له درمل جوړونې تر کورناستې
تهمینې احمدي، چې مستعار نوم یې کارول شوی، د کابل اوسېدونکې ده. هغې غوښتل درمل جوړونکې شي او له کلونو زدهکړو وروسته د جمهوریت له سقوط لږ وړاندې د کابل له پوهنتون څخه د فارمسي له څانګې فارغه شوه.
د هغې لپاره فراغت د مسلکي ژوند پیل و؛ غوښتل یې په خپله برخه کې کار وکړي، تجربه ترلاسه کړي او په مسلک کې پرمختګ وکړي.
خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دا راتلونکی لا له پیل وړاندې ودرېد. تهمینه اوس په کور ناسته ده او هغه کلونه چې باید د کاري تجربې او مسلکي پرمختګ لپاره یې تېر کړي وای، د انتظار په کلونو بدل شوي دي.
هغه وايي، کله چې تېرو پنځو کلونو ته ګوري، خپلو نارینه همصنفیانو ته فکر کوي؛ ځینو یې په پوهنتون کې له هغې ټیټې نمرې اخیستې وې، خو اوس یې کار پیل کړی، تجربه یې ترلاسه کړې او په مسلک کې یې پرمختګ کړی دی.
هغه ښارونه چې ښځې پکې لږې لیدل کېږي
د ننګرهار اوسېدونکې دعا، چې مستعار نوم یې دی، د تېرو پنځو کلونو اغېز له بلې زاویې ویني. هغه تر خپلې له لاسه ورکړې دندې ډېر د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمنه ده.
دعا له یوه نړیوال بنسټ سره کار کاوه، د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ یې کاوه او په کاري چاپېریال کې یې تجربه او مهارت ترلاسه کاوه.
د جمهوریت پر مهال به یې ماشومان هر سهار داسې مور لیدله چې کار ته به تلله، عاید یې درلود او له کوره بهر یې مسوولیتونه ترسره کول.
خو اوس د دوی مخې ته انځور بدل شوی دی؛ نارینه ویني چې سهار له کوره وځي، په ادارو او ټولنیزو فعالیتونو کې ګډون کوي، خو ښځې په ډېرو دغو ځایونو کې لږې لیدل کېږي.
دعا اندېښنه لري چې دا وضعیت به د هغې د اولادونو په ذهن کې پر یوه عادي ټولنیز اصل بدل شي؛ داسې ټولنه چې نارینه پکې کار کوي او ښځه په کور کې پاتې کېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د افغانستان ۷۸ سلنه ځوانې ښځې نه په زدهکړو بوختې دي، نه کار کوي او نه هم په مسلکي او مهارتي پروګرامونو کې ګډون لري.
د تېر عمر تاوان به څوک راکړي؟
د مرسل سادات لپاره تر ټولو مهمه موضوع وخت دی؛ هغه کلونه چې تېر شوي او بېرته راګرځول یې ناشوني دي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۸ میلیونه له ۷ تر ۱۸ کلونو عمر لرونکې نجونې له ښوونځیو بهر دي. له دې ډلې شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې د شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو د بندیز له امله له منځنیو زدهکړو بې برخې دي.
د طالبانو محدودیتونه وروسته تر طبي زدهکړو هم ورسېدل او د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې ښځې او نجونې په طبي زدهکړیزو انسټیټیوټونو کې له زدهکړو منع شوې دي.
مرسل هم له هغو نجونو ده چې له زدهکړو پاتې شوې ده. هغه انځورګره ده او د تېرو پنځو کلونو په اړه یوه پوښتنه لري: «هغه پنځه کاله چې موږ له لاسه ورکړل، ایا بېرته زموږ ژوند ته راګرځېدای شي؟»
مرسل، سره له دې چې ښوونځی یې تړل شوی، زدهکړې یې نه دي پرېښې. انلاین درسونه وايي، کتابونه لولي او هڅه کوي له نړۍ وروسته پاتې نه شي.
هغه وايي، کتاب او انلاین زدهکړه د ښوونځي ځای نه شي نیولای، خو نه غواړي هغه نړۍ چې هره ورځ پرمختګ کوي، له هغې مخکې ولاړه شي.
قلم ته پناه
اسرا ذکي، چې دا هم مستعار نوم دی، د محدودیتونو په منځ کې د دوام لپاره بله لاره موندلې ده. هغه د «دوشیزه» فرهنګي او ټولنیزې میاشتنۍ مجلې مسووله مدیره ده؛ هغه رسنۍ چې د افغانستان د ښځو او نجونو غږ، په ځانګړې توګه د زدهکړو له حقه د بېبرخې نجونو ستونزې، منعکسوي.
په هغو کلونو کې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي، «دوشیزه» د اسرا لپاره د لیکلو، زدهکړې او روایت کولو یوه فضا ده.
هغه هڅه کوي د هغو نجونو تجربې راوسپړي چې لا هم زدهکړې کوي، لیکي او د خپل راتلونکي لپاره هڅه کوي.
د اسرا په باور، کېدای شي د ټولګیو دروازې تړل شوې وي، خو د نجونو روایتونه باید د دغو دروازو تر شا بند پاتې نه شي.
له میدان څخه پټه شوې د کرکټ هیله
د دې روایت وروستۍ ښځه بصیره صدیقي، چې نوم یې مستعار دی، د کرکټ له لوبې سره مینه لري. هغه او یو شمېر هملوبغاړې یې لا هم په پټه تمرین کوي.
بصیره او د هغې هملوبغاړې نه د لوبې لپاره مناسب میدان لري، نه کافي امکانات او نه داسې امنیت چې په ډاډه زړه تمرین وکړي؛ خو کرکټ یې نه دی پرېښی.
په داسې حال کې چې نارینه ورزشکاران کولای شي میدان ته ولاړ شي، تمرین وکړي، سیالۍ وکړي او د افغانستان استازیتوب وکړي، بصیره او د هغې ملګرې د خپلې دغې هیلې د ژوندي ساتلو لپاره اړ دي چې له خلکو پټې تمرین وکړي.
بصیره په یوه لیک کې د مناسب میدان، امکاناتو او امنیت د نشتوالي یادونه کړې او غوښتنه یې کړې چې په افغانستان کې پاتې شوې ښځینه کرکټلوبغاړې هېرې نه شي.
د هغې هیله ساده ده: یوه ورځ وکولای شي له وېرې پرته میدان ته لاړه شي، تمرین وکړي او په سیالۍ کې ګډون وکړي.
پنځه کاله؛ پنځه درېدلي راتلونکي
د دغو پنځو ښځو لپاره تېرو پنځو کلونو یوه معنا نه ده لرلې.
د تهمینې لپاره دا د فراغت او هغه مسلک ترمنځ واټن دی چې هېڅکله یې پیل نه کړای شو؛ د دعا لپاره د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه اندېښنه ده؛ د مرسل لپاره د ښوونځي هغه کلونه دي چې بېرته نه راګرځي؛ د اسرا لپاره د نجونو د غږ د اورېدو لپاره مبارزه ده او د بصیرې لپاره د لوبې میدان له یوه عادي ځای څخه په پټې هیلې بدل شوی دی.
دا پنځه روایتونه د یوه درېدلي ژوند پنځه بېلابېلې بڼې ښيي؛ یوه ښځه چې خپل مسلک یې پیل نه کړای شو، یوه مور چې د خپلو اولادونو له راتلونکي وېره لري، یوه نجلۍ چې د ښوونځي کلونه یې له لاسه ورکړي، یوه ښځه چې د نجونو د غږ د رسولو هڅه کوي او یوه ورزشکاره چې بیا میدان ته د ستنېدو خوب ویني.
پنځه کاله تېر شوي؛ خو د دغو ښځو لپاره یوازې وخت نه دی تېر شوی، بلکې د دوی د راتلونکي یوه برخه هم له همدې وخت سره تېره شوې ده.
او ښايي د مرسل سادات پوښتنه د ډېرو افغان ښځو او نجونو ګډه پوښتنه وي: «هغه پنځه کاله چې موږ له لاسه ورکړل، ایا بېرته به زموږ ژوند ته ورزیات شي؟»