کې د مقاومت او قربانۍ یوه بېلګه ګڼل کېږي.

د میوند جګړه نږدې یو نیمه پېړۍ وړاندې وشوه، خو د هغې پوښتنې لا هم ژوندۍ دي:

ایا تاریخ یوازې د هغو کسانو نومونه ساتي چې تاجونه یې پر سر وو؟ که د هغو کسانو هم چې په یوه مهمه شېبه کې یې د بدلون لپاره غږ پورته کړ؟

ایوب خان د یوه پوځ قوماندان و؛ خو ملالۍ د یوې داسې ارادې سمبول شوه چې نه یې پوځي رتبه لرله او نه یې وسله. هغې یوازې یو بیرغ پورته کړ، خو د یوه پوځ مورال یې بدل کړ.

نو پس میوند یوازې د یوې جګړې نوم نه دی؛ میوند د هغې شېبې نوم دی چې یو غږ، یوه اراده او یوه قرباني د تاریخ په حافظه کې ځای پېدا کوي.

له افغانستان څخه وتل او د سپینې ماڼۍ رازونه؛ د جو بایډن د خاطراتو کتاب خپرېږي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۱
100%

د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن څلور کلنه دوره د غزې او اوکراین د جګړو او له افغانستان څخه د وتنې شاهده وه. بایډڼ په سپينې ماڼۍ کې د خپلې څلور کلنې دورې د څرنګوالي په تړاو د «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» په نوم یو کتاب لیکلی او ۴ میاشتې وروسته به خپور شي.

د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن چې دمګړۍ د پروستات سرطان له یوې خطرناکې او پرمختللې بڼې سره مبارزه کوي وايي، چې د ده نوی کتاب «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» به د هغو «ننګونو په اړه وي چې موږ د یوه ملت په توګه ورسره مخ وو، د هغو پرېکړو په اړه چې ما وکړې، او دا چې ما ولې دا پرېکړې وکړې».

هغه وویل، دا کتاب به د هغه د ولسمشرۍ د دورې مهمو پېښو ته ځانګړی شوی؛ هغه دوره چې د غزې او اوکراین جګړه او همداراز له افغانستان څخه د امریکا وتل په‌کې شامل وو.

د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې، له واک څخه د تر ټولو د زاړه ولسمشر په توګه له وتلو یوازې څلور میاشتې وروسته، بایډن څرګنده کړه، چې پر هغه د پروستات داسې یو خطرناک سرطان تشخیص شوی چې د هغه هډوکو ته هم خپور شوی دی. هغه له دې وروسته د راډیوټراپي (شعاعي درملنې) بهیر پیل کړ.

۸۳ کلن بایډن د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه د خپل کتاب په تړاو په یوه تبلیغاتي ویډيويي پیغام کې ویلي: «له هغه وخته چې ما ولسمشري پرېښې، ډېرو خلکو له ما څخه پوښتنه کړې، جو، څه کوې»؟

هغه له خپلو مینه‌والو او هغو کسانو څخه مننه کړې، چې د ده د ښې روغتیا هیله یې کړې او زیاته یې کړه: «ما خپل ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړی دی. زه د سرطان له تشخیص سره لاس او ګرېوان یم او درملنه مې روانه ده، چې ډېره ښه پر مخ روانه ده».

جوبایډن په دې ویډيويي پیغام کې څرګنده کړې، د خپلې ولسمشرۍ (۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵) پر مهال، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د ډونالډ ټرمپ د پلویانو له‌خوا د امریکا پر کانګرس د برید، د اوکراین جګړه او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو څو مهمې شېبې یادې کړي دي.

بایډن زیاته کړه، چې په دې کتاب کې به دا هم راشي چې «ما ولې پرېکړه وکړه چې بیا ځلي ځان نوماند کړم او ولې مې پرېکړه وکړه چې له نوماندۍ تېر شم».

د کتاب په اړه د هغه په دې تبلیغاتي ویډیو کې د محاصره شویو فلسطینیانو او په‌کې د امریکا د رول په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.

د امریکا د تر ټولو زاړه ولسمشر په توګه د هغه د روغتیا په اړه له پرله پسې پوښتنو سره سره، ۸۱ کلن بایډن پرېکړه وکړه، چې په ۲۰۲۴ کال کې د دویمې دورې لپاره ځان کاندید کړي.

خو د ۲۰۲۴ کال په جون کې د ټرمپ پر وړاندې په یوه ناکامه او کمزورې ټاکنیزه مناظره کې تر راڅرګندېدو او د ډیموکراتانو د بې‌ساري فشارونو له امله، بایډن له ټاکنیزې سیالۍ څخه د وتلو اعلان وکړ.

ورپسې ټرمپ د بایډن پر ځای د معرفي شوې کاندیدېد هغه د وخت مرستیالې ولسمشرې کاملا هرېس ته ماتې ورکړه. ټرمپ، چې د جون په میاشت کې ۸۰ کلن شو، تر هغه وخته چې په ۲۰۲۹ کال کې خپله کاري دوره پای ته رسوي، د بایډن د عمر ریکارډ به مات کړي.

د بایډن د خاطراتو دا کتاب د روان زیږیز کال د نومبر په ۱۷مه خپرېږي، چې د منځمهاله حساسو ټاکنو څخه یوازې څو اونۍ وروسته وخت دی.

کاملا هرېس هم تېر کال خپل د خاطراتو کتاب خپور کړی وو. دغه کتاب چې «۱۰۷ ورځې» نومېږي، د هغې د هغو لنډو ټاکنیزو هڅو او کمپاین په اړه دی چې د بایډن له وتلو وروسته یې د ټرمپ پر وړاندې ترسره کړې وې.

100%
کاملا هرېس له خپل کتاب سره

د تېرې فبرورۍ په میاشت کې، د امریکا جګپوړو ډیموکراټ چارواکو چې په ۲۰۲۴ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګوند د ماتې ارزونه کوله، دې پایلې ته ورسېدل چې د غزې په اړه د بایډن د ادارې دریځ د پخوانۍ مرستیالې ولسمشرې کاملا هرېس لپاره یو «بشپړ منفي» او زیانمنونکی فکتور وو.

د المپ غره په لمنو کې د لرغوني یونان د خدایانو د عبادت دود لا هم ژوندی دی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۱
100%

د یونان د المپ غره په لمنو کې د مشعلونو رڼا، د لرغونو مذهبي سرودونو غږ او د دودیزو یوناني جامو رنګونه یو ځل بیا د زرګونو کلونو پخوانی تاریخ راژوندی کړ. سلګونه کسان د «پرومیتیا» د ۳۱مې کلنۍ جشنوارې د نمانځنې لپاره راټول شوي و.

«پرومیتیا» هغه مراسم دي چې د لرغوني یونان د دین پیروان یې هر کال د خپلو پخوانیو باورونو د درناوي لپاره ترسره کوي.

ګډونوالو د لرغوني یونان د خلکو په څېر سپینې او دودیزې جامې اغوستې وې، په لاسونو کې یې بل مشعلونه نیولي وو، مذهبي سرودونه یې ویل، اورونه یې بلول او د زیوس، هېرا، پوسایدون او نورو اساطیري خدایانو په نوم یې دعا او عبادت کاوه.

100%

د مراسمو یوه ګډونواله وایي، د الیمپ غر ځکه د دې جشنوارې لپاره ځانګړی ارزښت لري چې د لرغوني یونان خلک طبیعت سپېڅلی ګاڼه او باور یې درلود چې رښتینی معبد د انسان په لاس جوړه شوې ودانۍ نه، بلکې خپله طبیعت دی.

هغې وویل: «دا جشنواره د یوناني هویت او کلتور جشن دی. موږ خپلو خدایانو ته عبادت کوو او طبیعت هم درنوو، ځکه دواړه زموږ د باور برخه دي».

100%

خو د دې جشنوارې تنظیموونکي ټینګار کوي چې دا یوازې د پخوانیو دودونو ننداره یا تاریخي تمثیل نه دی. د ډېرو ګډونوالو لپاره دا ژوندي مذهبي مراسم دي. هغوی باور لري چې د لرغوني یونان خدایان لا هم شتون لري او انسان د دعا، عبادت او طبیعت ته د درناوي له لارې ورسره معنوي اړیکه ټینګولای شي.

د دې جشنوارې ډېری ګډونوال د «هېلېنیزم» او «دودېکاتېېزم» پیروان دي، هغه دین چې د الیمپ د دولسو خدایانو عبادت کوي.

څو خداییز دین له زرګونو کلونو راهیسې د لرغوني یونان د خلکو اصلي باور و، خو د مسیحیت له خپرېدو وروسته یې نفوذ ورو ورو کم شو او نږدې له منځه ولاړ. له اوږدو هڅو وروسته، د یونان حکومت په ۲۰۱۷ کال کې دې دین ته د رسمي پېژندل شوي مذهب حیثیت ورکړ او پیروانو ته یې اجازه ورکړه چې خپل مذهبي مراسم په قانوني ډول ترسره کړي.

یو بل ګډونوال وایي: «موږ یوازې د دولسو خدایانو عبادت نه کوو، بلکې باور لرو چې طبیعت له الهي ځواک ډک دی. موږ ځانونه د طبیعت برخه بولو او هڅه کوو خپل ذهن او روح له خپلو خدایانو سره نږدې کړو».

100%

که څه هم په یونان کې د دې دین د پیروانو شمېر ډېر نه دی، خو د «پرومیتیا» جشنواره هر کال پراخېږي او له یونان سربېره د نورو هېوادونو پیروان هم پکې ګډون کوي.

100%

د دوی لپاره المپ یوازې یو غر نه دی؛ دا د لرغوني یونان د تمدن، کلتور او مذهبي باورونو یو ژوندی سمبول دی، هغه ځای چې د زرګونو کلونو له تېرېدو وروسته هم د پخوانیو خدایانو د عبادت دود پکې ژوندی پاتې دی.