• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عزیزی بانک د فساد قضیه؛ صالح د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا پروژه «رسنیزه ننداره» وبلله

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د عزیزی بانک د فساد او جعلکارۍ قضیه لا نه ده تړل شوې او نوې ابعاد یې موندلي دي. نوموړي د عزیزی بانک د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژه «دروغجنه» بللې او د هغې پر عملي کېدو یې شک څرګند کړی دی.

صالح نن یکشنبه په یوه ایکس پوسټ کې لیکلي چې عزیزی بانک هڅه کوي د ډبرو سکرو قرارداد په ټیټه بیه ترلاسه کړي او له دې لارې ګټه وکړي، څو یوه برخه یې د برېښنا د تولید په نوم په پروژه کې ولګوي.

هغه ادعا کړې: «عزیزی بانک د پانګونې لپاره خپله پانګه نه لري» او ویلي یې دي چې د بانک اړوند کسانو د طالبانو یو شمېر غړي په فساد او جعلکارۍ کې ښکېل کړي او هغوی ته بېلابېل رشوتونه ورکوي.

صالح د عزیزی بانک د شریکانو په اړه هم ادعا کړې چې د جمهوري نظام پر مهال یې د طالبانو ځانګړو ډلو ته، په ځانګړي ډول د اقینې ـ کابل پر لاره، «لویې پیسې» ورکړې دي. نوموړي ویلي، د دغو ادعاوو په اړه اسناد ورسره شته او د ده په وینا، څېړنې روانې دي چې معلومه شي د دغو کسانو شتمني د «وینې په پیسو» ترلاسه شوې که نه.

هغه زیاته کړې چې د موضوع د بېلابېلو اړخونو له امله به د دغو څېړنو د پایلو ترلاسه کول وخت ونیسي.

صالح د عزیزی بانک له لوري د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید د اعلان په اړه هم شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې د سیمې ځینو هېوادونو له کلونو راهیسې د دوه زره مېګاواټه برېښنا د تولید د لویو پروژو د جوړولو هڅې کړې، خو لا یې هم په بشپړولو نه دي توانېدلي.

نوموړي د پاکستان د دیامر ـ باشا بند یادونه کړې او ادعا یې کړې چې پاکستان له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې د دغه بند د بشپړولو هڅه کوي.

صالح د عزیزی د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا پروژې په اړه ویلي: «دا یوازې رسنیزه ننداره نه ده، بلکې زه یې د افغانستان د خلکو پر شعور سپکاوی بولم.»

نوموړي په پای کې خپلو پلویانو او افغانانو ته ویلي چې د دغې موضوع په اړه خپل دریځ «د تاریخ لپاره» په یاد وساتي.

د صالح په ایکس پوسټ کې د مطرح شویو فساد، رشوت، جعلکارۍ او مالي تمویل ادعاوو لپاره د عزیزی بانک او اړوندو کسانو نظر نه دی وړاندې شوی.

ډېر لیدل شوي

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي
۱

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي

۲

متحده جبهه وايي په کندهار کې یې د طالبانو د امر بالمعروف یو محتسب وژلی

۳
ځانګړی

خوشحال خان کاکړ: پاکستان بايد په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي

۴

راپور :پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستو پرېکړه کوي

۵
ځانګړی

د خوست ۴۴ کورنیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نبي عمري د ځمکو په غصب تورن کړی

•
•
•

نور کیسې

راپور: طالبان د افغانستان کانونه د وفادارو شبکو او بهرنیو منځګړو له لارې اداره کوي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۳۳ GMT+۱
100%

د جیمز ټاون څېړنیز مرکز په تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کانونو استخراج د دې ډلې د عوایدو پر مهمو سرچینو بدل شوی، خو د کانونو چارې د شفافو دولتي ادارو پر ځای د طالبانو د مشرانو، وفادارو شبکو او بهرنیو منځګړو له لارې په متمرکز ډول اداره کېږي.

د راپور له مخې، د افغانستان د کانونو احتمالي ارزښت له یو ټریلیون ډالرو اوړي او په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۴۰۰ ډېرې معدني زیرمې پېژندل شوې دي.

طالبانو تر اوسه لږ تر لږه ۲۰۵ د کانونو قراردادونه له څه باندې ۱۵۰ شرکتونو سره لاسلیک کړي او په ۲۰۲۳ کال کې یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د نویو قراردادونو اعلان هم کړی دی.

راپور وايي، طالبان د خپلې پخوانۍ وسله‌والې مبارزې پر مهال د کانونو له استخراج، د لارو له کنټرول او پر سوداګرو د فیسونو له اخیستو عواید ترلاسه کول او له ۲۰۲۱ کال وروسته دغه ډول کړنلارې د کانونو په دولتي سیستم کې هم ځای پر ځای شوې دي.

د راپور په وینا، د کانونو د قراردادونو او عوایدو په اړه د معلوماتو نشتوالی دا اندېښنې زیاتوي چې د افغانستان معدني شتمني د عامه ګټو پر ځای د طالبانو د مشرانو او نږدې شبکو په ګټه کارول کېږي. افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د کانونو د شفافیت له نړیوال نوښت څخه هم وځنډول شو.

راپور زیاتوي چې د کانونو وزارت د ۲۰۲۴ کال له لومړیو اوو میاشتو وروسته د کانونو د عوایدو په اړه خپل عامه راپورونه په پام وړ ډول کم کړي دي. د راپور له مخې، په ځینو سیمو کې د «منرال مافیا» په نوم شبکې له کان‌کیندونکو، لېږدوونکو، صادرونکو او سیمه‌ییزو سوداګرو مالیې او نورې پیسې راټولوي.

د ننګرهار په څېر ولایتونو کې، چې د کرومایټ، تالک او نورو معدني زیرمو له امله مهم بلل کېږي، د طالبانو د کانونو قراردادونه ډېر شوي دي.

راپور د کان‌کیندنې له امله د چاپېریال او خلکو پر ژوند هم اندېښنه ښودلې او وايي چې په شمالي افغانستان کې د ماشومانو د کانونو په کارونو کې د بوختېدو موارد ثبت شوي دي. همداراز په بدخشان او تخار کې د سرو زرو د کانونو پراختیا د ځايي خلکو د بې‌ځایه کېدو، د عوایدو د نابرابر وېش او د کانونو پر سر د شخړو لامل شوې ده.

د راپور له مخې، د جون په وروستیو کې بدخشان ته د طالبانو د شاوخوا زر ځانګړو ځواکونو استول هم د کانونو د لا ډېر کنټرول لپاره د دغه ډلې د هڅو یوه برخه وه.

راپور وايي، د افغانستان معدني شتمني کولی شي د هېواد د اوږدمهاله اقتصادي ودې لپاره مهمه سرچینه وي، خو که د شفافیت، حساب ورکونې او عامه ګټو پر ځای د شخصي عوایدو، سیاسي وفادارۍ او واک د ټینګولو لپاره وکارول شي، افغانستان به له لا ډېر اقتصادي او اداري کمزورۍ سره مخ شي.

د بدخشان د سرو زرو کانونه؛ د بې‌کارۍ پر وړاندې د کار زمینه او د چاپېریال پر وړاندې ګواښ

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۱
100%

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په بدخشان کې د سرو زرو د کان‌کیندنې پراختیا زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، خو ورسره د سیمې د اوبو، کرنې او څړځایونو د ککړېدو او تخریب له امله د ځايي خلکو ژوند هم اغېزمن شوی دی.

د راپور له مخې، د بدخشان د شیوا په سیمه کې لسګونه کیندونکي شپه او ورځ د غرونو په لمنو کې د سرو زرو د موندلو لپاره کار کوي او د هېواد له بېلابېلو سیمو زرګونه کسان په دغه بهیر کې بوخت دي.

د شیوا سیمې ۷۴ کلن اوسېدونکی محمد امین وايي، د کان‌کیندنې له پیل مخکې د سیمې سیند ژور او اوبه یې پاکې وې، خو اوس د سیند اوبه د څښلو او ان د بدن مینځلو لپاره هم مناسبې نه دي.

نوموړي ویلي، د سیند پر غاړه واښه له منځه تللي او د دوړو او بادونو له امله کرنه هم نوره نه شي کېدای. هغه وايي، پخوا یې تر ۴۰ پورې وزې ساتلې، خو اوس یوازې د شاوخوا ۱۵ وزو د ساتلو توان لري.

امین زیاتوي چې خپله ځمکه یې د ۲۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې یوې کان‌کیندونکې کمپنۍ ته په اجاره ورکړې وه، خو تر اوسه یې یوازې نیمې پیسې ترلاسه کړي او شرکت د ځمکې د بېرته رغولو ژمنه هم نه ده پوره کړې.

د بدخشان د کانونو ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۶۵۰ تر ۷۰۰ کان‌کیندونکي شرکتونه ثبت شوي او زرګونه کسان په لاسي ډول د کانونو په کیندنه بوخت دي.

د راپور له مخې، د کان‌کیندنې پراختیا ګڼو بې‌کارو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. د کابل ۲۱ کلن محمد اغا خواجه‌خېل وايي، په شیوا کې د ټرکونو د بارولو له لارې میاشتنی ۱۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي او دا کار د کابل له بې‌کارۍ ورته ښه دی.

د ننګرهار اوسېدونکی شفیع‌الله احساس هم وايي، خپل کیندونکی ماشین یې بدخشان ته انتقال کړی، ځکه په خپل ولایت کې د سرو زرو د استخراج چارې نه وې پیل شوې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کان‌کیندنې د تنظیم هڅې یې زیاتې کړې دي. د وزارت په وینا، د هېواد د کانونو استخراج پخوا بې‌نظمه ترسره کېده، خو اوس هڅه کېږي چې دغه بهیر تر څارنې لاندې راوستل شي.

د بدخشان د کانونو چارواکي وايي، تېر کال په دغه ولایت کې حکومت ۱۱۲ کیلوګرامه سره زر راټول کړي دي. هغوی همداراز شاوخوا ۲۲۵ هغه کان‌کیندونکي ځایونه تړلي چې د سیمې چاپېریال او عامه تاسیساتو ته یې زیان اړولی و.

د چارواکو په وینا، په ځینو سیمو کې د کان‌کیندنې له امله پلونه، دوکانونه او ښوونځي د سېلابونو، خټو او خاورو لاندې شوي او پراخ زیانونه ورته اوښتي دي.

د راپور له مخې، د بدخشان ځینې غرنۍ سیمې لا هم د کان‌کیندنې له پراختیا خوندي پاتې دي. د سیمې یو مالدار فضل وايي، دا غرونه د خلکو د تفریح او څارویو د څرولو لپاره مهم دي او کان‌کیندنه یې د ځايي خلکو په ګټه نه ده.

نوموړی وايي، د سرو زرو له صنعت څخه تر ډېره زورواکي ګټه اخلي، نه د سیمې اوسېدونکي.

راپور: زرګونه افغانان لا هم د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ دي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱
100%

د برېتانیا «انډیپنډنټ» ورځپاڼې په یوه سرمقاله کې له حکومت څخه غوښتي چې له هغو زرګونو افغانانو سره خپله ژمنه پوره کړي چې په افغانستان کې یې د بریتانوي ځواکونو ترڅنګ کار کړی او اوس د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ کېدای شي.

ورځپاڼه وايي، د بریتانیا د دفاع وزارت یوې داخلي ارزونې څرګنده کړې چې له بریتانوي ځواکونو سره د کارکوونکو افغانانو لپاره د طالبانو د غچ اخیستنې خطر لا هم شته.

د سرمقالې له مخې، د دفاع وزارت په فبرورۍ میاشت کې په ترسره شوې ارزونه کې ویلي چې د هغو افغانانو لپاره چې د بریتانیا له ځواکونو سره یې کار کړی او د بیا مېشتېدو شرایط لري، خطر «لا هم واقعي» دی، که څه هم د پخوا په پرتله کم شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا، د بریتانیا حکومت د ۲۰۲۵ کال په جون کې هغو افغان کورنیو د ایستلو بهیر ودراوه چې لا مخکې بریتانیا ته د انتقال لپاره منل شوې وې.

د برېتانیا د دفاع وزیر لوک پولارډ هم د روان کال په اپرېل کې ویلي وو چې هغه افغان کورنۍ چې د انتقال شرایط لري، باید له افغانستانه په خپله ځانونه د درېیم هېواد تر خوندي ځایه ورسوي.

د نوموړي په وینا، زرګونه افغانان چې لا هم د انتقال په تمه دي، باید « په خپله ځانونه یوه درېیم هېواد ته ورسوي».

ورځپاڼه وايي، د بریتانیا حکومت د هغو افغانانو د خوندیتوب ژمنه کړې وه چې د دغه هېواد له ځواکونو سره یې د ژباړونکو، لارښودانو، اداري کارکوونکو او نورو برخو کې کار کړی و.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، زرګونه افغانان لا دمخه بریتانیا ته انتقال شوي، خو شاوخوا ۷ زره نور افغانان چې د بیا مېشتېدو لپاره وړ بلل شوي، لا هم په افغانستان او یا ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران کې پاتې دي.

ورځپاڼه وايي، د دې شمېر د زیاتېدو یو لامل په ۲۰۲۲ کال کې د بریتانیا د دفاع وزارت هغه ستره امنیتي تېروتنه هم وه چې د بریتانوي ځواکونو له افغان همکارانو سره تړلی لېست په ناسم ډول د ناامن برېښنالیک له لارې واستول شو.

په سرمقاله کې راغلي چې افغان همکارانو ته د خوندي انتقال په برخه کې ځنډ او د خطرونو کم اهمیت ښودل د منلو وړ نه دي.

ورځپاڼه ټینګار کوي چې که څه هم د بریتانیا حکومت باید د غوښتونکو امنیتي ارزونه وکړي، خو هغه کسان چې لا دمخه د خوندیتوب لپاره منل شوي، باید نور په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې د ناامنۍ له خطر سره مخ پاتې نه شي.

په سرمقاله کې له برېتانیا غوښتل شوي چې د کابل د سقوط پنځه کاله وروسته، د افغان همکارانو په تړاو له ځنډ، عذرونو او د خطرونو له کم ښودلو لاس واخلي او خپلې ژمنې «په بشپړ او چټک ډول» عملي کړي.

فرانکفورټ کې افغان لاریونوالې: د افغان ښځو بنسټیز حقوق باید ورکړل شي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۳۱ GMT+۱
100%

د جرمني فرانکفورت ښار کې یو شمېر افغان ښځو د شنبې په ورځ د زمري ۱۷مه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو پر ضد اعتراضي لاریون وکړ. دوی په داسې وخت کې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو د تامین غوښتنه وکړه، چې د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه رانږدې کېدونکې ده.

د دغه لاریون سمبالوونکي وايي، چې دا اعتراض د طالبانو پر وړاندې د مدني مبارزو یوه لړۍ ده چې د دې ډلې د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي.

معترضو ښځو وویل، دوی هماغه ښځې دي چې پنځه کاله مخکې یې په کابل کې د طالبانو پر وړاندې مدني اعتراضونه پیل کړل او د دې ډلې د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې له وېرې او ځپنې سره سره د «زده‌کړو، کار او ازادۍ» شعارونه پورته کړل.

هغوی ټینګار وکړ، چې له پنځو کلونو تېرېدو سره سره یې موخې نه دي بدلې شوي او لا هم د افغانستان د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو، عادي ژوند ته د ښځو او نجونو د ستنېدو، زده‌کړو او کار ته د هغوی د لاسرسي، ازادۍ او په ټولنه کې د برابر ګډون غوښتونکې دي.

د معترضو ښځو په اعلامیه کې راغلي، چې د کډوالۍ او جلاوطنۍ په کلونو کې یوازې د دوی د مبارزې بڼه او ځای بدل شوی، خو غږ یې نه‌دی چوپ شوی.

دوی وویل چې له افغانستانه کډوالي او لرېوالي د دوی مسوولیت پایته نه‌دی رسولی او ځانونه د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د هغو ښځو د غږ په توګه ګڼي چې په کابل، هرات، مزارشریف، کندهار او د افغانستان په نورو ښارونو کې لا هم تر محدودیتونو او ځپنې لاندې ژوند کوي.

د دې اعتراضي راټولېدنې یوې سمبالوونکې ازیتا نظیمي وویل، چې دغه اعتراض یې په فرانکفورت کې د بښنې نړیوال سازمان او د «ښځه، ژوند، ازادۍ» ټولنې په همکارۍ ترسره کړی، څو د افغانستان د ښځو وضعیت او د طالبانو د واکمنۍ پنځمې کلیزې ته یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې پام راواړوي.

100%

هغې نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې وویل، چې نړۍ په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ښځو وضعیت لیدلی او اورېدلی، خو په ځینو مواردو کې یې پر وړاندې چوپتیا غوره کړې ده.

معترضو ښځو ادعا وکړه، چې نړیوالې ټولنې په سیاسي معاملو کې د میلیونونو افغان ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ قرباني کړې دي. د دوی په وینا، نړیوالې ټولنې بشري حقونو ته پر سیاست لومړیتوب ورکړی او د طالبانو پر وړاندې د نرم چلند او هغوی ته د مشروعیت ورکولو له لارې یې د یوه ملت برخلیک د دې ډلې په لاس کې پرېښی دی.

هغوی د هغه څه په اړه چې «طالبانو ته مشروعیت ورکول او له هغوی سره نرم چلند» وباله، هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دغه ډول چلند د دې لامل شوی چې د افغانستان د خلکو برخلیک طالبانو ته وسپارل شي.

معترضو ښځو ټینګار وکړ، چې طالبان ښايي د افغانستان خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې وي، خو د افغانستان د ښځو اراده او غوښتنې یې له منځه نه‌شي وړلای.

د اعلامیې له مخې، د افغانستان د ښځو اعتراضونه له کابله پیل شول او اوس د کډوالۍ په ښارونو کې هم دوام لري.

100%

هغوی وویل، چې د دوی غږ به تر هغه وخته چوپ نه‌شي، څو د افغانستان ښځې خپل ژوند، ازادۍ، زده‌کړې، کار او بشري حقونه بېرته ترلاسه نه‌کړي.

معترضو ښځو ټینګار وکړ، چې د ښځو له ټولنیز، ښوونیز، کاري او نورو برخو څخه اېستل باید عادي حالت ونه‌ګرځي او نړیواله ټولنه باید په دې اړه چوپه پاتې نه‌شي.

دوی وویل چې نړۍ د افغانستان له ښځو سره ظلم کړی او له همدې امله باید د هغوی اعتراضي غږ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په واټونو کې هم واورېدل شي.

افغان معترضو ښځو په پای کې ټینګار وکړ، چې افغان ښځه باید یوازې د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو قرباني ونه ګڼل شي، بلکې هغه د تاریخ او مقاومت نښه ده او تر ازادۍ پورې به خپل غږ او اعتراض ته دوام ورکړي.

د پاکستان په کراچۍ کې مېشت افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې له خپلو کورونو نه وځي

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۴۹ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په کراچۍ ښار کې مېشت افغان کډوال وايي، مخکې به پولیسو نیول، خو اوس نیمه‌پوځي ځواکونه د دوی کورونو ته ورځي او نیسي یې. د دوی په وینا، له کورونو څخه نېغ په نېغه توقیفي کمپونو ته او له هغه ځایه بیا د چمن له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د افغان کډوالو په وینا، په کراچۍ ښار کې مېشت له نیمایي څخه زیات افغان کډوال، ځینې یې په خپله خوښه، ځینې یې د نیول او اېستل کېدو د وېرې له امله له دغه ښاره تللي دي. خو هغه کډوال چې لا هم په کراچۍ کې پاتې دي، په داسې وضعیت کې دي چې له وېرې په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او بهر نه‌شي وتلای.

یو ۲۸ کلن کډوال سید خان [مستعار نوم] چې د ټولې کورنۍ د لویو او وړو غړو شمېر نږدې ۴۰ کسانو ته رسېږي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، هغه کورونه چې دوی پخوا په‌کې اوسېدل پرېښي یې دي، ځکه د شپې به یې پر کورونو چاپې وهل کېدې او اوس یې خپلې کډې نورو ځایونو ته انتقال کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې پرې سخت حالت راغلی او «اوس تر ډېره هغه کورنۍ نیول کېږي چې څوک یې پولیسو او رېنجرز ځواکونو ته په اړه معلومات ورکړي».

هغه ادعا وکړه، چې پولیس او رېنجرز ځواکونو ته د افغان کډوالو په اړه معلومات خپله «افغانان ورکوي».

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانان ولې د نورو افغان کډوالو په اړه له پولیس او رېنجرز ځواکونو سره معلومات شریکوي، وویل: «هغو د خپل ځان د ژغورلو لپاره داسې کار کوي. دوی له پولیسو او رېنجرز سره خبره کړې وي چې زه به نور افغانان در وښیم، خو ما به بیا نه نیسئ».

هغه وویل، نیکه یې په ۱۹۷۷م کال کې د افغانستان له مزارشریف څخه کراچۍ ته کډه شوی او همدلته مېشت شوی وو. د هغه په وینا، مشران یې بیا د دښمنیو له امله بېرته افغانستان ته نه‌دي ستانه شوي او زیاتوي: «زموږ د مشرانو په پلرنۍ سیمه کې دښمني ده او هغه دښمني تر اوسه هم راته پاتې ده».

دغه ځوان کډوال زیاته کړه، چې نیا او نیکه یې هم په کراچۍ کې مړه شوي او همدلته خاورو ته سپارل شوي دي. د هغه په وینا، پلار یې په پټه هټۍ چلوي، دی خپله له کوټې او پېښور سره سوداګري کوي، ورور یې په یوې کارخانه کې کار کوي او اکاګان یې هم ورځنۍ مزدوري کوي.

هغه وویل، یوه اکا یې په خپل سر یو کور اخیستی او اوس په هماغه کور کې بند پاتې دی. نوموړي زیاته کړه، چې د خپلې دغې شتمنۍ په اړه هم اندېښمن دی، غواړي هغه وپلوري او په بل ځای کې کور واخلي، خو د وېرې له امله خپل کور هم نه شي پلورلی.

سید خان وویل، که دوی ونیول شي او بېرته افغانستان ته واړول شي، بیا به هم کراچۍ ته راستانه شي، ځکه: «هر څه چې کېږي، خپلې پلرنۍ سیمې ته نه شو تللای، دښمني مو ده».

هغه څرګنده کړه، بله ستونزه یې دا ده، چې ده او مشر ورور یې له افغان کورنیو سره په کراچۍ کې کوژدې کړې وې، خو هغه کورنۍ بېرته افغانستان ته لېږدول شوې دي.

نوموړي وویل: «موږ اوس دې ته په تمه یو چې حالات به یو څه ښه شي، موږ به دلته پاتې شو او هغه کورنۍ چې کوژدې مو په‌کې کړې دي، هغه به هم بېرته راوغواړو له هغې وروسته به بيا ودونه کوو».

یو بل کډوال، فردوس [مستعار نوم] وویل، دوه میاشتې وړاندې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره بېرته بلخ ته ستون شوی وو، خو هلته یې کار او روزګار نه و موندلی او ماشومان یې هم خوشاله نه وو؛ له همدې امله بېرته کراچۍ ته راغلی دی.

فردوس وویل: «له ما سره ویزه شته، خو د ماشومانو او کوروالې لپاره مې پیسې ورکړې او په پوله راواوښتو».

هغه وویل، له ۲۷ کلونو راهیسې په کراچۍ کې د کډوالۍ ژوند کوي او په یوې کارخونه کې کار کوي. د هغه په وینا، اوس له ځان سره د یو کال ویزه لري او زیاته یې کړه: «چې ویزه ختمه شي، بیا به هغه وخت ګورو، حالات به ښه شوي وي».

خو هغه په ډاګه کړه: «زما سره ویزه شته، خو له ماشومانو سره نشته. اوس زه د شپې له خپل کوره بهر په بل کور کې ویده کېږم او د شپې خپل کور له بهره قلف کوم، څو داسې وانګېرل شي چې په دې کور کې څوک نه‌اوسي».

د دغه کډوال په خبره، په هغه کارخونه کې چې ده کار کاوه، له ده سره شاوخوا ۵۰ نورو افغانانو هم کار کاوه، خو دوه میاشتې کېږي چې د کارخونې مالک ټولو ته د کار له ورکولو ډډه کړې ده. د هغه په وینا، مالک ته ویل شوي وو، چې نور دې افغانانو ته په کارخونه کې کار نه ورکوي.

په کراچۍ کې اوس مېشت افغان کډوال چې په کرايي کورونو کې اوسېږي وايي، د کورونو مالکانو ته یې هم ویل شوي چې افغان کډوالو ته دې کورونه په کرايه نه ورکوي.

ځايي کسانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، څو ورځې وړاندې پولیسو دوه داسې کسان په دې تور نیولي وو چې افغان کډوالو ته یې کورونه په کرايه ورکړي وو.

دوی وايي، اوس ځايي خلک هم وېرېږي او افغان کډوالو ته څوک د اوسېدو لپاره کورونه په کرايه نه ورکوي.

دا یوازې د پاکستان په کراچۍ کې د افغانانو وضعیت نه‌دی، بلکې د خیبرپښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې له افغان کډوالو سره ورته چلند کېږي او ډېریو یې ځانونه په خپلو کورونو کې په یوه ډول حبس کړي دي.

د پاکستان حکومت یوه میاشت مخکې په ټول پاکستان کې اړوندو ادارو ته جدي امر کړی، چې ناقانونه افغانان سمدستي ونیسي او افغانستان ته یې واړوي، خو په دغه هېواد کې مېشت افغانان د پاکستان له حکومته غواړي، چې د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي، څو په دغه هېواد کې په قانوني توګه څو شپې او ورځې تېرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له شاوخوا یوه کال راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی دی.