یاسر یرغل، چې د افغان ملي اردو او ځانګړو ځواکونو په لیکو کې یې دنده ترسره کړې، په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي، هغه ستونزې چې بهرنیو پوځي سلاکارانو د ځواکونو د ارزونې پر مهال نه شوای لیدلای، د افغان پوځ د ادارې په دننه کې له کلونو راهیسې موجودې وې.
د نوموړي په وینا، د پوځ د افسرانو د روزنې او مسلکي کولو ترڅنګ د نظام په دننه کې د واسطې، سیاسي اړیکو، قومي تړاوونو او فساد پراخ نفوذ موجود و او ډېری وخت د وړتیا پر ځای اړیکو د افرادو د پرمختګ لاره ټاکله.
هغه ادعا کړې چې د دفاع وزارت د پوځي اکاډمۍ د شاوخوا درې سوه بستونو لپاره هر کال نږدې درې زره د ازموینې فورمې چاپولې، خو د دغو فورمو ډېره برخه مخکې له دې چې عامو خلکو ته ورسېږي، جنرالانو، سیاستوالو او نورو لوړپوړو کسانو ته وېشل کېده.
نوموړي همداراز ویلي چې په ۲۰۱۳ کال کې د خپلې دندې په لومړیو ورځو کې ترې غوښتل شوي وو چې هغه سرتېري حاضر وښيي چې په حقیقت کې په دنده کې موجود نه وو.
د نوموړي په خبره، «خیالي سرتېري» یوازې یوه اوازه نه وه، بلکې د پوځ په اداري سیستم کې یوه ورځنۍ ستونزه وه چې د هغو سرتېرو معاشونه د ځنځیري فساد له لارې نورو کسانو ته رسېدل.
هغه د پوځي اکمالاتو په برخه کې هم د فساد یوه بېلګه یاده کړې او ویلي یې دي چې د دوی له لوا سره تړلي قراردادي د کلونو لپاره د خوراکي توکو په قرارداد کې له چارواکو سره د یوې ځانګړې معاملې له لارې ګټه اخیسته.
د هغه په وینا، کله چې یې په دغو چارو کې له ګډون ډډه وکړه، له اکمالاتي چارو څخه لیرې کړل شو.
پخواني افسر ویلي، نوموړي په امریکا کې د رېنجر او هوايي ځواکونو روزنې هم بشپړې کړې، خو له بېرته راستنېدو وروسته یې ولیدل چې بهرني مسلکي اسناد په افغان پوځ کې د پرمختګ تضمین نه شي کېدای.
د نوموړي په وینا، په ځینو مواردو کې قومي، سیمهییزې او سیاسي اړیکې تر پوځي وړتیا او مسلکي معیارونو مهمې بلل کېدې.
هغه د ۲۰۱۶ کال په کابل کې د دفاع وزارت پر ودانۍ د یوه ځانمرګي برید پېښه هم یاده کړې او ویلي یې دي چې د ټپیانو د ژغورنې پر مهال د یو امبولانس دروازه تړلې وه او چلوونکي یې د پرانیستلو کیلي نه لرله.
د نوموړي په خبره، درې میاشتې وروسته پر همدې دروازه بیا برید وشو، خو د لومړي برید له تجربې سره سره امنیتي تدابیر د پام وړ ډول نه وو بدل شوي.
هغه دا پېښه د ادارې د کمزورۍ یوه بېلګه بولي او وایي چې یوازې د افرادو پوځي روزنه، پرته له اداري حساب ورکونې او اصلاحاتو، د یوه اغېزمن پوځ د جوړېدو لپاره بسنه نه کوي.
یاسر یرغل همداراز ادعا کړې چې په ۲۰۲۰ کال کې د ځانګړو ځواکونو د یوه شرکت د قوماندان په توګه دنده ترسره کولو پر مهال پرې د یوه استخباراتي افسر له لوري ناسم راپور جوړ شوی و.
د هغه په وینا، نوموړي هغه مهال د دفاع وزیر په غوښتنه د ځانګړو دندو لپاره د وړ افسرانو د نوملړ پر جوړولو کار کاوه، خو د نوموړي د وزیر له دفتر سره د اړیکو له امله پرې د ناوړه چلند او ناقانونه ګمارنو ناسم راپور جوړ شو.
هغه ویلي چې ناټو ځواکونو وروسته له څو ساعته پوښتنو ترې بښنه وغوښته او ورته یې وویل چې ناسم معلومات ورکړل شوي دي.
نوموړي د ۲۰۲۰ کال د یوه پوځي ماموریت پر مهال د خپلو ځواکونو د اوو ورځو لپاره د وتلو د مرستې نه ترلاسه کول هم د افغان پوځ د اداري ستونزو یوه بله بېلګه بللې ده.
د نوموړي په وینا، افغان سرتېري د جګړې لپاره د زړورتیا له کمښت سره مخ نه وو. هغه ویلي چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ شاوخوا ۶۶ زره تر ۶۹ زره افغان پوځیان او پولیس په جګړو کې وژل شوي دي.
هغه ټینګار کړی چې د افغان امنیتي ځواکونو ستونزه د سرتېرو زړورتیا نه، بلکې هغه اداره وه چې له دننه یې د فساد، واسطو او کمزورې حساب ورکونې له امله د پوځ بنسټونه کمزوري کړي وو.
د نوموړي په باور، افغان پوځ په ورته وخت کې له دوو لویو ستونزو سره مخ و؛ له یوې خوا داخلي فساد او اداري کمزورۍ او له بلې خوا د امریکا پر هوايي ځواک، لوژستیک او تخنیکي ملاتړ پراخه اتکا.
هغه ویلي، کله چې بهرنی ملاتړ پای ته ورسېد، هغه واحدونه چې له کلونو راهیسې یې د بهرنیو ځواکونو پر ملاتړ تکیه کړې وه، د خپلو عملیاتو د دوام لپاره کافي خپلواک ظرفیت نه درلود.
یاسر یرغل له امریکا او متحدانو غوښتي چې په راتلونکو امنیتي مرستو کې یوازې دا پوښتنه مطرح نه کړي چې «ایا موږ هغوی د جګړې لپاره روزلی شو؟»، بلکې دا هم وارزوي چې «ایا هغه اداره چې موږ یې جوړوو، د جګړې او دفاع لپاره د باور وړ ده؟»
د هغه په وینا، د افغانستان تجربه ښيي چې د یوه پوځ د پیاوړتیا لپاره یوازې د یونیفورم، وسلو او پوځي روزنې برابرول بسنه نه کوي، بلکې داسې ادارې ته اړتیا ده چې وړتیا، حساب ورکونه او د دولت او ماموریت پر وړاندې وفاداري پکې له شخصي اړیکو او سیاسي نفوذ څخه پورته وي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي، بلکې د هغو اوږدمهاله اداري او بنسټیزو ستونزو له مخې وڅېړل شي چې د پوځ له جوړېدو سره هممهاله موجودې وې.