• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ ایران او پاکستان څه باندې دوه زره کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړي

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۴۴۲ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۲۲۱ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، یاد کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۳۵۹ کورنۍ د تورخم له لارې، ۳۱کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۳۹ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۱۳کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د جولای له لسمې وروسته یو ځل بیا د کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۲،۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

پاکستان ادعا کوي چې په وروستیو کلونو کې د وسله‌والو بریدونو له زیاتېدو وروسته یې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو پالیسي پلې کړې او ان د افغانستان دننه یې هم د هغو وسله‌والو پر ضد هوايي بریدونه کړي چې د اسلام‌اباد په وینا له افغان خاورې فعالیت کوي.

ډېر لیدل شوي

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي
۱

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي

۲

متحده جبهه وايي په کندهار کې یې د طالبانو د امر بالمعروف یو محتسب وژلی

۳

راپور :پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستو پرېکړه کوي

۴
ځانګړی

خوشحال خان کاکړ: پاکستان بايد په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي

۵

د نارضایتۍ دوام؛ خواله رسنۍ پر طالبانو د نیوکو مرکز

•
•
•

نور کیسې

د افغان کډوالو ستنېدو د پېښور د بورډ بازار دودیزو جامو کاروبار له سخت بحران سره مخ کړی

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د افغان کډوالو د پراخې ستنېدو له امله د پېښور بورډ بازار د افغان دودیزو جامو کاروبار له سخت کمښت سره مخ شوی؛ سوداګر وايي، د دوی د اصلي پېرېدونکو له کمېدو سره نه یوازې خرڅلاو او تولید راټیټ شوي، بلکې د ګلدوزۍ، ګنډل، ټوکر او نور کارونه هم اغېزمن شوي دي.

بورډ بازار له اوږدې مودې راهیسې د افغان دودیزو جامو او لاسي ګلدوزۍ له مهمو مرکزونو څخه دی. دلته ګګړې، ګلدوزي لرونکې جامې، پرتوګ کمېس، واسکټونه او نور دودیز کالي جوړېږي او د پاکستان بېلابېلو ښارونو او له هېواده بهر مېشتو پښتنو کورنیو ته هم رسېږي.

100%

د افغان پېرېدونکو کمښت؛ تولید له ۳۰ جامو تر پنځو کم شوی

په بورډ بازار کې د دودیزو جامو سوداګر امان الله وايي، د ده د کاروبار له ۸۵ تر ۹۰ سلنه پېرېدونکي افغانان وو، خو د کډوالو له ستنېدو وروسته یې کاروبار له سخت کمښت سره مخ شوی دی.

هغه وايي: «مخکې به هره ورځ شاوخوا ۳۰ جامې جوړېدې، خو اوس مو ورځنی تولید له پنځو جامو هم کم شوی دی.»

امان الله زیاتوي چې افغانستان ته ستانه شوي افغانان نور بازار ته نه راځي او په پاکستان کې پاتې یو شمېر افغانان هم د وېرې له امله بازارونو ته له تګ ډډه کوي.

هغه وايي: «د کاروبار کمېدل یوازې د خرڅلاو د شمېرو کمېدل نه دي، هغه بازار هم کم شوی چې له کلونو راهیسې د افغان پېرېدونکو او د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ترمنځ د کلتوري اړیکو پر بنسټ ولاړ و.»

د نوموړي په وینا، د افغان پېرېدونکو له کمېدو سره د ده انلاین فرمایشونه هم په پام وړ کچه کم شوي دي.

100%

د کاروبار اغېز؛ له دوکاندارانو تر کاریګرانو

په بازار کې د افغان دودیزو جامو (افغاني ګنډ) بل سوداګر سمیع الله، چې له نهو کلونو راهیسې په دې کاروبار بوخت دی، وايي د پېرېدونکو کمښت یوازې د دوکاندارانو ستونزه نه ده.

هغه وايي: «یوه دودیزه جامه تر دې مخکې چې دوکان ته ورسېږي، د څو کسانو له لاسونو تېرېږي، ټوکر او تار برابرېږي، ګلدوزي پرې کېږي، هندارې لګېږي، ګنډل کېږي او د اندازې مطابق برابریږي.»

سمیع الله زیاتوي: «کله چې د تیارې جامې غوښتنه کمه شي، زیان یوازې دوکاندار ته نه رسېږي، ګنډونکي، ګلدوزان، د ټوکر پلورونکي او نور کاریګر هم اغېزمن کېږي.»

امان الله وايي، د ځینو دوکاندارانو سره د میلیونونو پاکستانۍ کلدارو په ارزښت تیارې جامې پاتې دي او ځینو سوداګرو په دودیزو جامو، ګلدوزۍ او کالیو کې تر کروړونو کلدارو پورې پانګونه کړې ده.

هغه وايي: «په داسې شرایطو کې د کاروبار بندول یا ټول موجود سامان په بیړه پلورل اسانه نه دي، ځکه افغان دودیزې جامې د یوې ځانګړې اخستونکي ډلې لپاره جوړېږي.»

100%

ځايي غوښتنه لا هم شته

سره له دې چې د افغان پېرېدونکو شمېر کم شوی، سوداګر وايي د افغان سبک دودیزو جامو لپاره په پاکستان کې لا هم غوښتنه شته.

امان الله وايي: «پاکستاني ځوانان د ودونو، کلتوري مراسمو او پوهنتوني پروګرامونو لپاره افغاني دود جامې اخلي.»

د سوداګرو په وینا، د بورډ بازار پېرېدونکي یوازې له پېښور نه راتلل، له اسلام‌اباد، راولپنډۍ، لاهور، فیصل‌اباد او کراچۍ څخه هم خلک د دغو جامو لپاره بازار ته راتلل او په خلیجي هېوادونو کې مېشتې پښتنې کورنۍ هم د دې بازار له پخوانیو پېرېدونکو څخه وې.

د بورډ بازار دوکاندار نقیب وايي، د افغان دودیزو جامو بیې د ټوکر، ډیزاین، ګلدوزۍ او لاسي کار له اندازې سره تړاو لري.

هغه وايي: «په لاس جوړه شوې افغان ښځینه ګګړه شاوخوا له ۳۰ زرو تر ۷۰ زرو کلدارو پورې پلورل کېږي.»

د نقیب په وینا، د نارینه‌وو نسبتا ساده دودیزې جامې له درې زرو تر ۱۵ زرو کلدارو پورې بیه لري، خو د واده لپاره ځانګړي او په ډېر لاسي کار جوړ شوي ملبوسات تر پنځو لکو پاکستانۍ کلدارو پورې پلورل کېږي.

د پېښور د پولیسو د عملیاتو مشر فرحان خان وايي، هغه بهرني وګړي چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې وي یا په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري، د حکومت د تګلارې له مخې خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

هغه وايي: «هغه بهرني وګړي چې له پاکستاني وګړو سره قانوني کورنۍ اړیکې لري، لکه هغه کسان چې مېرمن یا مېړه یې پاکستانی وي، اوس مهال نه ډیپورټ کېږي.»

د بورډ بازار سوداګر وايي، که د افغان پېرېدونکو د کمېدو بهیر همداسې دوام وکړي، د افغان دودیزو جامو له صنعت سره تړلو ګڼو کوچنیو کاروبارونو او کورنیو ته به د عاید پیدا کولو لارې نورې هم محدودې شي.

افغان ایواک: کانګرس دې د افغانانو د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت قانون ژر تصویب کړي

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۱
100%

د افغانانو د انتقال او ملاتړ بنسټ «افغان ایواک» د امریکا په سنا کې د افغانستان د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت (ټي‌پي‌ایس) د قانون د معرفي کېدو هرکلی کړی او له کانګرس یې غوښتي چې دا طرحه ژر تصویب کړي.

دغه قانون به په امریکا کې مېشتو زرګونو افغانانو ته د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د قانوني پاتې کېدو لنډمهاله خوندیتوب برابر کړي.

افغان ایواکویلي، د امریکا په کانګرس کې د دواړو ګوندونو له ملاتړ سره د «افغانستان TPS قانون ۲۰۲۶» د معرفي کېدو هرکلی کوي او د هغو سناتورانو مننه یې کړې چې د افغان متحدینو ملاتړ کوي.

دغه بنسټ په خپل راپور کې لیکلي: «د سناتورانو کریس کونز، لیزا مرکوسکي، بیل کاسیدي او امي کلوبوچار څخه ډېره مننه چې تل زموږ د متحدینو ترڅنګ ولاړ دي.»

افغان ایواک له امریکایي وګړو هم غوښتي چې پر کانګرس فشار راوړي څو د افغانستان د موقتي خوندي وضعیت قانون تصویب کړي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د امریکا د کورني امنیت وزارت په ۲۰۲۵ کال کې د افغان اتباعو لپاره د موقتي خوندي وضعیت (ټي‌پي‌ایس) پروګرام پای ته رسولی و، چې له امله یې په امریکا کې مېشت زرګونه افغانان له قانوني خوندیتوب څخه بې‌برخې کېدل.

افغان ایواک ویلي، په دغو کسانو کې ډېری هغه افغانان شامل دي چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې د امریکایي ځواکونو، ډیپلوماټانو او خبریالانو ملاتړ کړی و.

د لنډمهالي خوندیتوب قانون څه وړاندیز کوي؟

د راپور له مخې، د افغانستان د TPS قانون ۲۰۲۶ طرحه د امریکا د استازو جرګې غړو جېسن کرو، ډان بیکن، سام لیکاردو او ماریا سالزار وړاندې کړې ده.

که دا طرحه تصویب شي، افغانستان به د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د موقتي خوندي وضعیت په نوملړ کې شامل شي. همداراز، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره (USCIS) به اړ شي چې د غوښتنلیکونو په اړه تر ۹۰ ورځو دننه پرېکړه وکړي او هغو کسانو ته به د غوښتنلیک فیس معاف شي چې یوازې د همدې قانون له مخې د ټي‌پي‌ایس شرایط ترلاسه کوي.

افغان ایواک ویلي، دا طرحه د امریکا د دواړو سیاسي ګوندونو د غړو ملاتړ هم لري.

افغان ایواک زیاتوي، د افغانستان د ټي‌پي‌ایس د ختمېدو پرېکړه لا هم په حقوقي بهیر کې ده او قضیه یې د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د امریکا سترې محکمې ته هم رسېدلې ده.

دغه بنسټ له کانګرس غوښتي چې د قانون د تصویب لپاره اقدام وکړي او د استازو جرګې غړي وهڅوي چې د دې طرحې ملاتړ وکړي.

افغان ایواک یو له هغو بنسټونو څخه دی چې د افغانستان له سقوط وروسته د افغانانو د انتقال، ویزو او د امریکا له متحدینو سره د ژمنو د پوره کېدو لپاره فعالیت کوي.

د جرمني د پارلمان غړې: اندېښنه لرم چې د افغان کډوالو ایستل به نور هم زیات شي

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۱
100%

د جرمني له لایپزیګ هوايي ډګر څخه کابل ته د ۳۱ افغانانو ایستل، په ځانګړې توګه د هغو کسانو په ډله کې د یوه داسې افغان شتون چې جنايي محکومیت یې نه درلود، په جرمني کې د افغان کډوالو د ایستلو د تګلارې په اړه بحثونه نوي پړاو ته داخل کړي دي.

دا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی چې جرمني یو عادي افغان پناه‌غوښتونکی افغانستان ته وباسي. منتقدان وايي، دا اقدام ښايي د هغو نورو افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو لپاره لاره هواره کړي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې، سره له دې چې په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ لا هم دوام لري.

د جرمني د فدرالي پارلمان (بونډسټاګ) د کيڼ اړخي ګوند استازې کلارا بونګر او د کډوالو د حقونو د ملاتړې ادارې «پرو ازول» اجرايیوي مشرې هیلن روزنه، له افغانستان انټرنېشنل سره په جلا جلا مرکو کې خبرداری ورکړی چې دا اقدام ښايي د ایستلو لړۍ له هغو کسانو هم ورهاخوا وغځوي چې په درنو جرمونو محکوم شوي دي.

په مقابل کې د جرمني حکومت وايي، د ایستلو د پرېکړو عملي کول د عامه امنیت د خوندي کولو او د کډوالۍ د کنټرول د پالیسۍ یوه برخه ده.

د جرمني د فدرالي حکومت د هغه ځواب له مخې چې د کلارا بونګر او د کيڼ ګوند د پارلماني ډلې د پوښتنې په ځواب کې ورکړل شوی، د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۹مې پورې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ټولټال ۱۹۶ افغانان له جرمني څخه ایستل شوي وو.

که هغه ۳۱ کسان هم ورسره وشمېرل شي چې تېره اوونۍ له لایپزیګ څخه کابل ته ولېږدول شول، نو د ایستل شویو افغانانو شمېر ۲۲۷ تنو ته رسېږي.

د همدې الوتنې پر مهال، یو شمېر معترضانو د لایپزیګ په هوايي ډګر کې لاریون وکړ او په افغانستان کې د بشري حقونو او امنیتي وضعیت په یادولو سره یې د ایستلو د بهیر د درولو او له طالبانو سره د جرمني د حکومت د همکارۍ د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د ایستلو عادي کېدو په اړه اندېښنې

کلارا بونګر د یوه رد شوي پناه‌غوښتونکي ایستل «غیرمسوولانه» وبلل او ویې ویل، جرمنی داسې کسان هغه هېواد ته بېرته لېږي چې واکمنه اداره یې د شکنجې، خپل‌سرو نیونو او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په تور تورنه ده.

هغې وویل، تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ښايي د ایستلو لړۍ هغو کسانو ته هم وغځېږي چې درانه جرمونه یې نه دي کړي. د هغې په باور، دا بدلون ښيي چې د افغانانو ایستل ښايي په یوه منظم بهیر بدل شي.

بونګر د لایپزیګ په هوايي ډګر کې ترسره شوی اعتراضي لاریون هم «پر ځای او اړین» وباله او د ایستلو د بهیر د ژر تر ژره درولو غوښتنه یې وکړه.

د «پرو ازول» اجرائیوي مشرې هیلن روزنه هم وویل، د داسې افغان ایستل چې جنايي محکومیت نه لري، د جرمني د ایستلو په پالیسۍ کې د بدلون څرګند نښه ده.

هغې افغانستان انټرنېشنل ته وویل، له دې اقدام سره هغه محدودیت له منځه تللی چې له مخې یې یوازې محکوم شوي مجرمان او هغه کسان ایستل کېدل چې د عامه امنیت لپاره ګواښ بلل کېدل.

د هغې په وینا، دا پرېکړه ښايي د افغانانو د یوې ډېرې پراخې ډلې د ایستلو لار هواره کړي.

روزنه وویل، د جرمني د کورنیو چارو وزارت ښايي په راتلونکي کې هغه مجرد افغان نارینه هم وباسي چې د وتلو وروستۍ قانوني پرېکړه لري، حتا که هېڅ جنايي سابقه ونه لري. د هغې په وینا، دا بدلون د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو پر وړاندې یو مهم سیاسي خنډ لرې کوي.

مجرمان باید چېرې سزا وویني؟

د جرمني حکومت د مجرمانو ایستل د عامه امنیت د ساتنې د پالیسۍ یوه برخه ګڼي. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي، هغه کسان چې په جرمني کې جرم ترسره کړی او د اوسېدو حق نه لري، باید هېواد پرېږدي.

خو منتقدان وايي، دوی د مجرمانو د سزا له اصل سره مخالفت نه لري، بلکې د سزا د عملي کېدو له ځای سره یې مخالفت دی.

کلارا بونګر وویل، هر څوک چې دروند جرم ترسره کړي، باید د یوه خپلواک محکمه له خوا محاکمه او قانوني سزا یې بشپړه شي، خو باید داسې حکومت ته ونه سپارل شي چې د شکنجې او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په تور تورن وي.

هغې زیاته کړه، که د یوه کس ایستل له قانوني پلوه ممکن نه وي، نو د جرمني حکومت باید د سزا د پلي کولو، له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د څارنې او نورو قانوني لارو چارو له لارې خطر مدیریت کړي، نه دا چې مسوولیت بل حکومت ته وسپاري.

بونګر وویل: «د امنیتي ستونزو سپارل داسې رژیم ته چې د شکنجې په تور تورن دی، ډېر امنیت نه رامنځته کوي.»

هیلن روزنه هم وویل، «پرو ازول» د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام، دغه هېواد ته د خلکو ایستل د بشري حقونو له نظره د توجیه وړ نه بولي.

هغې د اروپا د بشري حقونو د کنوانسیون درېیمې مادې، د اروپايي ټولنې د بنسټیزو حقونو د منشور څلورمې مادې او د نه بېرته ستنولو نړیوال اصل ته اشاره وکړه او ویې ویل، د دغو اصولو له مخې هېڅوک باید داسې هېواد ته ونه لېږل شي چې هلته د شکنجې، غیرانساني یا سپکوونکي چلند له خطر سره مخ وي.

روزنې د افغانستان وضعیت «ناورین‌ځپلی» وباله او ویې ویل، طالبان د خپل‌سرو نیونو، ناوړه چلند، په عام محضر کې د بدني سزاوو او د بنسټیزو ازادیو د محدودولو له لارې حکومت کوي.

هغې زیاته کړه، ښځې او نجونې هم په منظم ډول له زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند څخه محرومې شوې دي.

هغې ټینګار وکړ، یوازې دا چې یو څوک د کار کولو وړتیا لري یا یې د کورنۍ غړي په افغانستان کې ژوند کوي، دا نه شي ثابتولای چې د هغه بېرته ستنول خوندي او انساني دي.

له طالبانو سره همکاري؛ اړتیا که سیاسي امتیاز؟

د افغان پناه‌غوښتونکو ایستل د جرمني حکومت اړ کړی چې د هویت د تثبیت، د سفر د اسنادو د صادرولو او په کابل کې د ایستل شویو کسانو د منلو لپاره له طالبانو سره اړیکه ونیسي.

جرمني چارواکي ټینګار کوي چې دا اړیکې یوازې تخنیکي دي او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري.

خو هیلن روزنه دا څرګندونې کافي نه بولي. هغې وویل، له طالبانو سره همکاري یوازې تر اداري چارو محدوده نه ده پاتې، بلکې له دې ډلې سره د مستقیمو کاري اړیکو د جوړېدو لامل شوې ده.

د هغې په وینا، دغه بهیر په جرمني کې د طالبانو د استازو قونسلي فعالیتونه هم پراخوي.

روزنې زیاته کړه، که څه هم دا همکاري لا د طالبانو د رسمي پېژندنې معنا نه لري، خو له سیاسي پلوه هغوی ته اعتبار ورکوي او نړیوال دریځ یې پیاوړی کوي.

هغې خبرداری ورکړ، جرمني ښايي د نورو اروپايي هېوادونو لپاره له طالبانو سره د اړیکو د جوړولو بېلګه وګرځي.

هغې دا هم وویل، د ایستلو په بهیر کې د طالبانو پر همکارۍ د جرمني تکیه، دې ډلې ته دا فرصت ورکوي چې د ایستل شویو کسانو د منلو موضوع د فشار یا امتیاز اخیستنې د وسیلې په توګه وکاروي.

کلارا بونګر هم له جرمني حکومت څخه د لا ډېرې روڼتیا غوښتنه وکړه.

هغې وویل، حکومت باید له طالبانو سره د خپلو هوکړو جزئیات پارلمان ته وړاندې کړي او روښانه کړي چې خلک د کومو معیارونو له مخې د ایستلو لپاره ټاکل کېږي او ایا د طالبانو د همکارۍ په بدل کې کوم امتیاز یا ژمنه ورکړل شوې ده که نه.

د هغې په وینا، حکومت باید دا هم څرګنده کړي چې کابل ته له رسېدو وروسته د ایستل شویو کسانو وضعیت څارل کېږي او که نه.

طالبانو ته د شخصي معلوماتو د رسېدو په اړه اندېښنې

په جرمني کې د طالبانو له خوا د معرفي شویو استازو فعالیت د دې اندېښنې لامل شوی چې ښايي دغه ډله د افغانانو شخصي معلوماتو ته لاسرسی ومومي.

هیلن روزنې وویل، په جرمني کې مېشتو یو شمېر افغانانو «پرو ازول» ته ویلي چې وېره لري، هغه معلومات چې د قونسلي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره وړاندې کوي، د طالبانو لاس ته ورسېږي.

د هغې په وینا، په قونسلي دوسیو کې د پاسپورټ کاپي، انځورونه، پته، د اړیکې شمېرې، د کورنۍ معلومات او نور شخصي اسناد شامل وي.

هغې خبرداری ورکړ، که طالبان دغو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي، دا کار د سیاسي مخالفانو، خبریالانو، د بشري حقونو د فعالانو او نورو هغو کسانو لپاره چې له طالبانو تښتېدلي، خطرناک تمامېدای شي او ان د هغوی د کورنیو غړي هم په افغانستان کې تر فشار لاندې راوستل کېدای شي.

روزنې وویل: «له پناه‌غوښتونکو باید دا تمه ونه شي چې خپل شخصي معلومات هماغه واکمنۍ ته وسپاري چې له هغې څخه د تېښتې لپاره یې د پناه غوښتنه کړې ده.»

د ایستلو د بهیر د درولو غوښتنه

کلارا بونګر او هیلن روزنه دواړو د افغانانو د ایستلو د بهیر د سمدستي درولو غوښتنه کړې، خو د دې غوښتنې لپاره یې بېلابېل دلایل وړاندې کړي دي.

د جرمني حکومت وايي، د وتلو د وروستیو قانوني پرېکړو عملي کول د کډوالۍ د کنټرول او د عامه امنیت د ساتنې د پالیسۍ برخه ده. چارواکي ټینګار کوي چې هغه کسان چې د اوسېدو حق نه لري او د ایستلو پرېکړه یې وروستۍ شوې، باید جرمني پرېږدي.

خو بونګر او «پرو ازول» وايي، د ایستلو د پرېکړو پلي کول باید د جرمني له بشري حقونو ژمنو، د نه بېرته ستنولو له اصل او د شکنجې له منع سره سمون ولري.

د هغوی په باور، اصلي اختلاف د مجرمانو د سزا په اصل کې نه، بلکې په دې کې دی چې سزا باید چېرې عملي شي.

دوی وايي، که د یوه کس بېرته لېږل هغه د شکنجې، خپل‌سرې نیونې یا د بشري حقونو د نورو سرغړونو له خطر سره مخ کوي، نو جرمني باید هغه افغانستان ته ونه باسي.

ولې افغانان لا هم ایران ته د رسېدو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي؟

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۱
100%

«زما په زامنو پام کوئ». دا د افغان کډوال حیات‌الله د ژوند د وروستیو شېبو د غږیز پیغام یوه برخه وه، چې د نیمروز په سوځنده شګو کې یې په خپل ګرځنده ټېلیفون ثبت کړې وه.

حیات‌الله چې له یو شمېر نورو کډوالو سره ایران ته د تګ پر لاره په دښته کې لار ورکه کړې وه، په مات او کمزوري غږ وویل: «زما لپاره دعا وکړئ. مورې، زه د مرګ په حال کې یم.» هغه وروسته دوه ځله له خپلې کورنۍ وغوښتل چې د ده د زامنو، په ځانګړي ډول د هبت، ساتنه او پالنه وکړي.

حیات‌الله له هغو ۱۴ کډوالو څخه یو و، چې د دوی د لېږد موټر تر خرابېدو او په دښته کې له ورکېدو وروسته، د سختې تندې او زغملو نه وړ ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

خو له داسې دردناکو برخلیکونو سره سره، ولې لا هم زرګونه افغانان د دې مرګوني لارې خطر مني او ایران ته د رسېدو هڅه کوي؟

ایران دا ورځې له اقتصادي ستونزو، ټولنیزو محدودیتونو او د افغان کډوالو له پراخ ایستلو سره مخ دی. په دې هېواد کې نه د دایمي استوګنې ترلاسه کول اسانه دي او نه هم د ډېری کډوالو لپاره روښانه راتلونکی لیدل کېږي.

سره له دې، د ډېرو افغانانو لپاره ایران لا هم هغه ځای دی چې د رسېدو لپاره یې د خطر منل ارزښت لري.

یاسین صمیم، چې د افغانستان د حکومتولۍ او پراختیا د چارو څېړونکی دی، وایي چې د ډېرو افغانانو لپاره موضوع د امنیت او ناامنۍ ترمنځ انتخاب نه دی، بلکې د دوو سختو او ستونزمنو حالتونو ترمنځ د یوې لارې ټاکل دي.

د هغه په وینا، اقتصادي فشارونه، بې‌کاري، بې‌وزلي او په افغانستان کې پراخ محدودیتونه دومره زیات شوي چې ګڼ خلک، سره له دې چې د لارې له خطرونو او په ایران کې د ژوند له ستونزو خبر دي، بیا هم د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.

هغه وایي: «همدا چې خلک لا هم ایران ته د رسېدو لپاره دومره لوی خطر مني، دا ښيي چې په افغانستان کې د ژوند شرایط تر کومې کچې سخت دي. هغه لاملونه چې خلک کډوالۍ ته اړ باسي، لا هم پر خپل ځای پاتې دي.»

وروسته له هغې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د ډېرو افغانانو لپاره د ایران ویزې ترلاسه کول د پخوا په پرتله سخت شوي دي. له همدې امله، هغه کسان چې د ویزې لوړې لګښتونه نه شي ورکولای، د انسان قاچاقبرو شبکو ته مخه کوي.

صمیم وایي، ویزه په عملي ډول په تور بازار کې په یوه سوداګریز توکي بدله شوې او د راپورونو له مخې، بیه یې له زرو تر یو زر او دوه سوه ډالرو پورې رسېدلې ده. د دومره پیسو برابرول د ډېرو افغانو کورنیو له وسه پورته دي.

د هغه په وینا، بې‌وزلي، بې‌کاري او سیاسي فشارونو ګڼ خلک داسې حالت ته رسولې چې له قاچاقبرو پرته بله لار نه ویني.

ډېری هغه کډوال چې په ناقانونه لارو ایران ته ننوځي، د نیمروز لاره غوره کوي. دا ولایت ایران ته د انسانانو د قاچاق له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او په عین حال کې د کډوالۍ له تر ټولو مرګونو مسیرونو څخه هم دی.

کډوال اړ دي چې سلګونه کیلومتره د داسې دښتو او بېدیاوو له منځه تېر شي چې د هوا تودوخه پکې کله ناکله له ۴۵ سانتي ګرادو درجو هم اوړي.

په داسې شرایطو کې، که قاچاقبران کډوال پرېږدي او یا یې موټر خراب شي، د ژوندي پاتې کېدو چانس ډېر کم وي. سخته تنده او زغملو نه وړ ګرمي کولای شي یوازې په څو ساعتونو کې د انسان ژوند واخلي.

حتی هغه کسان چې له دښتې روغ ووځي، د لارې په دوام کې د نیول کېدو، ایستلو، لوټ کېدو او یا د قاچاقبرو د ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ وي.

ایران له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی دی. په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالو د پراخ ایستلو له څپې مخکې، شاوخوا څلور میلیونه افغانان، چې پکې ثبت شوي پناه‌غوښتونکي، د قانوني اسنادو لرونکي او بې اسناده کسان شامل وو، په ایران کې اوسېدل.

سره له دې، ډېری یې له کلونو ژوند وروسته هم د روښانه قانوني حالت څښتنان نه دي. د افغان کډوالو هغه ماشومان چې په ایران کې زېږي، په خپله ایرانی تابعیت نه ترلاسه کوي او د ډېرو افغانانو لپاره د تابعیت ترلاسه کولو روښانه لاره هم نشته.

امید معماریان، چې د ډان (DAWN) په نوم سازمان کې د ایران د چارو لوړپوړی شنونکی دی، وایي ایران په وروستیو کلونو کې د افغانانو د قانوني ننوتلو لارې لا پسې محدودې کړې دي.

د هغه په وینا، هر څومره چې قانوني لارې تړل کېږي، همغومره ډېر خلک اړ کېږي چې د قاچاق له لارو ایران ته ولاړ شي؛ هغه لارې چې پکې د کډوالو د حقونو د نقض او ناوړه ګټې اخیستنې خطر ډېر لوړ وي.

کارپوهان باور لري چې سختو کډوالۍ پالیسيو او پراخو ایستنو د افغان کډوالو شمېر نه دی کم کړی، بلکې یوازې یې هغوی لا خطرناکو لارو ته اړ کړي دي.

معماریان وایي: «د ډېرو خلکو لپاره خبره د ژوند کولو لپاره د تر ټولو ښه هېواد موندل نه دي. هغوی یوازې غواړي له هغه ناوړه حالت څخه ځان وژغوري چې پکې بند پاتې دي. دا پرېکړه تر هر څه وړاندې د ژوندي پاتې کېدو لپاره کېږي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تېره میاشت په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د دومره سترو راستنېدونکو د منلو لپاره چمتووالی نه لري.

د دې ادارې په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له شپږو میلیونو ډېر افغانان هېواد ته بېرته ستانه شوي، په داسې حال کې چې د افغانستان نږدې نیمايي وګړي د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، په خوندي ډول او د انساني کرامت له ساتنې سره مل وي. دې سازمان خبرداری ورکړی چې د پراخو ایستنو دوام به د افغانستان بشري ناورین لا ژور او سخت کړي.

له پاکستان نه د ستنېدو اندېښنه؛ د ښځینه افغان محصلانو د زده‌کړو هیلې له ګواښ سره مخ دي

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو روان بهیر د هغه ښځینه افغان محصلانو اندېښنې زیاتې کړې، چې په دغه هېواد کې پر لوړو زده‌کړو بوختې دي. دوی وايي، که د زده‌کړو له بشپړېدو وړاندې افغانستان ته د ستنېدو لپاره اړې شي؛ نو د څو کلونو زحمت به یې په اوبو لاهو شي.

دوی داسې هېواد ته د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي، چې په‌کې د نجونو پر لوړو زده‌کړو بندیز لګېدلی او د زده‌کړو دوام په‌کې ناشونی دی.

۲۰ کلنه افغان محصله فرشته بي‌بي (مستعار نوم) چې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده، له خپلې کورنۍ سره له څو کلونو راهیسې د پېښور په ښار کې ژوند کوي. نوموړې دامهال په یوه خصوصي پوهنتون کې د ګرځندوی او هوټل مدیریت د څلورم سمستر محصله ده.

فرشتې بي‌بي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د کډوالۍ ژوند هېڅکله اسانه نه و؛خو بیا یې هم خپلې زده‌کړې ونه درولې ځکه باور لري چې زده‌کړه د ښه راتلونکي یوازینۍ هیله ده. هغې وویل: «دغه ډېګري زما لپاره یوازې یو سند نه؛ بلکې د باعزته ژوند دروازه ده. زه غواړم پر خپلو پښو ودرېږم او په ټولنه کې مثبت رول ولرم».

هغې زیاته کړه: «کله چې موږ ته وویل شول، چې باید بېرته افغانستان ته ولاړ شو داسې احساس مې وکړ لکه ټوله نړۍ چې راباندې نسکوره شوې وي. زده‌کړې ذهني ارامتیا غواړي خو کله چې هره شېبه د بېرته ستنېدو وېره وي؛ نو پر درس تمرکز ناشونی وي. که افغانستان ته ستنه شم نه یوازې به مې د پوهنتون زده‌کړې نیمګړې پاتې شي؛ بلکې د څو کلونو زحمت به مې هم ضایع شي».

هغې وویل، که بېرته افغانستان ته ستنه شي او وروسته وغواړي یوازې پاکستان ته ولاړه شي؛ ترڅو خپلې زده‌کړې بشپړې کړي کورنۍ به یې اجازه ورنه کړي او له دې سره به یې زده‌کړې د تل لپاره پای ته ورسېږي.

فرشته بي‌بي له پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې افغان محصلانو او ښځینه محصلانو ته اجازه ورکړي؛ څو لږترلږه خپلې روانې زده‌کړې بشپړې کړي. هغه وایي: «موږ یوازې دومره وخت غواړو، چې خپله ډېګري بشپړه کړو. له هغې وروسته چې حکومت هره پرېکړه کوي، موږ ته د منلو وړ ده».

هغې دا هم وویل، پلار یې پرېکړه کړې چې راتلونکې اوونۍ به له ټولې کورنۍ سره افغانستان ته ستنېږي. د هغې په وینا؛ که افغانستان ته ستنه شي نو هلته د نجونو پر زده‌کړو لا له وړاندې بندیز لګېدلی.

افغان ښځینه محصلانې وايي، اوس‌مهال د دوو هېوادونو ترمنځ په داسې وضعیت کې راګیرې دي چې نه یې په پاکستان کې راتلونکی روښانه دی او نه هم په افغانستان کې د زده‌کړو مناسب فرصتونه شته. د دوی په باور؛ پاکستان یوازې د پناه ځای نه و بلکې هغه ځای و چې دوی په‌کې د خپلې زده‌کړې او راتلونکي خوبونه جوړ کړي وو.

د زده‌کړو او بشري حقونو کارپوهان وايي، زده‌کړه د کډوالو لپاره یوازې یو امتیاز نه؛ بلکې د خپلواک ژوند، عزت او ښه راتلونکي بنسټ دی. د دوی په وینا؛ که زده‌کوونکو ته د خپلو زده‌کړو د بشپړولو فرصت ور نه کړل شي، نو اغېزې به یې یوازې پر همدې محصلانو محدودې نه وي.