• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

هیله بښونکې لوبه؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کانټیننټل جام نړیوالو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د نیوزیلنډ پر وړاندې غوره لوبه وکړه او د ۶–۱په ستر توپیر یې بریا خپله کړه.د روزونکي دژان دودویچ تر لارښوونې لاندې افغان لوبغاړو دې بریا سره وښوده چې د سیالیو په پای کې یې د پرمختګ بهیر روان دی.

افغانستان د لوبې په لومړۍ نیمايي کې خورا ښه لوبه وکړه او د څلورو ګولونو په برلاسۍ سره د دمې خونې ته ولاړ. امید قنبري د لوبې په ۶مه او ۱۴مه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل او ملي لوبډله یې مخکې کړه. ورپسې جواد حیدري د ۱۸مې دقیقې په ترڅ کې درېیم ګول ترسره کړ، او یوازې څو شېبې وروسته مهران غلامي څلورم ګول هم وواهه، چې لومړۍ نیمايي د افغانستان په ګټه ۴–۰ پای ته ورسېده.

په دویمه نیمايي کې نیوزیلنډ د لوبې په ۲۵مه دقیقه کې یو ګول بېرته جبران کړ، خو افغان لوبغاړو سیالې لوبډلې ته د بېرته راګرځېدو فرصت ورنه کړ. د ملي لوبډلې لوبډلمشر اکبر کاظمي د لوبې په ۲۹مه او ۳۵مه دقیقه کې دوه نور ګولونه هم ووهل او د لوبې وروستۍ پایله یې ۶–۱ کړه، ترڅو د خراسان زمریو ته یوه پرېکنده او ارزښتناکه بریا ورپه برخه کړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې څلور لوبې ترسره کړې. دې لوبډلې له تایلنډ او ویتنام څخه ماتې وخوړه، د روسیې پر وړاندې یې مساوي وکړه او په خپلې وروستۍ لوبه کې یې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه. افغانستان په ټولیز ډول په دې سیالیو کې ۱۱ ګولونه ووهل او ۱۲ ګولونه یې په خپله دروازه کې ومنل.

که څه هم افغانستان په دغو سیالیو کې یوازې یوه بریا خپله کړه، خو د نړۍ د اووم مقام لرونکې روسیې پر وړاندې مساوي او پر نیوزیلنډ د ۶–۱ ستره بریا وښوده چې د نوي تخنیکي کادر تر مشرۍ لاندې ملي لوبډله د لا زیاتې همغږۍ، تجربې او راتلونکو سیالیو لپاره د چمتووالي په سمه لاره روانه ده.

ډېر لیدل شوي

له څوکۍ کم واک؛ رییس الوزرا د واک او پرېکړو په حاشیه کې
۱

له څوکۍ کم واک؛ رییس الوزرا د واک او پرېکړو په حاشیه کې

۲

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۳
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۴

ګورډن براون د افغان نجونو د زده‌کړو د ملاتړ لپاره د نړیوال صندوق د جوړېدو غوښتنه کړې

۵

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د تایلنډ د کانټیننټل فوټسال نړیوالو سیالیو په درېیمه لوبه کې د نړۍ د درجه‌بندۍ له اووم مقام لرونکې روسیې سره ۳ – ۳ مساوي وکړه.

د دژان ددوویچ روزل شوې افغان لوبډله د لوبې تر وروستیو شېبو پورې په ۳ – ۲ له خپل پیاوړي سیال څخه مخکې وه، خو روسیې د لوبې په وروستۍ دقیقه کې د مساوي ګول په وهلو له ماتې ځان وژغوره.

افغانستان دا مهال د نړۍ د فوټسال په درجه‌بندۍ کې یوویشتم مقام لري.

د لوبې لومړۍ نیمايي د ۱ – ۱ په مساوي پای ته ورسېده. روسیې د لوبې په اتمه دقیقه کې د اکبر کاظمي د تېروتنې له امله لومړی ګول وکړ، خو همدغه لوبغاړي یوازې څو شېبې وروسته د احمد اسماعیلي له اوږد پاس څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان لپاره د مساوي ګول په وهلو خپله تېروتنه جبران کړه.

په دویمه نیمايي کې روسیې د لوبې په ۲۷مه دقیقه کې د افغانستان د دفاعي کرښې د نه همغږۍ او د محمد مرادي او مهران غلامي د ناسم ځای‌نیولو له امله دویم ګول وواهه او یو ځل بیا مخکې شوه.

خو یوازې یوه دقیقه وروسته فرزاد محمودي د اکبر کاظمي د پاس په مرسته د افغانستان دویم ګول ترسره کړ او لوبه یې بېرته مساوي کړه.

افغان لوبغاړو په دې سیالۍ کې دوه ځله نور هم د روسیې جال ولړزاوه، خو دواړه ګولونه د لوبڅار له لوري ونه منل شول. د سیدحسین موسوي ګول د خطا او د امید قنبري ګول د مهران غلامي د لاس‌وهلو (هند) له امله مردود اعلان شول.

سره له دې پرېکړو، افغانستان د لوبې په ۳۶مه دقیقه کې خپل درېیم ګول هم وکړ. رضا حسین‌پور هغه مهال چې د مهران غلامي ګوزار د روسیې دروازه‌ساتونکي بېرته تمبولی و، له راګرځېدلي توپ څخه ښه ګټه واخیسته او د خپلې لوبډلې درېیم ګول یې ترسره کړ.

په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ د فوټسال د یوه ځواکمن سیال پر وړاندې د خپلې تاریخي بریا د ثبتېدو په درشل کې و، روسیې د لوبې په ۴۰مه دقیقه او وروستیو شېبو کې د احمد اسماعیلي دروازې ته د مساوي ګول په وهلو لوبه ۳ – ۳ مساوي کړه.

د افغانستان ځوان دروازه‌ساتونکی احمد اسماعیلي، چې د بندیز له امله یې د ویتنام پر وړاندې تېره لوبه له لاسه ورکړې وه، په دې سیالۍ کې بېرته د لوبډلې اصلي ترکیب ته راستون شو او د پام وړ لوبه یې وړاندې کړه.

که د افغانستان وروستۍ لوبه ترسره شي، ټاکل شوې چې سبا د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو د نیوزیلنډ پر وړاندې ډګر ته ښکته شي. خو د دې له امله چې نیوزیلنډ له خپلې تېرې سیالۍ څخه انصراف کړی، د دغې لوبې ترسره کېدل لا هم په رسمي ډول نه دي تأیید شوي.

د فیفا د خصوصي کولو پلان؛ یوفا د فوټبال نړیوال جام د تحریم پرېکړه وکړه

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۸ GMT+۱
100%

د اروپا د فوټبال اتحادیې «یوفا» او د هغې ۵۵ غړو د فیفا د هغه پلان په اعتراض کې چې غواړي د نړیوال جام او نورو سیالیو مالکیتي ونډې خصوصي پانګه‌والو باندې وپلوري، د فیفا له ټولو سیالیو د بایکاټ پرېکړه کړې ده.

د اروپا د فوټبال حاکمې ادارې «یوفا» او د هغې ۵۵ غړو هېوادونو د پنجشنبې په ورځ د فیفا د سیالیو د بایکاټ پرېکړه وکړه، څو د نړیوال جام او نورو فیفا سیالیو د مالکیتي ونډو د خصوصي کولو مخه ونیسي.

د رویټرز د راپور له مخې، د یوفا غړو په یوه بیړنۍ غونډه کې د بایکاټ په ملاتړ ۵۵-۰ رایې ورکړې دي. یوفا ویلي، تر هغه چې د فیفا د ونډو د پلور وړاندیز په بشپړ ډول نه وي لغوه شوی، هېڅ اروپايي ملي لوبډله به د فیفا په سیالیو کې ګډون ونه کړي.

یوفا په یوه بیان کې ویلي: «موږ په اجماع او په څرګند ډول د فیفا هغه وړاندیز ردوو چې د نړیوال جام او نورو فیفا سیالیو مالکیتي ګټې خصوصي پانګه‌والو ته ولېږدوي.»

د اروپا د فوټبال ادارې ټینګار کړی چې نړیوال جام باید د پلور وړ سوداګریز محصول ونه ګڼل شي او د خصوصي پانګه‌والو ملکیت ته ونه سپارل شي.

د فیفا د پلان له مخې، د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت یو فرعي شرکت جوړېږي چې نړیوال جام او د فیفا نورې سیالۍ به اداره کوي او خصوصي پانګه‌والو ته به پکې لږه ونډه ورکول کېږي.

د فیفا مشر جیاني انفانتینو، چې راتلونکی کال د ادارې د مشرتابه لپاره بیا نوماند دی، دغه طرحه د مالي سرچینو د پراخولو او د نړیوال فوټبال د «ډیموکراتیک کولو» هڅه بللې ده.

خو یوفا دغه طرحه د فوټبال د حاکمیت لپاره جدي ګواښ ګڼي او ویلي یې دي: «هغه شېبه چې بهرني پانګه‌وال د فیفا په سیالیو کې مالکیتي ګټې ترلاسه کړي، فوټبال به د تل لپاره بدل شي.»

د یوفا دریځ یوازې په اروپا پورې محدود نه دی. د شمالي او مرکزي امریکا او کارابین د فوټبال کنفدراسیون «کونکاکاف» او ۴۱ غړو اتحادیو هم د فیفا وړاندیز رد کړی دی.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون «AFC» مشر شیخ سلمان بن ابراهیم ال خلیفه هم ویلي چې د دې وړاندیز تر عامه اعلان مخکې له دوی سره په هېڅ کچه مشوره نه ده شوې. نوموړي د حاکمیت، مالي او حقوقي اړخونو د ارزونې نشتوالی «په بشپړ ډول د منلو وړ نه» بللی دی.

شیخ سلمان ویلي: «د فیفا یواړخیز ګامونه د وچې په کچه د فوټبال بنسټونه کمزوري کوي، چې پر یوالي، همکارۍ او شفافیت ولاړ دي.»

د افریقا د فوټبال کنفدراسیون اجرایه کمېټه به راتلونکې اوونۍ د فیفا وړاندیز وارزوي، په داسې حال کې چې د اوشینیا کنفدراسیون ویلي چې دغه موضوع به راتلونکې میاشت وڅېړي. د سویلي امریکا د فوټبال کنفدراسیون «کونمیبول» تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

د لوبغاړو نړیوالې اتحادیې «فیفپرو» هم د فیفا پر پلان اعتراض کړی او خبرداری یې ورکړی چې دا طرحه به د لوبغاړو پر کاري شرایطو او د نړیوالو سیالیو پر جوړښت اوږدمهاله اغېز ولري.

د رویټرز په وینا، د یوفا او فیفا ترمنځ د واک او مالي عوایدو پر سر اختلافات له کلونو راهیسې روان دي. یوفا یوازې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ فصل کې د خپلو سترو کلبونو له سیالیو شاوخوا ۴،۴ میلیارده یورو عاید ترلاسه کړی دی.

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۱
100%

په ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې له نادریو وروسته، «ارجنټاین دې له نړیوال جامه واېستل شي» تر سرلیک لاندې یو انلاین کمپاین له ۲۳ میلیونه زیات لاسلیکونه راټول کړي دي.

هممهاله، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) اعلان کړی چې د ارجنټاین او هسپانیا ترمنځ د پایلوبې له پای وروسته د رامنځته شویو شخړو په اړه یې انضباطي څېړنې پیل کړې دي.

دغه انلاین کمپاین په لږه موده کې د نړۍ له ۱۷۰ هېوادونو څخه د ۲۳ میلیونه او ۳۱۶ زره څخه ډېر لاسلیکونه راټول کړي او د تاریخ له تر ټولو ډېر لاسلیک لرونکو کمپاینونو څخه په یوه هغه بدل شوی دی. دغه کمپاین یوازې شاوخوا یو میلیون لاسلیکونو ته اړتیا لرله، څو د ګینس نړیوال ریکارډ ثبت کړي.

فیفا ویلي، د دې ادارې انضباطي کمېټه د نړیوال جام د پایلوبې له پای وروسته رامنځته شوې شخړې څېړي.

د راپورونو له مخې، ناهویل مولینا، لیاندرو پارېدیس، تیاګو المادا او د ارجنټاین روزونکی روبرتو ایالا د هغو کسانو له ډلې دي چې په دغو ناندریو کې یې حضور درلود. فیفا همداراز یو اخلاقي پلټونکی ګومارلی او ټینګار یې کړی چې ښايي دغه کړنې «د مناسب چلند د بنسټیزو اصولو سرغړونه» او «د فوټبال بدنامول» وبلل شي.

جنجالونه یوازې تر پایلوبې محدود نه وو

د دغه کمپاین تنظیموونکو فیفا او د لوبو قاضیان د ارجنټاین او لیونل میسي په ګټه په اړخ نیولو تورن کړي او غوښتنه یې کړې چې ارجنټاین دې د تل لپاره له نړیوال جام سیالیو محروم شي. فیفا تر اوسه دې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې د ارجنټاین لانجې یوازې تر پایلوبې محدودې نه وې. د ځینو مینه والو له خوا د توکمپالو شعارونو ورکول، د مصر پر وړاندې په لوبه کې د لوبڅار پر پرېکړو سخت اعتراضونه شوي او د بریتانیا پر وړاندې تر نیمه پایلوبې وروسته د «مالویناس ټاپوګان د ارجنټاین دي» په شعار د یوه بینر پورته کولو، په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د نړیوال ریکارډ ماتولو په درشل کې

دغه غوښتنلیک اوس تړل شوی، خو د تر ټولو ډېر لاسلیک لرونکي انلاین کمپاین نړیوال ریکارډ لا هم د «جوبیلي ۲۰۰۰» کمپاین په واک کې دی. دغه کمپاین په ۱۹۹۷ کال کې د ۲۴،۳ میلیونه څخه د زیاتو لاسلیکونو په راټولولو سره د بېوزلو هېوادونو د پورونو د بښنې غوښتنه کړې وه.

د کمپاین تنظیموونکو په خپلې وروستۍ اعلامیه کې لیکلي دي:«له ۱۷۰ هېوادونو څخه تر ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو دا غوښتنلیک لاسلیک کړ. فیفا زموږ غږ له پامه وغورځاوه، خو هسپانیا د لوبې په ډګر کې عدالت پلی کړ».

د شطرنج نړۍواله ورځ؛ د طالبانو د بندیزونو له امله د شطرنج لوبه د هېرېدو له ګواښ سره مخ ده

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۹ GMT+۱
100%

نن (د جولای ۲۰مه) د شطرنج د نړۍوالې ورځې سره سمون لري. دغه لوبه شاوخوا ۱۵۰۰کاله پخوانۍ مخینه لري او د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې مېلیونونه مینه‌وال لري؛ خو طالبانو له څه باندې یوکال راهیسې پر یادې لوبې بندیز لګولی. د شطرنج مینه‌وال وایي، دغه لوبه د هېریدو له ګواښ سره مخ ده.

د طالبانو له‌خوا د شطرنج پر لوبې تر بندیز وروسته د شطرنج نړۍوال فدراسیون په افغانستان کې د یادې لوبې د راتلونکې او پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. دغه فدراسیون ویلي و، چې پر شطرنج بندیز ښايي د یادې لوبې پر پرمختګ منفي اغېز وکړي.

دغه فدراسیون همداراز ویلي و، چې شطرنج په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ کړی و او د ځوانانو په ډله کې یې ترټولو ډېر مینه‌وال لرل. د کابل ښار ۲۶ کلن اوسېدونکی عبدالله چې د شطرنج مینه‌وال دی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې دغه لوبه د ځوانانو فکري وړتیاوې پیاوړې کوي او د نورو لوبو پرتله ځانګړی ځای لري.
نوموړی وایي، چې شطرنج یې له خپل پلار څخه زده کړی و او وروسته یې د شطرنج فدراسیون ته هم د لوبو لپاره تګ راتګ کاوه. د عبدالله په وینا؛ له هغه وخت راهیسې چې طالبانو پر دغه لوبه بندیز لګولی، حتی په بازارونو کې هم د شطرنج تختې او دانې په سختۍ موندل کېږي.
هغه وایي، د دغه بندیز له امله د شطرنج مینه‌وال ورو ورو کمېږي چې دا به په افغانستان کې د یادې لوبې پر کلتور او راتلونکې اغېز وکړي. د ۱۴۰۴کال (د غويي ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي و، چې طالبانو دغه لوبه د ناروښانه مودې لپاره ځنډولې ده. دغه سرچینو ویلي و، چې د بدني روزنې عمومي ریاست چارواکو ویلي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له‌خوا شطرنج «حرام» ګڼل شوی دی.

وروسته طالبانو په افغانستان کې د شطرنج انلاین بڼه هم بنده کړه. طالبان وایي، دغه لوبه د قمار د دودېدو لامل کېږي چې د دوی له نظره «ګناه» ده؛ خو د شطرنج د شرعي حکم په اړه د اسلامي علماوو ترمنځ بېلابېل نظرونه شته.
ځینې دیني عالمان وایي، که شطرنج د شرط، پیسو یا د مال د ګټلو او بایللو لپاره ولوبول شي؛ نو د «قمار» بڼه خبلوي او قمار په اسلام کې «حرام» دی. له بلې خوا ځینې دیني عالمان بیا وایي: «که په شطرنج کې قمار نه وي، د دیني مسوولیتونو د پرېښودو لامل نه‌شي او له حرامو چارو سره تړاو ونه لري؛ نو یوازې لوبه کول یې جواز لري».

شطرنج په لومړي ځل په لرغوني هند کې رامنځته شو. تاریخپوهان وایي، چې دغه لوبه د هند د «چترنګا» (Chaturanga) له لوبې سرچینه اخلي؛ خو وروسته د ساساني فارس له لارې اسلامي نړۍ او بیا اروپا ته ورسېده.

اوس‌مهال هند، امریکا، چین، ازبکستان، روسیه او ناروې د شطرنج له مخکښو هېوادونو ګڼل کېږي.

ولې شطرنج له سیاست سره پرتله کېږي؟

 شطرنج له پخوا راهیسې د سیاست له ډګر سره پرتله کېږي. د دې اصلي لامل دا بلل کېږي، چې دواړه برخې فکري تمرکز، هوښیارۍ، ستراتیژیک فکر او د راتلونکو ګامونو د اټکل وړتیا ته اړتیا لري.

په شطرنج کې لوبغاړی هڅه کوي د خپل مقابل لوري حرکتونه وارزوي او د بریا لپاره اوږدمهاله پلان جوړ کړي. په سیاست کې هم مشران او سیاسي ډلې د خپلو پرېکړو پایلې، د مخالفینو دریځونه او راتلونکي حالتونه ارزوي.

په دې توګه، شطرنج یوازې یوه فکري لوبه نه‌ده؛ بلکې د ستراتیژیک فکر، پلان جوړونې او د پرېکړو د پایلو د ارزونې یوه بېلګه هم ګڼل کېږي. خو دغه لوبه چې په افغانستان کې هم ډېر زیات مینه‌وال لري، اوس‌مهال د محدودیتونو له امله د هېرېدو په حال کې ده او راتلونکی یې له ګواښ سره مخ دی.

د کرېکټ نړیواله شورا د افغان ښځینه لوبډلې مالي ملاتړ تر ۲۰۳۰ کال پورې غځوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
100%

د کرېکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې مالي ملاتړ به دوام ومومي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغې لوبډلې ته د نړیوالو سیالیو د غوراوي پړاوونو کې د ګډون لپاره رسمي لاره برابره وي.

دغه اعلان د هغې افغان ښځینه لوبډلې لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته د طالبانو له واکمنېدو سره له افغانستانه ووتله او اوس یې ډېری لوبغاړې په اسټرالیا، کاناډا او بریتانیا کې ژوند کوي.

د لوبډلې غړې شفیقه خان ویلي، د دې پرېکړې په اورېدو ډېرې احساساتي شوې دي.

هغې وویل: «موږ د دې ورځې لپاره ډېرې سختۍ ګاللې دي. اوس کولی شو د خپل هېواد استازیتوب وکړو، یو ځای لوبه وکړو او نړۍ ته وښیو چې افغان ښځې وړتیا او پیاوړتیا لري.»

د لوبډلې بله غړې بنفشه هاشمي، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان پرېښود، ویلي د انګلستان د سفر پر مهال د بریتانیا له پاچا سره لیدنه د ژوند له ځانګړو شېبو څخه وه.

هغې وویل: «چا به باور کاوه چې هغه نجلۍ چې څو ورځې به وږې وه او کورنۍ یې هېڅ امکانات نه لرل، نن به د پاچا لیدو ته ورځي.»

د افغان ښځینه لوبډلې غړو په ۲۰۲۲ کال کې نړیوالې کرېکټ شورا ته لیک استولی و او غوښتنه یې کړې وه چې د دوی د لوبېدو حق خوندي کړي.

په لیک کې راغلي وو: «موږ غواړو نړۍ ته وښیو چې د جګړې، ناامنۍ، نابرابرۍ او بې‌عدالتۍ تر څنګ هم زموږ هیله ژوندۍ ده چې د افغانستان استازیتوب وکړو.»

د نړیوالې کرېکټ شورا په وینا، د اسټرالیا، انګلستان او هند د کرېکټ بورډونه به د یوې ځانګړې کاري ډلې له لارې د افغان ښځینه لوبډلې د روزنې، مالي ملاتړ او سیالیزو فرصتونو د برابرولو چارې پر مخ وړي.
د اسټرالیا د کرېکټ ادارې اجراییه رییس ټاډ ګرینبرګ ویلي، موخه دا ده چې د لوبډلې ملاتړ تر ۲۰۳۰ او حتی د ۲۰۳۲ بریزبېن المپیک پورې دوام ومومي.

هغه زیاته کړه چې د دې پروګرام لپاره باید بنسټیزه او دوامداره مالي پانګونه وشي، څو لوبډله اوږدمهاله پرمختګ وکړي.

د نړیوالې کرېکټ شورا ویلي، نوی پروګرام به افغان لوبغاړو ته منظمې روزنیزې برنامې، سیالیز فرصتونه او د لوړ پوړ لوبغاړو د پرمختګ زمینه برابره کړي.

د انګلستان د کرېکټ بورډ مرستیالې اجراییه رییسې کلېر کانر ویلي، افغان ښځینه لوبډلې درې نیم کاله وړاندې له نړیوالې کرېکټ شورا د حل غوښتنه کړې وه او اوس یې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شوی دی.

هغې زیاته کړه چې دا پرېکړه د هغو لوبغاړو لپاره ستر بری دی چې د خپل هېواد له پرېښودو وروسته یې هم د کرېکټ له لوبې لاس وانخیست.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کرېکټ بورډ لا هم دغه ښځینه لوبډله په رسمیت نه پېژني، خو نړیوالې کرېکټ شورا د دوی د ملاتړ او سیالیزو فرصتونو د برابرولو پرېکړه کړې ده.

د لوبډلې غړې شفیقه خان وايي، د دوی مبارزه لا پای ته نه ده رسېدلې.
هغې وویل: «دا اوږد او له ستونزو ډک سفر و، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ هېڅکله تسلیم نه شو.»