• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سویلي وزیرستان کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې دوه قبایلي مشران ووژل شول

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۵۲ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سویلي وزیرستان په ټیټ سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د دوو قبایلي مشرانو پر موټر ډزې کړي چې له امله یې حاجي ګل او ملک بادشاه وژل شوي دي.

پولیسو او ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، دواړه قبایلي مشران په یوه موټر کې له ګل کڅ څخه د زرمیلین پر لور روان وو چې د دروزندې په سیمه کې یې موټر د وسله‌والو له برید سره مخ شو.

د سرچینو په وینا، حاجي ګل او ملک بادشاه په ډزو کې پر ځای وژل شوي او برید کوونکي له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

د وژل شویو مشرانو جسدونه د قانوني او طبي مراحلو لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیس وايي، تر اوسه د برید انګېزه او د وسله‌والو هویت نه دی معلوم شوی، خو د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د برید کوونکو د موندلو او نیولو لپاره په سیمه کې لټون هم پیل شوی دی.

ډېر لیدل شوي

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي
۱

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي

۲

متحده جبهه وايي په کندهار کې یې د طالبانو د امر بالمعروف یو محتسب وژلی

۳
ځانګړی

خوشحال خان کاکړ: پاکستان بايد په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي

۴

راپور :پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستو پرېکړه کوي

۵
ځانګړی

د خوست ۴۴ کورنیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نبي عمري د ځمکو په غصب تورن کړی

•
•
•

نور کیسې

د افغانانو د بېرته ستنولو تګلاره؛ افغان ـ پاکستانۍ ګډې کورنۍ د راتلونکي په اړه اندېښمنې دي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۴۶ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

له پاکستاني وګړو سره د واده شویو افغانانو او د هغوی د ماشومانو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. په داسې حال کې چې د افغان وګړو د بېرته ستنولو له تګلارې وروسته، پېښور محکمې ته د تابعیت، د اوسېدو حق او د کورنۍ د یووالي په اړه د افغانانو د قضیو شمېر هم ډېر شوی دی.

له یوې پاکستانۍ ښځې سره واده کړی افغان وګړی ګل زمان، چې نږدې ۴۰ کاله یې په پاکستان کې تېر کړي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، د بېرته ستنېدو پرېکړه یوازې د ده ژوند نه بدلوي، بلکې د پاکستانۍ مېرمنې او په پاکستان کې د زېږېدلو ماشومانو راتلونکی یې هم له ستونزې سره مخ کوي.

ګل زمان وايي، په ۲۰۱۸ کال کې یې د افغان تابعیت کارت ترلاسه کړی او وروسته له پاکستانۍ مېرمنې سره تر واده کولو یې د پاکستان د تابعت کارت لپاره غوښتنلیک ورکړی، خو تر اوسه یې په اړه پرېکړه نه ده شوې.

هغه وايي، «تر ټولو لویه اندېښنه مې د خپلې مېرمنې او ماشومانو راتلونکی دی.»

د پېښور د وکیلانو د ټولنې مشر امین الرحمان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، د افغان کډوالو په اړه د حکومت د تګلارو پرله‌پسې بدلونونو د ګډو کورنیو لپاره ناڅرګند وضعیت رامنځته کړی او له همدې امله محکمې ته د افغانانو د قضیو شمېر زیات شوی دی.

د هغه په وینا، په دغو قضیو کې د پاکستاني وګړو سره د واده، تابعیت، قانوني اوسېدو او د ماشومانو د اسنادو موضوعات شامل دي.

د پېښور محکمې وکیل میا ذاکر حسین وايي، په دغو قضیو کې یوازې د افغان وګړي قانوني وضعیت نه مطرح کېږي، بلکې د ټولې کورنۍ راتلونکی ورسره تړلی وي.

هغه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، «که ماشومانو ته قانوني پېژندپاڼې او د زېږون اسناد برابر نه شي، هغوی د زده‌کړو، روغتیا او نورو اساسي خدمتونو له ترلاسه کولو سره هم له ستونزو سره مخ کېدای شي.»

میا ذاکر حسین ټینګار کوي چې د هرې کورنۍ اړ کول چې د خپلو حقونو لپاره محکمې ته مراجعه وکړي، د ستونزې دایمي حل نه دی او حکومت باید د افغان ـ پاکستاني ګډو کورنیو لپاره یوه روښانه او واحده قانوني تګلاره جوړه کړي.

په همدې حال کې، د پېښور محکمې له یوې پاکستانۍ ښځې سره د واده کړي افغان وګړي ذاکر خان له پاکستانه د ایستلو مخه نیولې او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې د هغه د پاکستان د اصليت کارت غوښتنلیک د قانون له مخې وڅېړي او په شپږو میاشتو کې پرېکړه پرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر اپریدي ته وايي، د هغو افغان کورنیو لپاره چې یو غړی یې پاکستانی تابعیت لري، باید روښانه او اغېزمنه قانوني لاره موجوده وي.

هغه ټینګار کوي چې د دغو کورنیو د قانوني وضعیت په ارزونه کې باید د کورنۍ د یووالي اصل په پام کې ونیول شي، څو مېړه، مېرمن او ماشومان له یو بل څخه په غیرضروري ډول جلا نه شي.

په ورته مهال، حقوقي کارپوهان وايي، پېښور محکمې په ګڼو ورته قضیو کې اړوندو ادارو ته د قانون له مخې د پرېکړې کولو لارښوونه کړې، خو د ځینو حکمونو د پر وخت نه عملي کېدو له امله ځینې کورنۍ اړې شوې چې بیا محکمې ته مراجعه وکړي.

محسن داوړ: د طالبانو واکمنۍ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پر پښتون ملتپاله سیاست اغېز کړی

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۱۵ GMT+۱
100%

د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتون ملتپاله سیاست پر بهیر او د خلکو پر سیاسي لیدلوري اغېز شوی او د نوموړي په وینا، طالبانو د افغان ملتپالنې پر وړاندې هم «قوي ګزار» کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله د پوره کېدو په درشل کې دي. د طالبانو په دې دوره کې نه یوازې د افغانستان په سیاسي او ټولنیز وضعیت کې بدلونونه راغلي، بلکې پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات شوي، د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی او سیاسي ګوندونه هم له فعالیت څخه منع شوي دي.

د طالبانو واکمنۍ اغېز یوازې تر افغانستان پورې محدود نه دی پاتې شوی، بلکې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته یې د پښتون ملتپاله سیاست پر بهیر هم اغېز کړی دی.

د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ د افغانستان انټرنشنل پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وايي، د پاکستان ستونزه له افغان ملتپالنې او پښتون ملتپاله سیاست سره له لومړۍ ورځې موجوده وه.

داوړ وايي، د طالبانو په جوړېدو کې ښايي د بېلابېلو هېوادونو او لورو بېلابېل اهداف موجود وو، خو د پاکستان لپاره د دې ډلې له موجودیت څخه یوه ګټه مالي وه او بله دا چې د دغو ډلو له لارې یې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتون ملتپالنه په نښه کړه.

د نوموړي په وینا، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د دوی سیاسي او پوځي ځواک زیات شو او ورسره په افغان ملتپالنې هم «قوي ګزار» وشو.

هغه زیاتوي چې د طالبانو واکمنۍ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د سیاسي فکر پر بهیر هم اغېز کړی او د ډېرو خلکو سیاسي لیدلوری یې بدل کړی دی.

داوړ وايي، اوس داسې کسان هم شته چې طالبانو ته د افغان ملت د استازو په سترګه ګوري او هڅه کوي دغه ډله د افغانانو په توګه معرفي کړي، خو د هغه په وینا، طالبان د افغانستان له ټولنیز جوړښت سره سمون نه لري او نه هم هڅه کوي چې ځان نړۍ ته د افغانانو د استازو په توګه ور وپېژني.

د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر وايي، طالبان د افغان هویت پر وړاندې هم «لوی ګزار» کوي او د دوی تګلارې د افغان ملت د هویت او سیاسي پېژندنې لپاره زیانمنې دي.

هغه د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د پښتون ملتپاله سیاست په اړه وايي چې په پښتونخوا کې د یو شمېر ملتپالو ګوندونو مشرتابه د وخت په تېرېدو خپل سیاسي فکر او نظریه بدله کړې ده.

د داوړ په وینا، یو شمېر داسې ملتپال سیاستوال شته چې اوس له طالبانو سره نږدې شوي او حتی د دوی د سیاسي دریځونو برخه ګرځېدلي دي.

هغه وايي، د دغو کسانو د فکر بدلون تر ډېره د افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته رامنځته شوی او د سیمې د ځواک د توازن له بدلون سره یې سیاسي لیدلوری هم بدل شوی دی.

داوړ ټینګار کوي چې د ده د ګوند دریځ له لومړۍ ورځې روښانه و او د دوحې له تړون سره یې مخالفت کړی و.

نوموړی وايي، دوی هغه مهال هم ویلي وو چې د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام د کمزوري کولو او له منځه وړلو لپاره زمینه برابروي.

د هغه په وینا، طالبانو چې واک ترلاسه کړ، د دوی ګوند لا هم دغه واکمني د ولسواکې نظام په توګه نه مني او دا یې «زورواکي» او په زور پر افغانانو تپل شوې ډله بولي.

داوړ وايي، طالبان د افغانستان د خلکو استازي نه دي او نه شي کولای چې د دغه هېواد د ولس استازیتوب وکړي.

هغه زیاتوي چې طالبان د یوې ځانګړې او زور له لارې واک ته رسېدلي او د افغانستان د خلکو د سیاسي ارادې استازیتوب نه کوي.

د نوموړي په باور، د طالبانو د واک ته رسولو له موخو څخه یوه دا هم ده چې د افغانانو پر هویت او سیاسي پېژندنې فشار وارد شي.

داوړ وايي، د افغانستان د راتلونکي په اړه باید د افغان ولس سیاسي ارادې ته درناوی وشي او د داسې نظام لپاره زمینه برابره شي چې د هېواد د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي.

د افغان کډوالو ستنېدو د پېښور د بورډ بازار دودیزو جامو کاروبار له سخت بحران سره مخ کړی

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د افغان کډوالو د پراخې ستنېدو له امله د پېښور بورډ بازار د افغان دودیزو جامو کاروبار له سخت کمښت سره مخ شوی؛ سوداګر وايي، د دوی د اصلي پېرېدونکو له کمېدو سره نه یوازې خرڅلاو او تولید راټیټ شوي، بلکې د ګلدوزۍ، ګنډل، ټوکر او نور کارونه هم اغېزمن شوي دي.

بورډ بازار له اوږدې مودې راهیسې د افغان دودیزو جامو او لاسي ګلدوزۍ له مهمو مرکزونو څخه دی. دلته ګګړې، ګلدوزي لرونکې جامې، پرتوګ کمېس، واسکټونه او نور دودیز کالي جوړېږي او د پاکستان بېلابېلو ښارونو او له هېواده بهر مېشتو پښتنو کورنیو ته هم رسېږي.

100%

د افغان پېرېدونکو کمښت؛ تولید له ۳۰ جامو تر پنځو کم شوی

په بورډ بازار کې د دودیزو جامو سوداګر امان الله وايي، د ده د کاروبار له ۸۵ تر ۹۰ سلنه پېرېدونکي افغانان وو، خو د کډوالو له ستنېدو وروسته یې کاروبار له سخت کمښت سره مخ شوی دی.

هغه وايي: «مخکې به هره ورځ شاوخوا ۳۰ جامې جوړېدې، خو اوس مو ورځنی تولید له پنځو جامو هم کم شوی دی.»

امان الله زیاتوي چې افغانستان ته ستانه شوي افغانان نور بازار ته نه راځي او په پاکستان کې پاتې یو شمېر افغانان هم د وېرې له امله بازارونو ته له تګ ډډه کوي.

هغه وايي: «د کاروبار کمېدل یوازې د خرڅلاو د شمېرو کمېدل نه دي، هغه بازار هم کم شوی چې له کلونو راهیسې د افغان پېرېدونکو او د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ترمنځ د کلتوري اړیکو پر بنسټ ولاړ و.»

د نوموړي په وینا، د افغان پېرېدونکو له کمېدو سره د ده انلاین فرمایشونه هم په پام وړ کچه کم شوي دي.

100%

د کاروبار اغېز؛ له دوکاندارانو تر کاریګرانو

په بازار کې د افغان دودیزو جامو (افغاني ګنډ) بل سوداګر سمیع الله، چې له نهو کلونو راهیسې په دې کاروبار بوخت دی، وايي د پېرېدونکو کمښت یوازې د دوکاندارانو ستونزه نه ده.

هغه وايي: «یوه دودیزه جامه تر دې مخکې چې دوکان ته ورسېږي، د څو کسانو له لاسونو تېرېږي، ټوکر او تار برابرېږي، ګلدوزي پرې کېږي، هندارې لګېږي، ګنډل کېږي او د اندازې مطابق برابریږي.»

سمیع الله زیاتوي: «کله چې د تیارې جامې غوښتنه کمه شي، زیان یوازې دوکاندار ته نه رسېږي، ګنډونکي، ګلدوزان، د ټوکر پلورونکي او نور کاریګر هم اغېزمن کېږي.»

امان الله وايي، د ځینو دوکاندارانو سره د میلیونونو پاکستانۍ کلدارو په ارزښت تیارې جامې پاتې دي او ځینو سوداګرو په دودیزو جامو، ګلدوزۍ او کالیو کې تر کروړونو کلدارو پورې پانګونه کړې ده.

هغه وايي: «په داسې شرایطو کې د کاروبار بندول یا ټول موجود سامان په بیړه پلورل اسانه نه دي، ځکه افغان دودیزې جامې د یوې ځانګړې اخستونکي ډلې لپاره جوړېږي.»

100%

ځايي غوښتنه لا هم شته

سره له دې چې د افغان پېرېدونکو شمېر کم شوی، سوداګر وايي د افغان سبک دودیزو جامو لپاره په پاکستان کې لا هم غوښتنه شته.

امان الله وايي: «پاکستاني ځوانان د ودونو، کلتوري مراسمو او پوهنتوني پروګرامونو لپاره افغاني دود جامې اخلي.»

د سوداګرو په وینا، د بورډ بازار پېرېدونکي یوازې له پېښور نه راتلل، له اسلام‌اباد، راولپنډۍ، لاهور، فیصل‌اباد او کراچۍ څخه هم خلک د دغو جامو لپاره بازار ته راتلل او په خلیجي هېوادونو کې مېشتې پښتنې کورنۍ هم د دې بازار له پخوانیو پېرېدونکو څخه وې.

د بورډ بازار دوکاندار نقیب وايي، د افغان دودیزو جامو بیې د ټوکر، ډیزاین، ګلدوزۍ او لاسي کار له اندازې سره تړاو لري.

هغه وايي: «په لاس جوړه شوې افغان ښځینه ګګړه شاوخوا له ۳۰ زرو تر ۷۰ زرو کلدارو پورې پلورل کېږي.»

د نقیب په وینا، د نارینه‌وو نسبتا ساده دودیزې جامې له درې زرو تر ۱۵ زرو کلدارو پورې بیه لري، خو د واده لپاره ځانګړي او په ډېر لاسي کار جوړ شوي ملبوسات تر پنځو لکو پاکستانۍ کلدارو پورې پلورل کېږي.

د پېښور د پولیسو د عملیاتو مشر فرحان خان وايي، هغه بهرني وګړي چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې وي یا په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري، د حکومت د تګلارې له مخې خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

هغه وايي: «هغه بهرني وګړي چې له پاکستاني وګړو سره قانوني کورنۍ اړیکې لري، لکه هغه کسان چې مېرمن یا مېړه یې پاکستانی وي، اوس مهال نه ډیپورټ کېږي.»

د بورډ بازار سوداګر وايي، که د افغان پېرېدونکو د کمېدو بهیر همداسې دوام وکړي، د افغان دودیزو جامو له صنعت سره تړلو ګڼو کوچنیو کاروبارونو او کورنیو ته به د عاید پیدا کولو لارې نورې هم محدودې شي.

خوشحال خان کاکړ: پاکستان بايد په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي

۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۵۰ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د لاسوهنو پر ځای د متقابل درناوي او ورورولۍ پر بنسټ ولاړې وي او «دواړه هېوادونه باید د یو بل په چارو کې له مداخلې ډډه وکړي».

خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دوی له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان دولت ته ويلي، چې په افغانستان کې لاسوهنې نه پاکستان ته ګټه رسولې او نه هم افغانستان ته.

هغه ادعا وکړه، پاکستان د افغانستان په چارو کې د مداخلې له لارې طالبان واک ته ورسول او اوس خپله د همدې پالیسۍ له پایلو سره مخ دی او زیاته یې کړه: «پاکستان په افغانستان کې طالبان مسلط کړي دي دغه خلک د دوی (پاکستان) اتلان، اثاثې او بچيان وو».

د هغه په خبره: «پاکستان باید په هره بڼه په افغانستان کې له لاسوهنو او مستقیمو بریدونو ډډه وکړي، ځکه دا یوازې د طالبانو پر حکومت نه، بلکې د افغانستان پر دولت او ولس برید بلل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکه او بې‌باوري زیاتوي».

خوشحال خان کاکړ د طالبانو د واکمنۍ په اړه وویل: «د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د پرمختګ پر ځای شاته تللی» او د ده په وینا: «د طالبانو حکومت داسې کوم اقدام نه‌دی کړی، چې د افغانستان او افغانانو په ګټه تمامه شوې وي».

هغه څرګنده کړه، د دوی دریځ دا دی چې د افغانستان ټولې ستونزې باید د خبرو، سیاست او د خلکو د رایو له لارې حل شي نه د زور او جګړې له لارې.

100%

کاکړ د طالبانو پر ضد د وسله‌والو جبهو په اړه وویل: «موږ د وسله‌والې مبارزې ملاتړ نه‌کوو او باور لرو چې هر ډول بدلون باید د سیاسي بهیر له لارې رامنځته شي».

خو هغه خبرداری ورکړ، «موږ طالب ته هم دا وایو که ته سر نه خلاصوې او ستا وحشي چلند وي نو خامخا به ستا خلاف څوک راپورته کېږي که جبهې نه‌وي سبا ستا پر ضد عام ولسونه راپورته کېږي که یې ټوپک په لاس کې نه‌وي هم، نو ډبرې به یې په لاس کې وي او بيا به ته او ستا دا رژيم پاتې نه‌شي، پکار ده چې سياست ته لاره ورکړئ او د ولس په خوښه باندې هر کار وشي که د افغانستان خلکو غوښتل چې طالب دې د افغانستان واکمن شي زموږ به هم بيا خوښ وي».

د هغه په وینا، که طالبان د خلکو ارادې، اړتیاوو او رایو ته درناوی ونه‌کړي، افغانستان یو ځل بیا د جګړو پر لور تللی شي او د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو د سیالیو پر ډګر بدلېدای شي.

خوشحال خان کاکړ زیاته کړه: «که طالبان سیاست او ولس ته ځای ورنه‌کړي، د خلکو نارضایتي به پراخه شي، ځکه خلک د لوږې، بې‌عدالتۍ او تاوتریخوالي په شرایطو کې د اوږدې مودې لپاره ژوند نه‌شي کولای».

نوموړي د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه وویل، د دواړو لورو اوسنیو دریځونو ته په کتو، اړیکې د لا خرابېدو پر لور روانې دي او د خیبر پښتونخوا وضعیت به نور هم کړکېچن شي.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل او د سوداګرۍ محدودول د دواړو اقتصادونو په زیان وبلل، خو ویې ویل: «تر ټولو ډېر زیان یې د خیبر پښتونخوا او سویلي پښتونخوا (بلوچستان) خلکو ته رسېدلی، ځکه د دوی کرنه، سوداګري او کاروبار ورسره اغېزمن شوي، د افغانستان خلک به یې هم اغېزمن کړی وي، خو هغوی نورې لارې لري د منځنۍ اسيا او نورو هېوادونو سره، خو د پښتون وطن د بدیلې اقتصادي لارې امکانات هم محدود دي».

د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوس‌مهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګ‌راتګ درېدلی دی.

د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ میلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي‌ ډالر زیان رسېدلی دی.

د پاکستان د طبي شورا پرېکړې په افغانستان کې زرګونه پاکستاني محصلین اندېښمن کړي

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

په افغانستان کې د طب په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت پاکستاني محصلین وایي، د پاکستان د طبي شورا (پي ايم ډي سي) وروستۍ پرېکړې زرګونه زده کوونکي له سختې اندېښنې سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې د پاکستان د طب محصيلين

د جلال‌اباد د روښان پوهنتون د طب د یوولسم سمستر محصل محمد نعمان، چې د خېبر پښتونخوا د بونېر ولسوالۍ اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، دا مهال یوازې په روښان پوهنتون کې شاوخوا د ۱۰۰۰ تنو پورې پاکستاني محصلین د طب زده کړې کوي او ټول د خېبر پښتونخوا پښتانه دي.

هغه زیاته کړه، په ټول افغانستان کې نږدې ۴زر۰ پاکستاني زده کوونکي د طب په شاوخوا ۱۵ پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي، چې ډېری یې د جلال‌اباد او کابل په پوهنتونونو کې دي، او په کندهار کې هم د بلوچستان زده کوونکي زده کړې کوي.

100%

د پي ايم ډي سي اعلاميې ته غبرګون

نعمان دپي ايم ډي سيد وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې وویل، دغه پرېکړې ټول زده کوونکي اندېښمن کړي دي، ځکه کله چې دوی افغانستان ته د زده کړو لپاره راغلل، د افغانستان طبي پوهنتونونه د پي ايم ډي سي د منل شویو پوهنتونونو په لېست کې شامل وو.

د هغه په خبره، دوی افغانستان ته د نورو هېوادونو د زده کوونکو په څېر په خپل سر نه دي تللي، بلکې لومړی یې اسناد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې تايید شوي، وروسته د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هم د دوی اسناد تايید کړي او بیا د قبایلو چارو وزارت د خېبر پښتونخوا او بلوچستان پښتنو زده کوونکو ته قبایلي کارتونه ورکړي، چې پر بنسټ یې له ازموینې وروسته دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته داخلې ورکړل شوې دي.

هغه وویل: «اوس که د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابې شوې وي او پاکستان خپله پاليسي بدله کړې وي، باید د دغو بدلونونو زیان محصلینو ته ونه رسېږي».

د کابل د بایزید روښان پوهنتون د طب د څلورم کال محصل کاشف احمد، چې د خېبر پښتونخوا د کوز دیر د میدان سیمې اوسېدونکی دی، هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، دوی نه پوهېږي چې ولې هغه پوهنتونونه چې د دوی د داخلې پر مهال دپي ايم ډي سي په لېست کې شامل وو، اوس ترې ایستل شوي دي.

همداراز د همدې پوهنتون د یوه محصل عبدالله پلار، سرتاج خان، وویل چې دپي ايم ډي سي اعلامیې دوی سخت اندېښمن کړي او د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې لري.

د زده کړو لپاره د افغانستان انتخاب

د محصلینو او د هغوی د کورنیو په وینا، افغانستان یې ځکه د طب د زده کړو لپاره غوره کړی و، چې خېبر پښتونخوا ته نږدې دی، د تګ راتګ لګښتونه کم دي، د پوهنتونونو فیسونه د چین او نورو هېوادونو په پرتله تر نیمايي هم ارزانه دي او د ژبې او کلتور ستونزه هم پکې نه شته.

دوی وایي، افغانستان ته د سفر لګښت شاوخوا ۱۰زره پاکستانۍ کلدارې کېږي، خو چین او نورو هېوادونو ته یوازې د الوتکې ټکټونه له یو لک څخه تر یو نیم لک کلدارو پورې لګښت لري.

100%

د زده کوونکو او کورنيو یې راتلونکی پلان او غوښتنې

محمد نعمان وویل، هغه محصلین چې تر دوی مخکې یې په افغانستان کې د طب زده کړې بشپړې کړې دي، پاکستان ته تر ستنېدو وروسته دپي ايم ډي سيپه ازموینو کې له ګډون محروم شوي او اوس یې په دې تړاو د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

هغه زیاته کړه، «اوسنيو محصلینو هم پرېکړه کړې چې لومړی به خبري غونډه وکړي او وروسته به په اسلام‌اباد کې اعتراضي لاریون ترسره کړي».

سرتاج خان وایي: «ډېری کورنۍ دا مالي توان نه لري چې خپل ماشومان د زده کړو په منځ کې نورو هېوادونو ته ولېږي، ځکه که یې اقتصادي وس درلود، له پیل څخه به یې هغوی چین یا نورو هېوادونو ته استولي وو».

د هغه په خبره، اوس به د خپلې قضیې د حل لپاره د پاکستان محکمو ته مراجعه وکړي.

کاشف احمد بیا وویل: « د پي ايم ډي سي وروستۍ پرېکړې له سخت ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي يُو»، ځکه نه ډېری کورنۍ د نورو هېوادونو د زده کړو توان لري او نه هم معلومه ده چې که کوم محصل بل هېواد ته ولاړ شي، خپلې زده کړې به له هماغه ځایه دوام ورکړي او که به یې له سره پیلوي.

نوموړي د پاکستان له حکومت او پي اېم ډي سيوغوښتل چې خپله پخوانۍ تګلاره بېرته عملي کړي، د افغانستان د طبي پوهنتونونو اسناد ومني او دغه پوهنتونونه یو ځل بیا د منل شویو طبي ادارو په لېست کې شامل کړي.

د پاکستان د طبي شورا پرېکړه

د پاکستان طبي شورا ( پي ایم ډي سي) په افغانستان کې په طبي زده‌کړو بوختو پاکستاني محصلینو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو فارغېدل به دوی ته په پاکستان کې د ډاکټرۍ د مسلک د ترسره کولو حق ورنه کړي.

شورا د جولای په ۳۱مه نېټه اعلان کړی، هغه پاکستاني محصلین چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو څخه فارغېږي، نه شي کولای د پاکستان طبي شورا رسمي ثبت یا جواز ترلاسه کړي او له همدې امله به په پاکستان کې د ډاکټر په توګه د کار کولو اجازه هم ونه لري.

د پاکستان طبي شورا د معلوماتو له مخې، د افغانستان طبي پوهنتونونه د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون د ارزول شویو او منل شویو طبي پوهنتونونو په نوملړ کې شامل نه دي. له همدې امله، د دغو پوهنتونونو فارغان د پاکستان د ثبت ملي ازموینې کې د ګډون شرایط نه پوره کوي.

100%

شورا له ټولو پاکستاني محصلینو غوښتي چې د افغانستان یا هر بل بهرني طبي پوهنتون ته له شاملېدو مخکې دې ډاډ ترلاسه کړي چې اړوند پوهنتون د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون له لوري منظور شوی وي، څو په راتلونکي کې د مسلکي ثبت او کار له ستونزو سره مخ نه شي.

د پاکستان طبي شورا ټینګار کړی چې د طبي زده‌کړو لپاره د پوهنتون د اعتبار ارزول د محصلینو مهم مسؤلیت دی او له دې سپارښتنې څخه سرغړونه کولای شي د دوی پر مسلکي راتلونکي جدي اغېزې ولري.