په کراچۍ ښار کې تازه پېښه د جمعې په شپه د ښار په شفیق موړ سیمه کې د حاجي اغا په نوم پر یوه هوټل رامنځته شوې ده. د هوټل مالک تور لګوي چې له پولیسو یې د خوړو پیسې غوښتې خو هغو یې له ورکړې انکار کړی او بيا د پولیسو او هوټل د مالک ترمنځ د پیسو پر سر لانجه رامنځته شوې ده.
د هوټل د مالک په وینا، پولیسو وروسته د ښاروالۍ کارکوونکي هم له ځان سره راوستل او د هوټل سامانونه یې په دې پلمه ترې یووړل چې په ناقانونه ځای کې اېښودل شوي دي. په همدې مهال د هوټل د کارکوونکو او پولیسو ترمنځ نښته هم شوې ده.
د شنبې په ورځ د هوټل کارکوونکو، مالکانو او اتحادیې اعتراضي لاریون وکړ. پولیسو وروسته د هوټل د مالک، کارکوونکو، د اعتراضي لاریون د ګډونوالو او د هوټلونو د اتحادیې د مشرانو پر ضد قضیې ثبت کړې او د یکشنبې په ورځ یې محکمې ته وړاندې کړل.
د دوی پر ضد د ګډوډۍ رامنځته کولو او د ترهګرۍ ضد قوانینو له مادو لاندې مقدمې ثبت شوې دي. پولیسو ادعا کړې چې کله دوی یاد هوټل ته ورغلل، د هوټل مالک او کارکوونکو پرې برید وکړ او دوه پولیس سرتېري یې ټپیان کړل.
په هوټل کې رامنځته شوې پېښه
د پېښې په اړه مدافع وکیل محمد ظاهر افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د هوټل مالک جعفر اغا چې د بلوچستان د پشین سیمې دی، د نوموړي او د سیمې د سمن اباد پولیسو مرکز د پولیسو ترمنځ د پیسو پر سر شخړه شوې ده.
هغه وویل، پولیس وروسته د ښاروالۍ له ادارې سره یوځای هوټل ته ورغلل او ادعا یې وکړه چې د هوټل مالک ناقانونه پراختیاوې کړې دي.
هغه زیاته کړه، که د هوټل پر ضد د ناقانونه پراختیاوو په نوم اقدام کېده، نو ولې یوازې دغه هوټل په نښه شوی دی؟ د نوموړي په وینا، د دغه هوټل شاوخوا او پر لویه لار تر لرې لرې پورې ورته ناقانونه پراختیاوې شته، خو پوښتنه دا ده چې ولې د نورو پر ضد اقدام نه کېږي؟.
هغه وویل، پولیسو د هوټلونو له شاوخوا ۳۵ کارکوونکو پر ضد هم قضیې ثبت کړې دي. د نوموړي په وینا، دغه کسان د یکشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شول او د دوشنبې په ورځ به د ترهګرۍ ضد محکمې ته هم وړاندې شي.
د هوټل او لاریون کوونکو پر ضد د قضیو قانوني حیثیت
د سند بار کونسل غړي، مدافع وکیل اېمل کاسي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د هوټلونو د مالکانو پر ضد ثبت شوې قضیه او په کې د ترهګرۍ ضد مادو لګول قانوني بنسټ نه لري.
هغه وویل: «د ترهګرۍ ضد ماده په دې قضیه کې لګول زیاتی دی. د پېښې هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې دي، په هغو کې داسې هېڅ څه نشته چې ترهګري شوې وي».
هغه وویل، د نیول شوو کسانو پر ضد د ثبت شویو قضیو لپاره د پښتنو او نورو وکیلانو یوه ډله جوړه شوې ده. د نوموړي په وینا، دغه وکیلان به د دوشنبې په ورځ محکمه کې د نیول شوو کسانو دفاع وکړي.
هغه زیاته کړه، د دوی لومړنۍ غوښتنه به له محکمې څخه د ترهګرۍ ضد مادو لرې کول وي او وروسته به قضیه مخته وړي او محکمې ته به اړوند شواهد وړاندې کوي.
نوموړي وویل، ټول مدافع وکیلان په داسې پېښو کې چې هر ځای ظلم او زیاتی کېږي، محکمې ته حاضرېږي او د مظلومو خلکو ترڅنګ درېږي.
په کراچۍ کې د پښتنو د چایو هوټلونه
د «ال سند هوټل اېسوسيېشن» په نوم د هوټلونو د اتحادیې غړي عبدالواسع افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، په ټول سند ایالت کې نږدې نهه نیم زره د چایو هوټلونه شته چې ډېری یې په کراچۍ کې دي او له ۹۰ سلنې څخه زیات یې د بلوچستان د پښتنو دي. هغه وویل، په هر هوټل کې له ۱۰ څخه تر ۲۰ پورې کسان کار کوي.
عبدالواسع ادعا وکړه چې د هوټلونو مالکان په مستقیم ډول ځورول کېږي او «د پښتنو د هوټلونو پر ضد سازش روان دی. لومړی به ترې متحده قومي موومنټ ډلې قلنګ اخیست او اوس ترې د پیپلز ګوند ایالتي حکومت د ادارو له لارې پیسې اخلي».
هغه زیاته کړه، د پاکستان اساسي قانون دوی ته په ټول هېواد کې د کار او کاروبار کولو اجازه ورکړې ده، خو که څوک یې ځوروي، دوی به یې پر ضد محکمې ته ځي، مبارزه به کوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د دوی حقونه تر پښو لاندې کړي.
هغه وویل، سیاسي ګوندونه هم په دې برخه کې د دوی ملاتړ کوي.
د سیاسي ګوندونو غبرګون
د عوامي نېشنل ګوند د سند ایالت مشر شاهي سید افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، په کراچۍ کې له پښتنو سره تبعیضي چلند نوې خبره نه ده او له یوه کال راهیسې د پاکستان د پښتنو پېژندپاڼې هم بلاکېږي.
هغه زیاته کړه، د پیپلز ګوند د حکومت پالیسي دا ده چې کراچۍ سندیانو ته وسپاري او له همدې امله له پښتنو سره ځورونکی چلند کېږي.
نوموړي پر پښتنو هم نیوکه وکړه چې پیپلز ګوند ته رایې ورکوي، خو عوامي نېشنل ګوند پارلمان ته نه استوي، څو هلته د پښتنو لپاره غږ پورته کړي.هغه وویل، په پیپلز ګوند او نورو سیاسي ګوندونو کې پښتانه پارلماني غړي هم د پښتنو د ستونزو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سند ایالت مشر سلیم خان ترین افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، په کراچۍ کې له پښتنو سره زیاتی روان دی.
هغه وویل، پیپلز ګوند په سند او کراچۍ کې له پښتنو سره تبعیضي چلند کوي او دا د حکومت یوه پالیسي ده. همداراز هغه زياته کړه، په ټوله کې له پښتنو سره زور زیاتی روان دی او باید په کراچۍ او سند کې له پښتنو سره د روان چلند په وړاندې د سیاسي لارې مبارزه وشي.
نوموړي وویل، په ټولو سیاسي ګوندونو کې باید پښتانه سره راټول شي او له پښتنو سره د کېدونکي چلند پر وړاندې یو موټی شي.
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د سند ایالت مشر صدیق اغا افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، دوی په دې باور دي چې په کراچۍ کې د پښتنو د اقتصاد کمزوري کولو لپاره په دولتي کچه سازش پیل شوی، څو پښتانه نه یوازې له کراچۍ، بلکې د سند له نورو ښارونو هم ووځي.
هغه وویل، دوی له پښتنو سره د ناوړه چلند په کلکه غندنه کوي او پر ضد به یې عدالتي او سیاسي مبارزه کوي او هڅه به وکړي چې د پښتنو پر وړاندې د ناوړه چلند مخه ونیسي.
د پیپلز ګوند حکومتي غبرګون
د پاکستان د پیپلز ګوند د سند ایالت پارلماني غړي علي احمد جان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، دی په هوټل کې رامنځته شوې پېښه غندي.
هغه وویل: «په دې اړه مې له اعلی وزیر سره خبرې کړې دي. هغه د پولیسو مشر ته د پېښې د بېطرفه پلټنو امر کړی دی او د ترهګرۍ ضد ماده لګول هم ناجایز کار شوی دی».
هغه زیاته کړه، له پښتنو سره به تبعیضي چلند نه کېږي او که چېرې داسې چلند کېږي، نو په دې اړه به یوه کمېټه جوړه شي او له هر هغه چا سره به قانوني چلند کېږي چې ناقانونه اقدام کوي.